• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

که طالبان پر افغانستان واکمن شوي نه‌وای اوس به ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو فارغې وې

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ وری ۱۴۰۵ - ۳۰ مارچ ۲۰۲۶، ۰۲:۲۳ GMT+۱

درې ورځې وړاندې په افغانستان کې نوی تعلیمي کال په داسې حال کې پیل شو، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې لا هم له زده‌کړو محرومې دي. طالب چارواکو د پوهنتونونو په اړه د منفي لیدلوري په وړاندې کولو سره وویل، چې پخوا په پوهنتونونو کې د "بې‌حجابۍ او بې‌حیایۍ" فضا واکمنه وه.

که پر نجونو دا بندیزونه نه وای، نو تر اوسه به شاوخوا ۱۱۴ زره نجونې له پوهنتونونو څخه فارغې شوې وای.

په افغانستان کې د تېرې پنجشنبې په ورځ (د وري ۶مه) د ۱۴۰۵ لمریز کال تعلیمي کال له شپږم ټولګي پورته د نجونو له ګډون پرته پیل شو. که څه هم ګڼو نړۍوالو بنسټونو هیله درلوده چې سږ کال به طالبان نجونو ته د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړي، خو د هغوی دا هیله هم د افغان نجونو د ارمانونو په څېر یوازې تر هیلې پاتې شوه.

طالب چارواکو له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې د نجونو د زده‌کړو د دوام په تړاو منفي تبلیغات کړي او ان په لومړیو کې یې ویل چې د نجونو په ښوونځیو کې د نشه‌يي ټابلېټونو «ټابلېټ کا» کارونه عامه شوې وه او همداراز د روان تعلیمي کال په پیل مراسمو کې د طالبانو د چارو ادارې رييس د لوړو زده‌کړو د بنسټونو په تړاو وویل، په پوهنتونونو کې د «بې‌حیایۍ» فضا عامه وه.

د طالبانو د چارو ادارې رييس انورالحق انور په یادو مراسمو کې وویل: «د پوهنتونونو په کتابتونونو کې نه‌یوازې دا چې د خپلو عقایدو او حیا او اخلاقو کې بهتري راځي د هغو شیانو په تړاو مواد نشته، بلکې د بې‌حیایۍ شیان په‌کې ځای پر ځای شوي دي. دا به ډېر بد تاثیر ولري او دا هم په ماحول کې راځي».

د ښوونځیو او پوهنتونونو یو شمېر استادانو، زده‌کوونکو او محصلینو د طالبانو دغه ادعاوې په کلکه رد کړې، دا ډول فکر یې د هغوی د ناسم فکر زېږنده وبلله او له لوړو زده‌کړو د نجونو د منع کولو لپاره د توجیه موندنې هڅه وبلله.

طالبانو له بیا واکمنېدو شاوخوا یوه میاشت وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته د «امر ثاني» په نوم له زده‌کړو منع کړې. دغې ډلې بیا شاوخوا یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو او همداراز یې پوره ۲ کاله وروسته یعنې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د نجونو د طب او قابلګۍ په څانګو کې پر زده‌کړو هم بندیز ولګاوه.

یونېسف ویلي، دمګړی په افغانستان کې څه باندې ۲ اعشاریه ۲ میلیونه نجونې د زده‌کړو له دوامه محرومې شوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر ۴ میلیونو ته ورسېږي.

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د بې سوادانو شمېر مخ په لوړېدو دی او دمګړی شاوخوا ۷ میلیونه ماشومان د طالبانو او نورو محدودیتونو له امله له زده‌کړو بې‌برخې دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د ۱۴۰۵ تعليمي کال له پیلېدو یوه ورځ مخکې (جمعه د کب ۲۹مه) په خپله اېکس پاڼه افغانانو ته د سولې او سوکالۍ د هیلو له څرګندولو سربېره ویلي: «د نوي تعلیمي کال په پیلېدو سره، موږ هغې ورځې ته سترګې په لار یو چې هره نجلۍ بېرته ټولګي ته ستنه شي».

