طالبانو په خوست کې یوه ښځه په عام محضر کې په دُرو وهلې

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په خوست ولایت کې یې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلې ده.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې په خوست ولایت کې یې یوه ښځه «له کوره د تېښتې» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلې ده.
یادې محکمې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د خوست ولایت د علشېرو ولسوالۍ ابتدایه محکمې د پرېکړې پر بنسټ، یادې ښځې ته د چهارشنبې په ورځ سزا ورکړل شوه.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د علشېرو ولسوالۍ ابتدایه محکمې دغه ښځه په دوه کاله بند او ۳۹دُرو محکومه کړې وه. ویل شوي چې دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې له تایید وروسته عملي شوې ده.
بل خوا د بشري حقونو بنسټونه وايي، دغه ډول سزاوې له نړۍوالو قوانینو او بنسټیزو بشري حقونو سره په ټکر کې دي او په هېواد کې یې د وېرې فضا خوره کړې ده. ملګرو ملتونو، د بشري حقونو څار سازمان او د بښنې نړۍوال سازمان په وار - وار له طالبانو غوښتي، چې دغه ډول سزاوې ودروي.
د یادولو ده، چې افغانستان د شکنجې پر ضد د کنوانسیون او د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق غړی دی چې دواړه بدني سزاګانې منع کوي. طالبان بیا دغه چاره د «شریعت» تطبیق بولي.

پخوانۍ سناتورې راحله دوستم د کابل پوهنتون د یوه ازبک محصل د ویډیو په خپرولو سره ویلي، د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر یاد محصل د ازبکي خولۍ په سر کولو له امله توهین کړی دی. یاد محصل هم په خپله ویډیو کې وايي، د همدې خولۍ په سر کولو له امله رټل شوی او ان په څپېړه هم وهلی شوی دی.
ازبکي خولۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو خولۍ ته ورته ده او د افغانستان د ازبکانو په منځ کې د «سرپلي» خولۍ په نوم مشهوره ده.
دغه محصل چې هبتالله یعقوب اوغلو نومېږي په خپله ویډیو کې زیاتوي، د طالبانو له سپارښتنې وروسته چې ویلي یې وو، هر محصل باید خولۍ او یا هم لونګۍ پر سر ولري، نو د خپل قوم سره خولۍ یا سرپلي خولۍ یې په سر کړې وه او د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د کابل پوهنتون د پاک کولو په اشر کې د ګډون پر مهال د طالبانو له لوړو زدهکړو له وزیر سره مخ شوی او هغه د همدې خولۍ د په سر کولو له امله رټلی، سپکاوی یې کړی او ان په څپېړه یې وهلی دی.
له دې سره سم، پخوانۍ سناتورې راحلې دوستم د راحلې دوستم د چهارشنبې په ماخوستن (د وري ۱۹مه) د همدغه محصل د ویډیو په خپرولو سره د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر د یاد چلند په تړاو خواشیني څرګنده کړې او د ازبکۍ خولۍ د په سر کولو له امله د یوه محصل سپکاوی یوه «شرمناکه» مساله او د نهمنلو وړ یې بللی ده.
هغې ویلي: «په افغانستان کې کلتوري ارزښتونو او د اقوامو تنوع ته درناوی، د ملي پیوستون او یووالي د پیاوړتیا بنسټیز عامل دی، خو له بده مرغه دا ډول چلندونه، د دې مهم اصل برعکس، د اوسنیو واکمنانو پر کړنو یوه د اندېښنې وړ داغ پر ځای پرېږدي».
هغې زیاته کړې، افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او د دې تنوع او حرمت ساتنه، یو ملي او ټولیز مسوولیت ګڼل کېږي.
له دې سره سم، یو شمېر نورو ازبکانو هم د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر دغه چلند ته توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې، ندا محمد ندیم د ازبک قوم او ولس له کلتور او دودونو خبر نهدی.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت لا تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څه سپیناوی نهدی کړی. تر دې مخکې هم لوړو زدهکړو وزارت په ازبک مېشتو سیمو کې له ځینو دولتي لوحو ازبکي ژبه حذف کړې وه.
