په بدخشان او سمنګان کې د ترافیکي پېښو له امله ۸ تنه مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي

په بدخشان او سمنګان ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه اته تنه مړه شوي او ۱۹نور ټپیان شوي دي.

په بدخشان او سمنګان ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله لږ تر لږه اته تنه مړه شوي او ۱۹نور ټپیان شوي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، نن (سېشنبه، وري ۲۵مه) د بدخشان په مرکز فیضاباد ښار کې د یوه «ټونس» ډوله موټر د چپه کېدو له امله اووه تنه مړه شوي او ۱۲نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي، دا پېښه د «سیدبایي» په سیمه کې رامنځته شوې او د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.
له بلې خوا، د طالبانو د سمنګان امنیې قوماندانۍ ویلي، چې د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان دي.
د معلوماتو له مخې، دا پېښه نن سهار د بلخ – کندز پر لویه لاره هغه مهال رامنځته شوه، چې یو «هینو» ډوله موټر د ګازو لېږدونکي ټانکر سره ټکر وکړ. په دې پېښه کې د ګازو د ټانکر چلوونکی مړ شوی او د «هینو» موټر چلوونکی او شپږ سپرلۍ ټپیان شوي دي.

د افغانستان د فوټبال د غوره لوبغاړو د ټاکلو پنځم پړاو (د ۲۰۲۵ کال) د «فوټبال سي» رسنۍ لهخوا په هرات کې ترسره شو. د دې پروګرام په تر ټولو مهمه برخه کې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبغاړي عليرضا پناهي وکولای شول چې د کال د غوره لوبغاړي په توګه د سرو زرو د توپ جایزه وګټي.
عليرضا پناهي چې د ابومسلم فراه کلب او د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لپاره لوبېږي، د درې وروستیو نوماندانو په ډله کې چې فرهاد عليزاده، فرزاد عطایي او خپله نوموړی پکې شامل وو، د کال د غوره لوبغاړي په توګه وټاکل شو.
نوموړي په تېر فصل کې هم په کلبي سیالیو او هم په ملي لوبو کې د افغانستان د فوټبال له ځلېدونکو څېرو څخه و او ډېر ښه ځلېدلی دی.
د یادونې وړ ده چې «فوټبال سي» رسنۍ هر کال د یوې رڼې پروسې له لارې د روزونکو، لوبډلمشرانو او ورزشي خبریالانو د رایو پر بنسټ د افغانستان د فوټبال غوره څېرې ټاکي. دغه رسنۍ په تېرو کلونو کې هم د رایه ورکوونکو د رایو بشپړ جزییات په روڼ ډول خپاره کړي دي.
د «فوټبال سي» د پنځم پړاو د جایزو ګټونکي په لاندې ډول دي:
• د افغانستان د کال غوره کلب: ابومسلم فراه
• د سپورټي اخلاقو (فېیرپلې) جایزه: صرافان هرات کلب
• د کال غوره روزونکی: یوسف مهندسزاده (د سرخپوشان خوافي هرات کلب)
• د کال غوره ګول ساتونکی: فیصل حمیدي
• د سرو زرو پښې (ګولډن فوټ) جایزه: فرهاد عليزاده
• د افغانستان د فوټبال د کال ځلېدونکی ستوری: یاسر ساپی
سره له دې چې طالبانو سخت مخالفت کړی و، سلګونو کسانو د سې شنبې په ورځ د هرات د شیعه وګړو پر وړاندې د وروستي خونړي برید د قربانیانو د جنازې او لاریون په مراسمو کې ګډون وکړ. په دغو مراسمو کې له شیعهوو سربېره سني وکړو هم ورسره د جنازې ګډ لمونځ ادا کړی.
