• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هند مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې مړه شوه

۲۳ وری ۱۴۰۵ - ۱۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۵۴ GMT+۱

هندي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد مشهوره سندرغاړې اشا بهوسلې د یکشنبې په ماسپښین مړه شوه. هغه د شنبې په شپه د ممبۍ په یوه روغتون کې د روغتیایي وضعیت خرابېدو له امله بستر شوې وه. د نوموړې زوی نن د هغې مړینه تایید کړه.

اشا بهوسلې د هند د مشهورې سندرغاړې لتا منګېشکر خور وه. نوموړې په ۱۹۴۷کال کې د سندرو په ویلو پیل وکړ، چې په ۲۰ هندي ژبو یې شاوخوا ۱۱۰۰۰ سندرې ویلې دي.

ترویج لرونکی

په کندهار کې د طالبانو استخباراتو پخوانی طالب چارواکی ملا معتصم اغاجان نیولی
۱
ځانګړی

په کندهار کې د طالبانو استخباراتو پخوانی طالب چارواکی ملا معتصم اغاجان نیولی

۲

د بښنې نړیوال سازمان: برېتانیا دې د افغان ښځو د پناه غوښتنې ردول بند کړي

۳

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کندهار د دوو سترو روغتونونو خدمات ۹۰ سلنه کم شوي

۴

ازبکستان افغانستان ته د دویم لاس موټرو پر صادرولو غور کوي

۵

د افغانستان په فضا کې لیدل شویو الوتکو د پاکستان د لوی درستیز الوتکه بدرګه کوله

•
•
•

نور کیسې

مزارۍ (منظوري) خولۍ؛ د افغاني هویت، ملي یووالي او حق غوښتنې سمبول

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۲۹ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب

په افغاني ټولنه کې جامه یوازې د بدن پوښ نه ده، بلکې د تاریخ، هویت او ارزښتونو ژبه ده. له پکول او لونګۍ نیولې تر مزارۍ خولۍ پورې هره ټوټه د دې خاورې د خلکو د ژوند او مبارزو کیسه کوي. دغه خولۍ چې د پښتون مبارز منظور پشتین د مبارزې نښه ګڼل کیږي، د ګډ هویت او حق غوښتنې سمبول دی.

تازه د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې ازبکي خولۍ یې پر سر کړې وه. ندیم ویلي، چې دا «د خلقیانو او منظور پشتین» خولۍ ده او پر سر کول یې سیاسي فعالیت دی.

د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلان وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چهارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه، د پوهنتون په انګړ کې د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل هبت الله یعقوب اوغلو له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې د وزیر په باور، د منظور پشتین خولۍ یې پر سر کړې وه او محصلان سیاسي حرکت ته هڅوي.

د محصلانو په وینا، د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې پوهنځي ته یو مکتوب ور استولی و، چې محصلان باید خولۍ پر سر کړي او د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلانو ددغه مکتوب پر بنسټ، د ازبکانو د فرهنګ پر اساس خپلې دودیزې خولۍ پر سر کړې.

د محصلانو په وینا، د طالبانو وزیر ددغو محصلانو تذکرې هم اخېستې او د هغوی مشخصات یې ثبت کړي، خو وروسته د پوهنتون د مرستیال په ضمانت خوشې شوي دي.

تاریخي ریښه او کلتوري رنګ

خوشال بابا وايي، چې دستار تړي هزار دي، د دستار سړي په شمار دي.

د پګړۍ، خولۍ او هر بل ملي لباس ټولنیز او سیاسي ارزښت له دې بیت نه قیاس کېدای شي.

مزارۍ خولۍ چې په شمالي افغانستان کې د ازبکو او ترکمنو تر منځ په بېلابېلو نومونو پېژندل کېږي، د ورځني ژوند او مراسمو برخه پاتې شوې ده. دا خولۍ لومړی د ښځو په لاس اوبدل کېدې او وروسته بیا د فرهنګ او سوداګرۍ برخه وګرځېدې.

