• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له یوې موسسې سره د پېښو په مدیریت کې د نوې ټکنالوژۍ پر کارولو هوکړه وکړه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۲۱:۵۰ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مشر، نورالدین ترابي د ډي‌ار‌سي موسسې له مسوولې هنا روز سره په کتنه کې د پېښو د مدیریت او بشري فعالیتونو د ښه والي په موخه د ډرونونو او سپوږمکۍ تجهیزاتو د برابرولو او کارولو په برخه کې پر ګډې همکارۍ هوکړه وکړه.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، نورالدین ترابي په دې کتنه کې د پېښو په مدیریت کې په ځانګړي ډول د بېړنیو حالاتو پر مهال د نوې ټېکنالوژۍ پر کارولو ټینګار وکړ.

هغه وویل: «غواړي هغه ډرون کېمرې چې د طبیعي پېښو پر مهال تر خاورو لاندې د شهیدانو مړي او ژوندي انسانان کشف کولای شي، برابرې کړي».

نوموړي د طبیعي پېښو د ګواښونو په کمولو کې د وقایوي پروژو پر رول ټینګار وکړ او له ډي‌ار‌سي موسسې څخه یې وغوښتل، چې د استنادي دېوالونو، پلونو، پلچکونو د جوړولو او د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو کسانو لپاره د خوراکي او غیر خوراکي توکو په برخه کې له دې ادارې سره همکاري وکړي.

د خبرپاڼې له‌مخې، د ډي‌ار‌سي موسسې مسوولې هنا روز په دې کتنه کې وویل، چې دا موسسه غواړي په ماینونو او ناچاوده توکو د ککړو سیمو د پاکولو لپاره له ډرونونو څخه کار واخلي، څو هم د وخت سپما وشي او هم د پېښو کچه راټیټه شي. هغې زیاته کړه، چې له دې ټېکنالوژۍ څخه به په بیړنیو حالاتو کې د ټپیانو د پېژندنې او ژغورنې لپاره هم کار واخیستل وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د دې لیدنې په پای کې، دواړو لورو د پېښو د مدیریت او بشري فعالیتونو د ښه والي په موخه د ډرونونو او سپوږمکۍ تجهیزاتو د برابرولو او کارولو په برخه کې پر ګډې همکارۍ هوکړه وکړه».

د یادونې وړ ده، چې افغانستان په وچه کې راګیر هېواد دی او ډېری وخت طبیعي پېښې ډېری ویجاړۍ رامنځته کوي چې ورسره د مرګ‌ژوبلې کچه هم لوړه وي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳
ځانګړی

سرچینې: د ملا هبت‌الله ۸۰۰۰ کسیزې ځانګړې قطعې ته روزنه او لګښت روسیه ور کوي

۴
ځانګړی

مولوي هبت‌الله په ادارو کې د جمهوریت د مامورانو پرځای د طالبانو د ګومارلو امر کړی

۵

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

•
•
•

نور کیسې

د فاریاب د څو فلزي کان تړون؛ د عوایدو او شفافیت پر سر نوې پوښتنې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۳ GMT+۱
د فاریاب د څو فلزي کان تړون؛ د عوایدو او شفافیت پر سر نوې پوښتنې
100%

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوالۍ په «درې‌کوه» سیمه کې د څو فلزاتي کان د استخراج تړون له یوې داخلي خصوصي کمپنۍ سره لاسلیک شوی، خو دغه پرېکړې د اقتصادي ګټو ترڅنګ د شفافیت او حساب‌ورکولو په اړه نوې اندېښنې راپارولې دي.

د رسمي معلوماتو له مخې، دا تړون د ۲۴میلیونه او ۳۳۲زره ډالرو په ارزښت د ۳۰کلونو لپاره شوی او شاوخوا ۱،۱۲کیلومتره مربع ساحه رانغاړي. طالبانو ویلي چې د پروژې په پلي کېدو سره به ۱۳۰کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د امتیاز کچه یې د ۱۶سلنه خالص سرو زرو په توګه ټاکل شوې ده.

