یونېسف: له ایران څخه راستنو شویو افغان ماشومانو ته بېړنۍ مرستې رسول کېږي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونېسف» ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو له ستنېدو سره سم هغوی ته د روغتیا، پاکو اوبو او تغذیې په برخو کې مرستې رسوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونېسف» ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو له ستنېدو سره سم هغوی ته د روغتیا، پاکو اوبو او تغذیې په برخو کې مرستې رسوي.
یادې ادارې ټینګار کړی، چې راستانه شوي ماشومان او کورنۍ له سختو شرایطو سره مخ دي او د هغوی خوندیتوب او ملاتړ ته باید په هر ډول حالاتو کې لومړیتوب ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر ایران د امریکا او اسراییل له ګډو بریدونو وروسته ګڼ شمېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستنېږي او دغه کډوال د سرپناه تر څنګ د ژوند نورو لومړنیو او اړینو خدمتونو ته هم جدي اړتیا لري.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مریم سلیمانخېل د اروپا پارلمان ته په خپلې وینا کې پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه او د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو ناوړه وضعیت په کلکو ټکو وغندل. د نوموړې په وینا، پاکستان د ترهګرو په نوم افغان ناروغان او ډاکټران په نښه کړي دي.
نوموړې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان وروستي برید ته په اشارې سره وویل، چې دغه برید پر ناروغانو شوی او له امله یې ۴۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ ډېر نور ټپیان دي.
مریم سلیمانخېل وایي: «په دغه برید کې وژل شوي کسان جنګیالي نه وو، بلکې هغوی ناروغان، ډاکټران او د هغوی کورنۍ وې. دا هغه خلک وو چې له کلونو جګړو وروسته یې هڅه کوله خپل ژوند بېرته ورغوي. یو ځل بیا قربانیان ترهګر نه، بلکې ملکیان وو. پاکستان ادعا کوي چې له ترهګرو سره جګړه کوي، خو له خاورو او کنډوالو څخه چې کوم جسدونه را اېستل کېږي، هغه ټول د افغان ملکي وګړو دي».
نوموړې د خپلې وینا په دوام پر نجونو، ښځو او د ټولنې پر عامو وګړو د طالبانو سختو بندیزونو ته په اشارې زیاته کړه، چې په ټول هېواد کې یو بشپړ نسل تر دوامداره رواني صدمې لاندې ژوند کوي.
د مریم سلیمانخېل په خبره: «هغه نجونې چې یو وخت به یې کتابونه لېږدول، اوس له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. کورنۍ د سزا او څارنې په دوامداره وېره کې ژوند کوي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو او نجونو د حقونو او ازادیو د محدودولو لپاره تر ۸۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي».
نوموړې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې نړۍ باید له طالبانو وروسته دورې لپاره چمتووالی پیل کړي او د افغانستان راتلونکی باید پر مشروعیت، پراخ ګډون او د حقونو پر خوندیتوب ولاړ وي.
نوموړې ویلي، چې له څه باندې ۴۰ کلونو راهیسې له افغانستان سره د جیوپولیټیکې ستراتیژۍ د شطرنج د تختې په څېر چلند شوی، خو افغانستان د شطرنج تخته نه، بلکې د انسانانو یو ملت دی او نړۍ باید د افغانستان د ازادۍ غوښتونکي ملت ترڅنګ ودرېږي.
د بلجیم د سنا مجلس غړې ویوین ټایټلبام له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، په افغانستان کې پر ښځو روان بندیزونه او ورسره کېدونکی چلند په ښکاره توګه «جنیستي اپارټایډ» دی. نوموړې وایي، د ښځو پر وړاندې د طالبانو اوسني سیاستونه د بشریت پر ضد جنایت دی.
هغې وویل: «د افغانستان د اپوزیسیون او په ځانګړې توګه د ښځو غږونه باید راپورته کړو او طالبانو ته باید نور ټرېبیون ورنهکړو». د ټایټلبام په خبره، افغانستان باید د ډیموکراسۍ ارزښتونو ته بېرته ورستون شي او برابري د دغه ارزښتونو مهمه برخه ده.
