طالبان: د قوښتېپې کانال د دویم فاز چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوي

د طالبانو ملي پراختیا شرکت ویلي، چې د قوشتېپې کانال دویم فاز چې ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري چارې یې ۹۸ سلنه بشپړې شوي. دغه شرکت ویلي چې یاده پروژه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د طالبانو ملي پراختیا شرکت ویلي، چې د قوشتېپې کانال دویم فاز چې ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري چارې یې ۹۸ سلنه بشپړې شوي. دغه شرکت ویلي چې یاده پروژه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه شرکت د سې شنبې په ورځ (د وري ۴مه) دغه پروژه له مهمو بنسټیزو پروژو یاده کړې او زیاته کړې یې ده چې د دې چارو په بشپړېدو سره به د اوبو مدیریت ښه، کرنه او کاري فرصتونه به زیات شي.
د کانال پروژه په درې فازونو کې پلان شوې ده، چې لومړی فاز چې اوږدوالی یې ۱۰۸ کیلومتره دی بشپړ شوی.
دویم فاز (هغه چې ۱۷۷ کیلومتره دی) روان دی او ډېر ژر به بشپړ شي.
درېیم فاز د فرعي کانالونو جوړولو، د ځمکو وېش او نورو اړینو چارو لپاره ټاکل شوی دی.

د ملګرو ملتونو ادارې (یونیسف) څرګنده کړې چې په افغانستان کې شاوخوا هر درېیم وګړی د کافي او خوندي څښاک اوبو له نشتوالي سره مخ دی. دغه ادارې زیاته کړې، که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې یې ۲.۱ میلیون خلکو ته پاکې او خوندي اوبه رسولې، خو لا ډېره هڅه پکار ده چې هر ماشوم ته پاکې اوبه برابرې شي.
د یونیسف په تازه راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان د خلکو یو لویه برخه لا هم د پاکو اوبو د نشتوالي له ستونزې سره مخ ده.
اداره ټینګار کوي چې د تېرو کلونو هڅو سربېره، لا ډېرې پانګې او پروګرامونه اړین دي، ترڅو هر ماشوم وکولای شي له پاکو او خوندي اوبو برخمن شي.
یونسف زیاتوي چې د ۲۰۲۵ کال په جریان کې یې ۲.۱ میلیون افغانانو ته د پاکو څښاک اوبو اسانتیاوې برابرې کړې، خو د دې شمېر سره سره د اړتیا کچه لا هم ډېره ده. ادارې د نړیوالو او محلي شریکانو څخه غوښتنه کړې چې د اوبو د خوندیتوب پروژو کې زیاته همکاري وکړي.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې په خېبر پښتونخوا کې د کوچني اختر له رخصتیو وروسته د هغو افغان کډوالو د اېستلو بهیر بیا ګړندی کېږي، چې قانوني اسناد نهلري. په راپور کې راغلي، چې د اختر په شپو او ورځو کې د افغانانو د نیولو عملیات په موقتي توګه درول شوي وو.
همداراز ویل شوي، چې د یاد ایالت امنیتي ادارې چمتو دي چې د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو سخت ګامونه پورته کړي او هغه کسان ونیسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري.
د افغان کډوالو د ۹ کمپونو د تړلو بهیر چې د اختر په مناسبت درول شوی و، ډېر ژر به بیا پیل شي. همداراز، د افغان وګړو لپاره د "داوطلبانه ستنېدو" یو پراخ پروګرام سبا پیلېږي، څو هغه کسان وهڅول شي چې غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.
په پېښور ښار کې د کډوالو د معلوماتو د نوې سروې بهیر بیا پیل شوی او ټاکل شوې، چې په راتلونکې یوه اوونۍ کې نور کره معلومات راټول شي.
په دې بهیر کې ځانګړې پاملرنه د هغو کډوالو د معلوماتو راټولولو ته کېږي، چې کاروبارونه لري، هغه کسان چې په ناقانونه ډول یې پاکستاني پېژندپاڼې ترلاسه کړي، افغان ښځې چې له پاکستاني نارینهوو سره یې ودونه کړي او نور هغه کسان چې ګډ یا پېچلی حقوقي حالت لري.
همداراز، چارواکو د کډوالو د سوداګریزو فعالیتونو او شتمنیو په اړه د معلوماتو راټولول پیل کړي. سرچینې زیاتوي، چې د بېاسناده افغان وګړو پر ضد د اقداماتو د چټکتیا لپاره لارښوونې صادرې شوې دي او سپارښتنې شوي چې تر پخوا هم د افغان کډوالو د نیول کېدو عملیات لا چټک شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څو ورځې وړاندې وویل، په تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز کال کې ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ کسان له ایران، پاکستان او ترکیې څخه په جبري او خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي دي. په دې شمېر کې ډېری یې په زوره اېستل شوي دي.
تېر ۱۴۰۴ هجري- لمریز د افغان کډوالو لپاره تر ټولو سخت او له ننګونو ډک کال وو. په دې کال کې ایران او پاکستان په یو مخیز ډول د افغان کډوالو اېستنې ته مخه کړه. په دې سره د ښځو او ماشومانو په ګډون میلیونونه افغانان په ډېر بد وضعیت کې له یادو کوربه هېوادونو واېستل شول.