خو د تړون د ترلاسه کوونکې کمپنۍ، یعنې ابوسعید شرکت، په اړه محدود معلومات خپاره شوي دي. د دې شرکت د مشرتابه جوړښت، مالي سرچینې او د پخوانیو پروژو جزییات په روښانه ډول نه دي شریک شوي، چې دا موضوع د شفافیت په اړه پوښتنې زیاتوي.

کارپوهان وایي، که څه هم دا ډول تړونونه کولای شي د حکومت لپاره عواید زیات کړي او محدود کاري فرصتونه برابر کړي، خو د شفافو میکانیزمونو نشتوالی ښايي د فساد، ناسم مدیریت او د ملي شتمنیو د ضایع کېدو ګواښ لوړ کړي.

د کانونو استخراج، په ځانګړي ډول څو فلزي کانونه، یوازې اقتصادي اړخ نه لري، بلکې چاپېریالي اغېزې هم لري. د څار خپلواکو بنسټونو د نشتوالي له امله دا روښانه نه ده چې د دې پروژې لپاره به چاپېریالي معیارونه تر کومه حده رعایت شي.

سربېره پر دې، د کانونو د عوایدو د وېش څرنګوالی او دا چې دا عواید به د عامو خلکو تر ګټې پورې ورسېږي که نه، لا هم یوه مهمه پوښتنه ده.

پر طالبانو له دې مخکې هم نیوکې شوې چې د کانونو په تړونونو کې لازم شفافیت نه مراعتوي. د راپورونو له مخې، د شهاب‌الدین دلاور د وزارت پر مهال په ځینو تړونونو کې مالي او اداري ستونزې موجودې وې چې میلیاردونه افغانۍ زیان یې اړولی دی.

په ورته وخت کې، طالبانو په وروستیو میاشتو کې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د کانونو استخراج پراخ کړی، چې پکې د سرو زرو او نورو قیمتي منرالونو کانونه هم شامل دي. کارپوهان ټینګار کوي، که د دې بهیر لپاره روڼتیا، قانوني چوکاټ او خپلواکه څارنه رامنځته نه شي، نو دا به د اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ پر ځای د لنډمهاله ګټو سبب شي.

د رسنیو ازادۍ نړیواله ورځ؛ ریچارډ بېنېټ وایي، لا هم ځینې خبریالان د طالبانو په بند کې دي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۳۹ GMT+۱
د رسنیو ازادۍ نړیواله ورځ؛ ریچارډ بېنېټ وایي، لا هم ځینې خبریالان د طالبانو په بند کې دي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ، وایي چې لږ تر لږه څلور خبریالان او د رسنیو فعالان لا هم د طالبانو له خوا په بند کې ساتل کېږي. هغه ویلي، نن د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده او د بندي خبریالانو د خوشې کولو لپاره دا تر ټولو ښه ورځ ده.

نوموړي نن یکشنبه (غویي ۱۳مه) پر ایکس خواله رسنۍ کې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې باید دغه خبریالان او نور هغه کسان چې په خپل‌سري ډول نیول شوي، ژر تر ژره خوشې شي.

بېنېټ ټینګار کړی: «د دې کار لپاره له نن څخه ښه وخت نشته، ځکه چې د مې درېیمه د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.»

هغه وړاندې هم په خپلو جلا پیغامونو کې د بندي خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه او د بیان ازادۍ پر محدودیتونو یې اندېښنه ښودلې ده.

د بشري حقونو فعالان وایي، د خبریالانو نیول او زنداني کول د بیان ازادۍ ته جدي ګواښ دی او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، د رسنیو ازادي له جدي محدودیتونو سره مخ شوې ده. د بې پولې خبریالانو سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، په هېواد کې سلګونه رسنۍ تړل شوې او زرګونه خبریالان بې‌کاره شوي دي.

ښځینه خبریالانې تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي، ځکه چې د کار، تګ راتګ او خپرونو پر وړاندې سخت محدودیتونه لګول شوي دي. سربېره پر دې، ګڼ شمېر خبریالان د ګواښ، نیونې، شکنجې او جبري اعترافونو له خطر سره مخ دي.

همدارنګه، د د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په ګډون نړیوالو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د رسنیو چاپېریال ورځ تر بلې تنګېږي او د بیان ازادي په بې‌ساري ډول محدوده شوې ده.

