ټرمپ وايي د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه د لسو ورځو لپاره دروي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې له تهران سره خبرې خورا ښې روانې دي او د ایران په غوښتنه د دغه هېواد د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه د ۱۰ ورځو لپاره دروي.
ټرمپ په ټروث سوشیل لیکلي: «د ایران د حکومت له غوښتنې سره سم... زه د انرژۍ د تاسیساتو د ویجاړولو لړۍ د ۱۰ ورځو لپاره د ۲۰۲۶ کال د اپرېل تر ۶مې د دوشنبې شپې تر ۸ بجو پورې ځنډوم».
نوموړي همدارنګه زیاته کړې، چې له ایران سره خبرې خورا ښې روانې دي، خو په اړه یې نور جزییات نهدي ورکړي.
