طالبان: پاکستان یو ځل بیا د تورخم دروازه د ستنېدونکو کډوالو پر مخ وتړله

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې پاکستان یو ځل بیا د تورخم دروازه د بېرته ستنېدونکو کډوالو پر مخ تړلې ده.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو ځايي چارواکي وايي چې پاکستان یو ځل بیا د تورخم دروازه د بېرته ستنېدونکو کډوالو پر مخ تړلې ده.
په ننګرهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون، نن (جمعه، د وري ۷مه) ویلي چې پاکستان تېره شپه یو ځل بیا تورخم د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتاړه.
د هغه په وینا، د دې لارې په تړل کېدو سره سلګونه کورنۍ چې افغانستان ته د بېرته ستنېدو په حال کې وې، د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته بند پاتې شوې دي.
پاکستان پرون له شاوخوا یوې میاشتې وروسته تورخم د کډوالو د بېرته ستنېدو پر مخ بېرته پرانیستی و، خو بیا یې وتاړه.
شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د نښتو له امله تړل شوې دي. په دې موده کې تورخم او سپین بولدک یوازې د پاکستان څخه د ایستل شویو کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره پرانیستي وو، خو له تېرو نږدې څلورو اوونیو راهیسې تورخم د دې بهیر پر مخ هم تړل شوی و.

د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وايي، چې د نورستان په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه دي، له پرتو پوستو شاتګ نه دی کړی. نوموړي وویل:« طالب ځواکونه په خپلو پوستو کې ځای پر ځای دي او د سیمې امنیت د دوی په واک کې دی.»
په ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو نن جمعه د وري پر ۷مه یو شمیر د کورنیو رسنیو خبریالان د چرخکې په واسطه د نورستان برګمټال ولسوالۍ ته لېږدولي و.
ځايي خلکو خبریالانو ته ویلي، چې په سیمه کې د طالبانو وسلوال شته دي او د پاکستاني ځواکونو مخکې راتګ یې رد کړ.
له دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې طالبانو د نورستان په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې پوستې پرېښي او پاکستاني ځواکونو له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته مخکې تګ کړی دی.
د نورستان د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم د چارشنبې په ورځ تایید کړه، چې پاکستاني ځواکونه پر هغو موټرو بریدونه کوي چې غواړي د کامدیش او برګمټال ولسوالیو ته داخل شي، له همدې امله د دغو دواړو ولسوالیو لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.
په سیمه کې محلي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې کامدیش، برګمټال او د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر یوه لیکه پرتې دي او د نورستان خلک د اکمالاتو لپاره د ناړۍ لار کاروي، خو پاکستاني ځواکونه له غره څخه ډزې کوي او پر لاره موټر نه شي تېرېدای.
د سرچینې په وینا، طالبانو له پارون نه متبادله لاره پیل کړې، خو ددې لارې نښلول ډېر وخت غواړي.
د بشري حقونو څار بنسټ ویلي، چې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید «غیرقانوني او ښايي جنګي جرم» وي. دغه بنسټ د دې پېښې د بېړنۍ، بېطرفه څېړنې او د پاکستاني چارواکو د حسابورکونې غوښتنه کړې ده.
دغه بنسټ د جمعې په ورځ، د وري په ۷مه، په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د جګړو نړیوال بشردوستانه قوانین ټولې ښکېلې خواوې مکلفوي چې د ملکي وګړو د ساتنې لپاره «پرلهپسې پاملرنه» وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د برید موخه قانوني او پوځي وي.
د دغه سازمان د اسیا څانګې مشرې، پاتریشیا ګاسمن، ویلي چې شته شواهد ښيي د پاکستان هوايي برید پر دغه مرکز غیرقانوني و. هغې زیاته کړه: «پاکستاني چارواکي باید بېطرفه څېړنه وکړي څو څرګنده شي چې ولې دا برید پر داسې مرکز وشو چې له ملکي کسانو ډک و او څوک باید ځوابویونکی وي.»