په دې خولیو کې د ګلونو او هندسي بڼو له لارې د سیمې ذوق او داستانونه ساتل شوي او د نسلونو ترمنځ یې د کلتوري حافظې پُل جوړ کړی دی. په دې معنا چې مزارۍ خولۍ د ځان پېژندنې او ټولنیز تړاو نښه ده.

دغه خولۍ د افغانستان په شمال او جنوب کې په مختلفو بڼو، د افغانستان د ټولو قومونو د لباس د ښکلا برخه ګڼل کیږي.

له دود څخه تر سمبول پورې

د وخت په تېرېدو، هر کلتوري توکی کولی شي نوې معناوې خپلې کړي. مزارۍ/منظوري خولۍ هم د معاصر تاریخ په یوه پړاو کې د حق غوښتنې، سوله غوښتنې او مدني دریځ سمبول وګرځېدله. کله چې خلک د سولې، عدالت او کرامت خبرې کوي، د خپل دودیز هویت له نښو سره یې کوي.

کله چې منظور پشتین د وزیرستان له خاورې د پښتنو د حقونو لپاره لومړی غږ پورته کړ، د هغه پر سر مزارۍ خولۍ وه؛ هغه خولۍ چې د سیمې د دود، وقار او عادي انسان د ژوند برخه ګڼل کېده. هماغه مهال هغه یوه جمله«یہ جو دہشت گردی ہے، اس کے پیچھے وردی ہے» د یوې تجربې او یوې پوښتنې په توګه بیان کړه؛ چې د پښتنو او افغانانو پر ځمکه د تاوتریخوالي تر شا مسوولیت او حساب څوک پر غاړه لري؟

دا پیغام چې له ټولنیز درده یې سرچینه اخیسته، ژر د ژبې او سیمې له پولې واوښت او د ډېرو لپاره د امن، عدالت او کرامت غوښتنې نښه وګرځېده.

وروسته همدغه شعار او ورسره مزارۍ خولۍ د لسګونو، سلګونو، زرګونو او بیا د میلیونونو پښتنو له خوا بدرګه شول. دغه خولۍ له دودیزې جامې څخه منظوري رنګ واخیست او د حق غوښتنې، عدم تشدد او مدني دریځ سمبول شو. په دې بهیر کې د افغانستان سرې مزاري خولۍ د افغانانو د ملي هویت په نقشه کې ځای ونیو،د تنوع په منځ کې د یووالي نښه وګرځېده او ویې ښودله چې افغاني فرهنګ یوازې جامې نه، بلکې هغه ارزښتونه دي چې خلک د عدالت او وقار لپاره سره نښلوي.

مزارۍ خولۍ ځکه نن افغانانو او پښتنو ته مهمه ده چې دا د خاموش درد له ویلو پیل شوې نښه ده. په وزیرستان کې چې منظور پشتین د زرګونو بې‌غږو خلکو احساسات په یوه جمله کې راونغاړل، خولۍ هم ورسره د احتجاج له صحنې تر کورونو، کلیو، ښارونو او بیا تر برلین، لندن او کابل ورسېده. دې خولۍ خلکو ته دا پیغام ورکاوه چې حق غوښتنه وسله نه غواړي، بلکې وجدان، تسلسل او زغم غواړي. له همدې امله، خولۍ یوازې د منظور پشتین پورې محدوده پاتې نه شوه، بلکې د هغه ماشوم، مور، قومي مشر او محصل پر سر هم کېښودل شوه چې د ورکېدلو، ماینونو، بې‌محاکمې وژنو او سپکاوي پوښتنه یې کوله.

100%

همدارنګه، د افغانانو لپاره دا خولۍ ځکه ارزښتناکه ده چې دا د افغانستان ټولنیز او کلتوري تنوع په عملي بڼه یادوي. افغانستان تل د قومونو، رنګونو او دودونو مجموعه پاتې شوې ده او هر هغه سمبول چې د یوه قوم تجربه د ټول وطن د وجدان مخې ته ږدي، په طبیعي ډول ملي رنګ اخلي. مزارۍ/منظوري خولۍ وښوده چې کلتوري توکي کولی شي د ملي یووالي ژبه شي، نه د تفرقې. همدې ځای کې دا خولۍ د افغاني ملي فرهنګ برخه وګرځېده، ځکه چې حق غوښتنه، عدالت او انساني کرامت د افغان ټولنې ګډ دردونه دي، نه د یوه حزب یا ډلې شعار.