د راستانه کړل شویو افغانانو په وینا، په کوربه هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان او ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند سربېره بندیان شوي او ان مالونه یې د افرادو او یا هم سیمهییزو مسوولینو له لوري مصادره شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي: «د راستنو شویو کډوالو مجموعي تعداد ۳ میلیونه، ۱۱۴ زره او ۱۰۷ تنو ته رسېږي».
له دې سره سم، د کډوالو او پناه غوښتونکو ګڼو نړۍوالو بنسټونو د پاکستان او ایران پر یادې کړنې له نیوکو سربېره له یادو کوربه هېوادونو غوښتي، چې په دې برخه کې نړۍوالو اصولو او قوانینو ته ژمن پاتې شي او له کډوالو سره له ناسم چلند په کلکه ډډه وکړي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي ویلي چې د افغانستان په اړه د بندو دروازو تر شا جوړېدونکې پالیسۍ ورته د منلو وړ نه دي او همداراز یې زیاته کړې چې پاکستان د چا شخصي ملکیت نه دی.
نوموړي دا څرګندونې په پښین کې یوې لویې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.
هغه د پاکستان پر حکومتي پالیسیو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې عام وګړي د دغه هېواد حقیقي مالکان دي.
اپریدي وویل، کله چې دوی د افغانستان په اړه د پاکستان پر پالیسیو نیوکه کوي، ورته ویل کېږي چې «افغانستان ته لاړ شئ»، او کله چې د ایران په اړه د ولس او پارلمان د نظر اخېستلو غوښتنه کوي، ځواب ورکول کېږي چې «ایران ته لاړ شئ.»
هغه په توندو ټکو وویل: «ایا دا پاکستان ستاسو د پلار دی؟ دا پاکستان زما دی او زه یې مالک یم.»
نوموړي ټینګار وکړ چې د پاکستان عام وګړي خپله «ریاست» دي او هېڅوک حق نه لري چې د خلکو د پوښتنو په ځواب کې هغوی ته د هېواد پرېښودلو خبره وکړي.
په هېواد کې د تعلیمي کال له پیل کېدو سره جوخت د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو له امله افغانستان ته داسې زیان اوښتی او لاهم اوړي چې په هېڅ پروژه او پروګرام نه شي جبرانېدلی.
نوموړي ټینګار کړی چې دا زیان لا هم دوام لري او تر هغه چې د نجونو تعلیم او تحصیل تضمین نه شي، افغانستان به نه په سیمه او نه هم په نړیواله کچه له نورو هېوادونو سره سیالي وکړای شي.
امرخېل پر طالب چارواکو غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې بېرته پرانیزي، څو هېواد د پرمختګ پر لور ګام واخلي او راتلونکی نسل له زدهکړو بې برخې پاتې نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د نجونو پر زدهکړو سخت محدودیتونه ولګول شول. له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل شول او ښځې له پوهنتونونو څخه منع کړای شوې.
دغه بندیزونه له ۲۰۲۱کال راهیسې دوام لري او د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.
شنونکي وايي چې د نجونو له زدهکړو محرومول د افغانستان پر ټولنیز، اقتصادي او تعلیمي راتلونکي ژور منفي اغېز کوي.
د مولدویا جمهوریت د پولیسو یوه پخواني چارواکي ویلي، چې له افغانستان څخه اروپا ته د هیرویین قاچاق د اوږدې مودې راهیسې د منظمې جرمې شبکې له لوري کنټرولېده، خو په وروستیو کلونو کې یې د لېږدولو لارې بدلې شوې دي.
د روسي «ایزوستیا» خبري اژانس د راپور له مخې، ولادیمیر چبان، چې د مولداوی د مخدره موادو ضد پولیسو پخوانی مشر و، ویلي چې په ډېرو مواردو کې د قومې ځانګړتیاوو لرونکې جرمې ډلې په دې شبکو کې رول لري.
چبان زیاته کړې: «په هغو قضیو کې چې موږ یې څېړنه کړې، په ډېرو هیرویینو پورې اړوند جرمونو کې د کرد قومې ډلې ښکېلې وې، ځینې یې له کردستان د کارګرانو ګوند سره مخکې اړیکې لرلې.»
هغه همدارنګه ویلي چې د ترکیې چارواکو په دې موضوع کې محتاطانه عمل کاوه او معلومات یې محدودو کسانو ته ورکول، ځکه چې دا مسله د هېواد د کورني امنیت سره تړلې وه.
چبان په خپلو خبرو کې د هیرویینو د لېږدولو دوه اصلي لارې هم تشریح کړي، هغه وایي چې یوه لاره د اذربایجان، گرجستان او روسیې له لارې اروپا ته رسیږي او بله لاره د ترکیې له لارې بلغاریا ته ځي او بیا اروپا ته رسېږي.
د راپور له مخې، د بلغاریا د سرحدي کنټرول د پیاوړتیا له امله، د قاچاق یوه برخه لاره بدله شوې او اوس د هیرویین انتقال له ترکیې څخه اروپا ته په عمده توګه د سمندر له لارې ترسره کېږي.
دا شواهد ښيي چې د افغانستان څخه اروپا ته د نشه يي موادو قاچاق لارې په دوامداره توګه بدلېږي او د امنیتي اقداماتو او سیمهایزو بدلونونو له اغېزو سره مخ دي.
په ورته وخت کې، طالبان د بیا واکمنېدو له وخت راهیسې ادعا کوي چې د افغانستان په کچه د نشه يي موادو د کرنې او قاچاق پر ضد مبارزه کوي او په دې برخه کې یې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړي.