ازبکي رسنۍ: د ازبکستان سرحدي ځواکونه له افغانستان څخه د نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې

ازبکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرحدي ځواکونو د افغانستان سره په پوله کې د ۱۰کیلوګرامو نشهيي توکو، چې تریاک او چرس په کې شامل و، د قاچاق مخه نیولې ده.

ازبکي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد سرحدي ځواکونو د افغانستان سره په پوله کې د ۱۰کیلوګرامو نشهيي توکو، چې تریاک او چرس په کې شامل و، د قاچاق مخه نیولې ده.
د ازبکستان د امنیتي خدمتونو ادارې په وینا، دا قاچاق شوې محموله د سرخاندریا په ولایت کې د غیرقانوني تېرېدو پر مهال د امو سیند څخه کشف او ضبط شوې ده.
راپور زیاتوي، چې په دې قضیه کې درې کسان هم نیول شوي، چې هڅه یې کوله د موټر د تیوبونو په کارولو سره نشهيي توکي له افغانستان څخه ازبکستان ته ولېږدوي. د چارواکو په وینا، د دغو کسانو څخه شاوخوا ۲.۷کیلوګرام تریاک او له ۸کیلوګرامو څخه زیات چرس ترلاسه شوي دي. ویل کېږي چې له دغه کسان سره ژمنه شوې وه چې د هر کیلوګرام د لېږد په بدل کې به ۲۰۰ امریکایي ډالر ورکړل شي.
د ازبکستان امنیتي خدماتو ادارېویلي چې په دې قضیو کې د جنايي دوسیو د پرانیستلو سره، نیول شوي کسان په توقیف کې دي او تحقیقات روان دي.
په تېرو دوه اوونیو کې، ازبکستان د افغانستان څخه د قاچاق شویو موادو لسګونه کیلوګرامه ضبط کړي دي، چې د هېواد پر سرحدي امنیت او د نشهيي توکو پر ضد مبارزې ټینګښت ښيي.

سيبياېس نیوز راپور ورکړی، امریکايۍ خبریاله شېلي کیټلسن چې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې په عراق کې د ایران پلوه وسلهوالو له خوا تښتول شوې وه، اوس بېرته خوشې شوې ده.
د دوو عراقي دولتي سرچینو او یوې بلې باخبره سرچینې په وینا، د «کتائب حزبالله» ډلې وسلهوالو کیټلسن د هغو امریکايي خبریالانو په نوملړ کې شامله کړې وه چې د تښتونې لپاره په نښه شوي وو. نوموړې د مارچ په ۳۱مه، د سېشنبې ورځ په بغداد کې تښتول شوې وه.
د کتائب حزبالله ډلې ویاند مخکې په خپل ټیلیګرام چینل کې په یوه پیغام کې ویلي وو چې کیټلسن به په دې شرط خوشې شي چې په سملاسي توګه له عراقه ووځي. خو تر اوسه پورې د هغې د اوسېدو کره ځای تر خوشې کېدو وروسته نه دی څرګند شوی.
د دې ډلې دوو چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، اسوشیټیډپرس خبري اژانس ته ویلي چې د دې خبریالې د خوشې کېدو په بدل کې به عراقي چارواکي د دې ډلې یو شمېر نیول شوي غړي ازاد کړي.
دې ډلې مخکې له دې هم د کیټلسن یوه بېنېټې ویډیو خپره کړې وه چې په کې هغه نېغ په نېغه له کمرې سره خبرې کوي. د دې ویډیو د ثبت ځای معلوم نه دی. دا ویډیو شاوخوا دوه نیمې دقیقې اوږدوالی لري او نوموړې پکې په ګلابي جمپر او شین کوټ کې ښکاري.
د سياېناېن ټلوېزیوني شبکې د ملي امنیت شنونکي او په امریکا کې د کیټلسن ټاکل شوې اړیکې کس الکس پلېتساس مخکې سيبياېس نیوز ته ویلي وو چې د امریکا حکومت دې خبریالې ته د کتائب حزبالله له لوري د مشخص ګواښ په اړه خبرداری ورکړی و. د هغه په وینا، دا د ایران ملاتړې وسلهواله ډله د ښځینه خبریالانو د تښتولو یا حتی وژلو په لټه کې وه.
همداراز، یوه امریکايي چارواکي سيبياېس نیوز ته ویلي وو چې کیټلسن څو ځله، له هغې ډلې د تښتونې څخه یوه شپه مخکې هم، د ځان پر وړاندې د ګواښونو په اړه خبرداری ترلاسه کړی و.
د «په ژورنالېزم کې د ښځو د ایتلاف» بنسټ اېښودونکې او مشره کیران نازش هم تېره اوونۍ سيبياېس نیوز ته ویلي وو چې کیټلسن غوښتل عراق ته د خپل سفر پر مهال د یوې کورنۍ سره واوسي چې هغې ته یې ډاډ ورکړی و چې اندېښنه مه کوه او «موږ به دې خوندي وساتو». د نازش په وینا، کیټلسن هغې ته په یو پیغام کې لیکلي وو چې سپارښتنه ورته شوې وه چې دې سفر ته ولاړه نه شي، خو «هغې هماغه کار وکړ چې تل یې کاوه».
