• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په میدان وردګ کې خبرداری ورکړی چې د مرغانو ښکار کوونکي به قانوني چلند سره مخ شي

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۵ GMT+۱

په میدان وردګ کې طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د مرغانو له هر ډول ښکار، ځورونې او له‌منځه وړلو څخه ډډه وکړي. د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، چې له سرغړوونکو سره به سخت قانوني چلند وشي.

په میدان وردګ کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خلکو غوښتنه کړې: «د مهاجرو مرغانو د تېرېدو په موسم کې له هر ډول ښکار، ځورونې او له‌منځه وړلو څخه په جدي توګه ډډه وکړئ.»

طالبانو ویلي، چې مرغان د چاپېریال د ښکلا او طبیعي نظامونو په ساتنه کې مهم رول لري او ساتنه یې د ټولو مسوولیت یاد کړی.

د طالبانو د رییس الوزرا د ۱۱۴ ګنې فرمان له‌مخي، په ټول هېواد کې د مرغانو پر ښکار او قاچاق بنديز لګول شوی.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

له اس څخه د مخه د ګاډۍ تړل

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۵۸ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل

په ژوند، زده‌کړو، اقتصاد او سیاست کې هر پرمختګ په تدریجي ډول رامنځته کېږي، نه په بیړه او زور.خو په افغانستان کې ځینې ډلې د «اس نه مخکې د ګاډۍ تړلو» تېروتنه کوي، یعنې بې له واضح پلان، امکاناتو او ملي ملاتړ څخه د جګړې او قدرت نیولو هڅه کوي.

د ژوند په ټولو برخو کې تدریجي پرمختګ او تکامل رول لري او هر څه په تدریجي توګه تر سره کیږي. ماشوم په تدریجي توګه پیدا کیږي، خړپوسې کوي، بیا ګرځي او لویږي. منډې وهي او همداسې ښوونځي ته ځي او بیا درسونه تکمیلوي او ستر سړی ترې جوړيږي. د پیداېښت سره سمدستي یو ماشوم نه ستر سړی کیږي او نه ترې د ستر سړي توقع پکار ده.

