هرات د یوه بډایه تاریخي مخینې لرونکی ولایت دی چې تاریخ یې د تیموریانو تر دورې او ان تر هغې هم پخوانیو زمانو ته رسېږي. دا ښار تل د بېلابېلو کلتورونو او مذهبونو ګډه سیمه پاتې شوې ده. د هرات شیعه ګان، چې پکې هزاره ګان (لکه د بېلګې په توګه دروېشعلي خان هزاره، د هرات والي) او نور قومونه شامل دي، له ډېر پخوا راهیسې په دې ولایت کې مېشت دي او د ښار په ابادۍ، د علمونو په پراختیا او د دې سیمې د بډایه فرهنګ په وده کې یې مهم او ارزښتناک رول لوبولی دی.
په دې سیمه کې د شیعه او سني وګړو ژوند تر ډېره له مذهبي تعصباتو لیرې او د یو دودیز، صمیمي او سولهییز ګډ ژوند په چوکاټ کې روان و.
خو د وروستیو لسیزو په ترڅ کې، د جهادي ډلو له راڅرګندېدو سره دا حالت ورو ورو بدل شو. په ۱۳۸۴ کال کې په هرات کې د شیعه او سني پیروانو ترمنځ لومړنۍ خونړۍ نښته رامنځته شوه؛ هغه نښته چې د وخت حکومت د کابل څخه د ځواکونو په استولو پای ته ورسوله. که څه هم دا پېښه مهار شوه، خو د هرات د شیعه ګانو په ګډه حافظه کې یې ژوره نښه پرېښوده او د یوه مهم بدلون ټکی وګرځېد.
له دې وروسته، که څه هم د هېواد په ځینو سیمو کې مذهبي افراطیت او سختدریځي زیات شول، خو د جمهوریت په دوره کې په هرات کې د مستقیمو مذهبي شخړو بله د اندېښنې وړ پېښه راپور نه شوه.
سره له دې، بیا هم څو ځله د شیعه ګانو، په ځانګړې توګه د هزاره ګانو چې زیاتره د ښار په لوېدیځو سیمو کې مېشت دي، د ډلو لکه داعش، طالبانو او له هغوی سره د همغږو وسلهوالو ډلو له لوري د ډلهییزو وژنو شاهدان پاتې شوي یو. دا بریدونه اکثره د جوماتونو، بازارونو او نورو عامه ځایونو په بمباریو سره ترسره کېدل او د یوه ځانګړي مذهب او قوم پر وړاندې د هدفمند تاوتریخوالي روښانه بېلګه وه.
په ۱۴۰۰ کال کې د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هرات د شیعه ګانو وضعیت یوې نوې مرحلې ته داخل شو. د طالبانو سیمهییزو واکمنو په ښکاره توګه په خپلو ویناوو او لیکنو کې شیعه ګان «رافضي» بللي او د هغوی ځینې مذهبي ارزښتونه او مراسم یې «بدعت» ګڼلي دي. دا ډول اصطلاحات، چې د افراطي فکر په ادبیاتو کې اوږده مخینه لري، نور یوازې په غیر رسمي غونډو یا د پټو ډلو په اعلامیو کې نه کارېږي، بلکې د رسمي منبرونو او د طالبانو د ټاکل شوو چارواکو له خولې خپرېږي.
د شته راپورونو له مخې، په هرات کې د شیعه ګانو پر وړاندې سیاسي او ټولنیزه فضا تر ډېره حده تنګه شوې ده او په ځانګړې توګه د محرم او نیمه شعبان په میاشتو کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ځپلو ګڼ موارد ثبت شوي دي. د بېلګې په توګه، د ماتم لاریونونو سخت محدودول، د مذهبي بیرغونو او نښو لګولو مخنیوی، او حتی له هغو کسانو سره چلند چې په پټه مراسم ترسره کوي، هغه اقدامات دي چې د سیمهییزو سرچینو له خوا راپور شوي دي.