د دې پېښې یوه انځور پراخ پام ځان ته اړولی دی، چې پکې ښکاري لمونځ کوونکي د یووالي په نښه، ځینې په تړلو او ځینې په پرانیستو لاسونو د قربانیانو د جنازو لمونځ ادا کوي. د ټولنیزو شبکو کاروونکو دغه صحنه د «ټولنیز او مذهبي یووالي نښه» بللې ده.
دغه انځور د سلطان احمد ارباب او د هغه د دوو زامنو د جنازې د لمانځه اړوند دی، چې د سې شنبې په ورځ د هرات د انجیل ولسوالۍ د دهمهري په کلي کې ترسره شو.
یاد کسان د جمعې په ورځ د (وري ۲۱مه) د انجیل ولسوالۍ د دهمهري په کلي کې د څلورو ناپېژندو وسلوالو په برید کې ووژل شول. د طالبانو په وینا، په دې پېښه کې ۱۱ تنه وژل شوي چې ټول د شیعه مذهب پورې تړاو لري.
تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، او طالبانو هم کومه ډله نه ده تورنه کړې. تر دې وړاندې، داعش ډلې په افغانستان کې پر شیعهګانو د ځینو بریدونو مسوولیت منلی و، خو د هرات د دې برید په اړه یې څه نه دي ویلي.
د هرات پېژندل شوي سیاستوال محمد اسماعیل خان د طالبانو غړي تورن کړي چې ګواکې په دې برید کې لاس لري.
د دې وحشیانه وژنې په غبرګون کې، زرګونو کسانو د سې شنبې په ورځ د قربانیانو د جنازې له مراسمو سره هممهاله پراخ لاریون وکړ، او د مذهبي لږکیو لپاره د امنیت د نشتوالي پر وړاندې یې خپل اعتراض څرګند کړ، او د قربانیانو له کورنیو او د هرات له شیعهوو سره یې خپل یووالی وښود.
یو شمېر دوکاندارانو هم د ویرجنو له کاروان سره یوځای شول، او د هرات زاړه بازارونه د څو ساعتونو لپاره وتړل شول.
ځینو کاروونکو دغه اعتراض او یووالی د هرات د خلکو د طالبانو د تګلارو او د دې وژنې د عاملانو پر وړاندې غبرګون بللی دی.
د خواله رسنیو یو افغان کاروونکی ناصر میری باور لري چې دا پېښه د افغانستان د شیعهګانو پر وړاندې هدفي تاوتریخوالی ښيي. هغه لیکلي: «دا نور یوازې اعتراض نه دی، بلکې د هغو خلکو غلې شوې چیغې دي چې هره ورځ قرباني ورکوي! تر کومه به شیعهګان هدف ګرځي او یوازې ژمنې او چوپتیا به ترلاسه کوي؟».
یو شمېر نورو کاروونکو په لاریون او د جنازې په لمانځه کې د شیعهګانو او سني وګړو ګډ ګډون دا نښه بللې چې د هرات خلک «له هر قوم او توکم څخه، له هر دین او مذهب سره سره، کلونه کلونه د خوښۍ او غم په شېبو کې یو د بل ترڅنګ ولاړ پاتې شوي دي».
ځینو کاروونکو دا هم ویلي چې د نن ورځې لاریون د ناامنۍ په اړه څرګند پیغام لري. یو کاروونکي عالم اخلاقي په اېکس کې لیکلي: «دا راټولېدنه د خلکو یووالی ښيي چې د هر ډول ترهګریزو بریدونو پر وړاندې ولاړ دي، او له بلې خوا د واکمن نظام د امنیتي کمزورۍ پر وړاندې اعتراض هم دی».
صنم کبیري هم لیکلي چې «د هرات د خلکو پراخ اعتراضونه د امنیت د نشتوالي له امله لا هم دوام لري».
هغې زیاته کړې: «د امنیت نشتوالی، بېوزلي، بېکاري او په تېرو څو کلونو کې د وسلهوالو غلاوو زیاتوالی بېساری شوی دی. له بده مرغه، هېڅوک د دې وضعیت مسوولیت نه اخلي».
