
د خیبر پښتونخوا په سویلي وزیرستان کې د مخابراتي او انټرنېټي شبکو د بندښت له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د سويلي وزيرستان په سپين، تنۍ، اعظم ورسک، غواو خواه، ډبکوټ، شولم او رغزۍ سیمه کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه په ټپه درېدلي دي.
سويلي وزيرستان د خیبر پښتونخوا یو له ناامنه سيمو څخه ده، چې په یاده موده کې ان د مخابراتي شبکو سېګنالونه هم خورا کمزوري وو چې له امله يي ځايي خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي.
ځايي خلک شکایت کوي، چې د ټېکنالوژۍ په پرمختللي ننني دور کې دوی لاهم دغه اسانتیاوې ته لاسرسی نهلري. دوی وایي:« اړیکه د انسان یو بنسټیز حق او اړتیا ده؛ خو د سویلي وزیرستان ولسونه له دغې بنسټیزې اړتیا او حق نه بېبرخې دي».
ورته مهال په سويلي وزيرستان کې د سوداګرۍ ټولنې ویلي، چې د اړیکو د نشتوالي له امله دوی ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي او د ډیجېټلي بانکدارۍ د نشتوالي له امله یې له پېرېدونکو سره اړیکې اغېزمنې شوې دي.
بل لور ته په سویلي وزیرستان کې ځايي خبریالان هم د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د پرې کېدو له امله اغېزمن شوي دي. دوی وایي، نهشي کولی پر وخت خبرونه راټول او له خپلو رسنیزو ادارو سره یې شریک کړي.
ځايي خلکو د پاکستان له مخابراتي او انټرنېټي شبکو غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د یادې سیمې د خلکو ستونزې درک او مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ مرکز، پاړهچنار اړوند د نستي کوټ په سیمه کې نن شنبه د وري په ۸مه نېټه، پرله پسې درې بمي چاودنې شوي، چې له امله یې ۲ تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي. د پولیسو په وینا، چاودنې په خامه سړکونو کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له لارې ترسره شوې دي.
د پاکستاني پولیسو د چارواکو په وینا دغه چاودنې په خامه لارو کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له لارې ترسره شوې دي او ښکاري چې عام وګړي په نښه شوي دي.
دوی زیاتوي چې د پېښې وروسته سملاسي ځایي خلک او د ژغورنې ډلې سیمې ته ورسېدې او ټپیان یې نږدې روغتون ته ولېږدول.
د ډاکټرانو په وینا د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.
له چاودنو وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او چاڼیز عملیات یې پیل کړي دي.
تراوسه پورې کومې وسلوالې ډلې دد پېښې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
د خیبر پښتونخوا ایالتي سترې محکمې د ۱۲ افغان کډوالو د جبري ستنولو مخه نیولې او اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې تر بل حکم پورې دې یاد کسان له هېواده نه باسي.
محکمې د دغو کډوالو له لوري د ثبت شوې عریضې په اړه د تېرې اورېدنې لیکلی حکم صادر کړی، چې له مخې یې د سرحدي او کډوالو چارو وزارت څخه د ۱۴ ورځو په موده کې د وضاحت غوښتنه شوې ده.
د محکمې په حکم کې ویل شوي چې د فدرالي پلټنو ادارې خپل ځواب وړاندې کړی، خو د دولت استازي د کډوالو چارو وزارت له لوري د ځواب لپاره د اضافي وخت غوښتنه کړې وه. محکمې د راتلونکې اورېدنې پورې د ځواب د وړاندې کولو مهلت ورکړی دی.
د عریضه کوونکو د وکیل کاشف جان په وینا، دغه کسان افغان وګړي دي چې دا مهال په خراسان کمپ کې مېشت دي. نوموړي ویلي چې یادو کډوالو په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره د کډوالو د ملاتړ له نړیوالې ادارې سره اړیکه نیولې او غوښتنې یې لا هم تر ارزونې لاندې دي.
وکیل له محکمې غوښتي چې تر هغه وخته پورې چې وروستۍ پرېکړه نه وي شوې، دغه کډوال دې له هېواده ونه ایستل شي.
له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلاماباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په دې وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.
افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل او د ښوونځیو زنګونه ووهل شول، بیا لارې او کوڅې له هغو ماشومانو څخه ډکېږي چې مکتب ته ځي،خو د دوي په منځ کې د نجونو یوه لویه تش ښکاري چې له زده کړو محرومي دي. په همدې حال کې د پښتونخوا مېرمنې وېره لري چې د افغان مېرمنو تریخ برخلیک پر دوی تکرار نشي.
