اتحاد هوايي شرکت وایي چې د کابل او ابوظبي ترمنځ الوتنې ورځنۍ کوي

اتحاد هوايي شرکت اعلان کړی، چې د کابل او ابوظبي ترمنځ خپلې الوتنې به د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه ورځنۍ کړي.

اتحاد هوايي شرکت اعلان کړی، چې د کابل او ابوظبي ترمنځ خپلې الوتنې به د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه ورځنۍ کړي.
دغه شرکت د پنجشنبې په ورځ، د وري ۲۰مه، ویلي چې دا پرېکړه د خلکو د پام وړ زیاتې غوښتنې له امله شوې، او دا یوازې څو اوونۍ وروسته له هغې ده چې په دې مسیر کې الوتنې پیل شوې.
اتحاد هوايي شرکت لومړی ځل د ۲۰۲۶کال د مارچ په ۲۰مه د کابل او ابوظبي ترمنځ په اوونۍ کې څلور الوتنې پیل کړې وې.
د شرکت په اعلامیه کې ویل شوي چې ډېر ژر به په دې مسیر کې ورځنۍ الوتنې پیل شي، او دا لاره په چټکۍ سره د افغانستان او متحده عربي امارات ترمنځ له مهمو هوايي اړیکو څخه ګرځي.
د اتحاد چارواکو ویلي چې دا ورځنۍ الوتنې به مسافرو ته دا اسانتیا برابره کړي چې له کابل او ابوظبي څخه نورو نړیوالو ښارونو لکه لندن، فرانکفورت، ټورنټو او واشنګټن ته هم په اسانه سفر وکړي.
دغه شرکت زیاته کړې چې د الوتنو زیاتوالی په داسې حال کې کېږي چې متحده عربي امارات د خلیج په سیمه کې د ګڼ شمېر افغان وګړو کوربه دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې د طالبانو د کمېسیون دارالانشاء وايي، پاکستان او ایران یوازې نن له بېلابېلو لارو ۹۰۲ افغان کورنۍ چې شمېر ۴۹۲۱ کېږي، په جبري ډول افغانستان ته اړولي دي. د دغه کمېسیون په وینا، په همدې ورځ ۷۱۴ کورنۍ خپلو سیمو ته لېږدول او له ۵۷۲ کورنیو سره مرستې هم شوې دي.
د دغه کمېسیون دارلانشاء د پنجشنبې په ماخوستن (د وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د تورخم له لارې ۶۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸۱۵ کېږي، د سپین بولدک له لارې ۱۸۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۷۲ کېږي، د ورېښمو له لارې ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۴ کېږي او ۷۵۷ نور مسافر او همداراز د اسلام کلا له لارې ۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰ کېږي هېواد ته په جبري توګه را اړول شوي دي.
د خبرپاڼې لهمخې، له دې شمېر څخه ۷۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۸۰ ته رسېږي او همداراز له کابل څخه هم ۱۷۵ کورنۍ خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ځينو دغو راستنو شویو کورنیو ته د کرایو له ورکړې او د روغتیايي خدماتو له وړاندې کېدو سربېره یو شمېر کورنیو ته پخه ډوډۍ، یوه اندازه نغدي مرستې او سیمکارتونه هم ورکړل شوي دي.
د یاد کمېسیون مسوولینو ویلي: «راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، د هېواد د حالاتو، د ښوونې او روزنې په برخو کې لازم او ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی».
په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو د جبري اېستنې زور اخیستی او په پاکستان او ایران کې مېشت افغانان د ځايي پولیسو له ناوړه چلنده شکایت لري او له اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي، چې پر کوربه هېوادونو فشارونه زیات کړي، څو د نړۍوالو قوانینو او اصولو لهمخې له کډوالو سره چلند وکړي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د کډوالو او بشري حقونو اړوندو نړۍوالو سازمانونو د ایران او پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو له ناقانونه نیولو، ځورولو او اېستلو ډډه وکړي او په پاکستان کې مېشت افغانان بیا د پاکستان له حکومت څخه بیاځلي غواړي، چې د ویزو د تمدیدیدو بهیر پیل کړي، څو په دغه هېواد کې په قانوني توګه شپې او ورځې تېرې کړي.
