• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په غچ اخیستونکو بریدونو کې ۱۳ پاکستاني پوځیان وژل شوي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۵۵ GMT+۱

په ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو رسنیز دفتر ویلي، د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې یې د «ردالظلم» غچ اخیستونکو بریدونو پرمهال ۱۳ پاکستاني پوځیان وژلي او ۲ نور یې ټپیان کړي دي. یاد دفتر زیاته کړې، چې دغه بریدونه یې پر کونړ د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې کړي.

د طالبانو یادې قول اردو رسنیز دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د وري ۲۵مه) ویلي، د پاکستان پوځ د توپونو بریدونو په غبرګون کې دوی د کونړ ولایت اړوند پر ډیورنډ کرښه د «ردالظلم غچ‌اخیستونکي» بریدونه کړي.

یاد رسنیز دفتر ویلي، د لومړۍ سرحدي لوا د غچ اخیستونکو عملیاتو پرمهال د پاکستان ۲ټانکونه، ۲پوستې، یوه څارګره کمره او یوشمېر نور تجهیزات له‌منځه وړل شوي دي.

دوی زیاته کړې:« د شلتن ولسوالۍ اړوند سرکي سر باندې د پاکستاني پوځيانو په ټانګ پوسته د ډرون څلور انداختونه کړي»؛ خو د اوښتو تلفاتو په اړه یې څه نه‌دي ویلي. طالبانو ویلي، پاکستاني لوري په تېرو ۲۴ساعتونو کې د توپونو او درنو وسلو ۱۴۲ مرمۍ توغولې او دوه د ډرون بریدونه یې کړي، چې چاته په‌کې زیانه نه‌دی اوښتی.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د طالبانو د څلورو چارواکو معلومات تازه کړي

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۵۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې اعلان کړی، چې د طالبانو د څلورو چارواکو په اړه یې د بندیزونو په نوملړ کې معلومات تازه کړي.

په دغه نوملړ کې د طالبانو د رییس‌الوزرا محمد حسن اخند، د هغه د مرستیال عبدالغني برادر، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د کانونو وزیر هدایت‌الله بدري معلومات تازه شوي دي.
دغه کسان مخکې هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا تر بندیزونو لاندې وو؛ خو په نويو بدلونونو کې د هغوی د هویت او رسمي اسنادو اړوند معلومات اصلاح او زیات شوي دي.

د بندیزونو کمېټې د تېرکال د کب میاشتې په وروستیو کې هم د طالبانو د ۲۲ لوړپوړو چارواکو تازه شوی نوملړ، له ژوندلیکونو سره یو ځای خپور کړی و. په دغه بندیزونو کې نور طالب چارواکي لکه سراج‌الدین حقاني، مولوي عبدالکبیر، عبداللطیف منصور، محمد فاضل مظلوم، عبدالباقي حقاني، دین محمد حنیف، قدرت‌الله جمال، نورالدین ترابي، محمد عیسی اخند، نجیب‌الله حقاني، نورمحمد ثاقب، عبدالحق وثیق او خیرالله خیرخواه هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه بندیزونه د ۱۹۸۸ پرېکړه‌لیک له مخې لګولي دي، چې له مخې یې یاد کسان یوازې د امنیت شورا په رسمي اجازه غړو هېوادونو ته سفر کولای شي. دغه بندیزونه پر هغو کسانو لګول کېږي، چې په تاوتریخوالي کې ښکېل وي، وسلې برابروي، جنګیالي جذبوي یا د افغانستان د سولې او ټیکاو پرضد د فعالیتونو ملاتړ کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېر کال (د سلواغې په ۲۳مه) د طالبانو پر ضد د بندیزونو د څار ډلې ماموریت د یو بل کال لپاره وغځاوه. طالبانو د خپلې واکمنۍ په تېرو څلورو کلونو کې څو ځلې د دغه بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه کړې؛ خو په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیت، د ښځو پر وړاندې تبعیض او د ټول‌ګډونه حکومت نشتوالي له امله دغه بندیزونه لاهم پر ځای پاتې دي.