په دې منځ کې، د هرات د والي په توګه د مولي اسلامجار شتون په جدي توګه اندېښمنوونکی بلل کېږي. نوموړی چې اجرایي مسوولیت تر څنګ د «شیخ الحدیث» لقب هم لري، په خپل کتاب کې په څرګند ډول شیعه ګان «رافضي» بللي او هغوی یې د اسلام له اصلي بهیر څخه بهر ګڼلي دي. دا کتاب چې د هغه د پلویانو ترمنځ لاس په لاس کېږي، په عملي ډول په یو لیکلي او نیمه رسمي سند بدل شوی چې پکې د شیعه ګانو د نه منلو فکري بنسټونه تشریح شوي دي.
ځینې شنونکي باور لري چې کله د یوه ښار والي د شیعه مذهب پیروان د اسلام له دایرې بهر او بدعت کوونکي وبولي، نو بیا هېڅ داسې مخنیوی کوونکی ځواک نه پاتې کېږي چې ترهګرې ډلې او حتی افراطي سني عناصر د دغو خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي راوګرځوي. ځکه دغه ډلې کولای شي د والي څرګندونې، چې د طالبانو مرکزي واک یې هم تاییدوي، د یو معتبر شرعي جواز په توګه وکاروي. په داسې فضا کې، د دې فتوا پر بنسټ عمل نه یوازې د قانون خلاف نه ګڼل کېږي، بلکې د هغوی په فکري چوکاټ کې د اخرت د ثواب لامل هم بلل کېږي.
له همدې امله، د هرات د انجیل ولسوالۍ د جمعې ورځې برید چې پکې یو شمېر شیعه وګړي ووژل شول او ټپیان شول، او همدارنګه د تېرو څلورو کلونو ورته نور بریدونه، د طالبانو له فکري چوکاټ او په ځانګړې توګه د هرات د سیمهییزې ادارې له دریځ پرته نه شي تحلیل کېدای.
همدارنګه د هرات د ګذرې ولسوالۍ د محمدیه ښارګوټي برید، چې پکې څو تنه د دیني عالمانو او عادي شیعه وګړو ژوند واخیستل شو، تر اوسه پرته له هر ډول رسمي پوښتنې او حسابورکولو دباندې پاتې دی. نه یوازې دا چې د دې برید عاملین نیول شوي نه دي، بلکې حتی د طالبانو له خوا د غندنې کومه اعلامیه یا د تعقیب ژمنه هم نه ده شوې.
دا ماناداره چوپتیا خپله د یوه څرګند پیغام په توګه عمل کوي: د شیعه ګانو وینه هېڅ ارزښت نه لري. د سیمهییزو سرچینو په وینا، په دې ښار کې د یو شمېر شیعه عالمانو وژل کېدل د طالبانو د ځواکونو د غبرګون له نظره د «یوې ورکې» په اندازه هم نه دي ارزول شوي.
حتی د شیعه ګانو او هزاره ګانو د نیولو او ځورولو پېښې، د داسې کمزورو او بېاهمیته پلمو له مخې لکه یوه ورځ ناوخته اختر کول (چې د سپوږمۍ د لیدلو د اختلاف له امله وي)، د طالبانو د ځینو ځواکونو له خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر تر نوم لاندې توجیه شوي دي. دا په دې معنا ده چې حتی واړه فقهي اختلافونه هم د تاوتریخوالي او محدودیت لپاره پلمه ګرځېدلی شي.
د دې ټولو فکري او جوړښتي عواملو تر څنګ، یاد بریدونه د هرات د شیعه ګانو او هزاره ګانو لپاره پراخې، ژورې او پرلهپسې پایلې لري چې ځینې یې ښايي بېرته نه راګرځېدونکې وي:
لومړی: د امنیت احساس؛ تدریجي له منځه تګ او د ورځني ژوند د بڼې بدلون
تر ټولو لومړنۍ او څرګنده پایله د فردي او ټولیز امنیت د احساس له منځه تګ دی. د شیعه مذهب پیروان نور هېڅ ځای او هېڅ وخت ځانونهی خوندي نه ګڼي. دا حالت ورو ورو د هغوی د ورځني ژوند بڼه په بنسټیز ډول بدله کړې ده.