پرلهپسې د پنځو کلونو لپاره، د هغو نجونو ځای خالي دی چې له سپینو ټیکریو او تورو جامو سره به ښوونځیو ته تللې. سږکال هم د افغانستان نجونو ته اجازه ورنه کړل شوه چې منځنیو ښوونځیو، لیسو او پوهنتونونو ته بېرته ولاړې شي. تعلیمي کال پیل شو، خو د ټولنې نیمایي برخه لا هم د زدهکړو د تړلو دروازو تر شا ولاړه ده.
په همدې ورځو کې، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته زرګونه نور ماشومان ان د ښوونځیو تړلو دروازو ته هم ونه رسېدل. په پاکستان کې جګړو او د وسلوالو بریدونو زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه کړې دي. په افغانستان او پاکستان کې د کډوالو لنډمهاله مرکزونه له هغو ماشومانو ډک دي چې خپل کتابونه یې د بېځایه کېدو په منځ کې پرېښي دي.
خو هغه څه چې په دې سیمه کې ښځې تر ټولو ډېرې اندېښمنې کړي، یوازې جګړه نه ده؛ بلکې د داسې راتلونکې وېره ده چې پکې ښايي د ښځو برخلیک لا نور هم څنډې ته کړل شي.
پېښور؛ د هیلو او وېرې تر منځ ښار
د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته، له قبایلي سیمو تر پېښور ښار پورې داسې فضا رامنځته شوې چې د ډېرو خلکو لپاره د افغانستان د طالبانو د جګړو کلونه ورپه یادوي. د وسلوالو بریدونه دوام لري، کورنۍ بېځایه کېږي او په ځینو قبایلي سیمو کې د نجونو پر زدهکړو بیا محدودیتونه لګېدلي دي او ښځې د طالبانو د پیاوړي کېدو په اړه اندېښمنې دي.
د همدې اندېښمنو حالاتو تر منځ، په پېښور کې د ښځو د حقونو فعاله ناهید اپریدۍ وايي: «هیڅ ټولنه پرمختګ نه شي کولی که ښځو ته اجازه ورنه کړل شي چې د ودې او پرمختګ برخه شي».
هغه د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې نه مخکې وختونه را یادوي، هغه مهال چې افغان ښځې په ښوونځیو، پوهنتونونو، دولتي ادارو او نادولتي بنسټونو کې کار کاوه او معاشونه یې اخیستل. خو اوس، د هغې په وینا، ډېری هماغه ښځې د نانواییو مخې ته په کتارونو کې ولاړې وي تر څو د خیرات او زکات له لارې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.
مېرمن اپریدۍ پوښتنه کوي: «څنګه د پرمختګ خبره کېدای شي، کله چې د ټولنې نیمه برخه په کورونو کېنول کېږي؟»
ناهید اپریدۍ وايي، چې نور اسلامي هېوادونه لکه پاکستان او ایران هم شته چې هلته ښځې کولی شي زدهکړې وکړي او کار وکړي. د هغې په باور، اسلام هېڅکله د ښځو له ټولنې څخه د حذفېدو مانا نه لري.
خو یوه بله لویه اندېښنه د هغې او د سیمې د ډېرو ښځو په زړونو کې راټوکېدلې ده: د هغه تفکر خپرېدل چې طالبانو په افغانستان کې نافذ کړی دی.
د ښځو ضد د یوې الګو د خپرېدو وېره
تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ښکاره اعلان کړی چې غواړي له شریعت څخه خپله تفسیر په پاکستان کې هم پلی کړي، داسې تفسیر چې د ښځو د حقونو د فعالانو په وینا، ورته بېلګه یې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې لیدل شوې ده.
ناهید اپریدۍ وايي چې د دې بهیر نښې لا مخکې په ځینو قبایلي سیمو کې ښکاره شوې دي.
په ځینو کلیو کې نجونو ته لا هم ښوونځي ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي. په سوات او یو شمېر قبایلي سیمو کې د نجونو ښوونځي څو ځله له ګواښونو سره مخ شوي دي.

هغه وايي: «هغوی غواړي دا محدودیتونه د پاکستان خاورې ته هم راوړي، خو موږ به چوپ پاتې نه شو.»