د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي نوراحمد اسلامجار وايي، په تېر نظام کې بهرنیان د خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلي وو. د هغه په وینا، یادو بهرنیانو افغانان د خپل فقر په حال کې پرېښودل او لاړل.
د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي نوراحمد اسلامجار د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) په دغه ولایت کې د کانونو او پټرولیم ریاست له کارکوونکو سره په کتنه د کاري بهیر پرښهوالي، له طبیعي سرچینو څخه پر اغېزناکې ګټې اخیستنې او د کانونو اړوند پروژو په برخه کې د کارونو پر چټکتیا ټینګار وکړ.
هغه د خلکو پر وړاندې پر لا زیات مسوولیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «موږ باید ملت پر خپلو پښو ودروو او اړینه ده، چې خلکو ته لا ډېر خدمتونه وړاندې شي او دا هېواد باید موږ پهخپله جوړ کړو».
هغه همداراز وویل: «پخوا ډېر بهرنیان دې هېواد ته راغلل چې یوازې د خپلو ګټو لپاره یې کار وکړ او ولاړل او زموږ خلک یې په هماغه د فقر حالت کې پرېښودل».
د دغه طالب چارواکي یادې څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د تېر نظام له سقوط کېدو وروسته د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، څه باندې ۲۰ میلیونه افغانان له بېوزلۍ سره مخ دي او لسګونه زره کسان د بېروزګارۍ او فقر له امله په مرګونو لارو نورو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ځي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو او ناڅاپي سېلابونو له امله، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اعلان کړی چې ۷۳٬۳۰۰کسان (شاوخوا ۱۰٬۶۳۴ کورنۍ) اغېزمن شوي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، لږ تر لږه ۹۳ کسان مړه او ۱۸۱ټپیان او څلور تنه لا هم لادرکه دي.
راپور وایي، دې سېلابونو د مارچ له ۲۶مې څخه تر اپرېل تر ۶مې پورې یې نږدې ټول هېواد تر اغېز لاندې راوستی دی. په ټوله کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۳۱ ولایتونه، چې ۱۶۵ ولسوالۍ او ۵۴۶ کلي پکې شامل دي، زیانمن شوي؛ دا شمېر د هېواد شاوخوا درېیمه برخه خاوره رانغاړي.
د اوچا د راپور په وینا، تر اوسه د اړتیاوو د ارزونې ګډو ټیمونو د ۱۲٬۹۲۲ کسانو (۱٬۸۴۵ کورنیو) وضعیت ارزولی چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري، او دا بهیر لا هم روان دی.
د راپور له مخې، ټولټال ۹زره او ۱۰ کورونه زیانمن شوي دي؛ له دې ډلې ۷٬۶۷۲ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۱٬۳۳۸ نور کورونه نیمه زیانمن شوي دي. همدارنګه شاوخوا ۱۵٬۶۲۷ جریبه کرنیزه ځمکه لهمنځه تللې، ۵۴۳ سر څاروي تلف شوي، نږدې ۲۰۰ کیلومټره سړکونه ویجاړ شوي او ۱۹ پلونه یا ړنګ شوي او یا هم د کار وړ نه دي پاتې.
تر ټولو ډېر زیانونه په ختیځو سیمو، په ځانګړي ډول د ننګرهار په ولایت کې ثبت شوي او ورپسې سویلي او لوېدیځې سیمې په دویم او درېیم مقام کې راځي.
بېړنۍ اړتیاوې د عاجلو سرپناوو برابرول، غیرخوراکي توکي، د کنډوالو پاکول او د سړکونو بېرته پرانیستل، د پاکو اوبو برابرول او د ملاتړیزو خدمتونو وړاندې کول دي، په ځانګړي ډول د ناامنو سرپناوو خطرونه او د ماینونو د بېځایه کېدو مسئله جدي اندېښنه بلل شوې ده.
