• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

په کندهار کې د طالبانو استخباراتو پخوانی طالب چارواکی ملا معتصم اغاجان نیولی

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۲۷ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۷:۳۰ GMT+۱

له کندهار او دوبۍ نه دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو په کندهار کې ددې ډلې پخوانی جګپوړی غړی ملا معتصم اغا جان نیولی. د سرچینو په وینا، نوموړی د افغان او پاکستاني دیني عالمانو د یوه پلټفارم د جوړولو د هڅو له امله نیول شوی.

په کندهار او دوبۍ کې دریو سرچینو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو استخباراتو پنځه ورځې وړاندې د دې ډلې پخوانی چارواکی او مالي مسوول معتصم اغاجان نیولی دی.

دغه سرچینې، چې له معتصم اغاجان سره نږدې اړیکې لري، د نوموړي د نیول کېدو لامل د افغانستان او پاکستان د دیني عالمانو ترمنځ د همغږۍ د یوه پلاتفورم جوړولو هڅې او د نوموړي « شخصي پانګونې» بولي.

معتصم اغاجان د افغان او پاکستاني علماوو نوښت د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره پیل کړی و.

د افغانستان او پاکستان دغو دیني عالمانو د وري میاشتې په پیل کې په یوه اعلامیه کې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د پای ته رسېدلي اوربند د غځولو غوښتنه کړې وه.

په دغه پلاټفورم کې د افغانستان له اړخه شیخ نظر محمد افغاني، مفتي نجیب‌الله منیب، دوکتور فیروز هروي، شیخ مولوي زاده هروي، شیخ مولوي احمد رباني، مولوي معتصم اخوندزاده کندهاری، شیخ نصرالله علمي، شیخ سید احمد هاشمي، شیخ میر فاروق نوراني او شیخ ذاکري عرفاني شامل دي.

د پاکستان په علماوو کې شیخ ادریس، مولانا شیخ زاهدالرشیدي، مولانا محمد حنیف جلندري، په کراچۍ کې مېشت مولانا حکیم مظهر، په بلوچستان کې مېشت مولانا صلاح ایوبي، مولانا محمد اویس نوراني، مولانا شیخ عبدالکریم، مولانا فضل الرحمان، مولانا عبدالله شاه مظهر، مولانا مفتي زبیر شاه او مولانا پیر عتیق الرحمان شامل دي.

یوې بلې سرچینې وویل، چې «معتصم د لس میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه پیل کړې وه، چې دده مدرسه هم پکې شامله ده».

ددغې سرچینې په وینا، د معتصم د نیول کېدو یو لامل هم ښايي دغه مساله وي.

افغانستان انټرنشنل د معتصم اغاجان له کورنۍ سره هم اړیکه ونیوله، خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه کړه.

ځینې څارونکي باور لري چې د طالبانو مشرتابه دا ډول فعالیتونه حساس ګڼي، ځکه هبت الله اخوندزاده ډېری له رسمي چوکاټ څخه بهر خپلواکې دیني-سیاسي هڅې د اندېښنې وړ بولي.

ځینې سرچینې وایي چې معتصم څو کاله وړاندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب په ضمانت له استانبول څخه افغانستان ته لېږدول شوی و.

د هغه وروستۍ نیونه د کندهار او کابل ترمنځ د بې‌باورۍ د زیاتېدو لامل بلل کېږي، خو دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د طالبانو استخباراتو د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د کابل په وزیر اکبرخان مېنه کې هم د اغاجان پر کور چاپه وهلې وه او د هغه له کوره یې یو شمېر شخصی وسلې، موټر او نور توکي له ځان سره وړي وو.

ملامعتصم اغا جان له۲۰۰۱ کال وروسته د طالبانو له هغو محدودو لوړپوړو څېرو ګڼل کېږي چې د دې ډلې د سیاسي جوړښت په بحثونو کې فعال پاتې شوی و. هغه د پخواني مشر ملا محمد عمر له کورنۍ سره نږدې اړیکې لرلې او ددې ډلې مالي مسوولیتونه یې هم پرمخ وړل.