د هغې په باور، د پاکستان مدني ټولنه باید د دې بهیر پر وړاندې ودرېږي؛ ځکه که پر ښځو محدودیتونه زیات شي، نه یوازې ښځې بلکې ټوله ټولنه به زیان وویني. «په هغه کور کې چې د ښځې پر وړاندې تاوتریخوالی عادي شي، هغه ماشوم چې لویېږي څنګه کولی شي یوه خوندي ټولنه جوړه کړي؟»
یوازې یوه میاشت مخکې، د کب په پنځمه، نامعلومو کسانو د شپې له خوا د جنوبي وزیرستان د برمل په سیمه کې یو دولتي ښوونځی والوزاوه. په دې چاودنه کې څو درسي ټولګي، دروازه او د ښوونځي د دېوال یوه برخه ویجاړه شوه. سیمهییزو چارواکو وویل چې بریدګرو د چاودېدونکو توکو په وسیله د ښوونځي ودانۍ په نښه کړې وه او د عاملینو په اړه څېړنې روانې دي. په تېرو کلونو کې، لسګونه ښوونځي په ورته بڼه، لکه څنګه چې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال د طالبانو د جګړې پر مهال لیدل کېدل، د پاکستان په قبایلي سیمو او خیبرپښتونخوا کې سوځول شوي او یا هم په چاودېدونکو توکو ویجاړ شوي دي.
هغه جګړه چې ښځې یې تر ټولو دروند قیمت پرې کوي
د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو هم د زرګونو کورنیو ژوند بدل کړی دی.
د خیبر په سیمه کې، یوازې له یوه کلي څخه ۲۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي. ډېری یې په خلاصه فضا کې ژوند کوي؛ بې له سرپناه، د څښاک اوبو او لومړنیو اسانتیاوو پرته.
ناهید اپریدۍ وايي، چې د دې بېځایه کېدو تر ټولو زیات فشار د ښځو پر اوږو دی.
هغه ښځې چې د برقعې لاندې، په ګرمۍ او یخنۍ کې، شپه او ورځ په خلاصه فضا کې تېروي. هغه ښځې چې باید خپل ماشومان ارام کړي، په داسې حال کې چې خپله نه پوهېږي شپه به چېرته تېروي.
هغه هیله څرګندوي چې جګړه پای ته ورسېږي، ځکه د هغې په وینا «هېڅ ډله د ښځو او ماشومانو په اندازه له جګړې نه زیانمنېږي.»
هغه ښځه چې د دین څخه د وتلو تور پرې ولګېد، خو مقاومت یې وکړ
د پاکستان په قبایلي سیمو کې، نوشین فاطمه هم یوه سخته لاره غوره کړې ده.
هغه د اورکزي قوم پورې اړه لري او د ښځو د پیاوړتیا د یوه بنسټ مشره ده. فاطمه کولای شو هېواد پرېږدي او په بهر کې ارامه ژوند ولري، خو پرېکړه یې وکړه چې پاتې شي. هغې افغانستان انټرنشنل ته وویل: «که مې خپله خاوره پرېښې وای، نو له خپل ولس سره مې کار نه شو کولای.»
هغه وايي کله چې یې په ټولنیزو رسنیو کې د ښځو د حقونو په اړه لیکنې وکړې، ان په خپله کورنۍ کې یې سخت مخالفتونه راپورته شول: «زما د کورنۍ اتیا سلنه غړي، حتا ښځې، راسره خوابدي شول.»
خو اوس د هماغو کورنیو ځوان نسل ترې مشوره غواړي.
هغې یوه ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: «زه پر فیمینیزم ویاړ کوم.» د ځینو کسانو غبرګون دا و چې هغه یې له دین څخه د وتلو په تور تورنه کړه.
سره له دې، فاطمې شاتګ ونه کړ.

له ملا هبت الله څخه د فاطمې پوښتنې
فاطمه نوشین له طالبانو څخه ساده خو ټکان ورکوونکې پوښتنې لري. هغه پوښتي: «کله چې تاسو نجونو ته اجازه نه ورکوئ چې ډاکټرانې او نرسانې شي، که ستاسو مېرمنې ناروغې شي، ایا هغوی به نارینه ډاکټر ته ورولئ؟»
هغه باور لري چې هغه محدودیتونه چې طالبانو پر ښځو لګولي، د اسلامي شریعت له مخې نه دي، بلکې ډېری یې له قبیلوي دودونو سرچینه اخلي.
