د کابل د بېوزلو سیمو اوسېدونکي وايي، د پاکو اوبو د کمښت له امله مجبور دي له ککړو اوبو استفاده وکړي یا د ګرځنده خرڅوونکو څخه اوبه په لوړه بیه واخلي. خلک اوبه له لرې سیمو خپلو کورونو ته لېږدوي.
معروفه، چې د کابل د دهمزنګ سیمه کې ژوند کوي، اسوشیټېډ پرېس ته ویلي: «دا د اوبو انتقال لوښي ډېر درانه دي او نور یې وړلی نهشي».
افغانستان دا مهال د وروستیو لسیزو تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی او ښځې د ټولنې تر نورو غړو ډېر د دې بحران بار پر اوږو وړي. د اوبو کمښت د ښځو جسمي او رواني روغتیا ته ګواښ پېښ کړی او د فقر او جنسیتي نابرابرۍ کچه یې لوړه کړې ده.
د اوبو کمښت د کابل خلکو ته اقتصادي ستونزې هم پیدا کړې دي. ۹۰ کلن ولي محمد اسوشیټېډ پرېس ته ویلي: «موږ د خوراک لپاره پیسې نهلرو، نو څنګه کولای شو اوبه واخلو؟». هغه زیاتوي، طالبان هغه نلکې پرې کړې چې د سیمې ځینو خلکو د عامه څاه ګانو څخه خپلو کورونو ته ایستلې وې.
محمد وايي: «هغوی زموږ اوبه پرې کړې. هغوی هر څه لري او موږ ته یې دلیل هم نه وایي».
خو د سیمې یو شمېر نور اوسېدونکي وايي، دا نلکې د څاه ګانو د اوبو سطحه کمه کړه او د سیمې پورته برخه کې اوسېدونکي له اوبو بېبرخې شول. کابل چې د هندوکش غرونو ترمنځ په لوړ دره کې پروت دی، په چټکۍ سره یتر ځمکې لاندې اوبه له لاسه ورکوي.
خلک زیاتره له هغو اوبو استفاده کوي چې له څاه ګانو راایستل کېږي او اوس باید ځینې څاه ګانې تر ۱۵۰ مترو پورې ژورې وکیندل شي.
د مرسي کورپس نړیوال سازمان د تېر کال د غبرګولي میاشتې راپور ښيي چې د کابل تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه په تېره لسیزه کې ۲۵ تر ۳۰ مترو پورې کمه شوې ده. اقلیمي بدلونونه، د باران او واورې کمښت او د نفوس زیاتوالی د دې بحران اصلي عوامل دي.
د کابل نفوس شاوخوا ۶ میلیونه اټکل شوی. د ګاونډیو هېوادونو څخه د لسګونو زرو افغان کډوالو راستنېدنه هم د ښار نفوس زیات کړی او د اوبو بحران یې لا پسې ژور کړی دی.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع الله عابد خبرداری ورکړی چې «د کابل د اوبو وضعیت بحراني دی».
هغه د بحران اصلي عوامل «نفوس زیاتوالی، د باران کمښت او د مصرف زیاتوالی» یاد کړي دي. نوموړي زیاته کړې، د ناورین د مدیریت لپاره د ځمکې څخه اوبو ایستلو محدودیتونه وضع شوي او شرکتونو او کورونو ته خپله ونډه ټاکل شوې ده. همداراز، د شاهوعروس بند په ۲۰۲۴ کال کې پرانیستل شوی او د قرغه بند ظرفیت لوړ شوی دی.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، لویې پروژې لکه د پنجشیر څخه د اوبو انتقال او د شاهتوت بند جوړول د مالي او تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلي دي. دا دواړه پروژې ټولټال شاوخوا ۴ میلیونه کسانو ته د اوبو برابرولو وړتیا لري.
د کابل د اوبو رسولو شرکت د عملیاتو رییس شفیعالله زاهدي ویلي چې د پنجشیر د اوبو لېږد د ۱۳۰ میلیونه ډالرو بودجه تأیید شوې او د بیا ارزونې وروسته به عملي کار یې پیل شي.
اوبو سرچینو کارپوه نجیبالله سدید وایي، په افغانستان کې د اوبو رسولو بنسټیزې پروژې د حکومتونو په لومړیتوبونو کې نه وې. هغه ټینګار کړی چې اوبه د خلکو اساسي حق دی او باید ملي لومړیتوب وګرځي.
تر دې وړاندې، یو شمېر کابل ښاریانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې له یوې خوا بېکاري او اقتصادي ستونزې، او له بلې خوا د پاکو اوبو کمښت دوی دې ته اړ کړي چې د اوبو او خوراک ترمنځ انتخاب وکړي. د کابل غریبو کورنیو ته چې ورځنی عاید یې له دوو ډالرو کم دی، هره اونۍ باید درې ډالر د اوبو پیرود ته ځانګړي کړي.