د زده‌کړو دوره هم له کوچنیوالي او وړکتون نه پیلیږي او په تدریجي توګه یو ماشوم خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي. په لومړۍ ورځ د ښوونځې د یوه زده‌کوونکي نه د ژبې، ماسترۍ یا ډوکتورا تمه څوک نه‌کوي او نه یو دم څوک د ډوکتورا سند ترلاسه کولې شي؛ بلکې په تدریجي توګه زده‌کړې ترسره کېږي.
یو کروندګر ځمکه د کښت لپاره چمتو کوي او بیا هلته غنم یا نور کرنیز توکې کري. د کښت پالنه کوي او باالاخره تر اتو میاشتو وروسته غنم لویېږي، پخېږي او رېبل کېږي. ټول حبوبات او مېوه‌جات همداسې په تدریجي توګه ترلاسه کېږي.
د یو شاعر او لیکوال لیکنې هم د اولې ورځې نه یا اولنې لیکنې او شعرونه سم نه‌وي او په تدریجي توګه د هرچا شعرونه او لیکنې ښې کېږي. که لیکوالان او شاعران خپلو لومړنیو لیکنو او شعرونو ته بیا نظر واچوي، خامخا به ډېرې زیاتې تېروتنې او نیمګړتیاوې د متن د منځپانګې، پیغام، املا او انشا له نظره په خپلو پخوانیو لیکنو کې ولري. نو ځکه وایي، چې د مور له خېټې نه څوک عالم او لیکوال نه پیدا کېږي.
په اقتصادي تشبث کې هم د لاټرۍ ټېکټ وتلو پرته یو دم څوک مېلیونر کېدای نه‌شي؛ بلکې هر کارو بار او سوداګري د ابتدایي حالت نه پیلېږي او بیا ورو، ورو وده او پرمختګ کوي.
د یوه هېواد پرمختګ او ترقي هم په یو کال او لسو کلونو کې نه محسوسېږي او نه هم امکان لري؛ بلکې د یوه هېواد ټول سیاسي، اقتصادي او امنیتي موسسات په تدریجي توګه منظم کېږي، وده کوي او اعتبار پیدا کوي.
ټولنیز عدالت هم په یوه ټولنه کې یو دم وده نه‌کوي؛ بلکې د دولتي موسساتو له پیاوړتیا سره ټولنیز عدالت رامنځته کېږي. د ځنګل د قانون نه انسانان راوځي او د مدني قوانینو تابع کېږي.
ولسواکي هم په یو دم نه رامنځته کېږي؛ بلکې د قانون په موجودیت کې په تدریجي توګه وده کوي. هغه مشهوره وینا ده، چې لومړۍ د ولسواکې لپاره په ولسواکۍ باوري کسانو حضور مهم دی.
الله ځمکې او اسمانونه په شپږو ورځو کې پیدا کړي دي. په یوه ورځ یې نه‌دي پیدا کړي؛ ځکه د نړۍ کارونه په تدریجي توګه ترسره کېږي.
په پورته ډول ما د تدریجي پرمختګ او تکامل د یو څو بېلګو یادونه وکړه. له پورته بېلګو د یادې لیکنې موخه دا ده، چې انګلیسي ژبه کې مشهوره متل دی وایي چې ګاډۍ د اس نه مخکې څوک اس نه تړي او که وتړل شي؛ نو کار نه ورکوي.
له بده مرغه، د افغانستان په نامه پوه، روښانفکره، سیاسي او مدني مبارزین غواړي، چې د افغانستان ګاډۍ د اس نه مخکې وتړي. د منازعاتو حل خپلې مرحلې لري؛ ترڅو دومداره سوله رامنځته شي. د ټولو شخړو او مسایلو د حل لپاره په تدریجي توګه زمینه مساعدېږي.
دا چې ځینې د جګړې نغارې ډنګوي او وایي، چې طالبان یوازې زور پېژني او ټول طالبان باید ووژل شي او واک ترې په زور باید ونیول شي، که د دغه ځوانانو نه پوښتنې وکړئ، چې د جګړې لپاره به ستا عقبه، امکانات او تر جګړې نه وروسته د حکومتولۍ لپاره عملي تګلاره څه وي؟ ځواب دا دی. نه یې انګیزه او روایت معلوم دی، نه منل شوې سیاسي رهبري شته، نه د جنګ امکانات او نه د جنګ عقبه معلومه ده.
ځینې وایي که د پاکستان په شمول، هر څوک د دوی سره مرسته وکړي، دوی حاضر دي چې د طالبانو په وړاندې وجنګیږي. هدف د طالبانو سره جنګ او قدرت نیول دي او که هدف په افغانستان کې ثبات راوستل، خلکو ارامي او د نیابتي رقابتونو او جګړو مخنیوې دی؟ که هدف یوازې جنګ او قدرت نیول وي، طالبانو، مجاهدینو، جمهورتیانو، خلقیانو او پرچمیانو همدا کار وکړ، څه ګټه یې افغانستان ته ورسیدله؟ همدغه کسانو خو طالبان د پاکستان ګوډا ګیان معرفي کول خو نن بیا د طالبانو په عوض دوی د پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ګوډاګیتوب ته په اډو کې د کرایه لپاره ولاړ دي نو بیا د دوی او طالبانو فرق په څه کې دی؟ دوی هم د طالبانو غوندې مخکې ازمایل شویدي او تقریبا دوه ځله یې قدرت ونیوه خو بیا هم یې د افغانستان د جنګونو او ګډوډې ته زمینه مساعده کړله.