په ۲۰۱۱ کال کې هغه په کراچۍ ښار کې د برید له امله ټپي شوی و. وروسته داسې راپورونه هم خپاره شول چې ځینې استخباراتي کړۍ او د طالبانو ځینې داخلي څېرې په دغه برید کې ښکېلې وې، خو دا ادعاوې هم رسمي نه دي تایید شوې.

سرچینې زیاتوي چې معتصم د طالبانو په منځ کې یو منځلاری، سیاسي لیدلوری لرونکی او باتجربه کس بلل کېږي او تر نیول کېدو وړاندې یې په کندهار کې د یوې دیني مدرسې چارې سمبالولې.

ترویج لرونکی

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي
۱

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۲

د ایستل‌شویو افغانانو د الوتنې لغوه؛ طالبان جرمني کې د نورو ډیپلوماتانو د ملنو غوښتنه کوي

۳
تازه خبر

سرچینې: د ازبکستان په ترمذ ښار کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته ترسره شوې

۴

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

۵

هبت الله وايي چې له مخالفانو سره یې نه مخکې حساب کړی او نه یې اوس ورسره کوي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کندهار د دوو سترو روغتونونو خدمات ۹۰ سلنه کم شوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۵۳ GMT+۱
•
عبدالله همیم
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کندهار د دوو سترو روغتونونو خدمات ۹۰ سلنه کم شوي
100%

له میرویس روغتون وروسته د کندهار اوسېدونکي د عینومېنې دولتي روغتون له ټیټو خدماتو شکایت کوي. د ناروغانو خپلوان وايي، چې په روغتون کې مسلکي روغتیاپالان کم دي او درمل هم په خپل لګښت پېري.

میرویس حوزوي روغتون او د عینومېنې روغتون په کندهار کې دوه لوی دولتي روغتونونه دي، چې د کندهار ترڅنګ د زابل، ارزګان، هلمند او نیمروز د خلکو لپاره هم د خدماتو په وړاندې کولو مکلف دي، خو مراجعین وايي، یاد دوه دولتي روغتونونه د فلج کېدو تر سرحده رسیدلي دي.

کندهار میشتي وايي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې ددغه ولایت د دوو سترو روغتونونو روغتیايي خدمات ورځ تر بلې کمزوري کیږي.

د یو شمېر ناروغانو خپلوانو له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، هغه خدمات چې کلونه وړاندې په یادو روغتونونو کې وړاندې کېدل اوس ۹۰ سلنه کم شوي دي.

د عینو مېنې په روغتون کې د یوه ناروغ پایواز وايي:«زما د ورور پښه ماته شوې ده، له نیمروز ولایت څخه مې راوستی دی، ۷ ورځې وروسته یې عملیات کړ. ډاکټرانو یو سیروم ورته ولګوی، نور ولاړل. درمل او هرڅه ما په خپلو پیسو ورته اخیستي دي.»

دغه کس چې د روغتیا په برخه کې زده کړې نه لري، وايي، د روغتیا پالانو د نشتوالي له امله یې خپل ناروغ ته په خپل سر ستن لګولې ده.

د عینو مېنې په روغتون کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په دغه روغتون کې د رسمي روغتیاپالانو پر ځای د طب پوهنځي محصلان د عملي زده کړو په موخه دنده کوي، چې له امله یې په سمه توګه ناروغانو ته رسیدنه نه کېږي.

دغه سرچینه وايي، د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون کې ټول خدماتي پرسونل شاوخوا ۸۰ کسانو ته رسېږي، چې په یادو کسانو کې د روغتون ساتونکي، اشپزان او صفا کاران هم شامل دي.

د سرچینې په وینا، په روغتون کې له څلور قلمه پرته نور هېڅ ډول درمل نشته.

