د امریکا پوځ پر دوو ایراني تېل وړونکو بېړو د برید خبر ورکړ

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې دوه خالي ایراني تېل وړونکې بېړۍ یې ویشتلي دي. د سنټکام په وینا، دغو بېړیو هڅه کوله، چې د امریکا لهخوا لګول شوی سمندري بندیز مات کړي.

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې دوه خالي ایراني تېل وړونکې بېړۍ یې ویشتلي دي. د سنټکام په وینا، دغو بېړیو هڅه کوله، چې د امریکا لهخوا لګول شوی سمندري بندیز مات کړي.
سنټکام په خپله اېکسپاڼه کې لیکلي چې پر دواړو بېړو د ایران بیرغ لګول شوی و او خالي وې.
په اعلامیه کې راغلي چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې هم یوه ایراني بېړۍ هم له کاره غورځولې وه.
امریکايي چارواکو ټینګار کړی: «دا درې واړه بېړۍ نور د ایران په لور د حرکت وړتیا نه لري.»
دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ په سمندري او سیمهییزه کچه ترینګلتیا تر بل هر وخت زیاته شوې ده. واشنګټن هڅه کوي چې د سمندري بندیزونو له لارې د ایران د تېلو د صادراتو او وارداتو مخه ونیسي.