د بشري حقونو بنسټونو د طالبانو له زندانه د درېیو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۲۸ GMT+۱

د افغانستان د مدني ټولنو او بشري حقونو بنسټونو (ICSHRA) د طالبانو په بند کې د درېیو افغان خبریالانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، حمید فرهادي، احمد شکېب نظري او بشیر هاتف چې دا مهال د طالبانو په بند کې دي؛ له سختو روغتیايي، روحي او رواني ستونزو سره مخ دي.

دوی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې دغه خبریالان له شکنجې سره مخ دي. یاد بنسټ ټینګار کړی، چې د خبریالانو دوامداره بند د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د بیان ازادۍ او معلوماتو ته د لاسرسي ښکاره سرغړونه ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، خبریالي جرم نه دی؛ بلکې د ازادو او پرمختللو ټولنو له بنسټیزو ارزښتونو شمېرل کېږي. دغه بنسټ همدارنګه ویلي، چې له بنسټیزو حقونو د خبریالانو بې‌برخې کېدل د نړۍوالو قوانینو، انساني ارزښتونو او اسلامي اصولو خلاف عمل دی.

په خبرپاڼه کې له نړۍوالو بنسټونو په ځانګړي ډول د رسنیو د ازادۍ او بشري حقونو له ملاتړو ادارو غوښتنه شوې، چې د دغه خبریالانو د خوشې کېدو لپاره بېړني او عملي ګامونه پورته کړي.

دغه بنسټ غوښتنه کړې، چې یاد خبریالان باید بې له قید او شرطه خوشې شي، هغوی ته دې د مدافع وکیل لاسرسی برابر شي، دوسیو ته دې عادلانه رسېدنه وشي او د اړتیا په صورت کې دې خوندي هېوادونو ته ولېږدول شي.

دوی په پای کې خبرداری ورکړی، چې د دغه ډول اقداماتو دوام به په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت نور هم کړېکچن کړي او د نړۍوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

هرات د ګډو مذهبونو ټاټوبی؛ شیعه وګړو پر وړاندې د ترهګریزو بریدونو پېغامونه او امنیتي پایلې

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۵۴ GMT+۱
•
بسم الله تابان

هرات چې تر وروستیو دوو لسیزو مخکې د اسلامي مذهبونو ترمنځ د سوله‌ییز ګډ ژوند یو څرګند سمبول ګڼل کېده، اوس د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د یوه ځانګړي مذهب او قوم پر وړاندې د هدفي تاوتریخوالي په مهم مرکز بدل شوی دی.

هرات د یوه بډایه تاریخي مخینې لرونکی ولایت دی چې تاریخ یې د تیموریانو تر دورې او ان تر هغې هم پخوانیو زمانو ته رسېږي. دا ښار تل د بېلابېلو کلتورونو او مذهبونو ګډه سیمه پاتې شوې ده. د هرات شیعه ګان، چې پکې هزاره ګان (لکه د بېلګې په توګه دروېش‌علي خان هزاره، د هرات والي) او نور قومونه شامل دي، له ډېر پخوا راهیسې په دې ولایت کې مېشت دي او د ښار په ابادۍ، د علمونو په پراختیا او د دې سیمې د بډایه فرهنګ په وده کې یې مهم او ارزښتناک رول لوبولی دی.

په دې سیمه کې د شیعه او سني وګړو ژوند تر ډېره له مذهبي تعصباتو لیرې او د یو دودیز، صمیمي او سوله‌ییز ګډ ژوند په چوکاټ کې روان و.

