اروپايي ټولنه: هغه ورځې ته سترګې په لار یو چې هره نجلۍ بېرته خپل ټولګي ته لاړه شي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د نوي لمریز کال او د نوي تعلیمي کال د پیلېدو په مناسبت خپاره کړي پیغام کې د افغان نجونو پر زده کړو ټینګار کړی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د نوي لمریز کال او د نوي تعلیمي کال د پیلېدو په مناسبت خپاره کړي پیغام کې د افغان نجونو پر زده کړو ټینګار کړی دی.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ افغانانو ته په یوه پیغام د نوي کال او نوروز مبارکي ویلي او هرې کورنۍ لپاره یې د سولې او سوکالۍ هیله څرګنده کړي ده.
په پیغام کې راغلي:«د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره، موږ هغې ورځې ته سترګې په لار یو چې هره نجلۍ بېرته ټولګي ته ستنه شي».
اروپايي ټولنې په داسې حال کې د افغانستان خلکو ته د نوي کال مبارکي ورکړړې، چې په افغانستان کې د نوي تعلیمي کال له پیل سره سم لا هم د څو کالونو راهیسې د طالبانو لهخوا له شپږم ټولګي پورته نجونو باندې ښوونځیو ته پر تګ بندیز لګول شوی او میلیونونه نجونې له زده کړو بې برخي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند ورازت وايي، چې په لومړي ځل د اتحاد په نامه یوه نړیوال هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیل کړې. دوی زیاتوي، چې لومړنۍ الوتنه یې نن جمعه د کب پر۲۹مه تر سره شوه او دا شرکت به افغاتنستان ته هره اوونۍ ۴ پروازونه ولري.
له دې وړاندې د اتحاد هوايي شرکت (د غويي۱۴مه) په یوه خبرپاڼه کې د افغانستان له کام ایر هوايي شرکت سره همکاري اعلان کړې وه.
د اتحاد هوايي شرکت د اعلان له مخې، د دې شرکت پېرودونکي کولای شي له ټولې نړۍ څخه کابل او له هغه ځایه د ابوظبي په هوايي ډګر کې له کام ایر سره د افغانستان نورو ښارونو ته الوتنه وکړي.
په افغانستان کې د کام ایر، په یونان کې اسکای اکسپریس، په استرالیا کې رکس ایرلاین، په جنوبي کوریا کې ججو ایر او د میانمار له ایرویز انټرنشنل هوايي شرکت سره یې هوکړه کړې ده.
د اتحاد هوايي شرکت یو مشر اریک ډې ویلي و، د هوايي شرکتونو ترمنځ دغه پنځه تړونونه به د ټولو هوايي شرکتونو د مېلمنو لپاره سفر اسانه کړي.
هغه زیاته کړه:«موږ خپلې شبکې پراخولو ته دوام ورکوو ترڅو په ټوله شبکه کې بې سیمه اتصال فعال کړو او خپلو مېلمونو ته د سفر پراخه انتخابونه وړاندې کړو.»
اتحاد هوايي شرکت وايي چې دا په ټوله نړۍ کې ۱۲۳ هوايي شرکتونو سره شراکتونه لري.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان(امسو) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له زندان څخه د خبریال مهدي انصاري را خوشې کېدل مثبت ګام بللی، خو ټینګار کوي چې دا ګام د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره کافي نه دی.
د افغان خبري اژانس خبریال مهدي انصاري د چارشنبې په ورځ له یو نیم کالن بند وروسته د طالبانو له زندان څخه خوشې شو.
د خبریالانو د ملاتړ سازمان د نوموړي خوشې کېدل مثبت ګام بللی دی، خو وايي، چې دا د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د حقونو د خوندیتوب لپاره کافي نه دی.
یاد سازمان د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د نیونو، ګواښونو او محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه ښودلي او وايي چې هېڅ خبریال باید د خپلې مسلکي دندې له امله یا په بېلابېلو پلمو تر تعقیب، زندان او وېرې لاندې را نه شي.
امسو له طالبانو غوښتنه کړې، چې ټول بندي خبریالان او د رسنیو فعالان پرته له کوم قید او شرطه څخه ازاد کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي:«د خبریالانو اساسي حقونو ته، د مدافع وکیل لرل، عادلانه محکمه او کاري خوندیتوب، درناوی وکړي؛ د جبري اعترافونو او د بشري حقونو خلاف کړنو څخه ډډه وکړي او د رسنیو د فعالیت لپاره یوه خوندي او ازاده فضا برابره کړي».