دې بلجیمۍ سناتورې ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید افغانستان کې روان وضعیت درک کړي چې هېڅ ډول عدالت او برابري هلته نشته. نوموړې وویل: «دا سخته ده چې نیمه ټولنه له خپلو حقونو بېبرخې شي، ان بسنټیزو حقونو لکه روغتیايي خدمتونه چې ترې محرومې دي. افغانستان کې ښځې له ازاد ژوند څخه هم بېبرخې دي».
هممهاله په بلجیم کې د طالبانو د حکومت مخالفې څېرې هم راټولې شوي او د افغانستان پر روان وضعیت بحثونه کوي. دغو افغان سیاستوالو د بلجیم له یو شمېر سناتورانو سره د هېواد پر روان وضعیت او د طالبانو له لوري د سختدریځه قوانینو پر پلي کېدو باندې بحثونه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې مرکز له تلفاتو پرته په تېرو ۱۹ ورځو کې د پاکستان په بریدونو کې ۲۸۹ ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اوچا په خپل راپور کې ویلي، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ شخړه اوس درېیمې اوونۍ ته داخله شوې او د کمېدو هېڅ نښې یې نه لیدل کېږي. په دغه راپور کې راغلي، چې د فبرورۍ له ۱۶مې د مارچ تر ۱۷مې پورې د پاکستان په بریدونو کې ۷۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان دي. د اوچا د معلوماتو لهمخې، د قربانیانو نیمايي برخه ښځې او ماشومان جوړوي.
اوچا زیاته کړې: «په تېرو ۱۹ ورځو کې پاکستان د افغانستان پر لسو ولایتونو هوايي، توپخانې، هاوان او ډرون بریدونه کړي دي او په مقابل کې طالبانو هم پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر تاسیساتو او د دغه هېواد په داخل کې (کوهاټ او راولپنډۍ) پر پوځي مرکزونو بریدونه ترسره کړي دي.
اوچا په خپل راپور کې د مارچ په ۱۶مه په کابل او ځینو نورو سیمو کې د پاکستان هوايي بریدونو ته هم اشاره کړې ده او وايي، چې په کابل کې د روږدو د درمنلې یو مرکز هم د پاکستان په بریدونو کې په نښه شوی دی.
اوچا ویلي، چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان د بریدونو له امله د وژل شویو کسانو دقیقې شمېرې لا هم تر ارزونې لاندې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته نږدې ۱۶۶۰۰ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې نږدې ۱۱۵۰۰۰ ته رسېږي له خپلو اصلي مېنو څخه بېځایه شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې د پاکستان د هوايي او راکټي بریدونو له امله له ۳۱۸ څخه ډېر کورونه ویجاړ شوي او یا هم سخت زیانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان او طالبانو نن د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کوچني اختر په مناسبت یې د لنډ وخت لپاره د سعودي عربستان، قطر او ترکیې هېوادونو په غوښتنه د یو او بل پر وړاندې خپل بریدونه ځنډولي دي.
نظر محمد، چې پخوا یې هیرویین کارول، وايي، امید مرکز دوه کاله مخکې له نشې خلاص کړ او ژوند یې ور وژغوره. هغه وروسته هم هلته پاتې شوی و او د شاوخوا ۲۰۰۰ ناروغانو خدمت یې کاوه. خو اوس وېره لري چې بېرته نشې ته ستون نه شي.
هغه وویل چې د دوشنبې په ورځ یې ولیدل چې یوه الوتکه بم غورځوي. کله چې بېرته مرکز ته ورغی، هر څه ویجاړ شوي وو. د هغه په وینا: «له هر لوري چیغې وې، ټپیان او مړي هر ځای پراته وو... موږ له کنډوالو څلور کسان ژوندي را وایستل، خو نور ټول مړه شوي وو او جسدونه د پېژندلو نه وو.»
د طالبانو حکومت ویلي چې په دې برید کې له ۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان دي.
پاکستان دا ادعا ردوي چې د بیا رغونې مرکز یې په نښه کړی، خو خپلواکو سرچینو او شاهدانو تایید کړې چې مرکز په نښه شوی دی.
نظر محمد رویټرز ته وویل، چې که له دې مرکز څخه ووځي، ښايي بېرته نشې ته مخه کړي. هغه وویل: «موږ دلته مبارزه وکړه او ژوندی پاتې شوو، خو اوس نه پوهېږم چې بیا به څنګه ځان وژغورو.»