اوس پوښتنه دا ده، که طالبان نه‌وای یوازې د افغانستان په ټولنه کې به سواد څومره عام وای او لږ تر لږه څومره نجونې به له ښوونځیو او پوهنتونونو فارغې وې؟

که طالبانو پر پوهنتوني زده‌کړو بندیز نه‌وای لګولی، نو د شمېرو له‌مخې، په وروستیو نږدې پنځو کلونو کې به په افغانستان کې شاوخوا ۱۱۳,۹۰۸ نوې ښځینه ډاکترانې، انجینرانې، ادیبانې، روانپوهانې، د کمپیوټر، ساینس او له بېلابېلو نورو څانګو لږ تر لږه د لېسانس تر کچې فارغې شوې وې.

د شمېرو پر بنسټ، که پر نجونو د منځنیو زده‌کړو دروازې نه‌وای تړل شوې، نو په افغانستان کې به نږدې یو میلیون نجونې زده‌کوونکې له دولسم ټولګي فارغې شوې وې.

د یونېسکو د معلوماتو له‌مخې، طالبانو په قصدي توګه د ۱ اعشاریه ۴ میلیونو نجونو پر مخ په قصدي ډول د منځنیو زده‌کړو دروازې تړلې دي، چې نږدې یو میلیون یې له اتمو ټولګیو پورته وې او که بندیز نه‌وای نو دا یو میلیون نجونې په په تېرو نږدې پنځو کلونو کې له ښوونځیو فارغې وې.

د طالبانو په دغه ډول پرېکړو سره د افغانستان سم نیمايي ټولنه بې‌سواده پاتې کېږي، چې تل به نورو ته محتاج وي.

د یونېسکو، یونېسف او پخواني جمهوري دولت د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو شمېرې ښيي، چې تر ۲۰۲۱ کال پورې په افغانستان کې نږدې ۸.۷ میلیونه نجونې او هلکان په عمومي ښوونځیو کې شامل وو.

خو طالبانو په خپله واکمنۍ کې ډېر پام د دیني مدرسو پر جوړښت او همداراز جلب او جذب متمرکز کړی دی. اوس طالبان په منفي تبلیغاتو سره هڅه کوي، چې کورنۍ له عصري زده‌کړو واړوي او د دیني مدرسو لوري ته یې سوق کړي.

د طالبانو پوهنې وزارت چې د ښوونځيو تر څنګ د یوې برخې دیني مدرسو مسوولیت هم لري ادعا لري، چې دمګړۍ څه باندې ۱۲ میلیونه هلکان او نجونې پر عصري او دیني زده‌کړو بوخت دي. دغه وزارت په کره توګه د عصري او دیني زده‌کړو د زده‌کوونکو شمېر له روښانه کولو پرته ادعا لري: «د دیني او عمومي زده‌کړو په مرکزونو کې ټولټال ۷ میلیونه او ۵۳۳ زره ۸۸۶ هلکان او ۵ میلیونه او ۳۹۱ زره او ۳۰۰ نجونې پر دیني او عمومي زده‌کړو بوختې دي. په ټوله کې پر زده‌کړو د بوختو زده‌کوونکو شمېر ۱۲ میلیونه او ۹۲۵ زره او ۱۸۷ ته رسېږي».

د چارو شنونکي بیا پر دې باور دي، چې د دغو دیني مدرسو زده‌کوونکي د دغې ډلې راتلونکي سرتېري دي، ځکه اوسني طالبان چې کابو اکثریت یې نالوستي دي، خو څوکیو او ارامښت ته له رسېدو وروسته ښايي بیا ترې د جنګیاليو په توګه استفاده ونه‌شي، نو دغه نوي زده‌کوونکي په اسانۍ سره د دوی سرتېري جوړېدای شي.

د یونېسکو، یونېسف او پخواني جمهوري دولت د پوهنې وزارت د معلوماتو له‌مخې، په هغه وخت کې د نجونو ګډون په ابتدايي دوره کې لوړ شوی وو: په ۲۰۱۸ کې ۲.۵ میلیونه نجونې په ابتدايي دورې کې پر زده‌کړو بوختې وې او تر ۲۰۲۱ پورې په ټول کې هېواد کې د ابتدايي زده‌کوونکو ۴۰ سلنه برخه نجونې وې.

په لوړو زده‌کړو کې هم بدلون محسوس وو: د ۲۰۲۱ کال وروستۍ احصایې ښيي چې د افغانستان په شخصي او دولتي پوهنتونونو کې له ۱۱۰ زرو ډېرې محصلینې په زده‌کړو بوختې وې.

