
د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې په افغانستان کې (د مارچ له ۲۶مې تر ۳۱مې نېټې) د سختو ورښتونو او سېلابونو له کبله ۱۹ کسان مړه شوي دي. د یادې ادارې په وینا؛ په دغه موده کې تر ۹۰۰ ډېرې کورنۍ اغېزمنې شوې هم دي.
اوچا نن چهارشنبه (د وري ۱۲مه) پر اېکس پاڼه کاږلي، چې یادو ورښتونو او سېلابونو په بېلابېلو ولایتونو کې تر ۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي دي. اوچا وایي، په دغه موده کې یې له ۱۵۷ کورنیو سره مرستې کړې او د مرستو رسولو چارې لاهم دوام لري.
د دغه یادښت په وروستۍ برخه کې راغلي، چې لا یې هم ارزونې روانې دي؛ ښایي د مړو او زیان شمېر تر دې هم لوړ شي.
له بل پلوه د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې تېره ورځ ویلي و، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سختو بارانونو، سېلابونو، د غرونو ښوېېدنې او تالندې برېښنا له امله ۱۴ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
یادې ادارې زیاته کړې وه، چې په ټولیز ډول ۶۰۳ کورنۍ زیانمنې شوې دي، ۱۶ استوګنیز واحدونه زیانمن شوي او ۲۳ د اوبو څاهګانې او شبکې هم تخریب شوې دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وایي، چې په ۲۰۲۵کال کې د اسیا-پاسفیک هېوادونو له ۲زره او ۷۰۰ څخه زیات کسان د کډوالۍ لارو په اوږدو کې مړه او یاهم تري تم شوي دي. د یاد سازمان په وینا؛ له ۱۳۰۰ زیات افغانان د افغانستان او ایران پر خطرناکو ځمکنیو لارو مړه شوي دي.
دغه سازمان د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې په ۲۰۲۵کال کې د اسیا-پاسیفیک هېوادونو ترمنځ د کډوالو مړینه او تري تم کېدل په ټوله نړۍ کې یوه جدي اندېښنه وه. په راپور کې راغلي، دا درېیم پرلهپسې کال دی چې دغه شمېر تر ۲زرو اوښتی دی.
د یاد سازمان د څېړنو له مخې؛ له هرو لسو پېښو څخه ۹ د مړینې او ورکېدو پېښې په اسیا- پاسیفیک سیمه کې رامنځ ته شوي، چې په ډېرو هغو کې د افغانستان او میانمار خلک شامل دي. راپور زیاتوي، چې له ۱۳۰۰ زیات افغانان د افغانستان او ایران پر خطرناکو ځمکنیو لارو کې مړه شوي دي.
د دوی په خبره؛ له ۸۰۰ څخه زیات کسان له روهینګیا، بنګال خلیج یا انډامان سمندر څخه د اوښتو پرمهال مړه او یاهم تري تم شوي دي. د اسیا-پاسیفیک وګړي چې د مدیترانې، لوېديځې افریقا او لوېدیځ بالکان له ۲۵۰ زیات اوسېدونکي پهکې شامل دي، له سیمې څخه بهر ته د تګ په نیت په لارو کې مړه او یاهم تري تم شوي دي.
راپور کاږي، په ۲۰۲۵کال کې د مړینې تر ټولو لوی لامل په اوبو کې ډوبېدل و چې د اسیا- پاسیفیک د وګړو د مړینې دغه شمېر له ۸۶۰ اوړي. د کډوالۍ نړۍوال سازمان د اسیا- پاسیفیک سیمې مرستیالې مشرې ډایان اپسټین ویلي: «دغه شمېرې موږ ته یادونه کوي، چې لاهم د اسیا-پاسیفیک له سیمې څخه ډېر خلک د خونديتوب یا فرصتونو په لټه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. د معلوماتو راټولول او راپور ورکول پیاوړي کول د دغه غمیزو د مخنیوي لومړنی ګام دی، چې باید د نړۍوالې همکارۍ، خوندي لارو ته د لاسرسي او د کډوالو د لا زیات ملاتړ سره یوځای شي».
په بلخ کې د طالبانو مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي، چې د افغان او ازبک سوداګرو لهخوا په ګډې پانګونې سره د ۶۰ مېلیونه ډالرو په لګښت د چرګانو د پالنې، هګیو او چرګانو د غوښې د تولید یوې فابریکې د رغولو چارې پیل شوې.
