محمد باقر قالیباف: امریکا دې د لبنان د احتمالي اوربند تړون ته ژمن پاتې شي
د ایران د اسلامي شورا د مجلس مشر محمد باقر قالیباف ویلي، چې امریکا باید د لبنان په اړه د احتمالي اوربند تړون ته ژمن پاتې شي.
قالیباف په ایکس خواله رسنې کې لیکلي، چې په لبنان کې د یوه پراخ اوربند بشپړېدل او ټینګښت به د حزبالله د «ثبات، مبارزې او زړورتیا» او د هغه په وینا د «مقاومت د محور د یووالي» پایله وي.
هغه له امریکا غوښتي چې د دې احتمالي هوکړې درناوی وکړي او زیاته کړې یې ده: «مقاومت او ایران، که په جګړه کې وي او که په اوربند کې، یو واحد موجودیت دی. امریکا باید د اسراییل له لومړنۍ تېروتنې څخه شاته شي.»