خو د وروستیو لسیزو په ترڅ کې، د جهادي ډلو له راڅرګندېدو سره دا حالت ورو ورو بدل شو. په ۱۳۸۴ کال کې په هرات کې د شیعه او سني پیروانو ترمنځ لومړنۍ خونړۍ نښته رامنځته شوه؛ هغه نښته چې د وخت حکومت د کابل څخه د ځواکونو په استولو پای ته ورسوله. که څه هم دا پېښه مهار شوه، خو د هرات د شیعه ګانو په ګډه حافظه کې یې ژوره نښه پرېښوده او د یوه مهم بدلون ټکی وګرځېد.

له دې وروسته، که څه هم د هېواد په ځینو سیمو کې مذهبي افراطیت او سخت‌دریځي زیات شول، خو د جمهوریت په دوره کې په هرات کې د مستقیمو مذهبي شخړو بله د اندېښنې وړ پېښه راپور نه شوه.

سره له دې، بیا هم څو ځله د شیعه ګانو، په ځانګړې توګه د هزاره ګانو چې زیاتره د ښار په لوېدیځو سیمو کې مېشت دي، د ډلو لکه داعش، طالبانو او له هغوی سره د همغږو وسله‌والو ډلو له لوري د ډله‌ییزو وژنو شاهدان پاتې شوي یو. دا بریدونه اکثره د جوماتونو، بازارونو او نورو عامه ځایونو په بمباریو سره ترسره کېدل او د یوه ځانګړي مذهب او قوم پر وړاندې د هدفمند تاوتریخوالي روښانه بېلګه وه.

په ۱۴۰۰ کال کې د جمهوریت له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د هرات د شیعه ګانو وضعیت یوې نوې مرحلې ته داخل شو. د طالبانو سیمه‌ییزو واکمنو په ښکاره توګه په خپلو ویناوو او لیکنو کې شیعه ګان «رافضي» بللي او د هغوی ځینې مذهبي ارزښتونه او مراسم یې «بدعت» ګڼلي دي. دا ډول اصطلاحات، چې د افراطي فکر په ادبیاتو کې اوږده مخینه لري، نور یوازې په غیر رسمي غونډو یا د پټو ډلو په اعلامیو کې نه کارېږي، بلکې د رسمي منبرونو او د طالبانو د ټاکل شوو چارواکو له خولې خپرېږي.

د شته راپورونو له مخې، په هرات کې د شیعه ګانو پر وړاندې سیاسي او ټولنیزه فضا تر ډېره حده تنګه شوې ده او په ځانګړې توګه د محرم او نیمه شعبان په میاشتو کې د مذهبي مراسمو پر مهال د ځپلو ګڼ موارد ثبت شوي دي. د بېلګې په توګه، د ماتم لاریونونو سخت محدودول، د مذهبي بیرغونو او نښو لګولو مخنیوی، او حتی له هغو کسانو سره چلند چې په پټه مراسم ترسره کوي، هغه اقدامات دي چې د سیمه‌ییزو سرچینو له خوا راپور شوي دي.

په دې منځ کې، د هرات د والي په توګه د مولي اسلام‌جار شتون په جدي توګه اندېښمنوونکی بلل کېږي. نوموړی چې اجرایي مسوولیت تر څنګ د «شیخ الحدیث» لقب هم لري، په خپل کتاب کې په څرګند ډول شیعه ګان «رافضي» بللي او هغوی یې د اسلام له اصلي بهیر څخه بهر ګڼلي دي. دا کتاب چې د هغه د پلویانو ترمنځ لاس په لاس کېږي، په عملي ډول په یو لیکلي او نیمه رسمي سند بدل شوی چې پکې د شیعه ګانو د نه منلو فکري بنسټونه تشریح شوي دي.

ځینې شنونکي باور لري چې کله د یوه ښار والي د شیعه مذهب پیروان د اسلام له دایرې بهر او بدعت کوونکي وبولي، نو بیا هېڅ داسې مخنیوی کوونکی ځواک نه پاتې کېږي چې ترهګرې ډلې او حتی افراطي سني عناصر د دغو خلکو پر وړاندې له تاوتریخوالي راوګرځوي. ځکه دغه ډلې کولای شي د والي څرګندونې، چې د طالبانو مرکزي واک یې هم تاییدوي، د یو معتبر شرعي جواز په توګه وکاروي. په داسې فضا کې، د دې فتوا پر بنسټ عمل نه یوازې د قانون خلاف نه ګڼل کېږي، بلکې د هغوی په فکري چوکاټ کې د اخرت د ثواب لامل هم بلل کېږي.