خو دا چې ولې طالب واکمنان له دې خولۍ سره مخالفت کوي، لامل یې خپله خولۍ نه ده، بلکې هغه فکر دی، چې خولۍ یې استازیتوب کوي. هر سمبول چې له واک نه بهر راټوکېدلی وي، د عامو خلکو غږ ولري او پوښتنه راپورته کړي، د تنگ نظره واکمنو لپاره د خطر زنګ ګڼل کېږي.

د مزارۍ یا منظور پشتین د خولۍ مخالفت په اصل کې د پوښتنې، تنقید او مدني حق غوښتنې پر ضد دریځ دی. ځکه همدا خولۍ خلکو ته دا یادوي چې فرهنګ د حکم له لارې نه بدلېږي او تاریخ د هغه چا په ګټه نه څرخیږي چې د خلکو دود، هویت او غږ د زور په مټ چوپول غواړي.

کله چې دودیز سمبولونه له خپل تاریخي او ټولنیز بستره بېلېږي او یوازې د تورو او سپینو عینکو لاندې لوستل کېږي، کلتور ټپي کېږي. د پوهې او زده کړو په فضا کې د داسې تفسیرونو رواج د زده‌کوونکو کرامت کمزوری کوي، د پوهنتون فضا تریخوي او د باور دروازې بندوي. فرهنګ د زور په څپېړه نه روزل کېږي؛ فرهنګ په پوهه، اورېدنه او درناوي ژوندی پاتې کېږي.

د حق غوښتنې مشروع ژبه

حق غوښتنه د افغان ملت تاریخي تجربه ده. له خپل دودیز لباس سره د حق خبرې کول د تاوتریخوالي بلنه نه ده؛ دا د سولې ژبه ده. کله چې ځوانان د خپل کلتور په ژبه د عدالت غوښتنه کوي، په حقیقت کې د ټولنې لپاره د اخلاقي لوړتیا غوښتنه کوي. د داسې ژبې محدودول یا بد تعبیرول، ستونزه نه حل کوي، بلکې لا یې ژوره کوي.

د افغانستان له ازبکي فرهنګ څخه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ناخبري او دودیزه خولۍ د سیاسي سمبول په توګه تعبیرول، ښيي چې نوموړی د افغانستان د بېلابېلو قومونو له کلتوري ارزښتونو سره لازمه اشنایي نه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ، چې په پاکستان کې د مېشتو پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، په خپلو غونډو کې ورته خولۍ پرسروي، چې د پي ټي ایم او منظور پشتین په خولۍ یې شهرت موندلی دی.

طالبان پي ټي اېم ناسیونالستي غورځنګ بولي او له دې وړاندې یې هم د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې سرې خولۍ سوځولې او ځینې کسان یې ددغو خولیو د پر سر کولو له امله نیولي دي.

که یې رالنډه کړو، مزارۍ/منظوري خولۍ د افغانستان د خلکو د هویت، وقار او حق غوښتنې یوه نښه ده؛ داسې نښه چې د دې وطن د تنوع له زړه راټوکېدلې ده. د افغاني فرهنګ دفاع هغه مهال معنا لري چې د ټولو افغانانو کلتوري نښې پکې خوندي وي.

هر هغه عمل چې په ناپوهۍ یا تندلارۍ کې د دې شتمنۍ سپکاوی کوي، نه یوازې د یوه قوم احساس ژوبلوي، بلکې د ملي یووالي ستنې هم کمزورې کوي.

د افغانستان راتلونکی د درناوي، زغم او پوهې له لارې رغېږي او کلتور له همدې لارې ساتل کېږي، نه د تاوتریخوالي او بد او مغرضانه تعبیر له لارې.

