راشد خان: د ولسي وګړو په نښه کول ستر جنګي جنایت دی

د افغانستان د کرېکټ ستوري راشد خان پر کابل د پاکستان هوايي بریدونه «وحشیانه» بللي او په کلکه یې غندلي دي. هغه ویلي: «د ملکي کورونو، تعلیمي موسسو او روغتیایي بنسټونو په نښه کول، که قصدي وي او که په تېروتنه، ستر جنګي جنایت دی».
راشد خان ویلي، د بېګناه انسانانو قیمتي ژوند ته نهدرناوی په ځانګړې توګه د روژې په مبارکه میاشت کې، زړه بوږنونکی عمل دی او په باور یې: «دا ډول جنایت نفاق او کرکې ته لمن وهي».
هغه له نړۍوالو سازمانونو غوښتي، چې په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د برید له عاملینو سره حساب وکړي.
هغه ویلي: «زه په ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو ادارو غږ کوم چې د دې وروستۍ فاجعې بشپړه څېړنه وکړي او عاملینو سره یې حساب وکړي. زه په دې سخت وخت کې د خپل دردېدلي ملت تر څنګ یم او ځان په دې لوی غم کې د خپل ولس سره شریک بولم».
هغه همداراز په ډاګه کړې، تاریخ د دې شاهد دی چې افغانان به د یوه ملت په توګه بیا راپورته کېږي.