له همدې امله، د هرات د انجیل ولسوالۍ د جمعې ورځې برید چې پکې یو شمېر شیعه وګړي ووژل شول او ټپیان شول، او همدارنګه د تېرو څلورو کلونو ورته نور بریدونه، د طالبانو له فکري چوکاټ او په ځانګړې توګه د هرات د سیمه‌ییزې ادارې له دریځ پرته نه شي تحلیل کېدای.

همدارنګه د هرات د ګذرې ولسوالۍ د محمدیه ښارګوټي برید، چې پکې څو تنه د دیني عالمانو او عادي شیعه وګړو ژوند واخیستل شو، تر اوسه پرته له هر ډول رسمي پوښتنې او حساب‌ورکولو دباندې پاتې دی. نه یوازې دا چې د دې برید عاملین نیول شوي نه دي، بلکې حتی د طالبانو له خوا د غندنې کومه اعلامیه یا د تعقیب ژمنه هم نه ده شوې.

دا ماناداره چوپتیا خپله د یوه څرګند پیغام په توګه عمل کوي: د شیعه ګانو وینه هېڅ ارزښت نه لري. د سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، په دې ښار کې د یو شمېر شیعه عالمانو وژل کېدل د طالبانو د ځواکونو د غبرګون له نظره د «یوې ورکې» په اندازه هم نه دي ارزول شوي.

حتی د شیعه ګانو او هزاره ګانو د نیولو او ځورولو پېښې، د داسې کمزورو او بې‌اهمیته پلمو له مخې لکه یوه ورځ ناوخته اختر کول (چې د سپوږمۍ د لیدلو د اختلاف له امله وي)، د طالبانو د ځینو ځواکونو له خوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر تر نوم لاندې توجیه شوي دي. دا په دې معنا ده چې حتی واړه فقهي اختلافونه هم د تاوتریخوالي او محدودیت لپاره پلمه ګرځېدلی شي.

د دې ټولو فکري او جوړښتي عواملو تر څنګ، یاد بریدونه د هرات د شیعه ګانو او هزاره ګانو لپاره پراخې، ژورې او پرله‌پسې پایلې لري چې ځینې یې ښايي بېرته نه راګرځېدونکې وي:

لومړی: د امنیت احساس؛ تدریجي له منځه تګ او د ورځني ژوند د بڼې بدلون
تر ټولو لومړنۍ او څرګنده پایله د فردي او ټولیز امنیت د احساس له منځه تګ دی. د شیعه مذهب پیروان نور هېڅ ځای او هېڅ وخت ځانونهی خوندي نه ګڼي. دا حالت ورو ورو د هغوی د ورځني ژوند بڼه په بنسټیز ډول بدله کړې ده.

د بېلګې په توګه، ډېری شیعه ګان د شپې له تګ راتګ څخه ډډه کوي، له ګڼه‌ګوڼې ډکو بازارونو ته یې تګ کم کړی، خپل ماشومان ځینو ښوونځیو ته له لېږلو منع کوي، او حتی په خپلو مذهبي مراسمو کې چې د هغوی د هویت مهمه برخه وه، له سختو امنیتي احتیاطي تدابیرو کار اخلي.

دا بدلون نور لنډمهاله نه دی، بلکې د یوه نوي عادي حالت بڼه یې غوره کړې ده.