ندامحمد ندیم یوه محصل ته له دې امله څپېړه ورکړې چې د «منظور پشتین خولۍ» یې پر سر کړې

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل ویلي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې ازبکي خولۍ یې پر سر کړې وه. ندیم ویلي، چې دا «د خلقیانو او منظور پشتین» خولۍ ده او پر سر کول یې سیاسي فعالیت دی.

د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلان وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چارشنبې په ورځ، د وري پر ۱۹مه، د پوهنتون په انګړ کې د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل هبت الله یعقوب اوغلو له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې د وزیر په باور، د منظور پشتین خولۍ یې پر سر کړې وه او محصلان سیاسي حرکت ته هڅوي.

د محصلانو په وینا، د طالبانو لوړو زده کړو وزارت څو ورځې وړاندې پوهنځي ته یو مکتوب ور استولی و، چې محصلان باید خولۍ پر سر کړي او د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي محصلانو ددغه مکتوب پر بنسټ، د ازبکانو د فرهنګ پر اساس خپلې دودیزې خولۍ پر سر کړې.

یعقوب اوغلو په یوه ویډیو کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې، ویلي، « موږ ټولو دا خولۍ پر سرکړې او له سیمینار وروسته د پسرلي د رارسېدو او د طبیعت د ښکلا په مناسبت مو د پوهنتون د انګړ د کثافاتو پاکولو ته مخه کړه. د همدې فعالیت پر مهال د لوړو زده کړو وزیر سیمې ته راغی او له موږ یې وپوښتل چې څه کوو. موږ هم ورته وویل چې د پوهنتون چاپېریال پاکوو».

دغه محصل وايي، چې وروسته وزیر له دوی نه وپوښتل چې ولې یې دا خولۍ پر سر کړې دي او دوی ورته وویل چې دا خولۍ د ازبکي کلتور یوه برخه ده. ید محصلانو په وینا، « هغه وویل دا د افغانستان له کلتور سره تړاو نه لري. استادانو هڅه وکړه ورته تشریح کړي چې دا خولۍ د ازبکي کلتور ریښه لري او ازبکې ښځې یې اوبي، خو له بده مرغه هغه دې خبرو ته پام ونه کړ او ویې ویل چې دا خولۍ د خلقیانواو منظور پشتین خولۍ ده».

د محصلانو په وینا، دوی د طالبانو وزیر ته وویل، چې له منظور پشتین سره هېڅ اړیکه نه لري او نه یې هم پېژني، خو ندیم دا موضوع سیاسي فعالیت وباله او د یوه محصل له سرنه یې خولۍ لرې کړه او ویې غورځوله.

د ندیم له خوا په څپیړه وهل شوي محصل وویل، « وروسته یې له ما وپوښتل چې د چا په امر مې دا خولۍ پر سر کړې ده. ما ورته وویل چې دا زموږ د کلتور برخه ده، له هېچا مې امر نه دی اخیستی، بلکې له کوچنیوالي راهیسې یې پر سر کوم».

د یاد محصل په وینا، ندیم دا چاره سیاسي فعالیت وباله او له ده یې وغوښتل چې له مخ نه ماسک لرې کړي.

نوموړې زیاتوي، « کله مې چې ماسک لرې کړ، زه یې په مخ په څپېره ووهلم. دا شیبه مې مخ او زړه دواړو درد وکړ او نړۍ تیاره راته وبرېښېده».

نوموړی وايي، چې دوی نن په افغانستان کې یوه خولۍ نه شي پرسر کولای او کله چې په مورنۍ ژبه او خپل کلتوري لباس ځوک دغسې سپکاوی ویني، په دغسې شرایطو کې ژوند کول سخت او بې معنا دي.

د محصلانو په وینا، د طالبانو وزیر ددغو محصلانو تذکرې هم اخېستې او د هغوی مشخصات یې ثبت کړي، خو وروسته د پوهنتون د مرستیال په ضمانت خوشې شوي دي.