کارپوهان باور لري، که د خبریالانو د خوندیتوب او ازاد فعالیت لپاره جدي ګامونه پورته نه شي، نو دا وضعیت به نه یوازې د رسنیو راتلونکی له خطر سره مخ کړي، بلکې د ټولنې پر روڼتیا او د معلوماتو پر لاسرسي به هم منفي اغېزې وکړي.

د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ له طالبانو سره بندي ۵ افغان خبریالان څوک دي؟

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۸:۲۰ GMT+۱
•
خبرخونه
د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ له طالبانو سره بندي ۵ افغان خبریالان څوک دي؟
100%

طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر رسنیو فشار راوړل او پر شدید سانسور ډېر تمرکز کړی چې تر اوسه یې لسګونه خبریالان نیولي، خو د افغاستان انټرنشنل- پښتو د موندنو له‌مخې، ۵ خبریالان له شاوخوا یوه کال راهیسې لا هم د طالبانو له خوا په بند کې ساتل کېږي. دغه خبریالان څوک او ولې بندیان دي؟

طالبانو یوازې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۳۴ خبریالان د بېلابېلو تورونو له امله نیولي او له لنډې او اوږدې مودې وروسته د کومې پرېکړې له اعلانولو پرته بېرته خوشي کړي، خو ۵ خبریالان لا هم د طالبانو په زندانونو کې په بې‌برخلیکۍ کې شپې او ورځې تېروي.

خوشې شویو خبریالانو بیا هېڅکله هم د زنداني کېدو د لامل، څرنګوالي او د بېرته خوشې کېدو د دلیل په تړاو څه نه‌دي ویلي، خو د سرچینو په وینا، له خوشې کېدونکو خبریالانو د طالبانو استخبارات جدي لاسلیک شوی سند اخلي، چې هېڅکله به هم د دوی په زندانونو کې پرې د تېر شوي وضعیت په تړاو خبرې نه‌کوي.

د افغانستان انټرنشنل- پښتو د موندونو له‌مخې، له دغو افغان خبریالانو شکېب احمد نظري او عبدالعزیز وطنوال بګرام زندان ته چې په افغانستان کې د «ګوانتانامو» په نوم مشهور زندان دی، لېږدول شوي او پاتې ۳ نور خبریالان په کابل کې د استخباراتو په اړوندو زندانونو او یا هم د څرخي پله په زندان کې بندیان دي.

طالبانو په رسمي توګه د ځينو دغو خبریالانو د نیول کېدو د تورونو په تړاو څه سپیناوی نه‌دی کړی، خو د ځینو یادو بندي خبریالانو جبري اعترافونه یې بیا خپاره کړي او هېڅ یوه خبریال ته قانوني وکیل نه‌دی ګومارل شوی او ان کورنیو ته یې د لیدلو اجازه هم نه‌ورکول کېږي.

د دغو نیولو شویو خبریالانو په تړاو په ترتیب شویو معلوماتو کې د افغانستان انټرنشنل- پښتو له موندنو سربېره د افغانستان د خبریالانو مرکز له وروستي راپور څخه هم ځینې معلومات راټول شوي دي.

حمید فرهادي

  1. . اداره: اطلاعات روز ورځپاڼه
  2. د نیول کېدو ځای: کابل
  3. د د نیول کېدو نېټه: د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر ۳مه
  4. تورونه: د طالبانو پر ضد تبلیغات

د نیول کېدو څرنګوالی:

حمید فرهادي له «اطلاعات روز» ورځپاڼې سره د همکارۍ په تړاو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ځواکونو له لوري په خپل‌سري ډول نیول شوی دی. «اطلاعات روز» ورځپاڼه اوس له بهره په انلاین بڼه فعالیت لري.

فرهادي پر دې تورن دی، چې له کابله یې «اطلاعات روز» ته د ښځو د حقونو او په ځانګړې توګه له زده‌کړو له بې‌برخې او له کاره له ګوښه شویو ښځو سره مرکې او راپورونه ورکړي دي. د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو او په ځانګړې توګه د زده‌کړو او کارو مسایل ډېر حساس بلل کېږي. هغه د همدې تورونو له امله د کابل د یوې محکمې له لوري د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر پر ۵مه، پر دوه کاله بند محکوم شو.