نازش زیاته کړه چې کیټلسن مخکې هم څو ځله عراق او سوریې ته سفرونه کړي او «په سختو شرایطو کې د میداني راپور ورکولو تجربه» لري. نوموړې دا مهال په روم کې اوسیږي او یو مهال یې په استانبول کې هم وخت تېر کړی دی.
د عوامي نشنل ګوند مشر، اېمل ولي خان، ويلي چې خېبرپښتونخوا کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي او د ترهګرۍ پېښې په تکراري ډول ترسره کېږي. هغه زیاته کړي، چې د دغه پېښو پړه بېځایه پر افغانستان ورتپل کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې، چې تېره شپه په سوات کې د دغه ګوند د يو مشر، ايوب خان اشاړي په کور وسله وال بريد وشو.
اېمل ولي خان ويلي، د ایالت دننه د ترهګرو د ازاد تګ راتګ پر وړاندې چوپتیا د اندېښنې وړ ده او له هرې پېښې وروسته یې پړه پر افغانستان اچول بې ځایه ده. هغه د پوښتنې په ډول ویلي چې ولې مرکزي او د خېبرپښتونخوا حکومت او امنیتي ادارې د دې ستونزې د حل لپاره جدي اقدام نه کوي.
نوموړي زیاته کړې، ولس غواړي پوه شي چې د «ښه» او «بد» وسله والو ترمنځ د توپیر ساتل د امنیت لپاره ستونزمنه پایله لري. هغه په اشارې سره ویلي، په سیمه کې د منځګړیتوب او سولې ادعاوې کوونکي باید لومړی په خپل کور کې اور مړ کړي.
هغه ټینګار کړی چې تر څو دولت د داخلي امنیت لپاره واضح او پرېکنده پالیسۍ ونه لري، د خېبرپښتونخوا امنیت به د دوامداره پرمختګ وړ نه وي.
په خېبرپښتونخوا کې د اوږدې مودې راهیسې ناامني دوام لري، او مرکزي او ایالتي حکومتونه د امنیت ټینګ ساتلو او د ترهګرو پرضد عملیاتو ادعاوې کوي، خو د عوامي نشنل ګوند مشر په وینا، عمل باید د ادعاوو سره سم وي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سهشنبه د (وري ۱۸مه) خبر ورکړی چې په تېره میاشت کې له ۸۳زره او ۷۴۷تنو بېځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو سره مرستې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو مرستو ارزښت څه باندې ۳۴۴میلیونه افغانیو ته رسېږي.
د طالبانو د یاد وزارت په وینا، په دغو مرستو کې نغدې پیسې، خوراکي توکي، جامې او نور اړین توکي شامل وو چې په بېلابېلو ولایتونو کې د دوی د اړوند ریاستونو په همغږۍ د همکاریو موسساتو له لوري وېشل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د مرستو دا بهیر د پلازمېنې کابل په ګډون پروان، کاپیسا، ننګرهار، لغمان، کونړ، خوست، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، بادغیس، نیمروز، بلخ، سرپل، جوزجان، فاریاب، کندوز او تخار ولایتونو کې ترسره شوی دی.
طالبان داسې مهال د دغو مرستو خبر ورکوي چې افغانستان له سخت طبیعي او بشري ناورین سره مخ دی. د بارانونو، سېلابونو او طبیعي افتونو له کبله هم تازه د هېواد په ګوډ ګوډ کې خلک اغیزمن شوي او ان د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسي نه لري. مرستندویه سازمانونو ویلي، چې وروستيو طبیعي افتونو په افغانستان کې بشري ناورین لا پسې پراخ کړی دی او د خلکو د اړتیاوو مطابق کافي مرستې هم نشته.
د طالبانو په واکمنېدو سره له هېواده ډېری بهرنۍ موسسې ووتې چې ورسره د بشري مرستو کچه هم په بې سارې توګه راکمه شوه. همدا راز د بهرنیو ادارو په وتلو سره د بېکارۍ، لوږې او فقر کچه هم خپل اوج ته رسېدلې ده. ملګرو ملتونو د نړۍ پر هېوادونو او مرستندویه سازمانونو غږ کړی چې په دغه سخت وضعیت کې دې د اړمنو افغانانو لاسنېوی وکړي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزي ویلي، هغه سلوک چې پاکستان د افغانانو په وړاندې کوي، دایمي دښمني رامنځته کوي او د بربادۍ لار ده.