د چارو د شنونکو په باور، د افغانستان له ازبکي فرهنګ نه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ناخبري او دودیزه خولۍ د سیاسي سمبول په توګه تعبیرول، ښيي چې نوموړی د افغانستان د بېلابېلو قومونو له کلتوري ارزښتونو سره لازمه اشنایي نه لري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ، چې په پاکستان کې د میشتو پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي، په خپلو غونډو کې ورته خولۍ پرسروي، چې د پي ټي ایم او منظور پشتین په خولۍ یې شهرت موندلی دی.

طالبان پي ټي اېم ناسیونالستي غورځنګ بولي او له دې وړاندې یې هم د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې سرې خولۍ سوځولې او ځینې کسان یې ددغو خولیو د پر سر کولو له امله نیولي دي.

راحله دوستم: ازبک محصل د ازبکي خولۍ په سر کولو له امله د ندا محمد ندیم له لوري توهین شوی

۲۰ وری ۱۴۰۵ - ۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۰۷ GMT+۱

پخوانۍ سناتورې راحله دوستم د کابل پوهنتون د یوه ازبک محصل د ویډیو په خپرولو سره ویلي، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر یاد محصل د ازبکي خولۍ په سر کولو له امله توهین کړی دی. یاد محصل هم په خپله ویډیو کې وايي، د همدې خولۍ په سر کولو له امله رټل شوی او ان په څپېړه هم وهلی شوی دی.

ازبکي خولۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو خولۍ ته ورته ده او د افغانستان د ازبکانو په منځ کې د «سرپلي» خولۍ په نوم مشهوره ده.

دغه محصل چې هبت‌الله یعقوب اوغلو نومېږي په خپله ویډیو کې زیاتوي، د طالبانو له سپارښتنې وروسته چې ویلي یې وو، هر محصل باید خولۍ او یا هم لونګۍ پر سر ولري، نو د خپل قوم سره خولۍ یا سرپلي خولۍ یې په سر کړې وه او د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۹مه) د کابل پوهنتون د پاک کولو په اشر کې د ګډون پر مهال د طالبانو له لوړو زده‌کړو له وزیر سره مخ شوی او هغه د همدې خولۍ د په سر کولو له امله رټلی، سپکاوی یې کړی او ان په څپېړه یې وهلی دی.

له دې سره سم، پخوانۍ سناتورې راحلې دوستم د راحلې دوستم د چهارشنبې په ماخوستن (د وري ۱۹مه) د همدغه محصل د ویډیو په خپرولو سره د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر د یاد چلند په تړاو خواشیني څرګنده کړې او د ازبکۍ خولۍ د په سر کولو له امله د یوه محصل سپکاوی یوه «شرمناکه» مساله او د نه‌منلو وړ یې بللی ده.

هغې ویلي: «په افغانستان کې کلتوري ارزښتونو او د اقوامو تنوع ته درناوی، د ملي پیوستون او یووالي د پیاوړتیا بنسټیز عامل دی، خو له بده مرغه دا ډول چلندونه، د دې مهم اصل برعکس، د اوسنیو واکمنانو پر کړنو یوه د اندېښنې وړ داغ پر ځای پرېږدي».

هغې زیاته کړې، افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی او د دې تنوع او حرمت ساتنه، یو ملي او ټولیز مسوولیت ګڼل کېږي.

له دې سره سم، یو شمېر نورو ازبکانو هم د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر دغه چلند ته توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې، ندا محمد ندیم د ازبک قوم او ولس له کلتور او دودونو خبر نه‌دی.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت لا تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی. تر دې مخکې هم لوړو زده‌کړو وزارت په ازبک مېشتو سیمو کې له ځینو دولتي لوحو ازبکي ژبه حذف کړې وه.