کابل ښار د نفوس د زیاتوالي او وچکالۍ له امله د اوبو سخت بحران سره مخ شوی او تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه په اندېښمنوونکې توګه کمه شوې ده. کارپوهان خبرداری ورکوي، که د اوبو د سرچینو مدیریت اساسي بدلون ونه مومي، کابل به په راتلونکې لسیزه کې له بېساري انساني ناورین سره مخ شي.
د کابل د بېوزلو سیمو اوسېدونکي وايي، د پاکو اوبو د کمښت له امله مجبور دي له ککړو اوبو استفاده وکړي یا د ګرځنده خرڅوونکو څخه اوبه په لوړه بیه واخلي. خلک اوبه له لرې سیمو خپلو کورونو ته لېږدوي.
معروفه، چې د کابل د دهمزنګ سیمه کې ژوند کوي، اسوشیټېډ پرېس ته ویلي: «دا د اوبو انتقال لوښي ډېر درانه دي او نور یې وړلی نهشي».
افغانستان دا مهال د وروستیو لسیزو تر ټولو سختې وچکالۍ سره مخ دی او ښځې د ټولنې تر نورو غړو ډېر د دې بحران بار پر اوږو وړي. د اوبو کمښت د ښځو جسمي او رواني روغتیا ته ګواښ پېښ کړی او د فقر او جنسیتي نابرابرۍ کچه یې لوړه کړې ده.
د اوبو کمښت د کابل خلکو ته اقتصادي ستونزې هم پیدا کړې دي. ۹۰ کلن ولي محمد اسوشیټېډ پرېس ته ویلي: «موږ د خوراک لپاره پیسې نهلرو، نو څنګه کولای شو اوبه واخلو؟». هغه زیاتوي، طالبان هغه نلکې پرې کړې چې د سیمې ځینو خلکو د عامه څاه ګانو څخه خپلو کورونو ته ایستلې وې.
محمد وايي: «هغوی زموږ اوبه پرې کړې. هغوی هر څه لري او موږ ته یې دلیل هم نه وایي».
خو د سیمې یو شمېر نور اوسېدونکي وايي، دا نلکې د څاه ګانو د اوبو سطحه کمه کړه او د سیمې پورته برخه کې اوسېدونکي له اوبو بېبرخې شول. کابل چې د هندوکش غرونو ترمنځ په لوړ دره کې پروت دی، په چټکۍ سره یتر ځمکې لاندې اوبه له لاسه ورکوي.
خلک زیاتره له هغو اوبو استفاده کوي چې له څاه ګانو راایستل کېږي او اوس باید ځینې څاه ګانې تر ۱۵۰ مترو پورې ژورې وکیندل شي.
د مرسي کورپس نړیوال سازمان د تېر کال د غبرګولي میاشتې راپور ښيي چې د کابل تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه په تېره لسیزه کې ۲۵ تر ۳۰ مترو پورې کمه شوې ده. اقلیمي بدلونونه، د باران او واورې کمښت او د نفوس زیاتوالی د دې بحران اصلي عوامل دي.
د کابل نفوس شاوخوا ۶ میلیونه اټکل شوی. د ګاونډیو هېوادونو څخه د لسګونو زرو افغان کډوالو راستنېدنه هم د ښار نفوس زیات کړی او د اوبو بحران یې لا پسې ژور کړی دی.
د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت ویاند مطیع الله عابد خبرداری ورکړی چې «د کابل د اوبو وضعیت بحراني دی».
