روسیې د ایران د جګړې په اواري کې رول لوبونې تیاری وښود

روسیه وایي چې د ایران د شخړې د حل لپاره چمتو ده. د کریملین ویاند دمیتري پېسکوف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا هم د سیمې له مشرانو سره خبرې روانې ساتي.

روسیه وایي چې د ایران د شخړې د حل لپاره چمتو ده. د کریملین ویاند دمیتري پېسکوف د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لا هم د سیمې له مشرانو سره خبرې روانې ساتي.
پېسکوف خبریالانو ته وویل، « ولسمشر دا اړیکې روانې ساتي او که زموږ خدمات اړین وي، نو موږ له شک پرته چمتو یو چې خپله ونډه واخلو او پوځي وضعیت ژر تر ژره یو سولهییز مسیر ته واوړي».

د روسیې ټرانسپورت وزیر انډري نیکېټین ازبکستان د طالبانو سره د اړیکو پراختیا لپاره یو مهم شریک وباله. هغه زیاته کړې، چې «ازبکستان د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو په ټولنه کې زموږ شریک دی او د افغانستان سره د اړیکو په پراختیا کې هم یو مهم شریک دی».
هغه د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۲مه) په سنپترزبورګ کې یوې خبري غونډې ته وویل: «ازبکستان د خپلواکو هېوادونو د ګډو ګټو په ټولنه کې زموږ شریک دی او له افغانستان سره د اړیکو په پراختیا کې یو مهم شریک هم دی».
هغه زیاته کړه: «موږ د افغان-ټرانس دهلېز پراختیا لپاره ګډه همکاري رامنځته کوو». دغه روسي چارواکي وویل، په ازبکستان کې ډېرې پروژې روانې دي او روسیه تمه لري چې روسي شرکتونه به په دغه پروژو کې برخه واخلي.
انډري نیکیټین په ځانګړي ډول د افغان-ترانس اورګاډي (رېل پټلۍ) پروژه یاده کړه. له دې مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د افغان-ترانس د اورګاډي پروژې د امکان سنجۍ نړۍوال هوکړهلیک لاسلیک کړی و.
دغه هوکړهلیک د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ د سیمې د ترانسپورټي دهلېز چوکاټ ټاکي.
د سوریې ولسمشر احمد الشرع د سې شنبې په ورځ په بکنګهم ماڼۍ کې د برېټانیا له پاچا چارلز درېیم سره وکتل. د سوریې د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې دواړو لورو د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د دمشق او لندن ترمنځ د اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې.
د الشرع د دفتر په اعلامیه کې راغلي چې د برېټانیا پاچا د سوریې له خلکو څخه د ملاتړ او د دغه هېواد د بیا رغونې پر اړتیا ټینګار کړی دی.
دا له هغه وروسته د الشرع لومړنی رسمي سفر دی چې په ۲۰۲۴ کال کې د بشار اسد رژیم نسکور شو. هغه د دې سفر پر مهال د برېټانیا له لومړي وزیر کییر سټارمر سره هم وکتل او د سیمې پر مهمو مسایلو او دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې وکړې.
سټارمر د داعش پر وړاندې د سوریې د حکومت د اقداماتو هرکلی وکړ او د «لا نږدې همکارۍ» پر اړتیا یې ټینګار وکړ. په ځانګړې توګه د ناقانونه کډوالو د بېرته ستنولو، د سرحدونو د امنیت د پیاوړتیا او د انساني قاچاق پر ضد د مبارزې په برخو کې یې سره په همکاریو خبرې وکړې. دواړو لورو همدارنګه د ایران پر وړاندې د امریکا او اسراییل د جګړې او د هُرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه هم بحث وکړ.
برېټانیا د ۲۰۲۵ کال په جولای میاشت کې له سوریې سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته پيل کړې. دا ګام د سیاسي بدلون د ملاتړ، د اقتصادي بیارغونې د مرستې او د ناقانونه کډوالۍ د کمولو په موخه اخیستل شوی و. د ۲۰۱۱ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ، د سوریې د کورنۍ جګړې وروسته نږدې ۳۱ زره سوری وګړو په برېتانیا کې پناه واخیسته.
لندن ته له سفر مخکې، الشرع په برلین کې د جرمني له لومړي وزیر فرېدریښ مېرڅ سره وکتل. جرمني په اروپایي ټولنه کې د سوریایي کډوالو تر ټولو لویه کوربه ټولنه ده. دواړو لورو په برلین کې هوکړه وکړه چې شاوخوا ۸۰ سلنه هغه سوریان چې په دغه هېواد کې مېشت دي، د راتلونکو درېیو کلونو په ترڅ کې به خپل هېواد ته بېرته ستانه شي.
