رحمتالله نبیل دغه کوردینات په خپله اېکسپاڼه خپاره کړي او تلویحاً داسې ښکاري، چې طالبانو ته یې په نښه کړي دي.
هغه ویلي: «په کابل کې له نننۍ حملې څخه وروسته د پاکستان په خاوره کې د ریښتینې ارادې په صورت کې دا مشروع هدفونه دي».
د تېلو ترمینل – محمودکوټ PARCO
30.206° شمالي عرض البلد
70.956° ختیځ طول البلد
له افغانستان څخه فاصله: شاوخوا ۴۵۰–۵۰۰ کیلومتره
نږدې ولایتونه: کندهار او هلمند
د شکرپور د تېلو زېرمتون (Oil Depot)
27.955° شمالي عرض البلد
68.638° ختیځ طول البلد
له افغانستانه فاصله: شاوخوا ۳۰۰–۳۵۰ کیلومتره
نږدې ولایتونه: نیمروز او هلمند
د اُچ د ګاز د پروسس او LPG فابریکه
28.300° شمالي عرض البلد
69.850° ختیځ طول البلد
له افغانستانه فاصله: شاوخوا ۲۵۰–۳۰۰ کیلومتره
نږدې ولایتونه: کندهار او هلمند
د لورالای د سون توکو زېرمتون (Fuel Depot)
30.370° شمالي عرض البلد
68.600° ختیځ طول البلد
له افغانستانه فاصله: شاوخوا ۱۲۰–۱۵۰ کیلومتره
نږدې ولایتونه: پکتیکا او زابل
د کوهاټ د LPG د زېرمتون ترمینل
33.580° شمالي عرض البلد
71.440° ختیځ طول البلد
له افغانستانه فاصله: شاوخوا ۱۵۰–۱۸۰ کیلومتره
نږدې ولایتونه: خوست او پکتیا.
رحمتالله نبیل په کابل کې د معتادینو د درملنې پر مرکز د پاکستان هغه بمبار چې له امله یې سلګونه ملکي وګړي وژل شوي د «شرم داغ» بللی او ویلي یې دي، چې دا به هېڅکله هم د افغان ولس له حافظې پاک نهشي او زیاته کړې یې ده: «د ناروغانو او بېوسه انسانانو په نښه کول نه -امنیتي عملیات- بلل کېدای شي او نه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه-؛ دا د انسان د ژوند پر وړاندې ښکاره بېپروايي او د بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده».
نبیل همداراز په ډاګه کړې، هېڅ هېواد د ملکي وګړو په وژلو امنیت نهشي تر لاسه کولای او دغه ډول کړنې یوازې کرکه، بېباوري او بېثباتي لا ژوروي.
هغه ویلي: «نړۍواله ټولنه نهشي کولی د داسې یوې فاجعې پر وړاندې چوپه پاتې شي؛ د انسان ژوند د سیاسي لوبو وسیله نهده».