ځایي طالب چارواکو ویلي، چې یاده فابریکه پر ۴۰۰ جریبه ځمکه په درېیو فازونو کې د درېیو کلونو په موده کې جوړېږي او له بشپړېدو وروسته به لسګونه کسانو ته په مستقیم او نامستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
په بلخ کې طالب چارواکو له پانګهوالو غوښتي، چې په نورو برخو کې هم ورته پانګونې وکړي. د دوی په خبره؛ د یادې فابریکې په جوړېدو سره به دوی د چرګانو د صنعت په برخه کې تر ډېره پر ځان بسیا شي.
طالبانو د ازبکستان د پانګهوالو په حواله لیکلي، چې دوی له افغان سوداګرو سره د مېلیونونو ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې افغانستان لا هم د "لوړ خطر" لرونکو هېوادونو په ډله کې شامل دی او د دغه هېواد پر وګړو لګول شوي سخت امنیتي محدودیتونه او څېړنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
ورته مهال، یاد وزارت د هغو هېوادونو د وګړو لپاره چې د "لوړ خطر" په ډله کې نه دي، د پناه غوښتنې پر غوښتنلیکونو ځینې لګول شوي محدودیتونه کم کړي دي.
د افغان پناهغوښتونکو پر وړاندې دغه سخت چلند او محدودیتونه هغه مهال نور هم زیات شول، کله چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې یوه افغان پناهغوښتونکي پر امریکایي ملي ګارډ برید وکړ. د رحمانالله لکڼوال په نوم دغه افغان پناهغوښتونکي په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارډ یوه غړې ووژله او بل یې ټپي کړ.
له دغې پېښې وروسته د ډونالډ ټرمپ حکومت د پناهغوښتونکو پر وړاندې پراخ اقدامات پیل کړل. په دغو اقداماتو کې د پناهغوښتنې د دوسیو د پړاوونو ځنډول، د افغان کډوالو د دوسیو بیاکتنه او د امریکایي ځواکونو د پخوانیو همکارانو لپاره د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) پر پروګرام د سختو محدودیتونو لګول شامل وو.
د کورني امنیت وزارت د څرګندونو لهمخې، د امنیتي ارزونې او څېړنې په بهیر کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. د دغه وزارت یوه ویاند ټینګار کړی، چې «د ټولو بهرنیو وګړو لپاره د امنیتي ارزونې تر ټولو لوړه کچه له کوم ځنډ پرته لا هم دوام لري».
ورته مهال، د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو ادارې اعلان کړی، چې د هغو هېوادونو د وګړو لپاره چې د "لوړ خطر" په ډله کې نه دي، د پناهغوښتنې د غوښتنلیکونو د څېړنې ځنډ لرې شوی دی. امریکایي چارواکي وايي، دغه ګام حکومت ته دا وړتیا ورکوي چې خپلې سرچینې تر ډېره د لوړ خطر لرونکو هېوادونو د وګړو پر دوسیو متمرکزې کړي.
افغانستان د مالي، نایجریا، یمن، سوریې، سومالیا او سیرالیون په څېر د هغو ۳۹ هېوادونو په نوملړ کې شامل دی چې د امریکایي چارواکو په وینا، د امنیتي ارزونو لپاره امریکا ته کافي او د باور وړ معلومات نه وړاندې کوي.
د امریکا حکومت همدارنګه خبرداری ورکړی، چې د دایمي استوګنې او تابعیت د پخوانیو غوښتنلیکونو په ارزونه کې شته نیمګړتیاوې د عامه امنیت لپاره جدي ګواښونه رامنځته کوي، ان داسې دوسیې هم منل شوې دي چې باید رد شوې وای.
د دغو پاليسيو له پلي کېدو وروسته، په امريکا کې د افغان کډوالو حالت په څرګند ډول سخت شوی دی. د ډېرو پناهغوښتونکو لپاره د ګرېن کارټ ورکول درول شوي يا لا هم نه دي تاييد شوي، يو شمېر کسان نيول شوي او د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
په همدې حال کې، د امريکايي ځواکونو زرګونه پخواني افغان همکاران او ژباړونکي په بشپړ بېبرخليکه حالت کې ژوند کوي. ډېری يې په افغانستان يا ګاونډيو هېوادونو کې له خطر سره مخ دي او لسګونه کورنۍ چې په لنډمهالو مرکزونو لکه دوحه کې د لېږد په تمه دي، اوس د اوږدمهاله نامعلوم راتلونکي سره مخ شوې دي.