د هغې په وینا، په اسلام کې نارینه او هم ښځې علم ترلاسه کولو ته هڅول شوي دي؛ ان که اړتیا وي تر چین پورې سفر وکړي.
هغه په نیوکه کوونکي انداز پوښتي: «کله چې ښځې له کار کولو منع کوئ، ایا د ټولو کورنیو خوراک او اړتیاوې د هغوی تر دروازو رسوئ؟»
«موږ دا تمه نه لرو چې طالبان به له موږ سره د افغان ښځو په پرتله ښه چلند وکړي.»
په پېښور کې ښځې لا هم کولی شي خپل غږ پورته کړي؛ که څه هم په قبایلي سیمو او سوات کې ویره زیاته شوې ده.
ناهید اپریدۍ وايي: «که طالبان د پاکستان په کومه برخه کې واکمن شي، موږ دا تمه نه لرو چې له موږ سره به د افغان ښځو په پرتله ښه چلند وکړي.»
خو هغې او ډېرو نورو ښځو یو څه روښانه کړي: «دوی به چوپ پاتې نه شي.»
د پاکستان ښځو د افغانستان د ښځو تریخ برخلیک په خپلو سترګو لیدلی دی. هغوی ولیدل چې طالبانو څنګه د افغانستان د ښځو شل کلنې لاسته راوړنې شاته واړولې.
نوشین وویل چې هغې خپله افغانستان ته سفرونه کړي او افغانې ملګرې لري چې د تبعیض له دردونو سره یې خپلې کیسې شریکې کړې دي.
افغانه کډواله ښځه: «هیله لرم چې هېڅ ښځه د نړۍ په هېڅ ځای کې هغه ظلم تجربه نه کړي چې افغان ښځو وکړ.»
په پاکستان کې افغانه کډواله زهره رحیمي وايي، هیله لري چې هغه ظلم چې افغان ښځو تجربه کړی، د نړۍ هېڅ ښځه یې تجربه نه کړي. هغې وویل، د پاکستان ښځو ته دا هیله لري چې هېڅکله خپل حقونه او ازادۍ له لاسه ورنه کړي.
دا افغانه مېرمن د طالبانو له واکمنېدو وروسته مجبوره شوه چې له خپل هېواده ووځي، په دې هیله چې په ګاونډي هېواد کې لږه ازادي ترلاسه کړي.
زهره د طالبانو له راتګ مخکې په یوه کوریایي خیریه موسسه کې کار کاوه. د هغوی دفتر د کارته چهار په سیمه کې و. هغې درې کاله هلته کار وکړ. هممهاله، هغه د یوه خصوصي پوهنتون محصله وه او کمپیوټر ساینس یې لوست. د طالبانو په راتګ سره نه یوازې خپله دنده له لاسه ورکړه، بلکې له زدهکړو هم بېبرخې شوه.
زهره افغانستان انټرنشنل ته وویل چې یوازې یو کال یې تر فراغت پاتې و، خو طالبانو اجازه ورنه کړه چې فارغه شي. هغې د طالبانو له راتګ وروسته واده وکړ او یو ماشوم یې وزېږاوه.
اوس دوه کاله کېږي چې له خپل مېړه او یو ماشوم سره په اسلاماباد کې د وېرې او اندېښنې تر سیوري لاندې ژوند کوي.
د یوې کډوالې ښځې په توګه، د پاکستان ویزې تمدید ورته ستونزمن شوی او هره لحظه د نیول کېدو او افغانستان ته د شړل کېدو وېره لري. په دې دوو کلونو کې چې په اسلاماباد کې اوسېږي، د ویزې له پای ته رسېدو وروسته یې په یوه کال کې پنځه ځله ځای بدل کړی دی.
زهره وايي، کله ناکله د پاکستان له پښتنو نجونو او ښځو سره د طالبانو د سیاستونو په اړه خبرې کوي. د رحیمي په وینا، هغه نجونې چې ورسره یې خبرې کړې، د دې وېره لري چې پاکستاني طالبان به د هغوی پر برخلیک واکمن شي.
هغې وویل، اندېښنه لري چې د پاکستان طالبان هم د افغان طالبانو په څېر باورونه او انګېزې لري، او یوازې د نوم توپیر دی او دا وېره شته چې دا ډله به هم لکه طالبان په کوم ځای کې واکمنه شي او د خلکو پر برخلیک حاکمه شي.