طالبانو تېر کال په وږي میاشت کې د کندهارر میرویس حوزوي روغتون د هډوکو وارډ، د عقلي او عصبي ناروغیو څانګه، د جلدي ناروغیو څانګه، د سترګو د تداوۍ څانګه او د غوږ او ستوني څانګې د عینو مېنې روغتون ته انتقال کړې.

د طالبانو له دغه اقدام وروسته، ناروغان او د ولسوالیو اوسېدونکي له ستونزو سره مخ شوي او ډاکټران هم زړه نه ښه کوي چې د ښار تر بلې څنډې تګ راتګ وکړي.

سرچینو ویلي، چې د دواړو سترو روغتونونو خدمات تقریبا صفر کچې ته ټیټ شوي دي او دوی له طالبانو غوښتنه کوي چې د کندهار روغتیايي برخه دې له سقوط څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې په همدې اونۍ کې یوه ماشومه نجلۍ په کندهار کې د طبي امکاناتو له امله په چورلکه کې کابل ته ولېږدول شوه، خو د سې شنبې په ورځ یې په ستوني کې د هډوکي د بندېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ازبکستان افغانستان ته د دویم لاس موټرو پر صادرولو غور کوي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۵۴ GMT+۱
ازبکستان افغانستان ته د دویم لاس موټرو پر صادرولو غور کوي
100%

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر داوران وهابوف ویلي، هېواد یې غواړي افغانستان ته دویم لاس یا زاړه موټر صادر کړي. هغه د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیونه ښودلی او ویلي یې دي چې د زړو موټرو کلنۍ تقاضا ۲۵۰ تر ۳۰۰ زره موټرو ته رسیږي.

د ازبکستاني رسنیو د رپوټ له مخې، وهابوف د افغانستان نفوس شاوخوا ۴۰ میلیونه تنه ښودلی او ټینګار یې کړی چې دغه هېواد د زړو موټرو لوی بازار لري.

دوران وهابوف ویلي: « د زړو موټرو لپاره د افغانستان کلنۍ تقاضا له ۲۵۰ زره تر ۳۰۰ زره موټرو پورې اټکل شوې».

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د نفوس زیاتوالی او د ترانسپورت اړتیاوې د زړو موټرو بازار ته پراخ فرصتونه برابروي.

د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس له افغان لوري سره د اقتصادي همکاریو د پراخېدو هیله هم څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ازبکستان تولیدوونکي کولای شي د افغانستان اړتیاوې پوره کړي.

د راپورونو له مخې، اوس مهال افغانستان ته د زړو موټرو صادرات د سیمې له نورو هېوادونو هم کېږي، خو ازبکستان غواړي په دې برخه کې خپل رول زیات کړي او په بازار کې ونډه واخلي.

اقتصادي کارپوهان وايي، افغانستان د زړو موټرو لپاره لوی بازار لري او د نفوس له ډېرېدو سره ترانسپورټي اړتیاوې ورځ تر بلې لوړېږي.

د ازبکستان چارواکي وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې پراخېدای شي او دا به د دواړو هېوادونو اقتصاد ته ګټه ورسوي.

په کندهار کې د تېلو د پمپونو اتحادیه د تېلو ورځنۍ بیه د طالبانو د یوې کړۍ په خوښه ټاکي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۵۰ GMT+۱
•
عبدالله همیم
په کندهار کې د تېلو د پمپونو اتحادیه د تېلو ورځنۍ بیه د طالبانو د یوې کړۍ په خوښه ټاکي
100%

په ایران کې د جګړې له پیلېدو وروسته په افغانستان کې هم د تېلو بیې لوړې شوې دي. سره له دې، چې له ایران څخه افغانستان ته د تېلو صادرات دوام لري، د کندهار اوسېدونکي وايي چې یوې ځانګړې کړۍ د تېلو بیې لوړې کړې دي.

د کندهار اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې د هر لیټر تېلو بیه له ۱۲ څخه تر ۱۵ افغانۍ پورې لوړه شوې ده.

