د جرمني د زیډ ډي اېف او ټاګیس شاو د رپوټ له مخې، د فدرالي حکومت او ایالتونو په همغږۍ ګڼ شمېر افغان وګړي هغو طالبانو ته ور وپېژندل شوي چې تېر کال جرمني ته استول شوي وو. هدف دا و چې هغوی د اخراج لپاره اړین اسناد صادر کړي.
دا پروسه په تېرو میاشتو کې څو ځله په بن ښار کې د جرمني د مهاجرت او کډوالۍ فدرالي دفتر په څانګه او د برلین په هوايي ډګر کې ترسره شوې ده. د جرمني د کورنیو چارو وزارت دا ډول اقدامات د «فدرالي پولیسو عملیات» بللي او ویلي یې دي چې یوازې فضا یې د کډوالو ادارې برابره کړې وه، خو د بهرنیو چارو وزارت په دې پروسه کې ښکېل نه و.
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې یوه داسې غونډه هم مستنده شوې چې له بېلابېلو ایالتونو نه پکې د پولیسو موټر لیدل شوي او افغان کډوال یې راوستي وو. وروسته د طالبانو د کونسلګرۍ یو موټر له ځایه وتلی و او د طالبانو یو استازی لیدل شوی چې له امنیتي کارکوونکو سره یې په خندا خبرې کولې.
ویل کېږي چې دغه استازی د طالبانو د کونسلګرۍ مامور «سعید» دی، چې په ۲۰۲۵ کال کې له یوه بل غړي سره جرمني ته استول شوی و. د راپورونو له مخې، دغو کسانو په عمل کې د برلین د افغان سفارت او د بن کونسلګرۍ چارې تر ډېره تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت وایي چې دا بدلون ورته په رسمي ډول نه دی اعلان شوی او دوی لا هم پخواني ډیپلوماتان رسمي استازي ګڼي.
په ورته وخت کې، د جرمني فدرالي او ایالتي ادارې د کډوالو د اخراج پروسه تر ډېره په پټه پرمخ وړي او د رسنیو پوښتنو ته ډېر محدود معلومات ورکوي.
د چارواکو په وینا، هدف دا دی چې افغانستان ته د نورو کسانو د اخراج لپاره ډلهییزه پروسه چمتو شي او لومړیتوب پکې مجرمین دي، خو ځینې نور مجرد نارینه هم په پام کې نیول شوي دي.
د معلوماتو له مخې، د۲۰۲۵کال له جولای راهیسې لږ تر لږه ۱۳۸ کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
وروستۍ الوتنه د همدې اونۍ په پیل کې له لایپزیګ څخه کابل ته وه، چې ۲۵ کسان پکې لېږدول شوي وو.
د ځینو وکیلانو په وینا، دا پروسه تر سخت فشار لاندې ترسره کېږي او د دفاع امکانات محدود دي.
د هامبورګ ښار وکیل جولیوس بوخولټ د څو افغان کډوالو استازیتوب کوي چې له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
د هغه په وینا، دا ډول دوسیې تر سخت فشار لاندې تنظیمېږي او احضار لیکونه ډېر لنډ وخت مخکې ورکول کېږي.
هغه وایي چې تر اوسه یې داسې حالت نه و لیدلی او دې کار له خپلو موکلینو سره دده اړیکه هم ستونزمنه کړې، ځکه هغوی په توقیف کې دي.
بوخولټ دا هم وایي چې له افغانستان نه راغلي کډوال د طالبانو استازو ته ورپېژندل کېږي، چې دا کار له حقوقي پلوه ډېر جنجالي دی. د هغه په وینا: «دا داسې یو حکومت دی چې په رسمیت نه دی پېژندل شوی، هېڅ باور پرې نشته، خو بیا هم د خلکو هویت تاییدوي».
د جرمني د پارلمان د کیڼ اړخې ګوند غړې کلارا بونګر له طالبانو سره همکاري تر پوښتنې لاندې راوستي او وايي، «له یوې خوا طالبان دي چې هره ورځ له بشري حقونو سرغړونه کوي، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې سختې ځپي او له بلې خوا د جرمني حکومت له همدې ترهګرې ډلې سره د اخراج لپاره معاملې کوي».
نوموړې وایي چې دا ډول اقدامات کولی شي طالبانو ته غیر مستقیم مشروعیت ور کړي.