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمازن ټینکار کړی، چې د بیان ازادي او خپلواکې رسنۍ د هرې روغې او پرمختللي ټولنې بنسټونه ددي او د دې اصولو نقض کول به د هېواد راتلونکي ته ناوړه پایلې ولري.
په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر یوه مرکز باندې د پاکستان له هوايي برید وروسته، چې پکې سلګونه کسانو ته یې مرګژوبله واړوله، د «رخشانه» رسنۍ خبریال له دغه مرکز څخه لیدنه کړې او د قربانیانو، ټپیانو او د هغوی د خپلوانو په اړه یې راپور خپور کړی دی.
دغه راپور چې د میداني حقیقتونو پر بنسټ چمتو شوی، افغانستان انټرنشنل یې بیا ځلي خپوروي.
د رخشانه په نوم رسنۍ په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز «امید کمپ» د پاکستان د هوايي برید څخه څو ورځې تېرېږي خو لا هم په دغه مرکز کې د هغو کسانو د ژغورنې او لټون عملیات روان دي چې دلته تر درمنلې لاندې وو.
ویل کېږي چې پاکستني جنګي الوتکو د سېشنبې په شپه (د کب ۲۶مه) شاوخوا نهه بجې په کابل کې د څرخي پله په سیمه کې د روږدو کسانو د درمنلې پر یوه مرکز برید کړی دی.
طالبان وايي په یاد برید کې له ۴۰۰ څخه ډېر ناروغان وژل شوي او له ۲۵۰ څخه ډېر ټپیان شوي دي.
په راپور کې خبریال وایي، له پیښې څخه یوه ورځ وروسته، د چارشنبې په ورځ سهار ۹ بجې کله چې زه امید کمپ ته ورسېدم، د کمپ دروازه د مراجعینو پر مخ تړل شوې وه، د کمپ په دروازه کې ولاړو طالبانو چاته اجازه نه ورکوله چې کمپ ته دننه ورشي.
د کمپ مخې ته د ښځو په ګډون ګڼو کسان د خپلو خپلوانو د لټون لپاره راټول شوې وه، خو دلته ولاړو کسانو ډېره برخه نارینه وه.
تقریبا ټول کسان د خپلو خپلوانو د نوم او برخلیک په لټون بوخت وو. ځینې کسانو زوی لټاوه، چا ورور او چا هم پلار.

کمپ څخه لوړ سیمنټي دیوالونو راچاپېر دی. د اصلي دروازې ترڅنګ یوه کوچنی دروازه وه، چې درې یا څلور روغتیا پالانو په لاسونو کې د کمپ د ناروغانو د نومونو لېستونه نیولي وو او په لوړ غږ یې لوستل. که چا د خپل ناروغ نوم اورېده، نو اجازه یې لرله چې کمپ ته دننه لاړ شي.
د امید کمپ دروازې دواړو خواو ته په دېوالونو باندې د نومونو ډیر لېستونه ځړول شوي وو. دا نومونه د هغو کسانو وو چې یا ژوندي پاتې وو او یا هم ټپیان وو. ټولو کسانو په لېستونو کې د خپلو ناروغانو نومونه لټول.
ماغوښتل چې د ناروغ د احوال اخېستلو په پلمه د کمپ دننه وضعیت وګورم؛ په حقیقت کې تللی وم چې له نږدې وګورم څه پېښ شوي دي، خو وضعیت په کلکه کنټرولېده.
طالبانو د برید له لومړۍ شېبې څخه د معلوماتو بهیر محدود کړی و. د رسنیو د راپورونو لهمخې، ډېرو محدودو رسنیو ته اجازه ورکړل شوې وه چې له نږدې خبري پوښښ وکړي. په رښتیا هم پوښتنه دا ده چې ولې طالبان اجازه نه ورکوي چې د دې انساني ناورین په اړه په سمه توګه اطلاع رسونه وشي؟.