د الشرع دا اروپایي سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې سوریه هڅه کوي د کلونو انزوا وروسته خپل نړیوال دریځ پیاوړی کړي او د هېواد د بیارغونې لپاره د لوېدیځ ملاتړ تر لاسه کړي.
د روسیې دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې د اوکراين په ختیځ کې د لوهانسک سیمې بشپړ کنترول تر لاسه کړی. اوکراين لا تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښوولی.
د راپور له مخې، د لوهانسک له ۹۹ سلنې څخه زیاته برخه، چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې د خپلې سیمې په توګه اعلان کړې وه، تر ډېره وخته د روسیې تر کنترول لاندې وه.
دې ادعا ته کییف او ډیری لویدیز هېوادونه د غصب په سترګه ګوري.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، «د لویدیز پوځي ډلې واحدونو د لوهانسک د خلکو جمهوریت بشپړ ازادي ترلاسه کړه»، چې د مسکو له نظره د دې سیمې رسمي نوم دی.
رویټرز په خپلواکه توګه د جګړې د ډګر راپور نه دی تایید کړی او اوکراين لا تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښوولی.
لوهانسک د دونباس صنعتي سیمې له دوه برخو څخه یوه ده. بله برخه یې دونڅک ده.
کرملین د چارشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د اوکراين ځواکونه باید د دونڅک هغه برخه پرېږدي چې روسیه یې نه کنترولوي، څو د جګړې «تود پړاو» پای ته ورسي، خو کییف دا غوښتنه څو ځله بې معنا بللې ده.
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې ځواکونو یې د اوکراين په خارکیف سیمه کې د ورکنیا پیساریوکا کلي او د زاپوریژیا په سویل ختیځ کې د بویکوفه کلي هم تر خپل کنترول لاندې راوستي، خو رویټرزوايي، دغه رپوټونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران جګړه ښایي ډېر ژر پای ته ورسېږي، خو پر ناټو یې نیوکه کړې، چې له ډېر وخته پوهېده چې «تش کاغذي پړانګ» دی او پوتین هم په دې پوهیږي. هغه دغه راز له ناټو نه د وتلو خبرداری هم ور کړی.
ټرمپ څرګنده کړې چې له ایران سره له معاملې پرته هم جګړه په څو اونیو کې پای ته رسولی شي، خو په ورته وخت کې یې له ناټو تړون څخه د وتلو ګواښ هم کړی.
ټرمپ بریتانیایۍ ورځپاڼې ډیلي ټیلیګراف ته وویل: «زه هېڅکله له ناټو اغېزمن نه شوم. زه تل پوهېدم چې هغه یوازې کاغذي پړانګ دی او (د روسیې ولسمشر ولادیمیر) پوتین هم په دې پوهېږي.»
هغه زیاته کړې چې اوس یوازې په ناټو کې د امریکا پر غړیتوب د بیا غور کولو پړاو نه دی، بلکې په بشپړ ډول د وتلو په فکر کې دی.
ټرمپ رسنیو ته وویل: «موږ ډېر ژر د ایران له جګړې وځو، ممکن دوه اونۍ، ممکن درې اونۍ » وروسته.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پخواني لومړي وزیر عمران خان خور علیمه خان له زندانه د نوموړي او د هغه د مېرمنې بشرا بيبي د خلاصون لپاره د یاد ګوند پر غړو او پلویانو غږ کړی، چې د احتجاج لپاره سړکونو ته راووځي.
عليمه خان د سېشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، عمران خان له روغتیايي ستونزو سره مخ دی چې دې مسلې دوی سخت اندېښمن کړي دي. نوموړې ټينګار وکړ، چې د عمران خان درملنه دې په شفا نړۍوال روغتون کې ترسره شي.
هغې وويل، حکومت یوازې هغه مهال د درمنلې اجازه ورکوي کله چې دوی د ولس د احتجاجونه له امله تر فشار لاندې راشي. د هغې په وینا؛ د ګوند مشران د احتجاج کولو په اړه زړه نازړه دي.
بل لور ته تېره اونۍ د خیبرپښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدي او د پاکستان تحریک انصاف ګوند لهخوا په پېښور کې د عمران خان د خلاصون لپاره د جوړ شوي غورځنګ د غړیتوب کمپاین پیل شو.
سهیل اپریدي د دغه کمپاین په پرانیستې مراسمو کې ویلي و، چې عمران سره د لیدنې لپاره یې هره قانوني لاره غوره کړه؛ خو بیا هم ورته د ملاقات اجازه ورنهکړل شوه. د نوموړي په وینا؛ هغه اډیاله زندان ته د یو کس په توګه نه؛ بلکې د خیبر پښتونخوا د ۴۵ مېلیونه خلکو د استازي په توګه ورغلی و.