که څه هم قابلې د یوه هېواد د روغتیايي نظام له بنسټیزو ستنو څخه دي؛ خو په افغانستان کې دغه برخه د نجونو د زدهکړو بندیز له امله له ناروښانه وضعیت سره مخ ده. شنونکي خبرداری ورکوي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د مسلکي قابلو له سخت کمښت سره مخ شي، داسې کمښت چې د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو پر روغتیا به ناوړه اغېزې ولري.
ورته مهال په ګڼو روغتونونو کې د زېږون څانګې له بېسارې ګڼېګوڼې سره مخ دي او قابلې اړ دي چې له محدودو امکاناتو سره ډېرو ناروغانو ته خدمتونه وړاندې کړي. ندا (مستعار نوم) چې د هرات په یوه خصوصي روغتیایي مرکز کې کار کوي وایي:« ما په ایران کې د ښوونې او رورنې څانګه کې تر ماسټرۍ پورې زدهکړې کړې وې؛ خو کله چې افغانستان ته ستنه شوم، اړه شوم چې قابلګي ولولم. اوس په همدې برخه کې کار کوم؛ خو کله چې راتلونکې ته ګورم، رښتیا هم د افغانستان د ښځو لپاره اندېښمنه یم. که دغه حالت همداسې دوام وکړي؛ نو ښايي څو کاله وروسته هېڅ نوې فارغه قابله ونه لرو».
هغه زیاتوي: «له ایران او پاکستان څخه د کډوالو بېرته راتګ وضعیت نور هم پېچلی کړی دی. د ولادي څانګې ګڼهګوڼه د پخوا پرتله ډېره شوې او موږ له درانه کاري فشار سره مخ یو. سره له دې بیا هم ځینې ښځې د لاسرسي ستونزو او کلتوري محدودیتونو له امله په کورونو کې زېږون کوي، چې دا د مېندو او ماشومانو د مړینې ګواښ زیاتوي».
یوه بله تجربهلرونکې قابله مسکا(مستعار نوم) چې تقاعد ته نږدې ده وایي: «قابلګي یوازې یو مسلک نهدی؛ بلکې د مور او ماشوم ژوند ژغورل دي. که د نجونو زدهکړې په دې برخه کې بندې پاتې شي، ډېر ژر به له جدي کمښت سره مخ شو او دا به د زېږون پرمهال ګواښونه لا زیات کړي». هغه زیاتوي:« زموږ د کار او انرژۍ وخت نور پای ته رسېږي او زه ډېره خواشینې یم، چې نوی نسل به ډېر ژر د مسلکي قابلو له شتونه محرومه شي». هغه وایي، د روغتیایي زدهکړو بندیز یو نه جبرانېدونکې تېروتنه ده چې تاوان به یې ټول عام خلک پرې کوي.
ثنا (مستعار) چې د کندهار په کوچني مومند خصوصي روغتون کې ډاکټره ده، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: «موږ د پرسونل له کمښت، د ډېر کاري فشار او کله ناکله د تجهیزاتو له نشتوالي سره مخ یو. سره له دې هڅه کوو ښه خدمتونه وړاندې کړو؛ خو پرته له نوو او روزل شویو قابلو، د دغه وضعیت دوام ډېر ستونزمن دی».
هغې وویل، چې په پخواني نظام کې د روزنیزو پروګرامونو له امله ښه فرصتونه وو؛ خو اوس دغه امکانات محدود شوي دي. د هغې په وینا؛ د محرم شرط هم د ځینو کورنیو لپاره ستونزې جوړې کړې او ځینې ښځې یې له کار کولو راګرځولې دي.
ثنا ټینګار کوي، چې د ښځو پر زدهکړو بندیز یې ژوره اندېښنه رامنځته کړې؛ ځکه په اوسني حالت کې هم د قابلو کمښت احساسېږي او په راتلونکو کلونو کې به دغه ناورین لا ژور شي. هغه غوښتنه کوي، چې د ښځو پر زدهکړو او کار لګول شوي محدودیتونه باید ژر تر ژره لرې شي.
د پکتیا په یوه روغتیایي مرکز کې یوه قابله چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د نوم له اخیستو ډډه کړې، وایي: «قابلهګانې د مور او ماشوم د ژوند ژغورنې په برخه کې نه بدلېدونکی رول لري. په لرو پرتو سیمو کې اکثره خلک بنسټیز روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري؛ نو موږ ته ډېرې پېچلې او بېړنۍ پېښې راځي. له محدودو امکاناتو سره، سره هڅه کوو چې د مېندو او ماشومانو ژوند وژغورو؛ خو د نوو قابلو د نه روزنې له امله راتلونکی ډېر اندېښمن ښکاري».
د هغې په وینا؛ طالبانو د کورنۍ تنظیم (Family Planning) پروګرام بند کړی او په دې اړه عامه پوهاوی کم دی، چې له امله یې ډېرې ښځې د شته محدودیتونو له امله له دغه خدمتونو ګټه نهشي اخیستلای، چې دا د پرلهپسې مېندوارۍ او روغتیايي ستونزو لامل ګرځي.
قابلې ټینګار کوي، چې د ښځو زدهکړې، د نوو قابلو روزنه او د عامه پوهاوي لوړول د یوې سالمې ټولنې لپاره بنسټیزې اړتیاوې دي. په داسې حال کې چې د ښځو پر زدهکړو محدودیتونه دوام لري، اندېښنه دا ده چې افغانستان به په راتلونکو کلونو کې د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې له جدي ناورین سره مخ شي؛ داسې ناورین چې اغېزې به یې تر راتلونکو نسلونو پورې ورسېږي.
له بل پلوه د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.