د پاکستان جماعت اسلامي پخوانی مشر سراجالحق ویلي، چې د پاکستان د پور کچه له ۵۵ زره میلیاردو څخه ۸۵ زره میلیاردو کلدارو ته لوړه شوې ده. نوموړي ویلي، تر هغو چې د دغه هېواد مالي نظام له سود څخه پاک نه شي، ریښتینی اقتصادي پرمختګ ناشونی دی.
د پاکستان د جماعت اسلامي پخواني مشر سراجالحق د پاکستان د مخ پر ځوړ اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د پاکستان د پورونو کچه ۸۵ زره میلیاردو کلدارو ته لوړه شوې ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د سودي نظام له منځه وړلو پرته اقتصادي پرمختګ شونی نه دی.
سراج الحق پرخپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د پاکستان د پورونو کچه له ۵۵ زره میلیاردو کلدارو څخه ۸۵ زره میلیاردو کلدارو ته رسېدلې ده. د هغه په وینا، د دغه هېواد حکومت هر کال ۸ زره میلیارده کلدارې یوازې د پورونو د سود په پرې کولو لګوي.
د جماعت اسلامي دغه پخواني مشر د سود د کچې د لوړېدو پایلو ته په اشارې سره ویلي، چې په دې برخه کې لږ زیاتوالی هم لوی مالي زیانونه لري. هغه زیاته کړې، چې د سود په کچه کې یوازې یو سلنه زیاتوالی د پاکستان پر اقتصاد ۵۴۰ میلیارده کلدارې اضافي بوج اچوي.
سراج الحق د پاکستان د اوسني مالي او اقتصادي بحران د حل لارې په اړه ټینګار کړی، چې هېواد یې باید د سود د مالي نظام څخه ځان خلاص کړي.
نوموړی په دې باور دی، چې تر څو چې د سود پر بنسټ ولاړ مالي نظام له منځه نه وي تللی، په پاکستان کې به هېڅ ډول ریښتینی اقتصادي پرمختګ رامنځته نه شي.
اوکراین خبرداری ورکړی چې د روسیې د ژمنیو پراخو بریدونو له امله د دغه هېواد د هوايي دفاعي توغندیو زېرمې تر ډېره تشې شوې دي. د اوکراین هوايي ځواک د جمعې په ورځ ویلي، چې دوی د روسیې د راتلونکو احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره له سختو ننګونو او د مهماتو له کمښت سره لاس او ګرېوان دي.
د اوکراین د هوايي ځواک ویاند یوري ایهنات د دغه هېواد دولتي خبري اژانس اوکراین فورم ته ویلي: «اوس مهال هغه توغندیز لانچرونه چې ځینو واحدونو او بټریو ته ځانګړي شوي، نیم خالي دي او دوی یوازې محدود شمېر توغندي لري». نوموړي زیاته کړې چې د اکمالاتو په ځنډېدو سره دغه ستونزه نوره هم جدي شوې ده.
اوکراین که څه هم د روسیې د بېپیلوټه الوتکو د نسکورولو لپاره له کورنیو ټکنالوژیو، ګرځنده توپچي واحدونو او برېښنایي جګړې څخه کار اخلي، خو د بالستیک او کروز توغندیو د مخنیوي لپاره لا هم په بشپړ ډول پر لوېدیځو هوايي دفاعي سیستمونو متکي دی.
د جګړې له څلورو کلونو تېرېدو وروسته، اوکراین د خپلو متحدینو له لوري د نظامي مرستو په برخه کې له ځنډ او ګډوډۍ سره مخ شوی دی.
داسې مهال چې د ایران په جګړه کې د امریکا او اسراییل لخوا د هوايي دفاعي سیستمونو کارول زیات شوي، اوکراین ته د دغو تجهیزاتو د رسولو پروسه له لا زیات فشار سره مخ ده. ایهنات ټینګار کړی چې د دغو اکمالاتو نشتوالی د دوی دفاعي وړتیاوې له خطر سره مخ کولی شي.
کرملین د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې ولادیمیر پوتین چمتو دی له «هر چا» او په ځانګړې توګه له اروپایانو سره خبرې وکړي، خو لومړی ګام به نه اخلي. دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې فایننشل ټایمز راپور ورکړ چې د اروپايي ټولنې مشران له پوتین سره مستقیمو خبرو ته چمتووالی نیسي.
د کرملین ویاند ډیمیتري پیسکوف خبریالانو ته وویل: «پوتین له هر چا سره خبرو ته چمتو دی او دا خبره یې په وار وار کړې ده. موږ چمتو یو چې د خپلو خبرو اترو په لور تر هغه ځایه ولاړ شو چې اروپایان ورته چمتو وي». خو نوموړي زیاته کړه چې روسیه به د دې اړیکو د پیلولو لپاره لومړی اقدام ونه کړي، ځکه په وینا یې، دا اروپایان وه چې په ۲۰۲۲ کال کې یې له مسکو سره اړیکې وشلولې.
وړاندې فایننشل ټایمز راپور ورکړی، چې اروپایان د هغو خبرو اترو له امله ناهیلې شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره رهبري کېږي. د اروپايي شورا مشر انتونیو کوسټا ویلي چې دی له پوتین سره د خبرو اترو لپاره «هیلهمندي» ویني او زیاته کړې یې ده چې د دې کار لپاره د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ملاتړ هم ورسره دی.
روسیه، بروکسل او نورې اروپایي پلازمېنې تورنوي چې هغوی په خپله خوښه اړیکې بندې کړې دي. بل لور ته، اروپايي مشران پوتین یو مستبد او جنګي مجرم بولي او ویره لري چې که روسیه په اوکراین کې بریا خپله کړي، ښايي په راتلونکي کې پر ناټو غړو هېوادونو هم برید وکړي، هغه ادعا چې روسیه یې بېبنسټه بولي.
پوتین بیا اروپايي قدرتونه د اوکراین په ملاتړ او هغوی ته د لسګونو میلیارډونو ډالرو وسلو او استخباراتي معلوماتو په ورکولو سره په «جنګ غوښتنې» تورنوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د جمعې په ورځ د ایټالیا له لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني سره کتلي دي. دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې د ایران د جګړې او پر پاپ لیو د ټرمپ نیوکو د واشنګټن او روم ترمنځ نږدې اړیکې له بېساري فشار او ترینګلتیا سره مخ کړې دي
مارکو روبیو ایټالیا ته په دوه ورځني سفر تللی ترڅو د پاپ لیو پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ له توندو نیکو وروسته رامنځته شوې فضا سړه کړي.
بل لور ته واشنګټن د ایران په جګړه کې د ایټالیا له نه همکارۍ ناراضه دی، ځکه ایټالیا په خپله خاوره کې د امریکا «سیګونیلا» هوايي اډې کارولو ته اجازه نه ده ورکړې.
جورجیا میلوني چې پخوا په اروپا کې د ټرمپ یوه له نږدې ملاتړو شمېرل کېده، اوس د امریکا پر وړاندې د ایټالیا د عامه افکارو د مخالفت او د جګړې د اقتصادي زیانونو له امله تر فشار لاندې ده. هغې پر پاپ د ټرمپ نیوکي «د نه منلو وړ» بللي، چې په غبرګون کې یې ټرمپ نوموړې په «بې زړتوب» تورنه کړې او له ایټالیا څخه یې د امریکايي ځواکونو د ایستلو ګواښ کړی دی.
د راپورونو لهمخې، روبیو او میلوني په یاده لیدنه کې، د ایران جګړه او د هغې نړیوالې اغېزو، د اوکراین جګړه او پر کیوبا د واشنګټن لخوا د ډیپلوماټیکې یوازېتوب پالیسي او پر اروپايي توکو د امریکا لخوا لګول شوي تعرفې په اړه بحثونه کړې دي.
د اسټرالیا حکومت د جمعې په ورځ د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ او د یادې ډلې پر جګپوړو مشرانو مالي او د ترهګرۍ ضد بندیزونه ولګول. دغه ډله چې د برېتانیا او امریکا له لوري هم د ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شوې، په پاکستان کې په ځانمرګو او وسلهوالو بریدونو تورنه تورنه ده.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وونګ په یوې اعلامیه کې وویل: «د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ یوه داسې ډله ده چې په ټول پاکستان کې یې د تاوتریخوالي ډګ بریدونه کړي دي. دغو بریدونو ملکي وګړي، حیاتي بنسټونه، بهرني وګړي او د پاکستان حکومت په نښه کړي دي».
مېرمن وونګ زیاته کړه چې استرالیا له تروریزم او افراطیت سره مبارزې ته کلکه ژمنه ده.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړې: «دا بندیزونه د دې لپاره طرحه شوي چې د یادې ډلې مالي سرچینې پرې کړي، د نويو کسانو د جذب مخه ونیسي او د هغوی د ایډیالوژۍ خپرېدل محدود کړي».
د اسټرالیا د قوانینو له مخې، له دغې ډلې سره هر ډول مالي راکړه ورکړه جرم دی چې تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا لرلای شي.
د راپورنو لهمخې، د بلوچستان ازادۍ غوښتونکی پوځ له ۲۰۱۱ کال راهیسې په زرګونو کسان وژلي او په ځانګړې توګه په سیمه کې د چین پر پروژو بریدونه کوي.
د روان کال په جنوري میاشت کې دغې ډلې د «هیروف دو» په نوم عملیات وکړل چې د پاکستاني چارواکو په وینا ۲۷۴ کسان پکې ووژل شول.
پاکستان دغه ډله د «هندوستان فتنه» بولي او ادعا کوي چې ډیلي ورته مالي او تسلیحاتي ملاتړ چمتو کوي، خو هند تل دا تورونه رد کړي دي.
ځینې پاکستاني چارواکي افغان طالبان هم د دغې ډلې په ملاتړ تورنوي، خو طالبانو دا ادعاوې په کلکه رد کړې او بېبنسټه یې بللې دي.