دغه کسان وايي، چې د تېلو د بیو لوړېدو لامل د ایران جګړه ګڼل کېږي، خو په سویلي ولایتونو کې د تېلو د بیو لوړېدو سره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.

افغانستان انټرنشنل په کندهار کې د تېلو له کاروبارویانو سره خبرې کړې دي. دغو کاروباریانو ویلي، چې د تېلو بیې له لوړپوړو طالبانو سره د تړلې نږدې کړۍ له لوري لوړې شوې دي.

دوی وايي، د تېلو د پمپونو په نوم اتحادیې د طالبانو په خوښه د تېلو ورځنۍ بیه ټاکي.

د دوی په خبره د تېلو یو شمېر لوی سوداګر بیا په دېره کمه اندازه تېل بازار ته عرضه کوي.

دوی وايي، یو لیټر ایراني تېل په ۵۸ افغانۍ ورته تمامیږي، خو اوس یې بیه تر ۷۰ افغانیو پوري رسېدلې.

د تېلو یوه سوداګر وویل، « د ترانسپورټ او نورو لګښتونو په حساب، چې شاوخوا ۲ افغانۍ کیږي، بیه باید تر ۵۹.۵۰ افغانیو پوري ورسېږي. که د پمپ لرونکو لپاره ۲ افغانۍ ګټه هم ورزیاته کړو، نو پرچون بیه باید شاوخوا ۶۱.۵۰ افغانۍ وي، خو په عملي ډول دا تېل په ۶۹ تر ۷۰ افغانیو پلورل کیږي، چې د هر لېټر پر سر د پام وړ اضافي ګټه اخیستل کیږي».

د تېلو کاروباریان وایي، پر هر لېټر تېلو یوازې ۰.۳۰ افغانۍ مالیه لګیږي او تر پمپ پوري د انتقال لګښت نږدې دوه افغانۍ اټکل شوی، خو بیا هم د عام بازار بیي ډیرې لوړې دي او دا بیه د تېلو د اتحادیي له خوا ټاکل کېږي.

د تېلو کاروباریان وايي، چې د ایران جګړې افغانستان ته د تېلو پر وارداتو ډېره اغېزه نه ده کړې، خو بیې د تېلو د اتحاديي او یوې طالب پلوه کړۍ له‌خوا لوړې شوې دي.

د تېلو یو کاروباري، چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، وايي:«د نیمروز او فراه په ګمرکونو کې همدا اوس هم سلګونه ټانکره تېل منتظر دي چې باید بازار ته وړاندې شي، خو ډیری وخت طالبان د کیفیت په بهانه تېل ګرځوي او کارونه یې ځنډوي. د ریګ له لارې په بوشکو کې هم تېل افغانستان ته راوړل کېږي، هغه په دومره کچه تېل دي چې ان له ایران سره د سرحدي ولایتونو لپاره بسنه کوي».

بل لور ته د ترکمنستان، روسیې او اذربایجان تېل هم د کندهار بازارونو رسیږي، چې خلک یې د ټېټ کیفیت له امله ډېر نه کاروي، خو بیې یې د ایراني تېلو په شان لوړې دي.

که څه هم د تېلو لپاره د اتحادیو له لوري بیې ټاکل کېږي، خو بیا هم په کندهار کې د تېلو بیې ثابتې نه دي. د کندهار ښار په پرتله په سپین بولدک ولسوالۍ کې د تېلو بیې د پام وړ ټیټې دي.

سرچینې وايي، چې سپین بولدک ولسوالۍ کې د تېلو بیې ځکه ټیټې دي، چې ډېره برخه تېل پر غیر قانوني لارو له ګمرکي محصول پرته دې ولسوالۍ ته راوړل کېږي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، ددغه ډول غیر قانوني تېلو په راوړلو کې یو شمېر طالب چارواکي هم خپله ونډه لري.

