د بشري حقونو نړۍوال بنسټ په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان برید وغانده

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان بمباري په کلکه غندلې او د دغې پېښې په اړه یې د یوې خپلواکې او نړۍوالې څېړنې د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.
دغه بنسټ ویلي، د دغه برید په پایله کې د راپورونو لهمخې یو زیات شمېر هغه زیانمنونکي ناروغان وژل شوي، چې د طبي پاملرنې او بېرته رغېدو په لټه کې وو.
د بشري حقونو نړۍوال بنسټ خبرداری ورکړی: «هغه مرکزونه چې درملنې، بیا رغونې او بشري پاملرنې ته ځانګړي شوي، باید هېڅکله په هیڅ ډول شخړو یا امنیتي عملیاتو کې په نښه نهشي».
دغه بنسټ په کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو د خپلواکې نړۍوالې څېړنې غوښتنه کړې او همداراز یې حساب ورکړې ته د مسوولو کسانو پر راکاږلو هم ټينګار کړی دی.
د بشري حقونو یاد بنسټ همداراز پر طبي بنسټونو بریدونه د نړۍوالو بشري قوانینو او د بشري حقونو د نورمونو له بنسټیزو اصولو څخه سرغړونه بللې او زیاته کړې یې ده: «نړۍ باید هغه مهال چوپ پاتې نهشي کله چې د شفا او درملنې ځایونه د تراژیدۍ په ځایونو بدلېږي».