هر کال په منځني ډول له ۳ زرو تر ۴ زرو ښځینه محصلینې په بورسیو او شخصي مصارفو بهرنیو هېوادونو ته د زده‌کړو د دوام لپاره تللې، خو اوس ترې دا حق اخیستل شوی.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان نن څه ډول دی؟

د ملګرو ملتونو د راپور له‌مخې، افغانستان اوس د نړۍ یوازنی هېواد دی چې د نجونو ثانوي او لوړې زده‌کړې په‌کې په رسمي ډول بندې دي. دا هېښوونکی خبره ده، چې خلک د یوه هېواد د واکمن له لوري په رسمي او جبري توګه له زده‌کړو منع شي.

د شمېرو له‌مخې، لږ تر لږه ۱.۴ میلیونه نجونې په قصدي ډول له ثانوي زده‌کړو منع دي؛ نږدې ۲.۵ میلیونه د ښوونځي‌عمر لرونکې نجونې یعنې ۸۰ سلنه یې له زده کړو بې برخې دي.

دا مهال د ابتدايي کچې د مجموعي شمولیت کچه ټیټه شوې او یونېسف وايي، چې په ۲۰۲۴ کې د افغانستان ابتدايي شمولیت کچه ټیټه شوې ده، ځکه نجونې د زده‌کړو د دوام حق نه‌لري.

یونېسکو خبرداری ورکوي، د نجونو د محرومیت دوام به د هېواد لپاره د متخصصو کادرو کمښت رامنځته کړي، په طب، انجینرۍ او نورو برخو کې به د فارغانو تشه نوره هم زیاته شي او وايي: «موږ یې محسوسوو».

د ملګرو ملتونو راپورونه وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو له زده‌کړو په مخنیوي سره په کم عمر کې د نجونو د ودونوو ګراف خورا لوړ شوی دی او ورسره د کورنیو اقتصادي ستونزې او ناامني خطرونه لا پسې زیات کړي دي.

د یونېسف د اټکل له مخې، د دې بندیز له امله به هر کال ۱۶۰۰ میندې د ولادت پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړي او تر ۳۵۰۰ زیات نوي زیږېدلي ماشومان به مړه شي.

د یونېسف اجراییوي مشرې کاتریل رسل ویلي، «پوهنه په ژوند کې یوازې فرصتونه نه برابروي، بلکې نجونې له کم عمره ودونو، خوارځواکۍ او نورو روغتیايي ستونزو څخه هم ساتي».

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې هم ویلي، ډېرې کورنۍ د فقر او همداراز د زده‌کړو یا د کار نشتوالي له امله واده د ژوند د بقا لاره بولي. ملګرو ملتونو ویلي، چې دې کار د ښځو او ماشومانو پر روغتیا خورا ناوړه اغېزه کړې.

د یادې ادارې د اټکل له مخې، په روان ۲۰۲۶ کاله کې به په افغانستان کې د کم عمره مېندو امېندواري کچه ۴۵ سلنه ډېره شي او د مېندو د مړینې ګواښ به تر ۵۰ سلنې هم لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي، د دغې لړۍ په پایله کې به په افغانستان کې داسې ښځينه نسل پاتې شي، چې زده‌کړې به نه‌لري، په کوچنیوالي کې به واده شوې وي او د مرګ له جدي ګواښ سره به مخ وي.

د دغې ادارې په وینا، که په افغانستان کې د ښځو حقونه، زده‌کړه او روغتیا لومړیتوب ونه لري، افغانستان به د ځوان نسل د ضایع کېدو او د پرمختګ له‌مخې له ګواښ سره مخ شي.

یونېسف د زده‌کړو د کیفیت په اړه وایي، په ۲۰۲۴/۲۰۲۵ ارزونو کې دا موندلې چې څه باندې ۹۰ سلنه لس کلن ماشومان ساده متن په سمه توګه نه‌شي لوستلای، یعنې بحران لا ژور شوی دی.

