د پاکستان دفاع وزیر: طالبان د هند نیابتي جګړه پرمخ وړي

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وایي، طالبان د هند یوه نیابتي ډله جوړ شوی او هند د طالبانو له لارې نيابتي جګړه پرمخ وړي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف وایي، طالبان د هند یوه نیابتي ډله جوړ شوی او هند د طالبانو له لارې نيابتي جګړه پرمخ وړي.
د پاکستاني رسنۍ «جیو نیوز» سره مرکه کې خواجه محمد اصف ویلي چې تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) او افغان طالبان د هند تر سرپرستۍ لاندې دي.
هغه وويل، «موږ د ښو ګاونډیانو په څېر په سیمه کې سوله غواړو».
خواجه اصف زياته کړې، چې شخصي ګټې باید شاته پرېښودل شي او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي.
پاکستان ادعا کوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کاريږي، خو طالبانو تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې دوی هیچاته دا اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره دې د ګاوندیو هېوادونو پر ضد وکاروي.

په کابل کې د سعودي عربستان سفارت ویلي، چې د ملک سلمان خېریه بنسټ له لوري له پاکستان څخه راستانه شویو افغان کډوالو ته خوراکي مرستې برابرې شوې وې او نن یې پر دغو کډوالو وېشلې دي.
د سفارت له خوا د یکشنبې په ورځ (غویي ۱۳مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه مرستې د توحید په نوم موسسې په همکارۍ وېشل شوې دي.
د معلوماتو له مخې، ټولټال ۸۷۸خوراکي بستې هغو کورنیو ته ورکړل شوې چې تازه له پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.
دغه مرستې د تختهپل ولسوالۍ اړوند سیمه کې وېشل شوې دي، چېرې چې ډېری راستانه شوي کډوال مېشت شوي دي.
د سفارت په وینا، دا مرسته د ۲۰۲۵–۲۰۲۶کلونو لپاره د خوړو د خوندیتوب او بېړنیو مرستو د پروګرام په چوکاټ کې ترسره شوې ده.
د ملک سلمان خېریه بنسټ تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې له راستنېدونکو کډوالو سره مرستې کړې دي، په داسې حال کې چې په وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان، څخه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر چټک شوی دی.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مشر، نورالدین ترابي د ډيارسي موسسې له مسوولې هنا روز سره په کتنه کې د پېښو د مدیریت او بشري فعالیتونو د ښه والي په موخه د ډرونونو او سپوږمکۍ تجهیزاتو د برابرولو او کارولو په برخه کې پر ګډې همکارۍ هوکړه وکړه.
د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نورالدین ترابي په دې کتنه کې د پېښو په مدیریت کې په ځانګړي ډول د بېړنیو حالاتو پر مهال د نوې ټېکنالوژۍ پر کارولو ټینګار وکړ.
هغه وویل: «غواړي هغه ډرون کېمرې چې د طبیعي پېښو پر مهال تر خاورو لاندې د شهیدانو مړي او ژوندي انسانان کشف کولای شي، برابرې کړي».
نوموړي د طبیعي پېښو د ګواښونو په کمولو کې د وقایوي پروژو پر رول ټینګار وکړ او له ډيارسي موسسې څخه یې وغوښتل، چې د استنادي دېوالونو، پلونو، پلچکونو د جوړولو او د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو کسانو لپاره د خوراکي او غیر خوراکي توکو په برخه کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.
د خبرپاڼې لهمخې، د ډيارسي موسسې مسوولې هنا روز په دې کتنه کې وویل، چې دا موسسه غواړي په ماینونو او ناچاوده توکو د ککړو سیمو د پاکولو لپاره له ډرونونو څخه کار واخلي، څو هم د وخت سپما وشي او هم د پېښو کچه راټیټه شي. هغې زیاته کړه، چې له دې ټېکنالوژۍ څخه به په بیړنیو حالاتو کې د ټپیانو د پېژندنې او ژغورنې لپاره هم کار واخیستل وشي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د دې لیدنې په پای کې، دواړو لورو د پېښو د مدیریت او بشري فعالیتونو د ښه والي په موخه د ډرونونو او سپوږمکۍ تجهیزاتو د برابرولو او کارولو په برخه کې پر ګډې همکارۍ هوکړه وکړه».
د یادونې وړ ده، چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او ډېری وخت طبیعي پېښې ډېری ویجاړۍ رامنځته کوي چې ورسره د مرګژوبلې کچه هم لوړه وي.
پېښور زلمي لوبډلې د پاکستان سوپر ليګ جام د ۱۱م پړاو سیالیو په پايلوبه کې حېدراباد کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې جام د سږکال اتله لوبډله شوه.
د پاکستان په لاهور ښار کې په قذافي لوبغالي کې پي اېس اېل ۱۱ پړاو جام کې د حېدراباد کنګز لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او په ۱۸اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو ۱۲۹منډې جوړې کړې.
ورپسې پېښور زلمي لوبډلې ټاکلی هدف په ۱۶م اوور کې د پينځه لوبغاړو په سوځېدو سره یاد هدف پوره او پايلوبه یې وګټله.
پېښور زلمي له دې وړاندې په ۲۰۱۷ کې اتلولي ګټلې وه.