100%

شکېب احمد نظري

  1. ا . داره: د جاپان NTV
  2. ځای: کابل
  3. د نیول کېدو نېټه: د ۲۰۲۵ کال د جولای ۲۳مه
  4. تورونه: د طالبانو پر ضد تبلیغات

د نیول کېدو څرنګوالی:

شکېب احمد نظري د جاپان اېن‌ټي‌وي ته د انتقادي راپورونو له امله د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۲۳مه په کابل کې د استخباراتو له‌خوا ونیول شو او د طالبانو د پوځي محکمې له لوري محاکمه شو.

نظري د طالبانو په اړه د انتقادي راپورونو پر خپرولو تورن شوی دی. په دې انتقادي راپورونو کې د نجونو او ښځو پر لوړو زده‌کړو او کار بندیز، د جرمونو د نړیوالې محکمې ای‌سي‌سي لخوا د طالب مشرانو د نیولو حکم د صادرېدو، د امنیتي ځواکونو له‌خوا د جنسي تېریو د ادعاوو او د «هشت‌صبح» ورځپاڼې د هغو راپورونو خپرول شامل دي، چې پر ښځو د تاوتریخوالي په اړه وو.

د شکېب احمد نظري د نیول کېدو په تړاو د غبرګونونو له ډېرېدو وروسته د طالبانو استخباراتو د ۲۰۲۵ د اګست پر ۲۱مه، د هغه د جبري اعتراف په تړاو یوه ویډیو خپره کړه او په‌کې اعتراف شوی وو، چې له بهرنیو او تبعیدي رسنیو سره یې همکاري کړې ده.

د همدې تورونو له مله د طالبانو یوې پوځي محکمې په ۳ کاله بند محکوم کړ او بیا د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۸مه، له کابل څخه بګرام زندان ته ولېږدول شو.

100%

محمد بشیر هاتف:

  1. ا داره: د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو سازمانونو د فدراسیون د بورډ غړی او د طالبانو د رسنیزو شکایتونو او سر غړونو کمېسیون غړی
  2. د نیول کېدو ځای: کابل
  3. د نیول کېدو نېټه: د ۲۰۲۵ کال د جولای ۲۳مه
  4. تورونه: د طالبانو پر ضد تبلیغات

د نیول کېدو څرنګوالی:

محمد بشیر هاتف له نړیوالو سازمانونو لکه یوناما او یونېسکو سره د اړیکو او د بیان د ازادۍ پر محدودیتونو، د استخباراتو په بندخونو کې د خبریالانو پر شکنجه کولو او د طالبانو پر ضد د راپورونو د ورکړې په تړاو د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۲۳مه، په کابل کې د استخباراتو له لوري نیول شوی دی.

هغه همداراز پر دې هم تورن دی، چې په افغانستان کې یې د ښځینه خبریالانو د پروژو لپاره فنډونه ترلاسه کړي، خو د محاکمه کېدو په تړاو یې بشپړ معلومات نه‌شته.

محمد بشر هاتف
100%
محمد بشر هاتف

ابو ذر صارم سرپلی

  1. ا داره: د «توانا» خبري اژانس رییس؛ د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو سازمانونو د فدراسیون د بورډ غړی
  2. د نیول کېدو ځای: کابل
  3. د نیول کېدو نېټه: د ۲۰۲۵ کال د جولای ۲۳مه
  4. تورونه: بهرنیو هېوادونو ته جاسوسي، اخلاقي فساد او د طالبانو ضد تبلیغات

د نیول کېدو څرنګوالی:

ابوذر سرپلی بهرنیو هېوادونو ته د جاسوسۍ، اخلاقي فساد او د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو د خپرولو په تور د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۲۳مه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له لوري ونیول شو.

هغه همداراز پر دې هم تورن دی، چې ښځو ته یې د خبریالۍ روزنه ورکوله، په همدې تړاو یې له بهرنیو بنسټونو پیسې ترلاسه کولې او هغو رسنیو ته یې محرم راپورونه لېږل چې د طالبانو په باور د «اسلام ضد» بلل کېږي.

