په کندهار کې د پنبې له دانو د ورځې ٢٠٠ ټنه غوړي تولیدیږې

د کندهار ولایت په صنعتي پارک کې د پنبې دانو د غوړیو ورځنی تولید ۲۰۰ ټنو ته رسېدلی دی. په کندهار کې د طالبانو اړوند چارواکي وایي، اوس مهال په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰ د غوړیو فابریکې فعالې دي، چې کلنی تولید یې تر ۵۰ زره ټنو پورې رسیږي.