ځینې خو لا یوه ورځ د جنګ په جبهه کې نه ده تیره کړې، د جنګ د زوره خبر نه دي او د پردو د زامنو د وژلو لپاره هسې په مرکو اوسپیسونو کې ډوزې ولې. حتی که هغه کسانو چې په جنګ کې برخه درلوده، که ترې پوښتنه وشي، د تاسي سره خو امکانات، د ولس او نړیوالو مرسته هم وه، نو ولې مو ماتې وخوړه او جنګ مو ونه کړ؟ بیا درته وایي چې امریکا خپل حمایت قطع کړ نو ځکه مو جنګ ونه کړې شو یا زما غوندې کسان درته وایي چې دا سیاسي شکست و نه نظامي؟ د سیاسي شکست سره زه هم موافق یم، خو که اوس درسره نه د امریکا ملاتړ شته، نه سیاسي انسجام لرې، نه درسره ولس ولاړ دی، نه درسره د افغانستان جغرافیه شته، نه د جنګ امکانات لري، نو څنګه جنګ ته دوام ورکولې شې؟
که ورته ووایي چې جنګ د مسایلو د حل لار نه ده او په خاصه توګه هغه جنګ چې یوه خوا هم دومره قوت ونه لري چې مقابل لورۍ محوه کړي، نو بیا یوازنې لار د خبرو ده، یعنې کله چې جګړه یا جنګ د Stalemate حالت ته چې یوه خوا هم ګټونکې نه وي، ورسیږي، بیا د خبرو لپاره زمنیه مساعدیږي. دا جنګې ډوزماران بیا درته وایي چې جمهوریت ولې د طالبانو په وړاندې جنګ کاوه؟ اول خو جمهوریت د طالبانو په وړاندې جنګ نه کاوه بلکې طالبانو د جمهوریت په وړاندې جنګ کاوه. جمهوریت یو نظام و. د افغانستان د ملي منافعو او تمامیت ارضي نه د دفاع حق درلود. طالبان یوه جنګي ډله وه چې مرکزونه یې په پېښور او کویټه کې و. بیا درته وایي چې تاسي طالبان نه پیژنې. طالبان هر څوک ډیر ښه پیژني چې د اسلام نه یې تعبیر غلط دی، اساسي قانون یا لویه جرګه نه مني، د تعلیم مخالف دي او همدا علت دی چې تر اوسه ملي او نړیوال مشروعیت یې په تیرو پنځو کلونو کې حاصل نه کړې شو.
خبره د طالبانو د پیژندلو او نه پیژندلو نه ده بلکې خبره دا ده دوی خپله ټولنه نه پیژني. همدې تنکي ماشومانو یا ژڼو، د جمهوریت مشرانو ته غلطې مشورې ورکولې، سین یې ورته ښوروا او غرونه یې ورته غوښې کول چې جمهوریت یې ناکام کړ.
اصلي مسله دا ده چې افغانستان بیا د نیابتي جګړو مرکز نشي، طالب او ټول افغانان په افغانستان کې د قانون په چوکاټ کې څنګه سره ژوند وکړي؟ که دا حالت رامنځته نشي، نه طالبان دوام کولې شي او نه په افغانستان کې ثبات رامنځته کیدلې شي بلکې یوه بله افراطي ډله به رامنځته کیږي.
د تیر تاریخ، تجربو او نیمګړتیاو نه باید ټول افغانان د طالبانو په شمول عبرت واخلي چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست دوام کولې نشي او نه م زر ما ټوله زما کیدلې شي. که لویه جرګه یا ټاکنې تر سره شي او خلک طالبان وغواړي، که څوک په ولسواکۍ باور لري، نو بیا باید د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني ځکه ولس به همدا حالت غواړي. تر څو چې ولس یو نظام او حکومت تاید نه کړي، تر هغې پورې ټولې جنګي او سیاسي ډلې او حاکم نظام ولسي مشروعیت نه لري. د غیر مشروع حاکمیت او غیر مشروع جنګي ډلو تر منځ جنګ د افغانستان په ګټه نه دی.
دویمه مسله دا وه چې طالبانو که په هر دلیل پخوا جنګ کاوه، افغانان و. جنګ کې، دواړو خواته تلفات رسیدل. جمهوریت د طالبانو سره ځکه د سولې خبرې پیل کړلې چې جنګ ختم شي. د جنګ په دوام کې په افغانستان کې ثبات، پرمختګ او هم د ګاونډیانو او نړیوالو د مداخلو نه افغانستان خلاصیدلې نشو. که تلفات د هرې خوانه و، د کونډو او یتمانو بوج او فشار په خلکو او حکومتونو و.
