فضلي: پر افغانستان د پاکستان بریدونه د ټيټيپي په اړه نهدي دا د سیمې بېثباتۍ لپاره دي

د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، پر افغانستان د پاکستان «ناقانونه او ناوړه» هوايي بریدونه هېڅکله د ټيټيپي په اړه نهدي، بلکې دا د افغانستان په ګډون د ټولې سیمې د بېثباته کولو په موخه دي.
فضل محمود فضلي زیاته کړې: «په حقیقت کې، پاکستان هېڅکله په خپله تر ولکې لاندې خاوره کې له ټيټيپي سره مقابله نهده کړې، په افغانستان کې خو یې لا څه کوې».
د هغه په باور: «لکه څنګه چې د هغوی ملاتړي په فارس خلیج کې وارخطا دي، دا بې باکه لوبه به پاکستان ته په درنه بیه تمامه شي».
فضلي وايي، افغانستان له لسیزو راهیسې د جګړو سختۍ ګاللي او تر هغه وخته به د یوه ملت په توګه پاتې وي، چې دا سیاره موجوده وي او همداراز خبرداری ورکوي: «داسې څه بیا د پاکستان په اړه نهشي ویل کېدای».