زده کړه یوازې ټولګی نه‌دی؛ د یوه نسل راتلونکی دی. خو د طالبانو د قصدي بندیزونو له کبله دا راتلونکی په قلف شویو دروازو کې بند پاتې دی، د وروستۍ پوښتنې په توګه باید وپوښتو:

چې څوک د یو باسواده افغانستان مخه نیسي او د افغانانو د سبا ساه تنګوي؟

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

په پاریس کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان د وروستیو بریدونو پر ضد لاریون وکړ

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۹:۲۱ GMT+۱

یو شمېر افغانان د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې راټول شوي او پر افغانستان یې د پاکستان د بریدونو پر ضد لاریون کړی دی. دغه لاریونوال وايي، چې په یادو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې د افغانانو غږ واوري.

په فرانسه کې مېشت افغانان د پاریس په زړه کې راټول شوي او د پاکستان پر ضد شعارونه ورکوي.
دغه افغان لاریونوال پر ملکي وګړو د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون کې راټول شوي او له ځانونو سره داسې شعارونه لېږدوي، چې پرې لیکل شوي: «پاکستان دې د بې‌ګناه کسانو وژل ودروي».

لاریونوال وايي، پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې ملکي وګړي وژل کېږي او نړۍ باید د افغانانو غږ واوري.

د پښتون ځیرک په نوم یو لاریونوال وايي: «د ناسمو پالیسیو له امله افغانان قرباني کېږي. پاکستان له لسیزو راهیسې طالبانو ته پناه ورکړې وه او له هغوی څخه یې د خپلې نیابتي ډلې په توګه استفاده کوله. نن د پاکستان بمبار هم د هماغه پالیسیو دوام دی چې یوازې بې‌ګناه افغانان په‌کې قرباني کېږي».

لاریونوال وايي، نه ورته په افغانستان کې د طالبانو پالیسۍ د منلو وړ دي او نه هم د پاکستان هوايي بریدونه.

په پاریس کې د افغانانو د یووالي ټولنې مشر شاه رسول اوریاخېل وايي: «زموږ پر خاوره د پاکستان د ظالم او جابر حکومت له لوري بمبارونه پیل شوي، چې له امله یې بې‌ګناه افغانان شهیدان او بې‌کوره شوي دي. موږ د خپلو هېوادوالو غږ پورته کوو ترڅو یې نړۍوالو ته ورسوو. کوم کسان چې نن په افغانستان کې واکمن دي، دا ټولې ستونزې د هغوی له لوري جوړې شوې دي. هغوی په تېرو شلو کلونو کې هم دا ډول ظلمونه کول او اوس هم د دوی له امله پر افغان خاوره بمباري کېږي. ملت بندي دی، ملت په اور کې سوځي او ملت یرغمل شوی دی».

په فرانسه کې مېشت افغانان د پاریس په زړه کې راټول شوي او د پاکستان پر ضد شعارونه ورکوي. دغه لاریونوال وايي، چې افغانستان باید نور د نیابتي جګړو ډګر ونه‌ګرځي او له نړۍوالې ټولنې غواړي چې پر پاکستان فشار راوړي، څو پر افغان خاوره خپلې بمبارۍ سمدستي ودروي.

دا لاریونونه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د شتون پر سر تر بل هر وخت ډېرې ترینګلې شوې دي. پاکستان په وار وار د افغانستان پر بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه پر سرحدي ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د پاکستان دغه بریدونه نه یوازې په کور دننه د افغانانو له سختو غبرګونونو سره مخ شوي، بلکې په نړۍواله کچه یې هم پراخې نيوکې راپارولې او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره سرغړونه بلل شوې ده.

په ننګرهار کې د تندر پرېوتو له امله شپږ کسان ټپیان شوي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۷:۲۰ GMT+۱

په ننګرهار ولایت کې د تندر (تالندې برېښنا) د پرېوتو له امله شپږ کسان، چې دوه ښځې او څلور ماشومان دي، ژور ټپیان شوي دي.

په ننګرهار کې د طالبانو د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، دا پېښه د اچین ولسوالۍ د «ګاو درې» په کلي کې شوې، چې د سختو بارانونو او د هوا د بدلون له امله تندر د ګل‌بشر په نوم د یوه کس پر کور لګېدلی دی.

ټپیان د اچین ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.

همداراز، د سختو بارانونو له امله په همدې ولسوالۍ کې درې استوګنیز کورونه هم نړېدلي، خو په دې پېښه کې چا ته د سر زیان نه دی اوښتی.