کندهاریان وايي، په سیمه کې د روان کړکېچ تر سیوري لاندې که د سون توکو د بیو نظارت او کنټرول په سمه توګه ونه شي، ښايي خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۹ کوډګر نیولي دي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۴۰ GMT+۱
د طالبانو امربالمعروف وزارت وایي تېره اونۍ یې ۹ کوډګر نیولي دي
100%

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۹ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو دغه وزارت تر دې وړاندې هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و. یاد وزارت تېره اونۍ په خپل اوونیز راپور کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۲۴ کوډګرو له نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي، تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۱۱۳ قضیې هم حل کړې چې په‌کې د ظلم، جبري نکاح، په بدو کې د نجونو د ورکړې، مهر، میراث او طلاق اړوند قضیې شاملې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغې ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېره یوه اونۍ کې یې له سوداګرو سره د بیو د کنټرول، د احتکار او بې‌کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي په اړه هم ۱۹۳ اصلاحي ناستې لرلې.

د نورستان په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې یو شمېر پخوانۍ سرحدي پوستې لا هم تشې دي

۲۷ وری ۱۴۰۵ - ۱۶ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د نورستان په برګمټال او کامدېش ولسوالیو کې یو شمېر پخوانۍ سرحدي پوستې لا هم تشې دي
100%

د نورستان د برګمټال او کامدېش یو شمېر قومي مشران او اوسېدونکي وايي، چې له پاکستان سره په سرحدي سیمو کې لاهم د طالبانو یو شمېر پخوانۍ پوستې تشې پرتې دي او ددې ډلې جنګیالي په کلیو او جوماتونو کې دیره دي. د قومي مشرانو په وینا، طالبانو د جګړې په لومړیو ورځو کې لس پوستې پرېیښې دي.

په تېرو دوو میاشتو کې د نورستان او کونړ ولایتونو په یو شمېر سرحدي ولسوالیو کې د امنیتي او بشري وضعیت ډېر اړخونه لاهم ناڅرګند پاتې دي. سیمه‌ییز اوسېدونکي او قومي مشران وایي، د پېښو ډول او پېچلتیا او د رسمي وضاحتونو نشتوالي وضعیت مبهم کړی دی.

د سیمې یو قومي سپین‌ږیري، چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، وویل چې وضعیت وروسته له هغې کړکېچن شو چې د روژې په میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې زیاتې شوې. د ده په وینا، پاکستاني ځواکونو په بې‌ساري شدت سره د نورستان د برګمټال او کامدېش، او د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ پر بریکوټ د درندو وسلو او توپونو بریدونه پیل کړل.

هغه زیاتوي چې په لومړیو ورځو کې د افغان لوري له ځینو پوستو محدود ځوابي بریدونه کېدل، خو دا مقاومت ورو ورو کمزوری شو او په پای کې نږدې په بشپړه توګه ودرېد. د ده په وینا، پاکستاني لوري په منظم ډول کلي، کورونه او عمومي لارې په نښه کولې، چې له امله یې ګڼ شمېر سیمې تخلیه شوې او د خلکو عادي ژوند ټپه ودرېد.

خو په ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي وايي، چې پر پاکستاني پوستو د دوی د غچ اخېستونکو بریدونو له لارې پر یو شمېر پاکستاني پوستو اکمالاتي لارې او ارنوې سړک وتړل شول او ۵۰ ورځې دغه پوستې محاصره وې.

دده په وینا، له همدې امله د برګمټال او کامدېش لار تړلې وه او د قومي جرګې د هوکړې غوښتنه هم پاکستاني ځواکونو کړې ده.

تشې پوستې او د پوښتنې وړ شاتګ

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د طالبانو ځواکونو تر لسو زیاتې پوستې او قرارګاوې پرېښودې او د ورځې په رڼا کې یې له سیمو شاتګ وکړ. د عیني شاهدانو په وینا، په داسې حال کې چې د دواړو لوریو ترمنځ واټن په ځینو ځایونو کې ډېر کم و، پر وتونکو ځواکونو هېڅ ډزې ونه شوې.

یو بل اوسېدونکی وایي: «دا صحنه داسې ښکارېده لکه له وړاندې کوم نااعلان شوی تفاهم موجود وي».

