د هنر نړیواله ورځ د ایټالوي هنرمند او پوه لیونارد داوینچي د زوکړې په مناسبت نومول شوې او هر کال د سولې، بیان ازادۍ، زغم او ګڼ فرهنګي ژوند په پیاوړتیا کې د هنر د رول د درناوي لپاره نمانځل کېږي. خو په افغانستان کې د ښکلو هنرونو د ګڼو برخو هنرمندان د طالبانو د بدیزونو له امله ګڼو ستونزو او هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
د نړیوالو ادارو د رپوټونو له مخې، له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د هنرمندانو، فرهنګي کارکوونکو، ښځو او نجونو حالت ډېر خراب شوی او له جدي خطرونو سره مخ دي.
دغه سازمانونه وايي چې ښځینه هنرمندانې په ځانګړي ډول له بندیزونو سره مخ دي، د زده کړو او کار فرصتونه یې محدود شوي او ډېری یې د اقتصادي او ټولنیزو فشارونو له امله له خپل هنر څخه بې برخې شوي دي.
د هنرمندانو د ازادۍ نوښت سازمان د ۲۰۲۶ کال په رپوټ کې ویلي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې زرګونه هنرمندان او فرهنګي کارکوونکي یا خو خاموشه شوي او یا له هېواد څخه وتلو ته اړ شوي دي.
دغه راز هنرمندان په خطر کې Artists at Risk (AR) سازمان رپوټ ورکړی چې د واک تر بدلون وروسته شاوخوا ۴۵۰ هنرمندان سملاسي د وتلو په هڅه کې وو او دا شمېر د هغوی د کورنیو په ګډون تر ۲۰۰۰ کسانو پورې رسېږي.
په خیبر پښتونخوا کې د افغان سندرغاړو او هنرمندانو د ټولنې مشر حشمت امید افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په پېښور کې له افغانستان څخه د راغلو هنرمندانو ټولټال شمیر اوس مهال شاوخوا ۱۳۰ تنه اټکل کیږي، چې سندرغاړي، د موسیقۍ الو غږوونکو او له موسیقۍ سره تړلي نور هنرمندان پکې شامل دي.
په ورته وخت کې، د کویټې افغان سندرغاړي وسیم کابلي په وینا، اوس مهال په کویټه او بلوچستان کې له شاوخوا ۱۸۰څخه تر ۲۰۰ پورې افغان هنرمندان ژوند کوي.
له دغو هنرمندانو سره د هغوی د کورنیو غړي هم دي، چې شمېر تر ۲۰۰۰ تنو رسیږي.
د ۲۰۲۶ کال په فبروري کې په پېښور کې شاوخوا ۱۰۸افغان هنرمندانو د پېښور سترې محکمې ته عریضه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې حکومت دې هغوی افغانستان ته له جبري ایستلو خوندي کړي.
دغه هنرمندان چې زیاتره سندرغاړي او موسیقي غږوونکي دي، وايي چې که بېرته افغانستان ته واستول شي، طالبان به یې وځوروي.
د څېړنو له مخې، دغه هنرمندان پر موسیقۍ د طالبانو د بندیز، د هنري وسایلو له منځه وړو، د دیوالونو د نقاشیو ړنګولو او د پخوانیو هنري فعالیتونو پر بنسټ د هنرمندانو ځورولو له امله کډوال شوي دي.
همدارنګه زرګونه ښځینه هنرمندانې د کار او زده کړو له حقه محرومې شوې او ډېری یې یا له هېواده وتلې او یا په پټه ژوند کوي. رپوټ زیاتوي چې ګڼ شمېر هنرمندان په ګاونډیو هېوادونو کې د ویزې د پای ته رسېدو او د اخراج له ګواښ سره مخ دي، چې دا وضعیت د افغانستان د فرهنګي ژوند لپاره لوی زیان بلل کېږي.
د هنرمندانو د ازادۍ نوښت د ۲۰۲۶ کال په رپوټ کې ویلي، چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ (۱۹۹۶–۲۰۰۱) پر مهال هم هنري فعالیتونه سخت ځپل شوي وو او د هنر بېلابېل ډولونه لکه موسیقي، نقاشي او کلتوري میراثونه بند یا له منځه وړل شوي وو. له همدې امله، ډېری هنرمندان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل سره سم یا خو پټ شول، یا یې هېواد پرېښود.
یاد سازمان وایي چې ډېر افغان هنرمندان ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان او ایران ته کډه شوي، خو هلته هم له سختو شرایطو، د ویزې ستونزو او ناڅرګند راتلونکي سره مخ دي. یو شمېر نور اروپا او د شمالي امریکا هېوادونو ته د تګ هڅه کوي، خو د ادغام او ملاتړ کمښت د هغوی هنري فعالیتونه سخت محدود کړي دي.
دغه سازمان ټینګار کوي چې د افغان هنرمندانو د ملاتړ لپاره نړیواله همکاري اړینه ده، څو د هغوی د کلتوري حقونو خوندیتوب او هنري پایښت تضمین شي، ځکه د افغانستان د هنر او کلتور راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ دی.
د جرمني د بشري پروګرام له لارې تر ۲۰۲۲ کال پورې له ۳۷ زرو زیاتو افغانانو ته د داخلېدو اجازه ورکړل شوې ، چې په دې کې ۸۱ افغان هنرمندان او د هغوی د کورنیو ۲۶۵غړي هم برلین ته لېږدول شوي دي.
پر جرمني سربېره نورو اروپايي هېوادونو، امریکا او د لاتینې امریکا هېوادونو ته هم ګڼ هنرمندان کډوال شوي او ځینې لا هم په ایران او پاکستان کې د بیا میشتونې او منلو پروګرامونو ته منتظر دي.