یوه ځوان په هرات کې د مطالعې کلتور د ودې لپاره ګرځنده کتابتون جوړ کړی دی

۱۹ وری ۱۴۰۵ - ۸ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۱

په هرات کې یوه ځوان د ۵۰۰ زره افغانیو په پانګونې سره د «پیک کتاب» په نوم یو ګرځنده کتابتون جوړ کړی دی. دغه ځوان له دغې چارې موخه د کتاب لوستنې کلتور وده بولي. د دغه ولایت ډېریو فرهنګپالو د یاد ځوان دغه نوښت ستایلی دی.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کلونو کې د ځوانانو له لوري د انترنېټ او ټولنیزو شبکو د کارولو له امله د کتاب لوستنې کلتور پیکه شوی، خو په هرات کې یوه ځوان په یوه نوي نوښت سره غواړي په دغه ولایت کې د کتاب لوستنې دود ته وده ورکړي.

دغه ځوان چې غلام فاروق محمودي نومېږي پر یاد سیار کتابتون ۵۰۰ زره افغانۍ پانګونه کړې او په یوه موټر کې یې په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۲ زره کتابونه د خلکو د مطالعې لپاره ځای پر ځای کړي دي.

دغه ځوان هڅې کوي، چې د کتاب لوستنې دود په راژوندي کولو سره خلکو ته د مطالعې لپاره کتابونو ته د اسانه لاسرسي زمینه برابره کړي.

غلام فاروق محمودي وايي: «زموږ موخه دا ده، چې د کتاب لوستنې کلتور دود شي او خلکو ته په اسانه توګه کتابونه د مطالعې لپاره برابر شي».

د دغه ځوان یاد نوښت د هرات د فرهنګپالو له لوري ستایل شوی او وايي، که له دغه ډول چارو ملاتړ وشي، نو کېدای شي د کتاب لوستنې کلتور بنسټیز شي.

د هرات یو فرهنګپال ولي‌شاه بهره وايي: «پیک کتاب په ډېر لوړ همت سره د مطالعې مینه‌والو ته کتابونه او سرچینې برابروي. دا پر ټولنې ډېر اغېز لري او موږ یې ستایو».

له دې سره سم، د هرات ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او هنر امر عبدالمتین عادل د کتاب لوستنې لپاره یاد نوښت ستایلی او زیاته کړې یې ده: «موږ هم د کتاب لوستنې کلتور د دودېدو لپاره هڅې کوو او همداراز موږ له هر هغه بنسټ څخه چې د کتاب لوستنې کلتور د دودېدو په برخو کې فعالیت کوي په بشپړ ډول ملاتړ کوو».

د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کلونو کې نه یوازې په هرات، بلکې په ټول هېواد کې د کتاب لوستنې کلتور پیکه شوی او ډېری فرهنګپال یې لامل د سواد کمښت، اقتصادي ستونزې او په ځانګړې توګه په ټولنیزو شبکو کې د ډېرو ځوانانو بوختیا په ګوته کوي.

هرات کې د «کلتوري ډیپلوماسۍ» تر سرلیک لاندې د خطاطۍ اثارو ۳ ورځنی نندارتون پرانېستل شو

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۰۴ GMT+۱

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، په هرات کې د «کلتوري ډيپلوماسۍ» د خطاطۍ اثارو درې ورځنۍ نندارتون پرانېستل شو. یاد دفتر وايي، دغه نندارتون د ترکیې د کونسلګرۍ او ټيکا دفتر په همکارۍ جوړ شوی دی.

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه نندارتون په پرانېستغونډه کې د هرات ولایت لپاره د طالبانو والي او د ترکیې سرکونسل هم حضور درلود.

د هرات لپاره د طالبانو والي په دې مراسمو کې وویل، د خطاطۍ دا لرغونی هنر له محدودو امکاناتو سره سره په هرات کې ګڼ مینه‌وال لري.

په هرات کې د ترکیې سرکونسل هم د دغه ډول کلتوري نندارتونونو جوړېدل ارزښتناک وبلل او هرات یې د هنرونو په ډګر کې د بډایه تاریخي مخینې لرونکی ښار وباله چې دا کلتوري میراث تر نن ورځې پورې په‌کې ژوندی پاتې دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې نندارتون کې د هرات د خطاطانو او خوشنویسانو ۱۳۰ هنري اثار د درې ورځو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په استازولۍ کې نندارې ته وړاندې شوي دي.