دغه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې، خو د پوستو پرېښودو او لارې تړل کېدو ځینې پوښتنې راټوکولې دي.

100%

ملکي تلفات او اقتصادي محاصره

راپورونه ښيي چې پاکستاني ځواکونو هغه موټر هم په نښه کول چې د شپې به یې د تګ هڅه کوله. د دغو بریدونو په پایله کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، که څه هم کره شمېرې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.

د لارو د تړل کېدو له امله سیمه له شدید اقتصادي فشار سره مخ شوې.

د سیمې اوسېدونکي وایي چې خوراکي توکي ختم شوي او خلک اړ شوي چې د خرو او کچرو له لارې، د سختو غرنیو لارو په کارولو، د ژوند د بقا لپاره محدود توکي راوړي.

د روغتیايي خدمتونو نشتوالي وضعیت نور هم خراب کړی. د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، ګڼ ناروغان د عاجلو درملنو د امکاناتو د نشتوالي له امله مړه شوي دي.

خلکو په وار وار د طالبانو له سیمه‌ییزو چارواکو سره اړیکه نیولې، خو د هغوی په وینا، تل ورته ویل کېدل چې « له مرکزه مرسته را روانه ده».

د کونړ او نورستان ځینو طالب چارواکو هم په شخصي ناستو کې د همکارۍ له نشتوالي شکایت کړی .د یو سیمه‌ییز چارواکي له قوله ویل کېږي: «په دوو میاشتو کې مرکز ان یو تلیفون هم راته نه دی کړی».

طالبانو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د خوراکي توکو لارۍ برګمټال او کامدېش ته رسېدلې او درې زره بوجۍ غنم او روغتیايي توکي یې لیږدولي دي.

پټه ډیپلوماسي او مشروط توافق

د سیمه ییزو سرچینو په وینا، کله چې وضعیت د بشري ناورین تر کچې ورسېد، د طالبانو ځینو استازو له سیمه‌ییزو مشرانو وغوښتل چې د پولې هغې غاړې قومي اړیکې وکاروي او د جرګې له لارې د لارو د پرانیستلو هڅه وکړي.

د سرچینو په وینا، دا غوښتنه له یو شرط سره مل وه او هغه دا و، چې د طالبانو نوم به نه اخیستل کېږي او د وضعیت حساس جزئیات به نه افشا کېږي. همدارنګه غوښتل شوي چې پاکستانی لوری سرحدي پوستو ته د طالبانو د ځواکونو د بېرته ستنېدو اجازه ورکړي.

یوه قومي مشر وویل، چې له څو ورځو مشورو او د پاکستاني پوځ له یوه چارواکي سره تر لیدنې وروسته، یو مشروط توافق رامنځته شو. خو د نوموړي په وینا، دا توافق نامتوازن و او د یو اړخ د مجبوریت ښکارندویي یې کوله.

له توافق نه بهر پاکستاني ځواکونو په شفاهي ډول د نورستان او کونړ د ناړۍ ولسوالۍ قومي مشرانو ته ویلي، چې په خپلو سیمو کې د ټي ټي پي جنګیالیو ته ځای ور نه کړي.

له هوکړې سره سره، د سیمې اوسېدونکي وایي چې ډېری پخوانۍ سرحدي پوستې لا هم تشې دي او سیمه په عملي ډول د پاکستاني ځواکونو تر مستقیم پوښښ لاندې ده. هغوی خبرداری ورکوي چې وضعیت لا هم بې‌ثباته دی او هر ډول ناڅاپي بدلون پکې ممکن دی.

د دې پېښو او ادعاوو په اړه د پاکستاني ځواکونو او طالبانو دواړو لوریو رسمي دریځونه لا هم نه دي روښانه شوي.

خو له دې ټولو مسایلو سره اوس لارې پرانېستل شوې ، یو شمېر سیمو ته خوراکي او نور روغتیايي توکي رسېدلي او د موټرو تګ او راتګ هم پیل شوی دی.