د راپور له مخې، د پاکستان جنګي الوتکو د کب په۲۵مه شپه په کابل او ننګرهار کې لږ تر لږه ۹هدفونه په نښه کړي دي. په دغو بریدونو کې د کابل ختیځ کې د «امید» په نوم دروږدو کسانو د درملنې مرکز هم په نښه شوی، چې سلګونه ناروغان پکې تر درملنې لاندې وو.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاءالله تارړ، ویلي چې د هېواد هوايي ځواکونو «دقیق بریدونه» د طالبانو پر پوځي تاسیساتو او د مهماتو پر زیرمو کړي، خو د روږدو کسانود درملنې مرکز ته یې اشاره نه ده کړې.
د نړیوالو سازمانونو د راپورونو له مخې، په دې برید کې لږ تر لږه ۱۴۳کسان وژل شوي او له ۲۵۰ډېر ټپیان دي، چې ډېری یې ملکي ناروغان بلل شوي دي.
د بشري حقونو څار سازمان موندلې چې د مهماتو د زېرمو د شتون کومه نښه نه ده لیدل شوې، لکه ثانوي چاودنې یا د وسلو اړوند نور شواهد. په راپور کې راغلي چې دا مرکز د مهماتو د خوندي ساتلو لپاره کافي فضا نه لرله.
دغه سازمان ټینګار کړی چې روغتونونه او روغتیايي مرکزونه د جګړې د قوانینو له مخې ځانګړې ساتنه لري او یوازې هغه وخت دا خوندیتوب له لاسه ورکوي چې د پوځي موخو لپاره وکارول شي. حتی په هغه صورت کې هم باید مخکې له مخکې خبرداری ورکړل شي.
د یاد سازمان په وینا، هېڅ داسې شواهد نه دي موندل شوي چې د «امید» مرکز د پوځي اهدافو لپاره کارېدلی وي، او د پاکستان دا برید د جګړې د قوانینو له مخې د نامتناسبو بریدونو د منع اصل نقضوي.
افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو انځورونو کې ښکاري، چې د پاکستان حکومت نن د کویټې پر سپني سړک ګڼ افغان کډوال نیولي دي. په یاد ښار کې د اختر په ورځو کې هم ګڼ کډوال نیول شوي او بېرته په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي وو.
په کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست خبر ورکړی، چې یوازې د اختر په ورځو کې ۲۲۲ افغان کډوال د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
بل لور ته افغان کډوال شکایت کوي، چې د پوليسو لهخوا ځورول کېږي او نهشي کولی چې کارونو ته ولاړ شي. دوی وایي، د روان وضعیت له امله په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له کړاو سره مخ دي.
بل لور ته تېره ورځ د چمن ځایي چارواکو په دغه ښار کې د افغان کډوالو په نوم هټۍ، پمپونه او مارکېټونه وتړل. د چمن مرستیال کمېشنر عزیزالله کاکړ او د پولیسو ځايي مشر طاهر کیاني ویلي، هغه ټول کاروبارونه بند شول چې په ناقانونه توګه د مېشتو افغان کډوالو له لوري اداره کېدل.
د چمن مرستیال کمېشنر په خپل بیان کې ويلي، چې دوی دغه اقدام د فدرالي او ایالتي حکومت په سپارښتنه کړی دی. نوموړي ويلي، چې په چمن ښار کې يې د افغان کډوالو هر ډول کاروبارونه درولي دي.
د تېر کال اکټوبر میاشتې راهیسې د چمن-سپین بولدک لاره په بشپړه توګه تړل شوې، چې له امله يې دواړه خواوو ته پراته ولسونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د چمن د خلکو روزګار له دې لارې سره تړلی و؛ خو اوس د دوی روزګار او کاروبار په ټپه درېدلی دی.
تر جګړې وړاندې د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر انوارالحق کاکړ پر یادې لارې د پاسپورټ جبري کېدو تګلاره تطبیق کړه، چې له امله یې پر دغه لاره د سوداګرو تګ راتګ خورا اغېزمن شو.
د چمن سوداګرو، لغړي ټولنې او سیاسي ګوندونو د یادې پرېکړې پر ضد پرلت پیل کړ او غوښتنه یې وکړه، چې تګراتګ دې پر پاکستاني شناختي کارټونو او تذکره وشي. له اوږده پرلت وروسته حکومت دا خبره ورسره ومنله او په په اړه یې اعلان هم وکړ؛ خو بیا یاده پرېکړه تطبیق نهشوه.