طالب سرتېري زما څخه د هویت کارت او د ناروغ انځور وغوښت. ما نه درلودل او له همدې امله یې اجازه رانه کړه چې کمپ ته دننه شم. د کمپ له دروازې لرې شوم او بېرته هغو لېستونو ته نږدې ورغلم چې د دروازې دواړو خواووته ځړول شوي وو. ما له یو کس څخه چې په نوملړ کې د نومونو په لټولو بوخت و وپوښتل:« کاکا دا نوملړ د کومو ناروغانو لپاره دی؟.» ځواب یې راکړ، دا نوملړ دا د هغو کسانو نوملړ دی، چې له برید وروسته ژوندي پاتې شوي او له دې ځایه څرخي پله سیمې ته د «اغوش کمپ» ته لېږدول شوي دي.
د اغوش کمپ د څرځي پله په سیمه کې د روږدو کسانو د درمنلې یو بل ۵۰۰۰ بستریز مرکز دی. د نوملړ لهمخې، له برید وروسته ژوندي پاتې شوي ۴۹۱ کسان دغه کمپ ته لېږدول شوي دي.
د امید کمپ د دروازې کیڼ اړخ ته بیا د هغو کسانو نوملړ ځړول شوی و، چې ټپیان وو او روغتونونو ته انتقال شوي وو. په دغه نوملړ کې د شاوخوا ۳۰۰ کسانو نومونه شامل وو. پر همدغه مهال مې په دروازه کې د ولاړ هغه ډاکټر څخه چې نوملړ یې لوړ غږ اعلانوه پوښتنه وکړه:«ډاکټر صاحب په دا نوملړ کې کوم کسان شامل دي».
ډاکټر ځواب راکړ:«په کیڼ اړخ کې ځړول شوی لیست د هغو ټپیانو دی چې روغتونونو ته لېږدول شوي دي. که ستاسو ناروغ دلته نه وي، نو لاړ شئ او د ټپیانو او مړو په منځ کې یې ولټوئ».
په همدې وخت کې دوه طالبان چې ملکي جامي یې په تن وې، زما خوا ته راغلل. هغوی زما څخه وپوښتل:«ستاسو څوک ورک دي؟ نوم دې یې پیدا کړ؟ د هغه نوم څه دی؟ هغوی ته مې وویل زما وراره ورک دی او هغوی ته مې یې نوم ووایه».
زما لپاره دا ډېره عجیبه وه چې ولې طالبانو هر څه دومره تر کلک څار لاندې نیولي وو. داسې چلند معمولا عام نه وي. د امنیتي مسایلو له امله چا نه شوای کولای چې خپل مبایلونه له جیبونو راوباسي. ما په ډېرې سختي سره د دروازې دواړو خواوو ته د ځړول شوي نوملړ څخه یو عکس واخیست.
په دې وخت کې یو عمر خوړلې ښځه زما خوا ته راله او پوښتنه یې وکړل، چې په دې نوملړ کې د کومو کسانو نومونه شامل دي. ما هغې ښځې ته هغه څه تشریح کړل، کوم چې ما لېدلي وو. هغه ښځه بېسواده وه او له ما يي د مرستې غوښتنه وکړه. هغې وویل:« په دغه کمپ کې زما د ورور درملنه کېده. د هغه نوم وګورئ.»
ما په نوملړ کې نومونه یو په بل پسې ولټول، خو د هغه ښځې د ورور نوم مې پیدا نه کړ. هغې ته مې وویل:« خور، ستا د ورور نوم په دې نوملړ کې نشته». وروسته مې له هغې وپوښتل:« ستا ورور دلته څه وخت راوړل شوی و؟.»
هغې راته وویل:« موږ هغه دلته نه و راویستی، طالبانو هغه دري میاشتې وړاندې د چهلستون په سیمه کې نیولی و او دلته یې راویستی و. ما هغه په روغتونونو کې ونه موند، ښايي هغه سوځیدلی وي».
تر څنګ مې یو ځوان ولاړ و، هغه ته ورنږدې شوم او پوښتنه مې ترې وکړه:«ایا ستاسو د کورنۍ هم څوک ورک شوی؟». ځواب یې راکړ:«نه، زما خپله دلته درملنه کېدل، خو له برید ورسته وتښتېدم».
دا کس خپله هم له طالبانو ډاریدلی و، چې بیا ځلي یې ونه نیسي.