د اوچا د خبرپاڼې له مخې، د اپرېل تر ۷ نېټې پورې، شاوخوا ۸٬۴۰۰ کسانو (۱٬۲۰۰ کورنیو) ته بشري مرستې رسېدلې دي چې پکې خوراکي توکي، نغدي مرستې، غیرخوراکي مواد، عاجله سرپناه او روغتیايي خدمتونه شامل دي. خو لا هم په سمنګان، کندوز او بغلان ولایتونو او ښايي نورو سیمو کې د څو اړخیزو نغدي مرستو کمښت یوه لویه ستونزه ده، چې د زیانمنو کورنیو د خپلو بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره محدوده کړې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر په داسې حال کې د یوې مسلمانې ښځې د علمي ونډې یادونه کړې، چې په افغانستان کې نجونې او ښځې لا هم له شپږم ټولګي پورته او د لوړو زده کړو څخه محرومې دي.
یاد سازمان د پنجشنبې په ورځ، د وري ۲۰مه، ویلي چې د القرویین پوهنتون، چې د فارس په ښار کې موقعیت لري، د نړۍ له تر ټولو پخوانیو فعالو تعلیمي بنسټونو څخه دی. د دغه پوهنتون بنسټ په ۸۵۹میلادي کال کې د فاطمه الفهري له خوا اېښودل شوی و.
یوناما زیاته کړې، چې دغه مرکز په پیل کې د دیني مدرسې په توګه فعالیت کاوه، خو وروسته د اسلامي تمدن د زرینې دورې پر مهال په یوه مهم علمي مرکز بدل شو.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په افغانستان کې بیا ځلې واک ترلاسه کولو وروسته، نه یوازې نجونې او ښځې له زدهکړو محرومې کړې دي، بلکې د هغوی پر ټولنیز حضور یې هم محدودیتونه لګولي او حتا د هغوی غږ او څېره یې هم «عورت» بللې ده.
د ملګرو ملتونو په ټینګار، زدهکړه یو بنسټیز بشري حق دی، او په افغانستان کې د نجونو اوږدمهاله محرومیت نه یوازې د هغوی راتلونکی، بلکې د هېواد راتلونکی هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.
نړیوالو او بشري حقونو بنسټونو څو ځله له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر زدهکړو محدودیتونه لرې کړي او هغوی ته د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانېستو زمینه برابره کړي، خو دغه محدودیتونه لا هم پر ځای پاتې دي.
په کونړ کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وايي، د پاکستان د توغندیزو بریدونو له امله د کونړ اړوند ډیورند کرښې ته څېرمه ولسوالیو ۶۰۰ بېځایه شوې کورنۍ له سیند غاړو خوندي ځایونو ته لېږدولي دي. د دوی په وینا، دغه کورنۍ د بارانونو او سېلابونو له امله له جدي ګواښ سره مخ وو.
ډیورند کرښې ته څېرمه ولایتونو او په ځانګړې توګه پر کونړ ولایت د پاکستاني ځواکونو د وروستیو توغندیزو بریدونو له امله شاوخوا ۶۰۰ کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوي او د مرورې او په ځانګړې توګه د اسعداباد د سیند غاړو ته پناه وړې وه.
په کونړ کې د طالبانو د مسوولینو په وینا، د بارانونو له امله په کونړ سیند کې د اوبو کچې په راپورته کېدو سره یادې بېځایه شوې کورنۍ له جدي ګواښونو سره مخ وې او بالاخره د اسعداباد ښار ورزشي جمنازیوم او نورو پناه ځایونو ته لېږدول شوي دي.
د کونړ ولایت لپاره د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، پر یادو بېځایه شویو کورنیو یې پاخه خواړه وېشلي دي.
له دې سره سم، یو شمېر بېځایه شوي کسان وايي، د پاکستان په بریدونو کې یې کورونه ویجاړ شوي او د بیا ودانولو په برخه کې د مرستو غوښتنه لري.
د ملګرو ملتونو د راپورونو لهمخې، پر افغانستان د پاکستان د بریدونو له امله د ډیورند کرښې ته له څېرمه سیمو شاوخوا ۹۴ زره کسان بېځایه شوي دي.