په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د هغه کمپ د تړلو په حال کې دی چې تر ۱۱۰۰زیات افغانان، د ځانګړو ځواکونو پخواني غړي، ژباړونکي او د هغوی کورنۍ پکې مېشتې دي.
دا کمپ چې «السیلیه» نومېږي او دوحې ښار ته نږدې پروت دی، ډېری اوسېدونکي یې تر دې وړاندې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام پروسې لپاره تایید شوي وو. خو امریکايي چارواکو ویلي چې ټول اوسېدونکي باید د مارچ میاشتې تر پایه دا کمپ پرېږدي.
راپور زیاتوي چې دډونالډ ټرمپ ادارې دې کسانو ته دوه انتخابونه وړاندې کړي دي؛ یا دې یو نامعلوم درېیم هېواد ته ولېږدول شي او یا دې افغانستان ته ستانه شي.
د کمپ یو اوسېدونکي این بي سي ته ویلي چې هغوی ته له ۱۰۰۰تر ۴۵۰۰ډالرو پورې د پیسو د ورکولو وړاندیز هم شوی څو بېرته افغانستان ته ستانه شي، خو د هغه په وینا دا وړاندیز د امنیتي ګواښونو په مقابل کې د منلو وړ نه دی.
دا په داسې حال کې ده چې د بیا مېشتېدو بهیر له ټکني کېدو وروسته، زرګونه نور افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو لکه پاکستان کې د خپل برخلیک په تمه پاتې دي او د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښنه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې که څه هم حکومت د خلکو د جبري ستنولو پلان نه لري، خو «د دې ډلې نامحدوده ساتل نه مناسب دي او نه هم انساني.»
هغه زیاته کړه چې درېیمو هېوادونو ته د دې کسانو لېږد د هغوی د خوندیتوب او د نوي ژوند د پیل لپاره یو مثبت ګام دی.
په همدې حال کې، د محمد په نوم یو افغان چې د جګړې پر مهال یې د امریکايي پوځ لپاره د ژباړن په توګه کار کړی او ټپي شوی، این بي سي ته ویليداسې انګیري چې « خیانت» ورسره شوی.
هغه ویلي چې کورنۍ یې په افغانستان کې د همدې همکاریو له امله په نښه شوې او امریکا باید د هغوی ساتنه وکړي، نه دا چې بېرته یې طالبانو ته وسپاري.
بلخوا، د افغان ایواک په نوم بنسټ مشر شان وانډیور ویلي چې د السیلیه کمپ چې پخوا د افغانانو د لېږد اصلي مرکز و، اوس یې تر ډېره د «بندخونې» بڼه خپله کړې ده.
د هغه په وینا، اوسېدونکي اجازه نه لري چې له کمپ څخه ووځي او په داسې کانتینرونو کې ژوند کوي چې کړکۍ نه لري او یوازې د لنډمهالې استوګنې لپاره جوړ شوي دي.
نوموړي همدارنګه خبرداری ورکړی چې درېیمو هېوادونو ته لېږد هم دایمي حل نه دی، ځکه هېڅ تضمین نشته چې دا هېوادونه به وروسته دا خلک بېرته افغانستان ته نه ستنوي.
امریکايي چارواکو بیا ټینګار کړی چې هېڅوک به په زور نه ستنېږي، خو دا وضعیت لا هم دوام لري او د کمپ اوسېدونکي په سختو شرایطو، د شدیدې ګرمۍ او محدودو امکاناتو لاندې د خپل راتلونکي د پرېکړې په تمه دي.