د بېلګې په توګه، ډېری شیعه ګان د شپې له تګ راتګ څخه ډډه کوي، له ګڼهګوڼې ډکو بازارونو ته یې تګ کم کړی، خپل ماشومان ځینو ښوونځیو ته له لېږلو منع کوي، او حتی په خپلو مذهبي مراسمو کې چې د هغوی د هویت مهمه برخه وه، له سختو امنیتي احتیاطي تدابیرو کار اخلي.
دا بدلون نور لنډمهاله نه دی، بلکې د یوه نوي عادي حالت بڼه یې غوره کړې ده.
دویم: منظمه او پټه کډوالي د یوه دوامداره بهیر په توګه
د اندازه کېدونکو او مستندو پایلو له ډلې یوه هم د شیعه ګانو، په ځانګړې توګه د هزاره ګانو، د کډوالۍ زیاتوالی دی. ډېر یې بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او اروپایي هېوادونو ته کډه کېږي. دا کډوالي اکثره پټه او بېغږه ترسره کېږي، خو اغېزې یې به په راتلونکي کې ډېرې ژورې وي.
په اوږدمهال کې به دا بهیر د هرات تاریخي نفوسي جوړښت د یوه ځانګړي مذهب په ګټه بدل کړي او هغه قومي او مذهبي تنوع چې د دې ښار هویت و، ورو ورو به لهمنځه ولاړه شي.
درېیم: د سزا نشتوالي له مله د تاوتریخوالي دوام او بیا تولید
د بریدونو تکرار، پرته له دې چې عاملین یې ونیول شي، محاکمه شي او یا لږ تر لږه په رسمي ډول وغندل شي، د تاوتریخوالي یوه دوامداره کړۍ رامنځته کوي. په داسې فضا کې هر بېسزا برید د بل برید لپاره یو ډول اجازه بلل کېږي.
د سزاوو دا نشتوالی نه یوازې د تنظیم شوو ترهګرو ډلو له خوا، بلکې د عادي افراطي کسانو له خوا هم د یو عادي حالت په توګه منل کېږي. په بل عبارت، نظام نه یوازې تاوتریخوالی نه دروي، بلکې د خپلې چوپتیا او بېپروايۍ له لارې ورته مشروعیت هم ورکوي. ځینې شنونکي دا وضعیت «د نظام تر سیوري لاندې تاوتریخوالی» بولي؛ یعنې داسې حالت چې پکې نظام په ښکاره د تاوتریخوالي عامل نه وي، خو د عاملینو په نه مجازات کولو سره یې زمینه برابروي.
حتی ځینې سیاسي او پوځي جریانونه او کارپوهان اوسنی وضعیت د طالبانو د مستقیمو کړنو پایله ګڼي.
څلورم: د واک په جوړښت کې د مذهبي رټلو ټینګښت او د تبعیض بنسټیز کېدل
کله چې د یوه ولایت تر ټولو لوړ اجرایي چارواکی یوه ډله وګړي «کافران یا “رافضیان» وبولي، دا یوازې شخصي نظر نه وي، بلکې په رسمي دریځ بدلېږي او د هماغه ولایت د ټول اداري او قضایي سیسټم لپاره د عمل لارښود ګرځي. د دې دریځ عملي پایله دا ده چې شیعه ګان له عدالته، عامه خدمتونو او سیاسي مشارکته په عملي ډول محرومېږي.
د بېلګې په توګه، که یو شیعه وګړی له یوه سني څخه شکایت وکړي، نو سیمهییز قاضي چې د همدې فکري چوکاټ تر اغېز لاندې وي، ښايي د هغه شکایت جدي ونه نیسي. یا که یو شیعه استاد غواړي د هرات په پوهنتون کې تدریس وکړي، نو د ګومارنې په بهیر کې له تبعیض سره مخ کېږي. حتی د بشري مرستو وېش هم تر دې تبعیض اغېزمن کېدای شي، ځکه دا مرستې اکثره د همدغو سیمهییزو چارواکو له لارې وېشل کېږي چې ښايي د دوی په اند ریښتینو مسلمانانو (یعنې سنیانو) ته لومړیتوب ورکړي.