کارپوهان وایي چې په افغانستان کې د روږدو ستونزه پراخه ده. د اټکل له مخې، د شاوخوا ۴۰ میلیونه نفوس له ډلې نږدې ۱۵ سلنه خلک له نشې سره مخ دي. بېوزلي، بېکاري او ټولنیزې ستونزې د دې وضعیت مهم عوامل بلل کېږي.

سره له دې چې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې د نشهيي بوټو کرکيله بنده کړه او د کوکنارو کښت ډېر کم شوی، خو د ملګرو ملتونو په وینا، خلک اوس مصنوعي نشهيي موادو او درملو ته مخه کوي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د داسې یو مرکز له منځه تګ یوازې د ناروغانو درملنه نه ځنډوي، بلکې په ټول هېواد کې د درملنې پر محدودو امکاناتو هم درنه ضربه ده.
احمد بلال تیموري، چې د کټامین له نشې د خلاصون لپاره یوازې ۲۰ ورځې مخکې مرکز ته تللی و، وایي چې د درملنې بهیر یې ښه روان و، خو اوس هر څه له منځه تللي دي.
هغه وویل: «پلار مې دلته راوستلم، په لومړیو کې نه وم راضي، خو وروسته چې ښه کېدلم، خپله مې غوښتل چې جوړ شم.»
د یوه افغان سرتېري کورنۍ، چې د امریکا د کډوالۍ ادارې په توقیف کې مړ شوی، وایي، هغه د امریکايي خلکو لپاره یو اتل و او د امریکا حکومت یې «د مرګ مسوول» دی.
د ۴۱ کلن محمد نذیر پکتیاوال د مړینې اعلان یوازې ۲۴ ساعته وروسته له هغه و شو چې د جمعې په سهار د کډوالۍ مامورینو له خوا ونیول شو. نوموړی په ۲۰۲۱ کال کې، وروسته له هغه چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، امریکا ته تللی و.
پکتیاوال د تکزاس په ریچارډسن ښار کې اوسېده او د خپلې پناه غوښتنې د دوسیې تر پرېکړې پورې یې د نانوای په توګه کار کاوه. نوموړی ښوونځي ته د خپلو ماشومانو د بېولو پرمهال نیول شوی و.
چارواکو ویلي چې هغه د خوراکي مرستو (سنپ) پروګرام کې د درغلۍ په تور نیول شوی و. د څارنوالۍ دفتر په وینا، د هغه پر وړاندې د درغلۍ دوه او د غلا یوه قضیه ثبت شوې وه، خو لا تر اوسه محکمې ته نه وې وړاندې شوې.
هغه د شپږو ماشومانو پلار و، چې تر ټولو کوچنی یې یوازې ۱۸ میاشتینی دی. نذیرد شنبې په ورځ د دالاس په پارکلنډ روغتون کې مړ اعلان شو، خو د مړینې کره لامل یې لا هم نه دی روښانه شوی.
کورنۍ یې وايي چې هغه له نیول کېدو وروسته د ساه لنډۍ او د سینې له درد شکایت درلود. د هغه ورور وویل چې پکتیاوال په ټیلیفون کې ډېر وېرېدلی او وارخطا و او نه پوهېده چې ولې نیول شوی او چېرته به وړل کېږي.
چارواکو ویلي چې هغه روغتون ته انتقال شو او د ژبې پړسوب یې درلود، خو د ژغورنې هڅو سره سره مړ شو. کورنۍ یې ادعا کوي چې ورسره ناوړه چلند شوی او اړین درمل ترې منع شوي وو.
د امریکا د کورني امنیت وزارت هغه «غیرقانوني کډوال» بللی، خو کورنۍ یې دا ادعاوې ردوي او وايي چې نوموړي له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کړې ده.
د انډیپنډنټ د رپوټ له مخې، د کورنۍ په وینا یې، پکتیاوال نږدې لس کاله د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې وه او وروسته د رسمي ایستلو پروګرام له لارې امریکا ته راوستل شوی و. هغه د پناه غوښتنه کړې وه، د کار اجازه یې لرله او یو ماشوم یې د امریکا تابعیت لري.
د افغان کډوالو ملاتړې ډلې دا پېښه “ډېره غیرمعمولي” بللې او له حکومت څخه یې د بشپړ وضاحت غوښتنه کړې ده.