دویم: منظمه او پټه کډوالي د یوه دوامداره بهیر په توګه
د اندازه کېدونکو او مستندو پایلو له ډلې یوه هم د شیعه ګانو، په ځانګړې توګه د هزاره ګانو، د کډوالۍ زیاتوالی دی. ډېر یې بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه ایران او اروپایي هېوادونو ته کډه کېږي. دا کډوالي اکثره پټه او بې‌غږه ترسره کېږي، خو اغېزې یې به په راتلونکي کې ډېرې ژورې وي.

په اوږدمهال کې به دا بهیر د هرات تاریخي نفوسي جوړښت د یوه ځانګړي مذهب په ګټه بدل کړي او هغه قومي او مذهبي تنوع چې د دې ښار هویت و، ورو ورو به له‌منځه ولاړه شي.

درېیم: د سزا نشتوالي له مله د تاوتریخوالي دوام او بیا تولید
د بریدونو تکرار، پرته له دې چې عاملین یې ونیول شي، محاکمه شي او یا لږ تر لږه په رسمي ډول وغندل شي، د تاوتریخوالي یوه دوامداره کړۍ رامنځته کوي. په داسې فضا کې هر بې‌سزا برید د بل برید لپاره یو ډول اجازه بلل کېږي.

د سزاوو دا نشتوالی نه یوازې د تنظیم شوو ترهګرو ډلو له خوا، بلکې د عادي افراطي کسانو له خوا هم د یو عادي حالت په توګه منل کېږي. په بل عبارت، نظام نه یوازې تاوتریخوالی نه دروي، بلکې د خپلې چوپتیا او بې‌پروايۍ له لارې ورته مشروعیت هم ورکوي. ځینې شنونکي دا وضعیت «د نظام تر سیوري لاندې تاوتریخوالی» بولي؛ یعنې داسې حالت چې پکې نظام په ښکاره د تاوتریخوالي عامل نه وي، خو د عاملینو په نه مجازات کولو سره یې زمینه برابروي.

حتی ځینې سیاسي او پوځي جریانونه او کارپوهان اوسنی وضعیت د طالبانو د مستقیمو کړنو پایله ګڼي.

څلورم: د واک په جوړښت کې د مذهبي رټلو ټینګښت او د تبعیض بنسټیز کېدل
کله چې د یوه ولایت تر ټولو لوړ اجرایي چارواکی یوه ډله وګړي «کافران یا “رافضیان» وبولي، دا یوازې شخصي نظر نه وي، بلکې په رسمي دریځ بدلېږي او د هماغه ولایت د ټول اداري او قضایي سیسټم لپاره د عمل لارښود ګرځي. د دې دریځ عملي پایله دا ده چې شیعه ګان له عدالته، عامه خدمتونو او سیاسي مشارکته په عملي ډول محرومېږي.

د بېلګې په توګه، که یو شیعه وګړی له یوه سني څخه شکایت وکړي، نو سیمه‌ییز قاضي چې د همدې فکري چوکاټ تر اغېز لاندې وي، ښايي د هغه شکایت جدي ونه نیسي. یا که یو شیعه استاد غواړي د هرات په پوهنتون کې تدریس وکړي، نو د ګومارنې په بهیر کې له تبعیض سره مخ کېږي. حتی د بشري مرستو وېش هم تر دې تبعیض اغېزمن کېدای شي، ځکه دا مرستې اکثره د همدغو سیمه‌ییزو چارواکو له لارې وېشل کېږي چې ښايي د دوی په اند ریښتینو مسلمانانو (یعنې سنیانو) ته لومړیتوب ورکړي.

پنځم: د ټولنیزې پانګې ویجاړېدل او د تاریخي ګډ ژوند زوال
تر ټولو ژوره او اوږدمهاله پایله د هغه متقابل باور له منځه تګ دی چې د پېړیو په اوږدو کې د هرات د شیعه او سني ترمنځ جوړ شوی و. هغه تاریخي ګډ ژوند چې کلونه کلونه وخت یې نیولی و تر څو د یو ټولنیز دود په توګه ټینګ شي، په څو کلونو کې د طالبانو د تبعیضي سیاستونو، د سیمه‌ییزو چارواکو د توندو ویناوو او پرله‌پسې ترهګریزو بریدونو له امله له‌منځه تللی او پر ځای یې شک، انزوا او وېش رامنځته شوی دی.