پدیتوګه، د خلقیانو، مجاهدینو، طالبانو او جمهوریت د ټولو دورو کونډې او یتیمان د افغانانو په کورنیو او حکومتونو بوج و او دی. ته یو یتم یا کونډې ته نشې ویلې چې ته په کوم نظام او سیستم کې یتم او کونډه شوې یې؟ په هر نظام کې چې کونډه او یتمان پاتې شویدي، باید پالینه یې وشي. په جمهوریت کې د تیرو ټولو رژیمونو کونډو او یتمانو ته تر یوه حده رسیدګي کیدله.
په دې دلایلو، جنګ د مسایلو د لارې حل نه دی. تر څو چې جنګ وي، د سیمې هیوادونه او د نړۍ نور هیوادونه به د افغانستان په مسایلو کې مداخله کوي او افغانستان به وروسته پاتې هیواد وي.
دا چې د سولې خبرې کامیابې نشولې، هغه جدا بحث دی. د جمهوریت مهم مشران که په حکومت کې و او که د حکومت نه بهر، د سولې په خبرو کې برخه درلوده. په مسکو، قطر او نورو هیوادونو کې د طالبانو سره د خبرو لپاره په کنفرانسونو کې برخه اخستله. هغوي چې نن ځآنونو ته د طالبانو مخالفین وایي او جنګ د مسایلو د حل لار ګڼي، نو بیا ولې دوی د طالبانو سره په خبرو کې برخه درلوده او یا د طالبانو سره یې تماسونه درلودل.
د خلق دیموکراتیک حکومت په وخت کې هم د مجاهدینو سره د سولې خبرې روانې وې ځکه چې مجاهدین هم افغانان و او د افغانانو سره خبرې کومه مسله نه وه. دا چې هغه خبرې هم کامیابې نشولې، بیلابیل دلایل یې درلودل چې تاریخ ثبت کړیدي.
ولې د طالبانو حاکمیت مشروعیت پیدا کولې نشي، او د طالبانو د مخالفینو مدني، سیاسي او جنګي هلې ځلې نتیجه نه ورکوي ځکه چې دواړه خواو خپل اسونه د ګاډۍ نه د مخه تړلي دي او د ګادۍ مخې ته د اسونو تړل کار نه ورکوي.
افغانان په عموم کې اول باید په خپلو فکرونو کې مثبت تغیر راولي چې د دوی هدف څه دی؟ ایا د تیر تاریخ، نیمګړتیاو او ناکامیو نه ټولو عبرت اخستلې دی که نه؟
که هدف په افغانستان کې ثبات، د خلکو ارامي او یو قانوني نظام رامنځته کیدل وي چې ټول افغانان د قانون په چوکاټ کې د جنګ او جګړې نه په غیر، په ګډه سره ژوند، کار او سیاست وکړي، بیا خبره اسانه ده چې د حل لارې چارې ولټول شي. که هدف یوازې د طالبانو غوندې په جبر او زور د قدرت ساتل او د هغه مخالفینو چې په جنګ باور لري، یوازې هدف د قدرت نیول وي، دواړه حالته نتیجه نه ورکوي. پایله به د افغانستان او افغانانو لپاره او هم د دوی دواړو خواو لپاره ناکامي وي.
فکر کوم چې د افغانستان اکثریت ولس د جنګ مخالف دی. نه طالبان ټول ملت نفې کولې شي او نه مخالفین طالبان نفې کولې شي. که خبره د ظلم او عدالت شي، بیا د ځینو مخالفینو لاسونه په ظلم، فساد، د پردو په غلامې، او غلاو کې د بل هرچا نه زیات تور دي.
اصلی خبره دا ده چې په خیالي شعارونو لکه طالبان چې وایي دنیا یې ماته کړې او د الله په زور یې قدرت نیولې، او یا مخالفین او د پخواینو جهادي، خلقي او د جمهوریت د رژیمونو بقایا چې په کراتو ازمایل شوي، د افغانستان لپاره د خدمت مصدر نشي ګرځیدلې اونه دوی په افغانستان کې ثبات رامنځته کولې شي تر څو د نظام د مشروعیت لپاره د ولس په خوښه زمینه مساعده نشي. د ملي مشروعیت سره، نړیوال مشروعیت پخپله رامنځته کیږي او افغانستان د انزوا د حالت نه وځي.
پدیتوګه ټولې خواو چې خپل اسونه د ګاډیو نه مخکې تړلي دي، هغه باید ایله کړي او هغه د خپلو ګاډیو مخې ته وتړي،‌ تر څو په افغانستان کې ثبات رامنځته شي او افغانستان بیا د نیابتي جګړو او رقابتونو مرکز نشي‌. په اوسنې شرایطو، که افغانان په داخل او بهر کې د خپل هیواد او خلکو خپل غم پخپله ونخوري، نو نه ګاونډیان د افغانستان لپاره ښه نیت لري او نه دنیا د افغانستان لپاره وزګاره ده چې د افغانستان په مسایلو کې سیاسي، اقتصادي او یا پوځې پانګونه وکړي.