پي اېس اېل ۱۱ پړاو کې اته لوبډلو برخه واخيستې وه، د حېدر اباد کنګز لوبډله پکې په لومړي ځل شامله شوې وه.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ په «درېکوه» سیمه کې د څو فلزاتي کان د استخراج تړون له یوې داخلي خصوصي کمپنۍ سره لاسلیک شوی، خو دغه پرېکړې د اقتصادي ګټو ترڅنګ د شفافیت او حسابورکولو په اړه نوې اندېښنې راپارولې دي.
د رسمي معلوماتو له مخې، دا تړون د ۲۴میلیونه او ۳۳۲زره ډالرو په ارزښت د ۳۰کلونو لپاره شوی او شاوخوا ۱،۱۲کیلومتره مربع ساحه رانغاړي. طالبانو ویلي چې د پروژې په پلي کېدو سره به ۱۳۰کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د امتیاز کچه یې د ۱۶سلنه خالص سرو زرو په توګه ټاکل شوې ده.
خو د تړون د ترلاسه کوونکې کمپنۍ، یعنې ابوسعید شرکت، په اړه محدود معلومات خپاره شوي دي. د دې شرکت د مشرتابه جوړښت، مالي سرچینې او د پخوانیو پروژو جزییات په روښانه ډول نه دي شریک شوي، چې دا موضوع د شفافیت په اړه پوښتنې زیاتوي.
کارپوهان وایي، که څه هم دا ډول تړونونه کولای شي د حکومت لپاره عواید زیات کړي او محدود کاري فرصتونه برابر کړي، خو د شفافو میکانیزمونو نشتوالی ښايي د فساد، ناسم مدیریت او د ملي شتمنیو د ضایع کېدو ګواښ لوړ کړي.
د کانونو استخراج، په ځانګړي ډول څو فلزي کانونه، یوازې اقتصادي اړخ نه لري، بلکې چاپېریالي اغېزې هم لري. د څار خپلواکو بنسټونو د نشتوالي له امله دا روښانه نه ده چې د دې پروژې لپاره به چاپېریالي معیارونه تر کومه حده رعایت شي.
سربېره پر دې، د کانونو د عوایدو د وېش څرنګوالی او دا چې دا عواید به د عامو خلکو تر ګټې پورې ورسېږي که نه، لا هم یوه مهمه پوښتنه ده.
پر طالبانو له دې مخکې هم نیوکې شوې چې د کانونو په تړونونو کې لازم شفافیت نه مراعتوي. د راپورونو له مخې، د شهابالدین دلاور د وزارت پر مهال په ځینو تړونونو کې مالي او اداري ستونزې موجودې وې چې میلیاردونه افغانۍ زیان یې اړولی دی.
په ورته وخت کې، طالبانو په وروستیو میاشتو کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د کانونو استخراج پراخ کړی، چې پکې د سرو زرو او نورو قیمتي منرالونو کانونه هم شامل دي. کارپوهان ټینګار کوي، که د دې بهیر لپاره روڼتیا، قانوني چوکاټ او خپلواکه څارنه رامنځته نه شي، نو دا به د اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ پر ځای د لنډمهاله ګټو سبب شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ، وایي چې لږ تر لږه څلور خبریالان او د رسنیو فعالان لا هم د طالبانو له خوا په بند کې ساتل کېږي. هغه ویلي، نن د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده او د بندي خبریالانو د خوشې کولو لپاره دا تر ټولو ښه ورځ ده.
نوموړي نن یکشنبه (غویي ۱۳مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې باید دغه خبریالان او نور هغه کسان چې په خپلسري ډول نیول شوي، ژر تر ژره خوشې شي.
بېنېټ ټینګار کړی: «د دې کار لپاره له نن څخه ښه وخت نشته، ځکه چې د مې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.»
هغه وړاندې هم په خپلو جلا پیغامونو کې د بندي خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه او د بیان ازادۍ پر محدودیتونو یې اندېښنه ښودلې ده.
د بشري حقونو فعالان وایي، د خبریالانو نیول او زنداني کول د بیان ازادۍ ته جدي ګواښ دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.
د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د رسنیو ازادي له جدي محدودیتونو سره مخ شوې ده. د بې پولې خبریالانو سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په هېواد کې سلګونه رسنۍ تړل شوې او زرګونه خبریالان بېکاره شوي دي.
ښځینه خبریالانې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي، ځکه چې د کار، تګ راتګ او خپرونو پر وړاندې سخت محدودیتونه لګول شوي دي. سربېره پر دې، ګڼ شمېر خبریالان د ګواښ، نیونې، شکنجې او جبري اعترافونو له خطر سره مخ دي.
همدارنګه، د د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په ګډون نړیوالو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د رسنیو چاپېریال ورځ تر بلې تنګېږي او د بیان ازادي په بېساري ډول محدوده شوې ده.
کارپوهان باور لري، که د خبریالانو د خوندیتوب او ازاد فعالیت لپاره جدي ګامونه پورته نه شي، نو دا وضعیت به نه یوازې د رسنیو راتلونکی له خطر سره مخ کړي، بلکې د ټولنې پر روڼتیا او د معلوماتو پر لاسرسي به هم منفي اغېزې وکړي.