د بشري حقونو فعالان وايي چې طالبانو ۷۹ قوانین یا فرمانونه صادر کړي چې په مستقیم ډول د ښځو بنسټیز حقونه تر برید لاندې راولي؛ د ملګرو ملتونو چارواکي دا نظام «د جنسیتي اپارتاید رژیم» بولي. هغه قوانین چې د ښځې غږ عورت ګڼي او مېړه ته اجازه ورکوي چې خپله ښځه ووهي، تر دې چې هډوکی یې مات نه کړي.
په افغانستان کې نوی تعلیمي کال پیل شو؛ خو د دې هېواد د میلیونونو نجونو لپاره، ښوونځی لا هم یو لرې خوب دی. د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته هم ښځې وېره لري چې له افغان ښځو سره ورته راتلونکي سره مخ شي.
سره له دې، د بېځایه کېدو، وېرې او محدودیتونو تر منځ داسې ښځې شته چې لا هم پوښتنې کوي، مقاومت کوي او هیله لري. ځکه هغوی باور لري چې د دې سیمې راتلونکی نه یوازې د جګړې په ډګرونو کې، بلکې په هغو درسي ټولګیو کې لیکل کېږي چې یوه ورځ به بیا پرانېستل شي.
د تېرا درې بېځایه شویو کورنیو د مرستو په برخه کې د پاکستان حکومت د کړو ژمنو د ځنډ له امله لاریون کړی او ویلي یې دي، چې مرکزي حکومت د دوی مېنو ته د اوښتي زیان له امله نغدي مرستې منظور کړې؛ خو د ځایي حکومت لهخوا نهدي ورکړل شوې.
لاریونوالو ټینګار کړی، چې دغه منظور شوې نغدي مرستې دې سملاسي دوی ته ورکړي. دغه لاریون د پېښور پرېس کلب مخې ته شوی او ګډونوالو یې غوښته کړې: «حکومت دې سملاسي ورته ژمنه شوې د زیان پېسې او مرستې ورکړي».
لاریونوالو دارنګه د حکومتي ودانیو د جوړولو لپاره د ځنګلونو د پرې کولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او زیاته کړې یې ده، چې دغه ډول اقدامات د ځايي خلکو له مشورې پرته د سیمې طبیعي سرچینو ته زیان رسوي.
لاریونوالو د خپلو غوښتنو په ملاتړ شعارونه هم ورکړل. د خېبرپښتونخوا د خېبر ولسوالۍ په تیرا دره کې د وسلهوالو پرضد د پوځي عملیاتو لپاره د تخلیې لړۍ په دوو پړاوونو کې بشپړه شوه. د رسمي شمېرو لهمخې؛ یوازې په لومړي پړاو کې له یادې سیمې ۳۰زره او ۹۴۵ کورنۍ بېځایه شوې دي.
هممهاله بیا دغه بېځایه شوې کورنۍ نیوکې کوي، چې د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت او د پاکستان مرکزي حکومت یې په ښه توګه لاسنیوی نهدی کړی. د راپورونو لهمخې؛ له تیرا درې څخه بېځایه شوې کورنۍ د خېبر په جمرود سیمه کې په خېمو کې ژوند کوي او د ژوند لومړنیو امکاناتو ته هم لاسرسی نهلري.
د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک بازار ته نږدې د وسله والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې، چې په پایله کې یې یو محلي وسله وال قوماندان وژل شوی دی. ځایي سرچینو د وژل شوي قوماندان نوم ذاکر یاد کړی دی.
ځایي سرچینې وایي چې وژل شوي کس د پکتیکاله ګومل ولسوالۍ سره تړاو درلود.
نوموړی مخکې د پاکستاني طالبانو د قوماندان ملا هنر د ډلې غړی و، چې اوس مهال یې مشري قوماندان شمشاد کوي.
سرچینې زیاتوي چې ذاکر په ۲۰۲۳ کال کې له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره یو ځای شوی و او د همدې ډلې برخه ګرځېدلی و. هغه زیاتره په زرملن او ګل کڅ سیمو کې فعالیت درلود.
همدارنګه ویل کېږي چې دوه ورځې وړاندې هم په یوه برید کې ښکېل و، چې کاکړ نومی کس پکې وژل شوی و.
تر اوسه پورې د پېښې په اړه د پاکستان د امنیتي ادارو او پاکستاني طالبانو رسمي دریځ نه دی خپور شوی.