د امریکا د استازو جرګې غړې سیډني کاملاګر ډوو د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې کانګرس د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په تړاو د بهرنیو اړیکو د کمېټې هغه طرحه تصویب کړه، چې د دواړو ګوندونو ملاتړ ورسره و.
د دغې طرحې لهمخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مکلف دی چې پر افغان ښځو د طالبانو لهخوا د لګول شویو محدودیتونو په اړه د سنا او استازو جرګو ته یو بشپړ او هراړخیز راپور وړاندې کړي.
دغه طرحه د روان کال د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د ډیموکرات ګوند د غړې سیډني کاملاګر ډوو لهخوا وړاندې شوه، چې د جمهوري غوښتونکو او یموکراتانو د یو شمېر نورو غړو لکه رانډي فاین، بېل هویزینګا، اموا رادواګن، ماریا سالازار او برېډ شرمن لهخوا یې هم ملاتړ وشو.
د دې طرحې لهمخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د طرحې له تصويب وروسته تر ۱۸۰ ورځو پورې يو مفصل راپور چمتو کړي، څو څرګنده شي چې ايا پر افغان ښځو د طالبانو لګول شوي بنديزونه د «بشريت پر ضد جرم» بلل کېدای شي او که نه.
سربېره پر دې، په دې طرحه کې دا هم شامل دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال شکنجه، د بشري حقونو ښکاره سرغړونې او نور غېرانساني کړنې او سزاوې د نړۍوالو کنوانسيونونو لهمخې وڅېړل شي.
د دې طرحې اساسي موخه دا ده، چې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې ورځ تر بلې زياتېدونکي محدوديتونه روښانه او په رسمي توګه وپېژندل شي، څو ډاډ ترلاسه شي چې دا ډول جنسيت پر بنسټ بنديزونه د بهرنۍ تګلارې او بشري حقونو په بحثونو کې له پامه ونه غورځول شي.
مېرمن کاملاګر د دې طرحې د تصويب د تاييد ترڅنګ، په خپله اېکسپاڼه کې له يو شمېر افغان نجونو سره خپل انځورونه خپاره کړي او ويلي يې دي: «وياړم چې دا شېبه له هغو افغان نجونو سره شريکه کړم چې په متحده ايالاتو کې د زدهکړو په لټه کې دي، هغه زدهکړې چې طالبانو ترې منع کړې دي».
د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري اژانس رییس هدایتالله هدایت د ازادې اروپا مشال راډیو د خپرونو پر بندېدو خوښي څرګنده کړې او دغه رسنۍ یې "شیطاني ځاله" بللې ده. نوموړي پر اېکسپاڼې لیکلي: «یوه لویه د مسلمانانو دوښمنه او شیطاني رسنۍ وتړل شوه».
مشال راډیو چې د خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو لپاره یې فعالیت کاوه د مارچ په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ، چې د بودجې د نشتوالي له کبله یې خپلې خپرونې وتړلې. پر افغانستان واکمن طالبان د رسنیو له ازادۍ جدي ستونزه لري او په افغانستان کې یې د مشال راډیو تر څنګ د ګڼو خصوصي رسنیو فعالیتونه بند کړي وو.
طالبانو په افغانستان کې د بیان ازادۍ فضا سخته محدوده کړې او د خبریالانو په ګډون یې په عامو خلکو باندې سخت بندیزونه لګولي دي.
اوس مهال د افغانستان دننه رسنۍ د طالبانو له لوري سانسور دي او یوازې جلا وطنه افغان رسنۍ په ازاده توګه د هېواد دننه پېښېدونکي مسایل په ازاده توګه رسنیز کولای شي.
طالبان جلا وطنه افغان رسنۍ هم تر سخت څار لاندې لري او له خلکو غواړي، چې دا رسنۍ ونهڅاري.
تازه په هلمند کې د طالبانو والي خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د افغانستان انټرنشنل ټلوېزیوني خپرونو څخه ځانونه لیرې وساتي.