د پاکستان په سند ایالت کې د جمعیت علمای اسلام ګوند عمومي منشي راشد محمود سومرو وايي، چې دغه ګوند د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نهپېژني. هغه همداراز ادعا وکړه، چې د پولیسو په ځينو موټرو کې د وسلو او نشهيي توکو قاچاق روان دی.
راشد محمود سومرو په سند کې د چهارشنبې په ورځ (د وي ۲۶مه) په یوې خبري ناسته کې وویل: «جمعیت علمای اسلام [د پاکستان] اوسنی حکومت او پارلمان په رسمیت نه پېژني، خو د ملي ګټو لپاره یې د سولې او ثبات د اقداماتو ملاتړ کړی دی».
هغه زیاته کړه، په سند کې نا امنیو، د نشهيي توکو پېر او پلور او همداراز قاچاق، بېکارۍ او ګرانیو د ځايي خلکو ژوند تریخ کړی دی.
د جمعیت علمای اسلام دغه لوړ پوړي غړي همداراز ادعا وکړه: «په ځینو پولیسي موټرو کې د وسلو او نشهيي توکو د لېږد رالېږد پېښې مخې ته راځي چې دا د حکومت د ناکامۍ ښکاره ثبوت دی».
هغه په تعلیمي نظام کې پر فساد، د ازموینو د پایلو پر بې نظمیو او د ښځینه زدهکوونکو د ځورونې پر زیاتېدونکو پېښو سخته اندېښنه څرګنده کړه او په ډاګه یې کړه: «داسې پېښې د زغم وړ نهدي او باید له مسوولینو سره یې سخت حساب وشي».
د پاکستان حکومت او په ځانګړې توګه د سند چارواکو د جمعیت علمای اسلام د دغه لوړ پوړي غړي د ادعاوو په تړاو څه سپناوی نهدی کړی.