مايي د نوم پوښتنه وکړه نوم يي ... و. په دغه مرکز کې یې شپږ میاشتې وخت تېر کړی و. له هغه مې د برید په اړه پوښتنه وکړه. هغه وویل:« شاوخوا نهه بجې وې چې د جېټ الوتکو غږ مې واورید او په همدې وخت کې یې زموږ پر کمپ بمونه وغورځول. د کمپ دري بلاکونو اور واخېست. موږ په بل بلاک کې وو، له هغه ځایه وتښتېدو او له کمپ څخه بهر راووتو».
هغه نور معلومات را نه کړ، خو دلته څو نورو کسانو هم تایید کړه، چې یو شمېر ناروعان له برید وروسته تښتېدلي وو او ځینې یې د طالبانو لهخوا بېرته بل مرکز ته انتقال شوي وو.

پاکستان ادعا کوي چې دوی یوه پوځي اډه په نښه کړې ده. د دغه برید په اړه ډیري ناڅرګندتیاوې شتون لري. په ورته مهال د ملګرو ملتون سرمنشي د خپلواکو او بې طرفه څېړنو غوښتنه کړې ده.
ما په سیمه کې د یو تولیدي شرکت له یوه کارمند سره خبرې وکړې. هغه وویل:« دري بلاکونه په بشپړه توګه سوځیدلي و، ډېر خلک سوځیدلي وو، سلګونه کسان مړه او ټپیان شول، خو زه کره معلومات نه لرم».
په روغتونونو کې څه روان وو؟
ویل کېدل چې یو شمېر مړي او ټپیان د وزیر محمد اکبر او څلور سوه بستریز روغتون لېږدول شوي.
له یو بل کس سره چې د خپل قرباني په لټه کې و، د وزیر محمد اکبر خان د روغتون په لور مو حرکت وکړ. د روغتون په اصلي دروازه کې هېڅ خنډ نه و، موږ مستقیم د ټپیان وارډ ته لاړو. خو هلته سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وه. د ټپیانو د نومونو څلور نوملړونه په دیوالونو ځړول شوي وو. د شاوخوا دوه سوه کسانو نومونه وو.
هغه کس چې زما سره و، هغه په لیستونو کې د خپل کورنۍ د غړي نوم ونه موند. موږ څلور سوه بستریز روغتون ته لاړو. هلته هېڅ نوملړ نه و، خو خلکو ته اجازه ورکول کېدله، چې د مړو جسدونه وګوري.
کله چې د موړو د جسدونو د ساتلو ځای ته ورسېدم، هلته دري امبولانسونه ولاړ وو. د مړو د ساتنې خونې کارکوونکو په پلاستیکي کڅوړو کې پیچل شوي جسدونه امبولاسونو ته انتقالول.
د طالبانو په اجازه یو خونې ته ننوتلو. په یوه لویه خونه کې ۹۰ جسدونه چې نږدې ټول سوځیدلي وو، په دري پوړیزه بسترونو کې اېښودل شوي وو. جسدونه د پیژنددلو وړ نه وو. له دې وروسته، زه دوو نورو خونو ته لاړم، جسدونه له تابوتونو پرته پر ځمکه پراته وو. په یوه خونه کې ۱۵ جسدونه او په بله خونه کې ۸ جسدونه وو. پر جسدونو باندې د سوځیدلو نښې له ورایه ښکاریدي.
د جسدونو د ساتلو له خونې ووتلم. ما د روغتون له کارکوونکو څخه چې جسدونه یې امبولانس ته انتقالول، د جسدونو په اړه پوښتنه وکړله. یوه کارکوونکي راته وویل:« دا هغه جسدونه دي چې د پېژندلو وړ نه وو او خپلوان یې نه دي موندل شي. اوس موږ دا جسدونه انتقالوو او ښخوو يي».
دې کسانو نور جزییات را نه کړل، خو ویې ویل، چې که د دغو جسدونو خپلوان تر سبا پورې ونه موندل شي، نو هغه به هم انتقال کړي او ښخ به یې کړي. له یو بل کارکوونکي څخه مې معلومات ترلاسه کړل، چې هغه ۵۰ جسدونه چې د پېژندلو وړ نه وو، د چارشنبې په ورځ د سرای شمالي په غوڼدۍ په ډلهییز قبر کې ښخ شوي دي.
