سنټکام: د ایران بیرغ لرونکې بېړۍ مو د محاصرې له ماتولو منع کړې

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) اعلان کړی، چې د ایران بیرغ لرونکې یوه باروړونکې بېړۍ یې د سمندري محاصرې له ماتولو څخه ګرځولې ده.
د سنټکام په وینا، دغه بېړۍ د سېشنبې په ورځ له بندرعباس څخه تر وتلو وروسته، د هرمز له تنګي تېره شوې او د ایران د سواحلو په اوږدو کې یې حرکت کړی و، خو هڅه یې کوله چې د امریکا له لوري لګېدلې سمندري محاصره ماته کړي.
سنټکام زیاتوي چې د «اسپروانس» په نوم د توغندیو سمبال امریکایي جنګي بېړۍ په بریالیتوب سره د دې بېړۍ مسیر بدل کړ او بېرته یې د ایران پر لور واړوله.
د معلوماتو له مخې، یاده بېړۍ اوس مهال بېرته ایران ته روانه ده.
په ورته وخت کې، د امریکا پوځ ویلي چې د ایران پر بندرونو د سمندري محاصرې له پیل راهیسې، لږ تر لږه ۱۰بېړۍ بېرته ایران ته اړول شوې دي او تر اوسه هېڅ یوه بېړۍ نه ده توانېدلې چې له دې محاصرې تېره شي.
