سمېع سادات: د پاکستان روانو بریدونو کې تر ډېره عامو افغانانو ته مرګژوبله اوښتې ده

د مخکیني جمهوري نظام لوړ پوړي پوځي جنرال سمېع سادات ویلي، چې د پاکستان له لوري تر اوسه د بریدونو په موخه د افغانستان خاورې ته ۱۰۰ الوتنې شوي او ټول یې ملکي وګړي په نښه کړي دي. هغه زیاته کړې، چې دې بریدونو کې د طالب مشرانو په ګډون د ټيټيپي هېڅ قومندان نهدی وژل شوی.
