برېتانیا د هرمز تنګي د پرانېستلو په تړاو د ۳۵ هېوادونو د ناستې کوربهتوب کوي

د برېتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر ویلي چې هېواد به یې د روانې اونۍ په ترڅ کې د شاوخوا ۳۵ هېوادونو د یوې مهمې ناستې کوربه توب وکړي. د دې ناستې اصلي موخه د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د لارو چارو لټول او په دې ستراتیژیکه لاره کې د سوداګریزو کښتیو د خوندي تګ راتګ بیا پیلول دي.