نن ورځ په هرات کې شیعه مېشتې او سني مېشتې سیمې تر پخوا ډېرې جلا شوي دي. د دې سیمو ترمنځ تګ راتګ کم شوی، ګډ ودونه کم شوي، او حتی د بېلابېلو مذهبونو ترمنځ ورځني خبرې اترې هم له وېرې او احتیاط سره مل دي.

دا د ټولنیز باور زوال داسې لګښت دی چې راتلونکي نسلونه به یې هم پرې کوي، ځکه د له لاسه وتلي باور بیا رغول لسیزې وخت غواړي. بې‌شکه دا حالت به په ټول افغانستان کې د خلکو ترمنځ ټولنیزې اړیکې نورې هم پېچلې کړي.

شپږم: د شیعه هویت بیا تعریف د قربانۍ پر محور او رواني-ټولنیزه انزوا
پرله‌پسې بریدونه او د رسمي ملاتړ نشتوالی د هرات د شیعه ګانو ګډ هویت ورو ورو بدلوي. هغوی نور ځانونه د دې ښار د بشپړو حقونو لرونکي وګړي نه ګڼي، بلکې ځانونه د خطر لاندې او بې ملاتړه ټولنه بولي. دا بدلون ژورې رواني او ټولنیزې پایلې لري: د بې‌وسۍ احساس زیاتېږي، ځان‌باوري کمېږي، او دا فکر پیاوړی کېږي چې «موږ دویمه درجه وګړي یو».

په داسې چاپېریال کې لویېدونکی ځوان نسل یا د انزوا او کډوالۍ لاره غوره کوي، یا د غبرګوني سخت‌دریځۍ پر لور ځي، چې دا خپله کولای شي نور تاوتریخوالی هم وزېږوي.
په پای کې، هغه څه چې هرات یې له یوه تاریخي، سوله‌ییز ګډ ژوند لرونکي ښار څخه د شیعه ګانو لپاره په یو له خطرونو ډک او له جوړښتي پلوه زیان‌من ځای بدل کړی، یوازې څو ترهګریز بریدونه نه دي؛ بلکې دا بریدونه یوازې د یخنۍ د غره سر دی.

هغه څه چې تر دې لاندې پټ دي، د څلورو بنسټیزو عواملو ګډه پایله ده: د سیمه‌ییزې واکمنۍ د شیعه ضد رسمي فکري چوکاټ، د د مجازاتو د نشتوالي سیستماتیک حالت او د تاوتریخوالي پټ تشویق، د قدرت په بنسټونو کې د مذهبي رټلو ټینګښت، او د ښار د ټولنیز جوړښت د مذهبي کرښو پر بنسټ بیا جوړول پکې شامل دي.

تر هغه چې دا بنسټیز عوامل پر خپل ځای پاتې وي، د هرات شیعه ګان به نه یوازې د ترهګرو ډلو تر ګواښ لاندې وي، بلکې د یوه داسې نابرابر نظام تر سیوري لاندې به ژوند کوي چې پکې د هغوی ژوند، مال او حقونه په سیستماتیک ډول چندان ارزښت نه لري.

د دې وضعیت بدلون یوازې د بریدونو په درولو نه، بلکې د واکمنۍ په فکر، وینا او عمل کې بنسټیز بدلون ته اړتیا لري؛ هغه بدلون چې د طالبانو د اوسني جوړښت په شتون کې، په ځانګړې توګه په هرات کې ډېر لیرې او ناممکن ښکاري.

ادریس ستانکزی: د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز د جاهلیت زمانې نوې بېلګه ده

۲۵ وری ۱۴۰۵ - ۱۴ اپریل ۲۰۲۶، ۰۰:۳۳ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د کورنیو چارو وزارت سلاکار ادریس ستانکزي، د طالبانو پر تګلارو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده کړو بندیز د جاهلیت د زمانې له کړنو سره ورته والی لري.

