د بدخشاني طالبانو له منځه ځینې سرچینې وایي چې دا اقدامات د طالبانو د مشر د هغو هڅو سره تړاو لري چې غواړي د سرو زرو او قیمتي ډبرو کانونو له سیمهییزو قوماندانو واخلي او د کندهار کړۍ ته یې وسپاري.
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د طالبانو مشر په وروستیو میاشتو کې د بدخشان د سیمهییزو قومندانانو د پرلهپسې زیاتېدونکي نفوذ د مهارولو لپاره د همغږو اقداماتو یوه لړۍ پیل کړې ده. په دغو اقداماتو کې د با نفوذه سیمهییزو څېرو ګوښه کول، نیول او تبعیدول، د هغوی پر ځای د هبتالله او د هغه د نږدې کسانو له باور وړ څېرو ګمارنه، او په ورته وخت کې په بدخشان کې د زر کسیز قطعې ځای پر ځای کول شامل دي.
په بدخشان کې سیمهیزو طالب سر چینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه اقدامات د طالبانو د مشرتابه د هغې مخ پر زیاتېدونکې اندېښنې له امله دي چې د بدخشاني طالبانو سیمهييز قومندانان له اقتصادي او پوځي پلوه پیاوړي کېږي. د دغو معلوماتو له مخې، دغه قومندانان د کانونو د کنټرول له لارې لویو مالي سرچینو ته لاسرسی موندلی او ځینې یې اوس په خپلواکه توګه د دې وړتیا ادعا کوي چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت پروژ پلي کولو وړتیا لري.
په بدخشان کې د زر کسیزې قطعې ځای پر ځای کول
په بدخشان کې د طالبانو والي اسماعیل غزنوي شاوخوا دوه میاشتې مخکې د طالبانو له مشر هبتالله اخندزاده څخه غوښتنه کړې وه چې بدخشان ته د زر کسیزې ځانګړې قطعې د لېږلو امر وکړي. دغه ځواک اوس بدخشان ته رسېدلی دی. د طالبانو والي د دې ځواک موخه د سرو زرو د کانونو ساتنه بللې، خو د بدخشان اوسېدونکي وايي چې د دې قطعې اصلي دنده د سیمهییزو قومندانانو مهارول او د بدخشان پر کانونو د کندهار مستقیم کنټرول ټینګول دي.
د بدخشاني طالبانو ځینې غړي دغه اقدام د بدخشان د کانونو د کنټرول د کندهاري کولو د بهیر برخه بولي؛ هغه بهیر چې د هغوی په باور، د بدخشان پر ستراتیژیکو سرچینو د هبتالله اخندزاده د واک د ټینګښت په موخه تعقیبېږي.
د ځايي چارواکو ګوښه کول او تبعید
وروستي بدلونونه ښيي چې دا بهیر یوازې اداري بڼه نه لري، بلکې امنیتي او سیاسي بڼه هم لري.
د بدخشان د کانونو ریاست څخه د یو بدخشاني طالب ګوښه کول
په وروستي اقدام کې طالبانو شفیقالله حفیظي د بدخشان د کانونو د رییس له دندې ګوښه کړی دی. حفیظي چې اصلي د بدخشان د یفتل ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو له لیکو سره تړاو لري. د هغه پر ځای عبدالمتین رحیمزی له لوګر ولایت څخه د بدخشان د کانونو د نوي ريیس په توګه ټاکل شوی دی.
حفیظي مخکې د شهربزرګ او شېوه د کانونو په مدیریت کې له مهمو څېرو څخه ګڼل کېده. تېر کال هم د هغه د ګوښه کېدو هڅې شوې وې، خو د طالبانو د پخواني والي قاري ایوب خالد په ملاتړ یې خپله دنده ساتلې وه.
سرچینې وايي چې د هغه ځایناستي ټاکل د دې بهیر برخه ده چې د کانونو مدیریت د کندهار د کړۍ نږدې کسانو ته په واک کې ورکول شي.
شفیق حفیظي په بدخشان کې طالبانو د کانونو له ریاست څخه ګوښه شوی رییس له درواز څخه د جمعه خان فتح تعبید کول یو له تر ټولو مهمو پېښو څخه د بدخشان د درواز ولسوالۍ له بانفوذه طالب څېرو څخه د جمعهخان فاتح ګوښه کول او تبعید دی. نوموړی د نُسي ولسوالۍ له دندې لرې کړای شو او د زابل د والي د مرستیال په توګه وګومارل شو.
له بدخشان څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې جمعهخان فاتح له دې بدلون څخه ناخوښه و او شاوخوا یوه میاشت یې زابل ته له تلو ډډه کړې وه.
جمعهخان فاتح په تېرو کلونو کې هڅه کړې وه چې د قیمتي ډالیو په ورکولو سره په کابل کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو، له هغې ډلې د طالبانو د رییسالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، ملاتړ ترلاسه کړي، څو وکولای شي د بدخشان په درواز سیمو کې د یوه ځواکمن شخصیت په توګه پاتې شي.
