رحمتالله نبیل طالبانو ته په پاکستان کې د ۵ مهمو هدفونو کوردینات ورکړل

د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنیت پخواني رييس رحمتالله نبیل په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان د برید په غبرګون کې طالبانو ته د ۵ مهمو هدفونو کوردینات ورکړل. هغه په ډاګه کړې، له ننني برید وروسته د پاکستان په خاوره کې د ریښتینې ارادې په صورت کې همدا مشروع هدفونه دي