په هرات کې یو شمېر ښځې وايي، چې طالبانو په دې ښار کې پر مانتو اغوستونکو ښځو محدودیتونه زیات کړي او له عامه ټرانسپورټ څخه د هغوی د ګټې اخیستنې مخه نیسي. د سرچینو په وینا، طالبان د ښار په څو مهمو ځایونو په ځانګړې توګه د موټرو په اصلي تمځایونو کې د ښځو د څارنې لپاره حضور لري.
دغو ښځو د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان په کرايي موټرو او بسونو کې د مانتو اغوستونکو ښځو له سپرېدو مخنیوی کوي. د دوی په وینا، طالبانو ښاري موټر چلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د مانتو لرونکو ښځو له لېږدولو ډډه وکړي. طالبانو په تېر کې له هغو موټر چلوونکو سره چې یادې سپارښتنې ته په نهسترګه کتلي وو توند چلند کړی دی.
هغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، د هرات ښار په بلنداب سیمه کې د امربالمعروف د مامورینو حضور ښیي، چې یوې مانتو اغوستونکې ښځې ته په کرایي موټر کې د سپرېدو اجازه نهورکوي. که څه هم مانتو د ښځو ټول بدن پټوي، خو د طالبانو له خوښې وړ حجاب سره توپیر لري چې هغه تر مانتو پراخ دی.
طالبان له دې سربېره د ښځو د مخ پر پټولو هم ټینګار لري.
په هرات کې د بشري حقونو یوې فعالې چې نهیې غوشتل نوم یې واخیستل شي وویل، طالبانو له رسنیو د پوښاک په تړاو د ښځو د ځورونې بهیر د پټولو لپاره، د ښار په مرکزي سیمو کې خپل حضور کم کړی، خو پر ځای یې د ښار په څنډو کې خپل حضور پراخ کړی دی.
عیني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په ځینو مواردو کې د امربالمعروف مامورین د هغو ښځو پر وړاندې چې د دوی له امره سرغړونه کوي، له تاوتریخوالي کار اخلي.
طالبانو تېر کال په هرات کې د مانتو اغوستونکو ښځو پر تګ راتګ محدودیتونه پیل کړل. دې ډلې په لومړیو کې دولتي ادارو ته د هغوی د ننوتلو مخه ونیوله. طالبانو همداراز د څو ورځو لپاره د هرات روغتون ته د مانتو لرونکو ښځو د ننوتلو مخنیوی هم وکړ او دغې چارې بیا په ټولنیزو شبکو کې کې پراخ غبرګونونه راوپارول.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې په هرات کې د طالبانو د امربالمعروف رییس عزیز الرحمن مهاجر ویلي، چې حجاب باید د ښځې ټول ځان پټ کړي او د نورو پام ځان ته وانړوي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان کړی چې یوه ډله یې د خلکو د شخصي انځورونو او ویډیوګانو د ناوړه استفادې او باج اخیستنې په تور نیولې ده.
د دغه وزارت ویاند، سیف خیبر، د چهارشنبې په ورځ ویلي چې یادې ډلې د خلکو له شخصي عکسونو او ویډیوګانو څخه د پیسو او نورو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره استفاده کوله.
خیبر پر اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې دغو کسانو د «تخنیکي چارو» له لارې د خلکو شخصي معلوماتو ته لاسرسی موندلی و او وروسته یې له قربانیانو څخه د پیسو غوښتنه کوله.
که څه هم نوموړي په څرګنده توګه دا نه دي ویلي چې دغه ډله څنګه د خلکو شخصي انځورونو ته رسېدلې، خو داسې انګېرل کېږي چې موخهیې د ډیجیټلي پلاتفورمونو هک کول او ورته سایبري لارې دي.
د نوموړي په وینا، په تېرو دوو میاشتو کې درې نورې ورته ډلې هم د همدې تورونو پر بنسټ نیول شوې دي.
افغانستان د ډیجیټلي امنیت د کمې پوهې او عامه پوهاوي د ټیټې کچې له امله د هغو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې د سایبري ګواښونو پر وړاندې ډېر زیانمن دي. د «ملي سایبري امنیت شاخص» له مخې چې د استتبیس له خوا خپور شوی، افغانستان د ۱۲،۹۹امتیاز په ترلاسه کولو سره په ۱۴۵م ځای کې قرار لري، چې دا د نړۍ له ټیټو رتبو څخه ګڼل کېږي.