هغه د بحران اصلي عوامل «نفوس زیاتوالی، د باران کمښت او د مصرف زیاتوالی» یاد کړي دي. نوموړي زیاته کړې، د ناورین د مدیریت لپاره د ځمکې څخه اوبو ایستلو محدودیتونه وضع شوي او شرکتونو او کورونو ته خپله ونډه ټاکل شوې ده. همداراز، د شاهوعروس بند په ۲۰۲۴ کال کې پرانیستل شوی او د قرغه بند ظرفیت لوړ شوی دی.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، لویې پروژې لکه د پنجشیر څخه د اوبو انتقال او د شاهتوت بند جوړول د مالي او تخنیکي ستونزو له امله ځنډېدلي دي. دا دواړه پروژې ټولټال شاوخوا ۴ میلیونه کسانو ته د اوبو برابرولو وړتیا لري.
د کابل د اوبو رسولو شرکت د عملیاتو رییس شفیعالله زاهدي ویلي چې د پنجشیر د اوبو لېږد د ۱۳۰ میلیونه ډالرو بودجه تأیید شوې او د بیا ارزونې وروسته به عملي کار یې پیل شي.
اوبو سرچینو کارپوه نجیبالله سدید وایي، په افغانستان کې د اوبو رسولو بنسټیزې پروژې د حکومتونو په لومړیتوبونو کې نه وې. هغه ټینګار کړی چې اوبه د خلکو اساسي حق دی او باید ملي لومړیتوب وګرځي.
تر دې وړاندې، یو شمېر کابل ښاریانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې له یوې خوا بېکاري او اقتصادي ستونزې، او له بلې خوا د پاکو اوبو کمښت دوی دې ته اړ کړي چې د اوبو او خوراک ترمنځ انتخاب وکړي. د کابل غریبو کورنیو ته چې ورځنی عاید یې له دوو ډالرو کم دی، هره اونۍ باید درې ډالر د اوبو پیرود ته ځانګړي کړي.
په دوحه کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د فرانسې د شارژدافیر سره په ناسته کې پر سیاسي، اقتصادي او د قونسلي اړیکو په تړاو خبرې کړې دي. خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لوریو همدا راز د ستنېدونکو افغان کډوالو او سوداګرۍ په تړاو هم بحث کړی دی.
په قطر کې د طالبانو سفارت خبرپاڼه زیاتوي، چې په فرانسه کې د افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو مساله هم د دغه ناستې یوه موضوع وه. همدا راز په دې کتنه کې له افغانستان سره د فرانسې له لوري د بشري مرستو د ترسره کېدو په اړه هم خبرې شوي دي.
هممهاله یو شمېر اروپايي هېوادونو له طالبانو سره مشروط تعامل کړی چې له هغې ډلې په جرمني کې پر کابل د واکمنو طالب ډيپلوماتانو خپل فعالیت پیل کړی او هلته یې افغانانو ته قونسلي خدمتونه هم پیل کړي دي. جلا وطنه افغان سیاستوالو او فعالانو د اروپايي ټولنې تر څنګ د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې له طالبانو سره دې ډېپلوماتیکې اړیکې نه ساتي او نه دې هم د دغه ډلې د عادي سازۍ هڅې کوي.
په پنجشیر کې د طالبانو والي محمد اغا حکیم د یوناما د مرکزي زون د دفتر له رییس تابیتا بوګوا سره په ناسته کې غوښتنه کړې چې نړیوال مرستندویه بنسټونه او موسسات دې په پنجشیر کې پراختیایي پروژې پلې کړي. هغه ویلي، پنجشیر اوس امن دی او پروژې پهکې باید عملي شي.
د طالبانو والي د یوناما له یاد چارواکي څخه غوښتنه کړې، چې پنجشیر کې د پراختیایي پروژو د پلي کولو لپاره باید د نړیوالو موسسو په را جلبولو کې ورسره همکاري وکړي. دواړو لوریو همدا راز د نړیوالو مرستو د راجلبولو او پروژو د تطبیق پر لارو چارو هم سره نظریات تبادله کړي دي.
خبرپاڼه کې د یوناما د مرکزون زون د دفتر رییس په حواله لیکل شوي چې د پنجشیر اړتیاوې به له نړیوالې ټولنې او سازمانونو سره شریکې کړي.