اوس یو ځل بیا سوداګرو او لغړي ټولنې سبا (د وري ۸مه) پرلت اعلان کړی. د کارګرو ټولنې مشر او د پرلت ویاند حاجي صادق خان اڅکزي په دې اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوی په دومداره توګه دوه نیم کاله په پرلت ناست وو؛ خو غوښتنې یې لاهم نهدي منل شوې او اوس یو ځل بیا دې ته اړ شوي، چې پرلت ووهي.
هغه وایي، د چمن د خلکو روزګار له یادې لارې سره تړلی دی او د لارې تړل پاتې کېدو له کبله ۱۰۰زره کورنۍ بېروزګاره شوې دي. نوموړي زیاته کړې، کله چې د پاسپورټ جبري کېدو تګلاره عملي شوه؛ نو د دواړه خواوو سوداګرو پاسپورټونو جوړ کړل او په ډېرو پېسو یې یو کلنې ویزې ولګولې؛ خو د روانې جګړې له امله اوس په پاسپورټ هم تګراتګ بند دی او د چمن ۳زره ځايي سوداګر هغې غاړې ته بند پاتې دي.
صادق خان اڅکزي وويل، که څه هم پر دغه لار سوداګري په ټپه درېدلې؛ خو د انساني قاچاق کاروبار وده وکړې ده. ښاغلي اڅکزي وويل، کله چې په ایران کې جګړه پیل شوه نو پاکستاني وګړي ډیر په عزت او خوندیتوب هېواد ته راستانه شول او همداسې د واګې پوله د جګړې پرمهال هم یوه ورځ نهده تړل شوې؛ خو د چمن-سپین بولدک له ولسونو سره بیا ډېر ناوړه چلند کېږي.
نوموړي وويل، د افغانستان په زرګونه کانټنرونه په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي او ورته د تګ اجازه نه ورکول کېږي چې امله يې سوداګر له سخت زیان سره مخ دي. هغه وويل، که ټول سیاسي او قومي مشران سره یو نهشي؛ نو دوی نهشي کولی چې خپلې غوښتنې په دولت ومني.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې د پاکستان هغه دریځ ناسم دی چې ګواکې د افغانستان حکومتونه دې د دوی تر لاس لاندې وي. هغه زیاته کړې، چې یو خپلواک او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی.
نوموړي وویل: «ایا په دې اویا کلونو کې ټولې تېروتنې د افغانستان دي او زموږ طرف ته هېڅ تېروتنه نشته؟ افغانستان یوازې د هېواد نوم نهدی، د اسلامي امارت نوم نهدی، بلکې د یوه ملت نوم دی».
هغه ټینګار وکړ، چې له افغانستان سره د پاکستان د وګړو، کلتوري، مذهبي، اقتصادي او هر اړخیزې اړیکې دي چې له همدې امله دواړه هېوادونه سره نه بیلېدونکي دي.
د دغه پاکستاني سیاستوال په خبره، د پاکستان له لوري په افغانستان کې د حکومتونو د ړنګېدو اقدامات اړوند اغېزناک نهدي او مسایل نهشي حل کولی. مولانا فضل الرحمن وایي، د ظاهر شاه د حکومت له پیله تر اوسه پورې پاکستان د حکومتونو د ړنګېدو ملاتړ کړی او پهکې ښکېل وو.
د نوموړي په خبره، اوس یو ځل بیا پاکستان د امریکا په خوښه نویو سیاسي لوبو او جګړو ته مخه کړې ده.
دا پاکستانی چارواکی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې همدا نن شپه هم په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسلهواله نښته شوې ده. تر دې وړاندې د افغانستان او پاکستان علماوو په یوه ګډ غوښتنلیک کې له اسلاماباد او پاکستان څخه غوښتنه کړې وه، چې اوربند دې سره وغځوي.
د دواړو لوریو ديني عالمانو تینګار کړی وو، چې طالبان او پاکستان دې په سیمه کې د ثبات او سولې لپاره مسایل سره د مذاکراتو له لارې حل کړي.