طالبانو د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د فراه د شیخ ابونصر فراهي په بندر کې پراخه اورلګېدنه د ایران په همکارۍ کابو شوه. افغانستان انټرنشنل ته د سیمهییزو سرچینو له لوري په رالېږل شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې په یاد بندر کې د اور لمبې او لوګي پورته کېږي.
دا اورلګېدنه د چهارشنبې په مازدیګر (د وري ۱۹مه) رامنځته شوه. طالبانو لا تر اوسه د دغې اورلګېدنې د لامل، د اوښتو زیانونو او د احتمالي ځاني تلفاتو په اړه څه نهدي ویلي.
په ترلاسه شویو ویډیوګانو کې د یوه کس غږ اورېدل کېږي، چې د پېښې ځای ته څېرمه وسایطو ته د اور د غځېدو په اړه اندېښمن دی.
په فراه ولایت کې ابونصر فراهي بندر د افغانستان او ایران په پوله کې یو له سترو سوداګریزو بندرونو څخه دی. د هېواد په بندرونه کې د اور وژنې عصري سیسټمونه نهشته.
د ۱۳۹۹ کال په سلواغې میاشت کې د هرات په اسلامکلا بندر کې هم یوه ستره اور لګېدنه رامنځته شوې وه او هغه هم د ایران د اور وژنې ادارې په مرسته راکابو شوه. په یاده پېښه کې سلګونه موټر سوځېدلي وو او سوداګرو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي وو.
په هرات کې یوه ځوان د ۵۰۰ زره افغانیو په پانګونې سره د «پیک کتاب» په نوم یو ګرځنده کتابتون جوړ کړی دی. دغه ځوان له دغې چارې موخه د کتاب لوستنې کلتور وده بولي. د دغه ولایت ډېریو فرهنګپالو د یاد ځوان دغه نوښت ستایلی دی.
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کلونو کې د ځوانانو له لوري د انترنېټ او ټولنیزو شبکو د کارولو له امله د کتاب لوستنې کلتور پیکه شوی، خو په هرات کې یوه ځوان په یوه نوي نوښت سره غواړي په دغه ولایت کې د کتاب لوستنې دود ته وده ورکړي.
دغه ځوان چې غلام فاروق محمودي نومېږي پر یاد سیار کتابتون ۵۰۰ زره افغانۍ پانګونه کړې او په یوه موټر کې یې په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۲ زره کتابونه د خلکو د مطالعې لپاره ځای پر ځای کړي دي.
دغه ځوان هڅې کوي، چې د کتاب لوستنې دود په راژوندي کولو سره خلکو ته د مطالعې لپاره کتابونو ته د اسانه لاسرسي زمینه برابره کړي.
غلام فاروق محمودي وايي: «زموږ موخه دا ده، چې د کتاب لوستنې کلتور دود شي او خلکو ته په اسانه توګه کتابونه د مطالعې لپاره برابر شي».
د دغه ځوان یاد نوښت د هرات د فرهنګپالو له لوري ستایل شوی او وايي، که له دغه ډول چارو ملاتړ وشي، نو کېدای شي د کتاب لوستنې کلتور بنسټیز شي.
د هرات یو فرهنګپال وليشاه بهره وايي: «پیک کتاب په ډېر لوړ همت سره د مطالعې مینهوالو ته کتابونه او سرچینې برابروي. دا پر ټولنې ډېر اغېز لري او موږ یې ستایو».
له دې سره سم، د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امر عبدالمتین عادل د کتاب لوستنې لپاره یاد نوښت ستایلی او زیاته کړې یې ده: «موږ هم د کتاب لوستنې کلتور د دودېدو لپاره هڅې کوو او همداراز موږ له هر هغه بنسټ څخه چې د کتاب لوستنې کلتور د دودېدو په برخو کې فعالیت کوي په بشپړ ډول ملاتړ کوو».
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې نه یوازې په هرات، بلکې په ټول هېواد کې د کتاب لوستنې کلتور پیکه شوی او ډېری فرهنګپال یې لامل د سواد کمښت، اقتصادي ستونزې او په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو کې د ډېرو ځوانانو بوختیا په ګوته کوي.