کله چې له څلور سوه بستریز روغتون څخه تلم، نو د روغتون په دروازه کې شاوخوا پنځه ښځې او یو شمېر نارینه مې ولېدل، چې د جسدونو د پېژندلو لپاره راغلي وو، خو طالبانو هغوی ته روغتون ته د ننوتلو اجازه نه ورکول او ورته يي وویل:« رسمیات خلاص شوي دي، اوس لاړ شئ او سبا راشئ».
له دې ځایه ایمرجنسي روغتون ته لاړم، هلته پر دیوال د ټپیانو نوملړ ځړول شوی و. هلته مې ولېدل چې شاوخوا ۲۷ ټپیان دغه روغتون ته راوړل شوي دي. د چارواکو په ینا یو شمېر یې له درمنلې وروسته رخصت شوي دي.
وروسته د کابل د دارالامان په سیمه کې د عدلي طب څانګې ته لاړم. هلته ډېر کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و. چا ته اجازه نه ورکول کېدله، چې په مستقیم ډول جسدونه له نږدې وګوري. یوه روغتیايي کارکوونکي خلکو ته د جسدونو په اړه معلومات ورکول«دلته ۱۰۸ جسدونه راوړل شوي، ټول یې ټوټي ټوټي شوي او سوځیدلي دي، نو د پېژندلو وړ نه دي. ما د هر جسد لپاره یو لاس او یوه پښه وشمېرل، نو په دې اساس وایم، چې ۱۰۸ جسدونه راوړل شوي وو».
د هغو کره معلوماتو او شمېرو په اساس چې ما ترلاسه کړې دي په امید کمپ کې د شاوخوا ۱۸۰۰ روږدو کسانو درملنه کېدل. طالبانو ویلي، چې ۵۰۰ کسانو ته زیان نه دی اوښتی. نور ۴۹۱ کسان بیا اغوش کمپ ته لېږدل شوي دي.
خو د قربانیانو شمېر روښانه او ثابت نه دی.
د روغتونونو شواهد ښيي چې شاوخوا ۲۷۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. ویل کېږي، چې ځینې جسدونه د برید په ځای کې سوځیدلي او ایرې شوي دي. د امید کمپ مخې ته د ځړول شویو لیستونو لهمخې د ټپیان شمېر ۳۰۰ کسان دي.
طلبانو د کره خبرونو خپرول بند کړی دی، یا یې رسنیو ته محدود لاسرسی ورکړی دی. خو په دې حقیقت باندې پوهېدل چې ولي یې لاسرسی محدود کړی ډېر سخت دي.
خو حقیقت دادی، هغه څه چې په امید کمپ کې پېښ شول یو بشپړ انساني ناورین دی. ځیني جسدونه چې مې په څلور سوه بستریز روغتون کې لېدل دومره سوځیدلي و، چې ان د پېژندلو وړ نه و. ځینې جسدونه بیخې ایرې شوي وو، هغه جسدونو ته کتل ډېر سخت و، داسې یو وحشت چې بیانول یې سخت دی.
د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو قونسلګري وايي، چې ددې ډلې جنرال قونسل محمد اکبر عظیمي د ازبکستان جمهوریت له قونسل شیرزاد عبدالنظروف سره کتلي. دوی لیکلی:« د پاکستان د پوځي رژیم د جرمي کړنو او د دې رژیم لخوا د روغتیایی تاسیساتو په نښه کولو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.»
د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو قونسلګرۍ په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د تاریخي، سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکو په اړه خبرې اترې شوې دي.
په استانبول کې د ازبکستان قونسل عبدالنظروف د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
طالبانو او پاکستان د کوچني اختر په ورخو کې یو لنډمهاله اوربند اعلان کړی دی.
طالبانو ویلي، چې پاکستان د اوربند سره د اختر په ورځو کې پر کونړ راکیټي بریدونه کړي دی او پر شوي اوربند یې عمل نه دی کړی.
د هند حکومت اعلان کړی چې د پاکستان د وروستي برید له ټپیانو سره د مرستې لپاره یې کابل ته ۲،۵ټنه بیړني درمل، طبي توکي او تجهیزات استولي دي.
د راپورونو له مخې، دا مرستې د کابل د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د برید له ټپیانو سره د درملنې او ژر رغېدو لپاره چمتو شوې دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې هېواد یې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او په دې سخت وخت کې به خپلو بشرپاله مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې هند به د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره هر ډول ممکنه مرستې ته دوام ورکړي.