دا په داسې حال کې ده چې له پېښو سره د طالبانو د مبارزې ادارې مخکې ویلي وو، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله په څو ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۷کسان مړه شوي او ۲۶نور ټپیان شوي دي.

متقي له پاکستان سره د معنا لرونکو او رښتينو خبرو له لارې د ستونزو د حل غوښتنه کړې

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۶:۰۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بيکدلي سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې له پاکستان سره د معنا لرونکو او رښتينو خبرو له لارې د‌ دواړو لوريو د معقولو غوښتنو د حل غوښتونکی دی او په دې برخه که یې د ایراني چارواکو دریځ ستایلی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن یکشنبه د وري پر ۹مه ویلي، چې نن په کابل کې د ايران سفیر علي‌رضا بيکدلي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امير خان متقي سره په کتنه کې پر دوو اړخیزو اړیکو او سيمه‌ييزو مسايلو خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران د سفیر علي‌رضا بيکدلي له قوله لیکلي، چې مشرتابه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی وضعيت له نږدې څاري او د سوله‌ييز حل غوښتونکی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پر ایران د امريکا او اسراییل برید او په سيمه کې د جګړې د لمنې پراخېدل د ټولې سيمې په زيان وبلل.

متقي او بیکدلي د افغانستان او ایران ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري مخ پر وده بللې ده.

افغان موټر چلوونکي وايي چې پاکستاني پولیس یې د «بډو اخېستلو» لپاره ځوروي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۹ GMT+۱

په خیبرپښتونخوا کې افغان موټرچلوونکي شکایت کوي، چې پاکستاني پولیس یې د بډو اخیستو لپاره ځوروي او زنداني کوي. دوی وايي، چې د بار وړونکو موټرو چلوونکي او مرستیال موټرچلوونکي پاکستانۍ وېزې او نور اړوند اسناد هم لري خو بیا یې هم پاکستاني پولیس نیسي.

په خیبر پښتونخوا کې یو شمیر افغان موټر چلوونکي وايي، چې یو خوا د تورخم لاره تړل شوې ده او دوی د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې بند پاتې دي، خو بل پولیس د بډو اخیستلو لپاره ورپسې کوڅه په کوڅه ګرځي.

یو موټر چلوونکي وویل، چې «کډې مو بار دي، تورخم بند دی او بې سرنوشته ولاړ یو خو د قانوني اسنادو سربېره مو بیا هم پاکستاني پولیس ځوروی».

په خیبرپښتونخوا کې د افغان ټرانسپورټ اتحادیې رییس له پاکستاني چارواکو غوښتنه وکړه، چې له قانوني سرغړونو پرته افغان موټرچلوونکي ونه ځوروي. هغه وویل، چې ټول افغان موټرچلوونکي اسناد لري او هیڅ یو یې هم بې اسنادو نه دی.

موټرچلوونکو خبرداری ورکړ، چې که څوک یې ستونزو ته حل لاره ونه مومي، خپلو موټرو ته به اور واچوي.

دا شکایتونه په داسې حال کې کېږي، چې له یوې خوا د تورخم دروازه د تګ او راتګ لپاره تړل شوې ده او بل خوا د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو د اېستلو عملیات روان دي.

تېره ورځ ځینو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د تورخم د تړل کېدو له امله په خیبر او لنډي کوتل کې شاوخوا ۲۰۰ افغان کډوالې کورنۍ له تېرو څلورو اونیو راهیسې بندې پاتې دي. دوی نیوکه کوي، چې له ماشومانو او میرمنو سره تر شنه اسمان لاندې له سرپناه پرته شپې او ورځې تېروي.

پاکستان د وري پر۶مه له شاوخوا یوې میاشتې وروسته تورخم د کډوالو د ستنېدو پر مخ بېرته پرانیستی و، خو د یوه سرتېري له ټپي کېدو وروسته یې بېرته وتاړه.

شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې د نښتو له امله تړل شوې دي. په دې موده کې تورخم او سپین بولدک یوازې له پاکستان څخه د ایستل کېدونکو کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره پرانیستي وو، خو له تېرو نږدې څلورو اونیو راهیسې تورخم د دغه بهیر پر مخ هم تړل شوی دی.

