افراسیاب خټک: کابل کې په روغتون هوایي برید «قتل عام» او نړیوال جنایت دی

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخواني غړي، افراسیاب خټک، په کابل کې د یوه روغتون هوایي برید «قتل عام» بللی، دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ادعا کوي برید یې پر روغتون نه، بلکې د طالبانو پر پوځي هدفونو کړی دی.
افراسیاب خټک په خپل ایکس پوسټ کې لیکلي: «په کابل کې د پاکستان د بمبارۍ له امله د متعادینو مرکز کې د ناروغانو قتل عام د غندنې وړ دی. زموږ فکرونه او دعاوې د قربانیانو له کورنیو سره دي.»
هغه زیاته کړې چې د روغتونونو په نښه کول هر ځای کې جرم دی او دا ډول کړنې د نړیوالو بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده.
نوموړي همداراز ویلي: «د ترهګرۍ پر ضد جګړه د نسل وژنې لپاره یو پټ نوم (پرده) ګرځېدلې ده.»