په برېټانیا کې د پخواني افغان پوځ یو افسر د سختو ټپونو له امله په روغتون کې بستر شو

۱۸ وری ۱۴۰۵ - ۷ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۰۶ GMT+۱

د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د ځانګړو ځواکونو یو پخوانی افسر نور عزیز احمدزی د برېټانیا د اورګاډي په یوه تمځای کې تر برید لاندې راغلی او د مغزو د سختو ټپونو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی. د راپورونو له مخې، د هغه روغتیایي وضعیت لا هم نازک دی.

د برېټانیايي رسنیو د خبر له مخې، احمدزی د پنجشنبې په ماښام د وري میاشتې په ۷مه نېټه، هغه مهال ټپي شو چې د اورګاډي په یو تمځای کې یې د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله. د برېټانیا د ترانسپورټ پولیس وایي، هغه له نامعلومو کسانو سره تر لفظي شخړې او فزیکي نښتې وروسته پر ځمکه ولوېد او حالت یې خراب شو.

د دې پېښې په تړاو، دوه ۱۷ کلنې نجونې د پېښې په ځای کې ونیول شوې، خو وروسته د ضمانت په بدل کې خوشې شوې دي او د پولیسو پلټنې لا هم روانې دي. راپورونه ښيي چې احمدزی د مغزو له سختو ټپونو سره مخ شوی دی.

ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې د اوږدمهاله زیانونو بشپړه کچه ښایي تر شپږو میاشتو پورې وخت ونیسي تر څو روښانه شي.

احمدزي پخوا د افغانستان په وسله‌والو ځواکونو کې دنده ترسره کړې ده. هغه لومړی د افغانستان له ځانګړو پولیسو سره یوځای شو، وروسته یې د برېټانوي ځواکونو لپاره د ژباړن په توګه کار وکړ او بیا د افغانستان د پوځ له ځانګړو ځواکونو سره ملګری شو.

هغه د دوو نیمو کلونو لپاره د برېټانیا په سنډهرسټ پوځي اکاډمۍ کې زده کړې وکړې او په پای کې د ترهګرۍ ضد یوې ځانګړې قطعې د قومندان مرستیال وټاکل شو.

هغه مهال چې په کابل کې و، د ۱۳۹۶ کال د مرغومي میاشتې په لړ کې د انټرکانټیننټل هوټل باندې د برید او د ۱۳۹۹ کال د غویي میاشتې کې پر یوه نسایي روغتون برید په څېر پېښو کې له لومړنیو ځواکونو څخه و چې د پېښې ځای ته واستول شو.

احمدزی له افغانستان څخه تر وتلو وروسته په برېټانیا کې مېشت شو او د اورګاډي په تمځای کې یې د ساتونکي په توګه کار کاوه. د احمدزي د کورنۍ یو ملګري د هغه لپاره د مالي مرستو د راټولولو یوه پاڼه جوړه کړې ده، چې د دوشنبې تر ماښام، د وري ۱۷مې نېټې پورې، له ۱۰ زرو پونډو څخه زیاتې مرستې ورسره شوې دي.

ملګري ملتونه: پر ډیورنډ کرښه د جګړو له امله ۹۴زره افغانان بې ځایه شوي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۱

د بشري چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمشني مرستیال او د بېړنيو مرستو همغږي کوونکي ټام فلېچر، د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د څو بشري ناورينونو د سختېدو خبر ورکړی او د افغانستان وضعيت يې د جدي اندېښنو په کتار کې یاد کړی دی.

د راپور له مخې، په افغانستان کې پر ډیورنډ کرښه د تاوتريخوالي او نښتو له کبله شاوخوا ۹۴ زره کسان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي. هممهاله، د هېواد له ۳۴ ولايتونو څخه په ۳۱ ولايتونو کې پراخو سېلابونو لږ تر لږه ۷۱ کسان مړه کړي او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي. فلېچر وایي، دې طبیعي پېښو د زرګونو زيانمنو کورنيو بشري وضعيت لا پسې خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي چارواکي ټينګار کړی چې د افغانستان ناورین د نړۍ د نورو ناورينونو تر څنګ بېړنۍ پاملرنې او همغږو نړيوالو اقداماتو ته اړتيا لري.