اېن‌بي‌سي: د امریکا قطر میشتي افغان همکاران له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي

۹ وری ۱۴۰۵ - ۲۹ مارچ ۲۰۲۶، ۱۴:۱۷ GMT+۱

امریکایي رسنۍ «این بي سي نیوز» راپور ورکړی، چې په قطر کې میشت هغه افغانان چې د شلو کلونو جګړې پر مهال یې له امریکايي ځواکونو سره مرسته او کار کړی، اوس له نامعلوم او اندېښمن حالت سره مخ دي. اېن بي سي وايي، دغه افغان همکاران ویریږي چې ښايي بېرته افغانستان ته ستانه کړل شي.

په راپور کې ویل شوي، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په قطر کې د هغه کمپ د تړلو په حال کې دی چې تر ۱۱۰۰زیات افغانان، د ځانګړو ځواکونو پخواني غړي، ژباړونکي او د هغوی کورنۍ پکې مېشتې دي.

دا کمپ چې «السیلیه» نومېږي او دوحې ښار ته نږدې پروت دی، ډېری اوسېدونکي یې تر دې وړاندې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام پروسې لپاره تایید شوي وو. خو امریکايي چارواکو ویلي چې ټول اوسېدونکي باید د مارچ میاشتې تر پایه دا کمپ پرېږدي.

راپور زیاتوي چې دډونالډ ټرمپ ادارې دې کسانو ته دوه انتخابونه وړاندې کړي دي؛ یا دې یو نامعلوم درېیم هېواد ته ولېږدول شي او یا دې افغانستان ته ستانه شي.

د کمپ یو اوسېدونکي این بي سي ته ویلي چې هغوی ته له ۱۰۰۰تر ۴۵۰۰ډالرو پورې د پیسو د ورکولو وړاندیز هم شوی څو بېرته افغانستان ته ستانه شي، خو د هغه په وینا دا وړاندیز د امنیتي ګواښونو په مقابل کې د منلو وړ نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بیا مېشتېدو بهیر له ټکني کېدو وروسته، زرګونه نور افغان کډوال په بېلابېلو هېوادونو لکه پاکستان کې د خپل برخلیک په تمه پاتې دي او د نامعلوم راتلونکي په اړه اندېښنه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې که څه هم حکومت د خلکو د جبري ستنولو پلان نه لري، خو «د دې ډلې نامحدوده ساتل نه مناسب دي او نه هم انساني.»

هغه زیاته کړه چې درېیمو هېوادونو ته د دې کسانو لېږد د هغوی د خوندیتوب او د نوي ژوند د پیل لپاره یو مثبت ګام دی.

په همدې حال کې، د محمد په نوم یو افغان چې د جګړې پر مهال یې د امریکايي پوځ لپاره د ژباړن په توګه کار کړی او ټپي شوی، این بي سي ته ویليداسې انګیري چې « خیانت» ورسره شوی.

هغه ویلي چې کورنۍ یې په افغانستان کې د همدې همکاریو له امله په نښه شوې او امریکا باید د هغوی ساتنه وکړي، نه دا چې بېرته یې طالبانو ته وسپاري.

بلخوا، د افغان ایواک په نوم بنسټ مشر شان وانډیور ویلي چې د السیلیه کمپ چې پخوا د افغانانو د لېږد اصلي مرکز و، اوس یې تر ډېره د «بندخونې» بڼه خپله کړې ده.

د هغه په وینا، اوسېدونکي اجازه نه لري چې له کمپ څخه ووځي او په داسې کانتینرونو کې ژوند کوي چې کړکۍ نه لري او یوازې د لنډمهالې استوګنې لپاره جوړ شوي دي.

نوموړي همدارنګه خبرداری ورکړی چې درېیمو هېوادونو ته لېږد هم دایمي حل نه دی، ځکه هېڅ تضمین نشته چې دا هېوادونه به وروسته دا خلک بېرته افغانستان ته نه ستنوي.

امریکايي چارواکو بیا ټینګار کړی چې هېڅوک به په زور نه ستنېږي، خو دا وضعیت لا هم دوام لري او د کمپ اوسېدونکي په سختو شرایطو، د شدیدې ګرمۍ او محدودو امکاناتو لاندې د خپل راتلونکي د پرېکړې په تمه دي.