د مطالعې نړیوال جدول؛ افغانستان تر ټولو ټیټه کچه او امریکا په لومړي مقام کې ځای لري

یوې نوې څېړنې ښودلې چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې خلک یې تر ټولو لږ کتابونه لولي، په داسې حال کې چې امریکا د مطالعې له پلوه په لومړي مقام کې ځای لري.

یوې نوې څېړنې ښودلې چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې خلک یې تر ټولو لږ کتابونه لولي، په داسې حال کې چې امریکا د مطالعې له پلوه په لومړي مقام کې ځای لري.
د«نړۍ د وګړو څېړنه» په نوم وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، افغانان په منځني ډول په کال کې شاوخوا ۲،۵۶ کتابونه لولي او ټولټال ۵۸ ساعته مطالعه کوي، چې دا شمېر افغانستان د کتابلوستنې له پلوه د جدول په وروستۍ برخه کې ځایوي.
په دې لړ کې، متحده ایالات د یو کس پر سر د ۱۷ کتابونو د مطالعې له اوسط سره لومړی ځای لري. له امریکا وروسته هند ۱۶ کتابونه، بریتانیا ۱۵، فرانسه ۱۴ او ایټالیا ۱۳ کتابونه، په لوړو مقامونو کې راغلي دي.
د راپور له مخې، د امریکا خلک په اوسط ډول په کال کې ۳۵۷ ساعته مطالعه کوي، چې ورپسې هند ۳۵۲ ساعته، بریتانیا ۳۴۳ ساعته، فرانسه ۳۰۵ ساعته او ایټالیا ۲۷۸ ساعته مطالعه لري.
په هغو هېوادونو کې چې د مطالعې کچه پکې ټیټه ده، د برونای، پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو نومونه هم یاد شوي دي.
راپور زیاتوي چې په وروستیو کلونو کې د ډیجیټلي وسایلو له لارې مطالعه زیاته شوې، خو لا هم ډېری خلک چاپي کتابونه او مجلې لولي، او یوازې شاوخوا ۹ سلنه کسان یوازې له ډیجیټلي سرچینو ګټه اخلي.
د نړۍ د تر ټولو ډېر لوستل شوو کتابونو په سر کې انجیلځای لري، ورپسې قران، د هري پاټر لړۍ، د مایو تیسه تونګ ویناوې، او د ماویستان مشر او د حلقو ارباب اثار شامل دي.
راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د کتابلوستنې ټیټه کچه د بېلابېلو لاملونو له امله ده، چې پکې د کتابلوستنې د فرهنګ کمزورتیا او اقتصادي ستونزې مهمې ګڼل کېږي.
همدارنګه، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل د زدهکړې او مطالعې پر کچه منفي اغېز کړی دی.
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان اوسني واکمن، خلک تر ډېره یوازې د هغو مذهبي کتابونو لوستلو ته هڅوي چې دوی یې تاییدوي، او ګڼ شمېر د بشري علومو، سیاسي او حقوقي کتابونه له کتابتونونو راټول شوي دي.
تېر کال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلان کړی و چې هغه کتابونه چې د «افغاني کلتور او ټولنې له ارزښتونو» سره په ټکر کې وي، د خپرېدو اجازه به ورنه کړل شي. له لیکوالانو هم غوښتنه شوې چې داسې اثار ولیکي چې د افغانستان «واقعیتونه» منعکس کړي.
همدارنګه، کتابپلورنځیو ته سپارښتنه شوې چې هغه کتابونه چاپ او و نه پلوري چې له «اسلامي ارزښتونو» سره په ټکر کې وي.