په همدې حال کې، په سوډان کې د نيل ابي په ايالت کې تاوتريخوالی زيات شوی او په نيل سپين کې د بې‌پيلوټه الوتکو بريدونه راپورونه ورکړل شوي دي. همدارنګه، د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت کې د ايتوري او شمالي کيوو په سيمو کې د نښتو له امله لږ تر لږه ۴۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ زره کسان بې‌ځايه شوي دي.

سربېره پر دې، په موزمبيق کې د سختو بارانونو وروسته د ۵۰۰ کورنيو د لېږد لپاره له حکومت سره ګډ ماموريت روان دی. په اوکراين کې هم وروستيو بريدونو د ۴۲ ملکي وګړو د مرګ او د سلګونو نورو د ټپي کېدو لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په دې پيغام کې ټينګار کړی چې دا حالتونه يوازې يو واحد بحران نه ښيي، بلکې د نړۍ په کچه د يو مهال څو ناورينونه دي چې د بشري مرستو پر سرچينو يې بې‌ساری فشار راوستی دی.

ټام فلېچر په پای کې خبرداری ورکړی: «دا يوازې يو بحران نه دی؛ بلکې څو بحرانونه دي چې په يو وخت کې روان دي».

هدایت‌الله کامه‌وال د هنډبال اسیايي فدراسیون د کمېسیون غړی وټاکل شو

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۶ GMT+۱

د افغانستان د هنډبال د ملي فدراسیون مشر هدایت الله کاموال د هنډبال اسیايي فدراسیون د کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو.

کامه‌وال رسنیو ته ویلي چې تازه یې دا رسمي موقف د افغانستان د استازیتوب په توګه د اسیايي فدراسیون له خوا ترلاسه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د هنډبال ملي ټیم په راتلونکو اوونیو کې د بهرنیو سیالیو په ترڅ کې په بنګله‌دیش کې په لوبو کې برخه اخلي.

د افغان هنډبال د فدراسیون مسؤلین وایي چې د کمېسیون په نوې غړیتوب سره به د افغانستان هنډبال په سیمه‌ییزو او نړیوالو سیالیو کې لا پیاوړی شي.

ملګرو ملتونو د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې د سختو ورښتونو خبرداری ورکړی

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي، چې په افغانستان کې پراخ بارانونه دوام لري او ښايي مرکزي، ختیځ او سوېل ختیځې سیمې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې له سختو ورښتونو سره مخ شي.

دغه ادارې د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې که څه هم بارانونه د کرنیزو حاصلاتو لپاره ګټور دي، خو شدید ورښتونه کولی شي په ښاري او کلیوالي سیمو کې د سېلابونو ګواښزیات کړي او کروندې، زیربناوې او د خلکو د ژوند سرچینې زیانمنې کړي.

د ایف ای او په وینا، له معمول څخه ټیټې تودوخې او په لوړو سیمو کې د صفر درجې څخه ښکته وضعیت د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ لپاره ستونزې زیاتوي. همدارنګه، د هېواد په ځینو شمال ختیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د حاصلاتو د کنګل کېدو خطر هم شته.

بل لور ته، د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پوهنې ادارې هم ویلي چې په ۳۲ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو احتمال شته. د دې وړاندوینې له مخې، د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۱۸) به د فراه او نیمروز پرته په نورو ټولو ولایتونو کې باران وشي.

یادې ادارې د ۵۰تر ۸۵کیلومتره په ساعت چټکو بادونو، په سړو او غرنیو سیمو کې د واورې ورېدو او د ۱۰تر ۶۵میلی‌متره پورې د ورښت اټکل هم کړی دی.

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په دې موده کې ۹۹کسان مړه او ۱۵۴نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، ۹۵۵کورونه په بشپړه توګه او نږدې څلور زره نور په نسبي ډول ویجاړ شوي او سېلابونو سلګونه کیلومتره سړکونه او کرنیزې ځمکې هم له منځه وړي دي.