د ابو ذر سرپلي له نیول کېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو له لوري د هغه د جبري اعتراف یوه ویډیو خپره شوې، چې په‌کې یې د بهرنیو قدرتونو لپاره پر جاسوسۍ او اخلاقي فساد اعتراف کړی دی.

100%

عبدالعزیز وطنوال:

  1. ا داره: خورشید راډیو- ټلویزیون
  2. د نیول کېدو ځای: ننګرهار
  3. د نیول کېدو نېټه: ۲۰۲۵ کال د جولای ۱۲مه
  4. تور: طالبانو د هغه د تور په تړاو هېڅ هم نه‌دي ویلي

د نیول کېدو څرنګوالی:

عبدالعزیز وطنوال چې د خورشید ټلویزیون پخوانی خبریال وو د طالبانو د استخباراتو له څو ورځنیو څار وروسته په جلال‌اباد ښار کې له خپل کور څخه د ۲۰۲۵ کال د جولای پر ۱۲مه نیول شوی دی. له هغه سره دوه نور کسان هم نیول شوي چې ویل کېږي دوه نور کسان خوشې شوي، خو بیا یې هم په اړه کره معلومات نه‌شته. د سرچینو په وینا، وطنوال اوس د بګرام په زندان کې ساتل کېږي او له برخلیک څخه یې هېڅ ډول معلومات نه‌شته. د هغه یوه خپلوان افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي: «طالبانو ویلي چې له خبریالانو سره حساب شته، کله چې دا حساب پوره شي، بیا به عزیز وطنوال خوشې شي».

عبدالعزیز وطنوال
100%
عبدالعزیز وطنوال

طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۳۴ خبریالان نیولي او ځينې یې بیا له څو ساعتونو او یا هم څو ورځو وروسته خوشې کړي دي. د افغانستان انترنشنل- پښتو د موندنو پر بنسټ، په دغو نیول شویو کې په غزني کې د خوشحال راډیو کارکوونکی سلیمان راحېل د ۲۰۲۵ کال د مې۲۹مه، په تخار کې د اریانا ټلویزیون خبریال نصرت‌الله ابراهیمي د ۲۰۲۵ کال د مې ۶مه، په تخار کې ازاد خبریال منیر هدف د ۲۰۲۵ کال د مې ۶مه،په تخار کې ازاد خبریال اسدالله تیمور د ۲۰۲۵ کال د مې۶مه، په کابل کې د پېکسل میډيا غړی احمد نوید اصغري د ۲۰۲۵ کال د جولای ۱۵مه، په کابل کې د پېکسل میډیا غړی مشتاق احمد حلیمي د ۲۰۲۵ کال د جولای ۱۵مه،په هرات کې د ندای بلوڅ راډیو مسوول محمد اصف فیضیار شامل دي، چې ځینې یې له څو ساعتونو او یا هم څو ورځو بند تېرولو وروسته بېرته ازاد شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل د موندونو له‌مخې، د طالبانو استخباراتو د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ اونۍ کې په کندوز کې یوه سیمه‌يیزه خبریاله ناظره رشیدي ونیوله او بیا یې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ پر ۶مه بېرته خوشې کړه.

په تبعید کې د افغانستان له خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو، د خبریالانو نړۍوالو بنسټونو او د یادو خبریالانو د خوشې کېدو د غوښتنې په تړاو په کمپاینونو کې په وار وار د یادو خبریالانو د وضعیت په تړاو د اندېښنو له ښودلو سربېره د هغوی د روغتیايي او په ځانګړي توګه روحي او رواني وضعیت په تړاو خبرداری ورکړل شوی دی.

یادو بنسټونو د طالبانو په زندانونو کې د دغو افغان خبریالانو د روغتيايي وضعيت په اړه هر ډول بې‌تفاوتي د بشري حقونو او د بيان ازادۍ د اصولو پر وړاندې لويه جفا، د ټولو نړۍوالو میثاقونو او اسلامي ارزښتونو خلاف بللې ده.

یادو سازمانونو او همداراز د دغو خبریالانو د خوشې کېدو په تړاو یوه کمپاین له طالبانو غوښتنه کړې، چې ياد خبريالان پرته له کوم قيد او شرط سمدستي خوشې کړي، خو طالبانو یې په تړاو هېڅ غبرګون نه‌دی ښودلی.