هغه د پاکستان په پارلمان کې د وینا پرمهال زیاته کړه، افغانستان تل د پاکستان اتحادی پاتې شوی او په راتلونکي کې به هم وي. هغه څرګنده کړه چې د افغانستان سره د لارو د بندیز له امله د پنجاب بزګرانوسخت تاوانونه ګاللي، خپل فصلونه او څاروي یې له لاسه ورکړي او مالي زیانونه ورته اوښتي دي.
اڅکزي وویل، د لارو د بندیز اغېز یوازې پنجاب پورې محدود نه دی، بلکې خېبرپښتونخوا او بلوچستان هم ډېر اغېزمن شوي دي، او که لارې پرانستې وای، دواړه ایالتونو به ځان په ښه توګه ساتلي وای.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان سره باید روغې اړيکې ټینګې شي، ځکه افغانان دلته زېږېدلي، زده کړې یې کړي، او په ټولنه کې برخه لري. نوموړي همدارنګه یادونه وکړه چې په زرګونو پاکستانيو ښځو د افغانانو سره ودونه کړي، او په لسګونو افغانې مېرمنې د له پاکستاني وګړو سره ودونه کړی دی، او د دې ګډوډۍ د مخنیوي لپاره باید قانون جوړ شي.
اڅکزي پای کې په پارلمان کې غوښتنه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي، کلتوري او بشري اړیکو لپاره باید واضح او مؤثره پالیسي وضع شي.
جاپان او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو این ډي پي) اعلان کړی، چې په افغانستان کې د هغو زیانمنو ټولنو لپاره د بدیل معیشت پروګرام پیلوي چې د اقلیمي بدلونونو له اغېزو او د کوکنارو بندیز له کبله د اقتصادي سقوط سره مخ شوي دي.
دا پروژه چې د جاپان دولت له خوا تمویلېږي، هڅه کوي تر څو زیانمن افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او هغه کورنۍ چې مشري یې ښځې کوي، د دوامدارو کاري فرصتونو پر لور د بدلون په بهیر کې یې ملاتړ وکړي. دغه پروګرام به تولیدي بنسټونو ته د لاسرسي د پراخولو، د ارزښتي ځنځیرونو د پیاوړتیا او د ښځو تر مدیریت لاندې کاروبارونو د ملاتړ له لارې عملي شي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې په خبرپاڼه کې زیاته شوې، دا پروګرام د ناقانونه اقتصادونو او منفي کاروباري لارو پر ځای د باوري او دوامدارو بدیلو لارو چارو په چمتو کولو سره هڅه کوي په هغو لوړ ګواښ لرونکو ټولنو کې ثبات رامنځته کړي چې له چټکو اقتصادي او نفوسي بدلونونو سره مخ دي.
د دې پروژې ټولیزه بودجه ۲ میلیونه او ۳۵۳ زره او ۳۳۳ امریکايي ډالر ښودل شوې ده، او ټاکل شوې ده چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ له میاشتې څخه تر ۲۰۲۷ کال د مارچ پورې د بلخ او نیمروز په ولایتونو کې پلي شي. دا هغه ولایتونه دي چې د معیشت د بېثباتۍ، د خوړو د ناامنۍ او د بېرته راستنېدونکو له فشار څخه ډېر زیانمن شوي دي.
خبرپاڼه وایي، د دې پروګرام اساسي تمرکز به د ټولنو په کچه د تولیدي بنسټونو پر جوړولو او بیا رغولو وي، چې پکې د اوبو لګولو سیستمونه، د اوبو د مدیریت تأسیسات او د بازار شتمنۍ شاملې دي. همدارنګه، د ځایي تولیدي وړتیاوو پیاوړتیا، بازارونو ته د لاسرسي ښه کول، او ښځو، ځوانانو، بېرته راستنېدونکو او نورو زیانمنو ډلو ته هدفمند معیشتي ملاتړ برابرول د دې پروژې نور مهم اهداف دي. دا طرحه به د کوربه ټولنو او بېرته راستنېدونکو د ګډو اقتصادي فعالیتونو له لارې ټولنیز یووالی هم پیاوړی کړي.
په افغانستان کې د جاپان سفیر کنیچي ماساموتو په دې اړه وویل: «د جاپان دولت لا هم د افغانستان د اقتصادي ودې ملاتړ ته ژمن دی، په ځانګړي ډول د ښځو او زیانمنو ټولنو لپاره. دا پروژه زموږ پر پخوانیو مرستو ولاړه ده او اړین کاروباري فرصتونه به برابر کړي».
همدارنګه، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام استازي، سټیفن رودریګز هم وویل: «دا پروژه د یو این ډي پي او جاپان ترمنځ د اوږدمهاله همکارۍ نوی پړاو دی چې لا هم د افغانستان خلکو ته عملي ګټې رسوي. په داسې وخت کې چې افغانستان له اقتصادي، ټولنیزو او چاپېریالي بحرانونو سره هممهاله مخ دی، د جاپان دا ملاتړ ډېر مهم دی او زیانمنو ټولنو ته هیله وربخښي».