د ډېپلوماټ مجلې په یو تحلیلي راپور کې ویل شوي، چې امریکا له هغو افغان متحدینو سره چې د دوو لسیزو په اوږدو کې یې د امریکايي ځواکونو، ډیپلوماټیکو او بشري ماموریتونو ملاتړ کړی، د «بیا مېشتولو» نوې تګلاره پر مخ وړي چې د جدي نیوکو او اندېښنو سبب ګرځېدلې ده.
راپور کې راغلي، چې د افغان تخلیې شوو کسانو د قطر له موقتي مرکزونو څخه د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته د لېږد احتمال مطرح شوی، هغه هېواد چې له پراخو داخلي شخړو، ناامنۍ او بېځایه کېدو له بحرانونو سره مخ دی.
دغه افغانان، چې پکې ژباړونکي، قراردادي کارکوونکي، مدني فعالان او د امریکا د ماموریتونو نور همکاران شامل دي، د ۲۰۲۱ کال د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د امنیتي خطرونو له امله ایستل شوي وو او له هغه وخت راهیسې د ځانګړې کډوالۍ ویزو او پناه غوښتنې د پروسو په انتظار پاتې دي.
راپور خبرداری ورکوي، چې د دوی احتمالي انتقال داسې هېواد ته چې د هغوی لپاره نه ژبني، نه کلتوري او نه هم حقوقي مناسب شرایط لري، کولی شي دوی له نوو ګواښونو او بېثباتۍ سره مخ کړي. همدارنګه ټینګار شوی چې بېرته افغانستان ته ستنېدل د احتمالي ځورونې او غچ اخیستنې جدي خطرونه لري.
منتقدین وايي، دا ډول تګلاره یوازې د افغانانو موضوع نه ده، بلکې د امریکا د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نظام په عمومي بدلون دلالت کوي، چې پکې د «مسولیت لېږد» او د زیانمنو کسانو د انتقال سیاستونه زیاتېږي.
راپور زیاتوي چې دا ډول اقدامات کولی شي د امریکا نړیوال باور او اعتبار ته زیان ورسوي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې دغه هېواد د راتلونکو نړیوالو ماموریتونو لپاره پر محلي همکارانو تکیه لري.
په راپور کې راغلي: که افغان متحدین، چې د دوو لسیزو په اوږدو کې یې د امریکا تر څنګ کار کړی، له قطره کانګو ته انتقال شي، نو راتلونکو شریکانو ته به امریکا کوم باور وړاندې کولی شي؟
راپور ټینګار کړی چې لا هم فرصت شته چې امریکا خپله تګلاره بدله کړي او د افغان متحدینو د ویزو او پناه غوښتنې پروسې په خوندي او مناسب چاپېریال کې چټکې کړي، نه دا چې هغوی بېثباته او ناامنه هېوادونو ته انتقال کړي.
په پای کې راپور خبرداری ورکوي چې که دا پالیسي عملي شي، نو انساني، سیاسي او ستراتیژیکې پایلې به یې اوږدمهاله او جدي وي، او دا به د امریکا د نړیوال اعتبار لپاره د یو مهمې ازموینې ټکی وي.