په افغانستان کې دننه یو شمېر خبریالانو د نومونو د نه‌خپرېدو په شرط افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د طالبانو له لوري له افغان خبریالانو سره دغه ډول چلند د اطلاع رسونې په برخه کې جدي خنډ بللی او په وینا یې، له افغان خبریالانو سره د طالبانو او په ځانګړې توګه د طالبانو د استخباراتو چلند د خبریالانو په منځ کې د وېرې او ډار فضا رامنځته کړې ده.

فیروز کندوزی: له تېرو پنځو کلونو راهیسې د موسیقۍ هیڅ پروګرام ته نه یم تللی

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۷:۳۳ GMT+۱
فیروز کندوزی: له تېرو پنځو کلونو راهیسې د موسیقۍ هیڅ پروګرام ته نه یم تللی
100%

مشهور سیمه‌ییز سندرغاړی فیروز کندوزي وايي، طالبانو نه دی نیولی او له تېرو پنځو کلونو راهیسې په افغانستان کې اوسېږي او هېڅ هنري فعالیت نه کوي. نوموړي ویلي، چې هنرمندان مظلومه طبقه ده.

د یکشنبې په ورځ فیروز کندوزي ته منسوب یو انځور په پراخه توګه په ټولنیزو رسنیو باندې خپور شو او داسې ویل کېدل، چې طالبانو نوموړی د دمبوري غږولو او سندرو ویلو په جرم نیولی دی.

خو کندوزي د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره خپلو مینه‌والو ته ډاډ ورکړی چې طالبانو نه دی نیولی.

نوموړي ویلي، چې د ده د نیولو خبر حقیقت نه لري او له خپلې کورنۍ سره ارام ژوند کوي.

کندوزي زیاته کړې، چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې هېڅ ډول هنري فعالیت نه کوي.

هغه وايي، «له هنرمندانو سره څوک کار نه لري، هنرمندان مظلومان دي. زه نه کوم واده ته تللی یم، نه کوم پروګرام ته تللی یم او نه هم ځم. ناحقه څوک نه نیول کېږي، زه جوړ او روغ یم».

که څه هم فیروز کندوزی په خپل خصوصي کاروبار بوخت دی او له هنري فعالیت پرته خپل ازاد ژوند کوي، خو ګڼ شمېر نور سیمه‌ییز هنرمندان او سندرغاړي د طالبانو د سختو محدودیتونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ګڼ نور له هېواد وتلو ته اړ شوي دي.

طالبان وايي په خوست کې یې د موسیقۍ الات او د ساکښو انځورونه وسوځول

۱۳ غویی ۱۴۰۵ - ۳ می ۲۰۲۶، ۱۶:۳۸ GMT+۱
طالبان وايي په خوست کې یې د موسیقۍ الات او د ساکښو انځورونه وسوځول
100%

په خوست کې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو ۸۲۹ د موسیقۍ الات، قیلونونه او د ساکښو انځورونو پردې راټول کړي او سوځولي دي. طالبانو د موسیقۍ الات، قیلونونه او داسې پرې، چې د ساکښو انځورونه پرې کښل شوي وي، له «شرعي» اصولو سره په ټکر کې بللي دي.

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز وايي، د یاد ولایت د امربالمعروف محتسبانو په ښار او ولسوالیو کې ۸۲۹ د موسیقۍ بېلابېل الات، قیلونونه او هغه پردې چې د ساه کښو انځورونه پرې چاپ شوي وو، سوځولي دي.

طالبانو ویلي، چې «یاد اقدام یې د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا، د اخلاقي انحرافاتو د مخنیوي او د ټولنې د اصلاح په موخه کړی دی».

د خوست سیمه‌ییزو طالب مسوولینو له خلکو غوښتنه کړې، چې د اسلامي احکامو او ټولنیزو ارزښتونو په ساتنه کې ورسره مرسته وکړي.

طالبانو تردې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ الات سوځولي او د موسیقۍ الاتو غږولو پرمهال نیول شوي کسان یې بندیان کړي دي.