کارپوهان وايي، دا موضوع د هرې ټولنې، هېواد او وچې لپاره د روغتيا او ټولنيزو خدمتونو پر سيستمونو يو لوی او په چټکۍ سره زياتېدونکی ګواښ دی.
امريکايي څېړونکو دا هم موندلې، چې د ژوند په اوږدو کې په ذهني پاروونکو فعاليتونو کې ګډون لکه لوستل، ليکل يا د نوې ژبې زدهکړه د الزايمر ناروغۍ، چې د عقل د زوال تر ټولو عام ډول دی، د خطر په کمېدو او د ادراکي کمزورۍ د بهير په ورو کېدو پورې تړاو لري.
د دې څېړنې ليکوالې اندريا زاميت چې د شيکاګو د راش پوهنتون له طبي مرکز سره تړاو لري وويل، چې دا څېړنه ښيي د عمر په لوړو پړاوونو کې ادراکي روغتيا «په کلکه» د ذهني پاروونکو چاپېريالونو تر اغېز لاندې وي. هغې وويل: «زموږ موندنې هيلهبښونکې دي او ښيي چې د ژوند په اوږدو کې په بېلابېلو ذهني پاروونکو فعاليتونو کې پرلهپسې ګډون کولای شي اغېزناک تمام شي».
د زاميت په وينا، هغه عامه پانګونې چې خلکو ته د داسې چاپېريالونو لاسرسی برابروي لکه کتابتونونه او لومړني تعليمي پروګرامونه چې موخه يې د ټول عمر لپاره له زدهکړې سره مينه پيدا کول دي چې کېدای شي د عقل د زوال د خپرېدو په کمولو کې مرسته وکړي.
څېړونکو شاوخوا ۲ زره کسان، چې عمرونه يې ۸۰ کلونو ته رسېدل او د څېړنې په پيل کې د عقل له زواله خوندي وو، وڅېړل. دغه کسان په منځني ډول د اتو کلونو لپاره ارزول شوي دي. څېړونکو د دوی د ژوند درې پړاوونه د ذهني فعاليتونو او د زدهکړې د سرچينو له اړخه وڅېړل.
لومړی پړاو تر ۱۸ کلنۍ مخکې:
په دې پړاو کې د ګډونوالو تجربې وڅېړل شوې؛ دا چې څومره ورته کتابونه لوستل کېدل، دوی خپله څومره لوستل کول، ايا په کور کې ورځپاڼو ته یې لاسرسی درلود او ايا په پنځو کلونو کې يې کومه بهرنۍ ژبه زدهکړې وه که نه.
دوهم پړاو منځنی عمر:
په دې پړاو کې د مجلو، قاموسونو او د کتابتونونو د کارتونو موجودیت وڅېړل شول او دا هم چې هغوی څو ځله موزيمونو يا کتابتونونو ته تللي دي.
درېيم پړاو ډېر عمر شاوخوا ۸۰ کلني:
په دې پړاو کې د لوستلو، ليکلو او لوبو کولو اندازه او همدارنګه د عايد حالت (لکه تقاعدي معاش او نورې سرچينې) وڅېړل شوې.
څېړونکو ګډونوال په دوو ډلو ووېشل: هغه کسان چې د ژوند په اوږدو کې يې ډېر ذهني فعاليت درلود او هغه کسان چې لږ فعاليت يې درلود. پايلو وښوده چې په لوړې ذهني فعاليت لرونکې ډله کې ۲۱ سلنه کسان پر الزايمر اخته شول، خو په ټيټې فعاليت لرونکې ډله کې دا کچه ۳۴ سلنه وه».
د عمر، جنسيت او زده کړو په څېر عواملو له په پام کې نيولو وروسته څرګنده شوه، چې د ژوند په اوږدو کې زيات ذهني فعاليت د الزايمر خطر ۳۸سلنه راکموي او د سپک ادراکي اختلال خطر ۳۶ سلنه کموي.
همدارنګه، د ناروغۍ د پيل وخت هم توپير درلود. هغه کسان چې لوړه ذهني فعالتيا يې لرله په منځني ډول په ۹۴ کلنۍ کې پر الزايمر اخته شوي، خو په ټيټې فعاليت لرونکو کې دا عمر ۸۸ کاله وو.
د سپک ادراکي اختلال په اړه هم ورته حالت و؛ لوړ فعاليت لرونکي کسان شاوخوا په ۸۵ کلنۍ کې پرې اخته شوي، په داسې حال کې چې ټيټ فعاليت لرونکي کسان په ۷۸ کلنۍ کې ورسره مخ شوي دي.
څېړونکو هغه ګډونوال هم وڅېړل چې د څېړنې پر مهال مړه شوي او بیا د هغوی پر جسدونو هم څېړنه شوې. هغه کسان چې د ژوند په اوږدو کې يې لوړه ذهني فعالتيا لرله، د حافظې او فکري مهارتونو له پلوه پياوړي وو او له مړينې مخکې يې د ادراکي کمزورۍ بهير ورو و.