خو طالبان، د هغه پر وړاندې د بېباورۍ له امله، هغه زابل ته واستاوه تر څو د هغه د نفوذ د پراخېدو مخه ونیسي.
سرچینې وايي چې جمعهخان فاتح لا هم د «موسی کاکه» په نوم د یوه کس له لارې او د سلګونو وسلوالو په مټ، عملا د نُسي، شکي او خواهان پر کانونو نفوذ او کنټرول لري. نوموړی له دغو کانونو څخه میلیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي.
د شکي ولسوالۍ ځینو سرچینو ویلي چې د جمعهخان فاتح اړوند کسان حتی د دې ولسوالۍ د کانونو د رسمي مدیر له خوا د عوایدو راټولولو مخه هم نیسي.
جمعه خان فاتح او ملا برادر د ارګو ولسوالی عبدالخبیر بندي کول
عبدالخبیر نظامي چې د بدخشان په ارګو کې د طالبانو ولسوال او د شېوه له کان سره تړلی یو بانفوذه کس بلل کېږي، تېره اوونۍ په ارغنجخواه کې له طالبانو سره د وسلهوالې نښتې وروسته ونیول شو.
سرچینې وايي، د طالبانو د والي اړوند کسانو د هغه د نفوذ د محدودولو لپاره شېوه سیمې ته داخل شول، او له نښتې وروسته نظامي فیضآباد کې د والي دفتر ته وروغوښتل شو او د ځانګړې قطعې له خوا ونیول شو.
عبدالخبیر نظامي دا مهال د کندز په زندان کې دی او د طالبانو د پوځي محکمې د پرېکړې په تمه دی.
عبدالخبیر نظامي د بدخشان د کانونو پخوانی رییس په کندز کې بندي دی
سرچینې وايي، چې د بدخشان د کانونو پخوانی رییس عبدالرحمان عمار یو له هغو نفوذ لرونکو کسانو څخه دی چې د کندهاري طالبانو لهخوا پیل شوي د حذف په لړۍ کې په نښه شوی دی.
عبدالرحمان عمار د ۱۴۰۴ کال د لړم په اتمه، وروسته له هغې ونیول شو چې په شهربزرګ کې یې د «غیربومي طالبانو» او د هغوی اړوند شرکتونو له حضور سره مخالفت کړی و.
ځایي سرچینې وايي، هغه د قاري فصیحالدین د منځګړیتوب او شفاهي ضمانت له امله له وسلهوال مقاومت څخه لاس واخیست او تسلیم شو، خو اوس د طالبانو د پوځي محکمې د حکم له مخې د کندز په زندان کې د بند موده تېروي.طالبانو د بدخشان د سرو زرو د استخراج لپاره ۱۰۰ زره کسان ګومارلي دي
بدخشان د افغانستان له مهمو معدني سیمو څخه دی، دا ولایت د سرو زرو، لاجوردو او قیمتي ډبرو له بډایو زیرمو څخه برخمن دی، چې له کلونو راهیسې د بېلابېلو لوبغاړو ترمنځ د سیالۍ ډګر پاتې شوی دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د سرو زرو د استخراج په پروژو کې ۱۰۰ زره کسان بوخت دي.
د استخراج سترې پروژې د شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه په ولسوالیو کې روانې دي.
خو د کارپوهانو په باور دغه استخراجونه د شفافیت د نشتوالي، د حسابورکونې د کمښت او د افغانستان د قوانینو او نړیوالو معیارونو د سرغړونې له امله غیرقانوني دي.
د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني هم مخکې ویلي وو، هغه تړونونه چې طالبان یې «په پټه» د کانونو پر سر کوي، نړیوال مشروعیت نه لري او دا هم روښانه نه ده چې دغه کانونه د څومره مودې لپاره سپارل کېږي او عواید یې چېرته لګول کېږي.
ایا د سرو زرو جګړه به پراخه شي؟
شنونکي وايي هغه څه چې په بدخشان کې روان دي، یوازې اداري سیالي نه ده، بلکې د طالبانو په منځ کې د شتمنۍ، واک او د سرو زرو د کنټرول پر سر د سیالۍ انعکاس دی.
په داسې حال کې چې د طالبانو مشرتابه په کندهار کې هڅه کوي ستراتیژیکې عایداتي سرچینې تر خپل مستقیم کنټرول لاندې راولي، د بدخشان ځینې سیمهییز قومندانان چې د جګړې په کلونو کې یې خپلواک نفوذ او ځواک پیدا کړی، دا بهیر د خپل موقف پر وړاندې ګواښ ګڼي.
د ځواکونو لېږل، د قومندانانو نیول او اداري بدلونونه ټول ښايي د دې هڅې نښې وي چې دا درز تر دې مخکې مهار شي چې د طالبانو د داخلي یووالي لپاره په لویې ننګونې بدل شي.
داسې ښکاري چې بدخشان اوس یوازې د اداري سیالۍ ډګر نه دی، بلکې د سرو زرو په جګړه کې د ځواک د ازمایښت په میدان بدل شوی دی.