ضعیف: د پاکستان بریدونه «د بزدلۍ او بېغیرتۍ انتها» ده

په پاکستان کې د طالبانو پخواني سفیرعبدالسلام ضعیف، د پاکستان د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ویلي چې دغه ډول حملې د مستقیمې جګړې پر ځای د ملکي وګړو په نښه کول دي، چې د ده په وینا «د بزدلۍ او بېغیرتۍ ښکاره نښه» بلل کېږي.
ضعیف د ایکسله لارې په یوه تازه خپره شوې لیکنه کې ادعا کړې چې د پاکستان اړوند ځواکونه له مخامخ جګړې څخه تېښته کوي او پر ځای یې په کابل او نورو ولایتونو کې بېګناه خلک هدف ګرځوي.
هغه په خپل پوسټ کې لیکلي: «مزدور او ذلیل دښمن د مخامخ جګړې څخه تېښته کوي، کنه ۱۲۰۰ کیلومتره د ډیورنډ په فرضي کرښه کې ورسره زمریان پراته دي، خو دوی په کابل او نورو ولایتونو کې بېګناه وګړي په نښه کوي، دا د بزدلۍ او بېغیرتۍ انتها ده.»
ضعیف همداراز د ډیورنډ کرښې ته په اشارې سره ویلي چې که جګړه رښتینې وي، نو د و ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د مقابلې لپاره کافي ځواکونه موجود دي، خو د ده په وینا، د ښارونو دننه د ملکي وګړو په نښه کول د جګړې له اصولو سره په ټکر کې دي.