نوموړي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې طالبان یوازې د څوارلس سوه کلونو نه، بلکې د پنځلس سوه کلونو وروسته پاتې فکر لري چې له اسلام وړاندې د جاهلیت د دورې له چلندونو سره ورته والی ښيي.

د هغه په وینا، لکه څنګه چې د جاهلیت په زمانه کې ځینو عرب وګړو خپلې لوڼې ژوندۍ خښولې، هم هغه راز نن په افغانستان کې نجونې له زده‌کړو او ښوونځیو څخه محرومې شوې دي.

ادریس ستانکزي زیاته کړې، که اسلام په اوسني وخت کې نازل شوی وای، نو د پخوانیو عربانو د نجونو د خښولو پر ځای به د افغانستان د نجونو د تعلیم بندیز د جاهلیت د بېلګې په توګه یادېده.

د یادولو وړ ده، چې د طالبانوله بیا واک ته رسېدو وروسته، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو پراخ محدودیتونه لګول شوي دي. نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوې او د پوهنتونونو دروازې هم د هغوی پرمخ تړل شوې دي.

نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په وار وار د دې پرېکړو غندنه کړې او دا یې د نجونو د اساسي حقونو ښکاره نقض بللی دی.

شنونکي وايي، د نجونو د زده کړو دوامداره بندیز نه یوازې د فردي پرمختګ مخه نیسي، بلکې د هېواد پر ټولنیز او اقتصادي راتلونکي هم ژور منفي اغېز کوي.

سره له دې، طالبانو تر اوسه د دغو محدودیتونو د پای ته رسولو په اړه کوم واضح مهالوېش نه دی وړاندې کړی.

ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړو کې ۵۲ سلنه زیانمنې ښځې دي

۲۴ وری ۱۴۰۵ - ۱۳ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۱۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د طالبان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله له ۹۰زره ډېر کسان اغېزمن شوي، چې له نیمایي څخه زیات یې ښځې او نجونې دي.

د راپور له مخې، د فبرورۍ له پای راهیسې په دغو نښتو کې لږ تر لږه ۴۷زره ۶۰۴ښځې او نجونې او ۴۲زره ۳۰۳نارینه او هلکان زیانمن شوي دي.

یاده اداره وايي، دغه نښتې، هوايي بریدونه، توپچي ډزې او ډرون بریدونه د افغانستان په لسو ولایتونو، کابل، کندهار، خوست، کونړ، لغمان، ننګرهار، نورستان، پروان، پکتیا او پکتیکا کې پراخ اغېز کړی دی.

راپور زیاتوي، چې د زیانمنو کورنیو شاوخوا ۸سلنه ښځې سرپرستې دي او په ټولیز ډول ۱۱زره ۳۶۸کورنۍ اغېزمنې شوې دي، چې له دې ډلې ۹۳۵کورنۍ د ښځو له خوا رهبري کېږي.

دغه ادارې همدارنګه ویلي، چې د مرستو په ارزونو کې د ښځینه مرستندویانو ګډون په جنوبي ختیځو سیمو کې یا خو محدود و او یا یې هم هېڅ شتون نه درلود.

راپور زیاتوي، سره له دې چې په ځینو سیمو کې ځايي طالب چارواکو ښځینه کارکوونکو ته د فعالیت اجازه ورکړې وه، خو د وسایلو او لوژستیک کمښت، په ځانګړي ډول د ترانسپورتي امکاناتو نشتوالی، د هغوی د لاسرسي خنډ ګرځېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې دغه نښتې د طالبانو له خوا د ښځو پر حقونو او ازادیو لګېدلو نورو محدودیتونو سره یو ځای د ښځو وضعیت لا نور خراب کړی دی، په ځانګړي ډول د سفر، کار، عامه ژوند کې ګډون او ټولنیز حضور په برخو کې.