رویټرز: د ایران د برښنا درې سترې فابریکې د امریکا تر ګواښ لاندې دي

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که ایران په ۴۸ ساعتونو کې د هرمز تنګی خلاص نهکړي؛ نو د انرژۍ تاسیسات به یې په نښه کړي. د دماوند، کرمان او رامین خوزستان فابریکې د ایران تر ټولو لوی د برښنا د تولید مرکزونه دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په شپه اعلان وکړ، که ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو په اړه ټاکل شوی ضرب الاجل رعایت نهکړي؛ نو دوی به د ایران ټولې د انرژۍ فابریکې په نښه کړي او دغه لړۍ به له تر ټولو لویو فابریکو پیل کړي.
ټرمپ مخکې خبریالانو ته ویلي و، چې امریکا په یوه ساعت کې د ایران د برېښنا تولیدي ظرفیت په بښپړه توګه لهمنځه وړلای شي؛ خو زیاته کړې یې وه چې د دغه اقدام اراده نهلري.
د ایران د انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ دماوند، کرمان او رامین خوزستان فابریکې د ایران تر ټولو سترې د برېښنا رسونې مرکزونه دي.