پنځم: د ټولنیزې پانګې ویجاړېدل او د تاریخي ګډ ژوند زوال
تر ټولو ژوره او اوږدمهاله پایله د هغه متقابل باور له منځه تګ دی چې د پېړیو په اوږدو کې د هرات د شیعه او سني ترمنځ جوړ شوی و. هغه تاریخي ګډ ژوند چې کلونه کلونه وخت یې نیولی و تر څو د یو ټولنیز دود په توګه ټینګ شي، په څو کلونو کې د طالبانو د تبعیضي سیاستونو، د سیمهییزو چارواکو د توندو ویناوو او پرلهپسې ترهګریزو بریدونو له امله لهمنځه تللی او پر ځای یې شک، انزوا او وېش رامنځته شوی دی.
نن ورځ په هرات کې شیعه مېشتې او سني مېشتې سیمې تر پخوا ډېرې جلا شوي دي. د دې سیمو ترمنځ تګ راتګ کم شوی، ګډ ودونه کم شوي، او حتی د بېلابېلو مذهبونو ترمنځ ورځني خبرې اترې هم له وېرې او احتیاط سره مل دي.
دا د ټولنیز باور زوال داسې لګښت دی چې راتلونکي نسلونه به یې هم پرې کوي، ځکه د له لاسه وتلي باور بیا رغول لسیزې وخت غواړي. بېشکه دا حالت به په ټول افغانستان کې د خلکو ترمنځ ټولنیزې اړیکې نورې هم پېچلې کړي.
شپږم: د شیعه هویت بیا تعریف د قربانۍ پر محور او رواني-ټولنیزه انزوا
پرلهپسې بریدونه او د رسمي ملاتړ نشتوالی د هرات د شیعه ګانو ګډ هویت ورو ورو بدلوي. هغوی نور ځانونه د دې ښار د بشپړو حقونو لرونکي وګړي نه ګڼي، بلکې ځانونه د خطر لاندې او بې ملاتړه ټولنه بولي. دا بدلون ژورې رواني او ټولنیزې پایلې لري: د بېوسۍ احساس زیاتېږي، ځانباوري کمېږي، او دا فکر پیاوړی کېږي چې «موږ دویمه درجه وګړي یو».
په داسې چاپېریال کې لویېدونکی ځوان نسل یا د انزوا او کډوالۍ لاره غوره کوي، یا د غبرګوني سختدریځۍ پر لور ځي، چې دا خپله کولای شي نور تاوتریخوالی هم وزېږوي.
په پای کې، هغه څه چې هرات یې له یوه تاریخي، سولهییز ګډ ژوند لرونکي ښار څخه د شیعه ګانو لپاره په یو له خطرونو ډک او له جوړښتي پلوه زیانمن ځای بدل کړی، یوازې څو ترهګریز بریدونه نه دي؛ بلکې دا بریدونه یوازې د یخنۍ د غره سر دی.
هغه څه چې تر دې لاندې پټ دي، د څلورو بنسټیزو عواملو ګډه پایله ده: د سیمهییزې واکمنۍ د شیعه ضد رسمي فکري چوکاټ، د د مجازاتو د نشتوالي سیستماتیک حالت او د تاوتریخوالي پټ تشویق، د قدرت په بنسټونو کې د مذهبي رټلو ټینګښت، او د ښار د ټولنیز جوړښت د مذهبي کرښو پر بنسټ بیا جوړول پکې شامل دي.
تر هغه چې دا بنسټیز عوامل پر خپل ځای پاتې وي، د هرات شیعه ګان به نه یوازې د ترهګرو ډلو تر ګواښ لاندې وي، بلکې د یوه داسې نابرابر نظام تر سیوري لاندې به ژوند کوي چې پکې د هغوی ژوند، مال او حقونه په سیستماتیک ډول چندان ارزښت نه لري.
د دې وضعیت بدلون یوازې د بریدونو په درولو نه، بلکې د واکمنۍ په فکر، وینا او عمل کې بنسټیز بدلون ته اړتیا لري؛ هغه بدلون چې د طالبانو د اوسني جوړښت په شتون کې، په ځانګړې توګه په هرات کې ډېر لیرې او ناممکن ښکاري.