بلغاریا ته د ایران خبرداری: امریکا ته د خپلو هوایي ډګرونو د کارولو اجازه مه ورکوئ

د بلغاریا د بهرنیو چارو وزارت وايي، ایراني چارواکو تېره میاشت دوی ته خبرداری ورکړی و چې د ایران په پوځي عملیاتو کې کارېدونکو امریکايي الوتکو ته دې د بلغاریا د هوايي ډګرونو د کارولو اجازه نه ور کوي.
ایران د مارچ په ۱۸ نېټه د یو رسمي یادښت له لارې د صوفیا په «واسيل لیفسکي» هوايي ډګر کې د امریکا د پوځي الوتکو د تېلو پر اخېستلو اعتراض کړی و
. په یادښت کې ټینګار شوی چې تهران به د نړیوال قانون له مخې د خپل حاکمیت، امنیت او ملي ګټو د ساتنې لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.
د بلغاریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مارین رایکوف د ایران دغه یاداښت د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته تایید کړ او وايي، چې هېواد یې په جګړه کې ښکېل نه دی.
نوموړي ویلي، چې له ایران سره ډیپلوماټیکي اړیکې دوام لري او په بلغاریا کې هېڅ جنګي الوتکې د پوځي عملیاتو لپاره نه باریږي.
په ورته مهال د بلغاریا چارواکو د صوفیا په ملکي هوايي ډګر کې د څو امریکايي الوتکو ښکته کېدل منلي دي او دایې د ناټو د فعالیتونو برخه بللې ده.
هغه وویل: «زموږ پارلمان د هرمز تنګي په سیمه کې د اړوندو پوځي اقداماتو د ملاتړ لپاره هېڅ پرېکړه نه ده تصویب کړې».
ځینو اروپایي هېوادونه چې له ایران سره د جګړې په اړه اندېښمن دي، د امریکا د پوځي عملیاتو پر وړاندې مخالفت څرګند کړی دی.
له دې ډلې هسپانیا خپل هوايي حریم تړلی او د امریکا لهخوا یې د خپلو اډو کارول رد کړي، ایټالیا د سیګونیلا اډه کې د تم کېدو غوښتنه رد کړې او فرانسې هم د امریکا او اسراییل د وسلو لېږدوونکو الوتکو پر الوتنو بندیز لګولی دی.
