• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي په تخار کې یې پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه کرل شوي تاریاک له منځه وړي دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۴:۰۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۵:۴۱ GMT+۱

په تخار ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي، چې په تېره یوه میاشت کې یې د یاد ولایت په ۱۶ ولایتونو کې د تاریاکو اړولو کمپاین په ترڅ کې پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه کرل شوي تاریاک له منځه وړي دي.

په تخار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ویلي، چې له تیرې یوې میاشتې راهیسې یې د یاد ولایت په مرکز او ۱۶ ولسوالیو کې د تاریاکو د کروندو د له منځه وړلو کمپاین پیل کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په یاده موده کې یې پر ۲۰۰۰ جریبه ځمکه کرل شوي تاریاک له منځه وړي او کمپاین لا هم دوام لري.

واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو څو میاشتې وروسته د یادې ډلې مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده د نشه‌يي توکو پر کر، پیر او پلور بندیز ولګاوه، خو لا هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې تریاک کرل کېږي.

سویلي ولایتونه چې د تاریاکو په کر او د نشه‌يي توکو په تولید کې تر نورو مخکښ وو، د هبت الله له بندیز وروسته د تریاکو کر پکې کم شوی دی، خو د افغانستان په شمال او شمال ختیزو ولایتونو کې په ځانګړې توګه تخار، بدخشان، بغلان او نورو ولایتونو کې د تاریاکو کر زیات شوی دی.

وړاندې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د افغانستان د جنوب لویدیزو ولایتونو هلمند، فراه، ارزګان او کندهار په یو شمېر سیمو کې تاریاک دننه په کورونو او کلاوو کې کرل شوي دي.

د سرچینو په وینا، له دې وړاندې د طالبانو د تارياکو د مخنيوي ډلې کسان د خلکو کورونو، مېلمستونونو او باغونو ته په زور ننوتل او په يو شمېر سيمو کې یې له خلکو سره شخړې هم شوې وې.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له حکم وروسته په کورونو او باغونو کې دننه د کوکنارو اړولو لړۍ درېدلې ده.

ترویج لرونکی

 د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی
۱
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۲

حامد کرزي پر ډیورنډ کرښه د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو وضاحت وغوښت

۳

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۴

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

۵

سرچینې: د طالبانو استخباراتو د طلوع‌نیوز یو خبریال نیولی دی

•
•
•

نور کیسې

طالبان په کونړ او نورستان کې د قومي مشرانو د هوکړو په تړاو د کرزي پر وضاحت غوښتنې غلي دي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۵۹ GMT+۱

پر ډیورنډ کرښه له نښتو وروسته د وروستیو هوکړو په اړه له طالبانو د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر وضاحت غوښتنې شاوخوا ۲۴ ساعته تېریږي، خو طالبانو تر اوسه هیڅ راز غبرګون نه دی ښودلی. کرزي دغه کړنې ډیورنډ کرښې ته د رسمیت ورکولو په تړاو د پاکستان هڅه بللې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي تد شنبې په ورځ، د غويي پر ۱۹مه وویل، چې پر افغانستان د وروستیو تېریو په لړ کې د پاکستان له لوري پر سرحدي کلیو او ولسونو فشارونه ډېر شوي دي. د هغه په وینا، د دغو فشارونو هدف دا دی چې د سیمې خلک د خپلو امنیتي او نورو ستونزو د حل لپاره د پاکستان اړوندو ادارو ته مراجعه کولو ته اړ شي.

پخواني ولسمشر زیاته کړې، چې د همدې وضعیت په پایله کې په دې وروستیو کې د کرښې د دواړو غاړو د ځینو قومي مشرانو ترمنځ د «امن هوکړې» په نوم اسناد لاسلیک شوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یې رسمي تایید او هرکلی هم کړی دی.

حامد کرزي دا پرمختګونه د ډیورنډ فرضي کرښې ته د رسمیت ورکولو لپاره د پاکستان هڅه او د افغانستان د ملي حاکمیت پر خلاف عمل بللی او ټینګار یې کړی چې مسوول چارواکي باید د یادو انکشافاتو په اړه ولس ته ځواب ووایي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د کونړ او باجوړ او د نورستان او چترال د یو شمېر قومي مشرانو ترمنځ تړونونه تایید کړل خو طالبانو لا تراوسه ددغو تړونونو په اړه څه نه دي ویلي او چوپتیا یې پرې غوره کړې ده.

د طالبانو چوپتیا په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګونونه هم راپارولي او له دې ډلې یې غوښتنه کړې چې په دې اړه سپیناوی وکړي.

په سیمه کې قومي مشران وايي، د پاکستاني اړخ تر ټولو جدي غوښتنه پر ډیورنډ کرښه د طالبانو د امنیتي پوستو نه جوړولو ده، په داسې حال کې، چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره امنیتي پوستې مهمې ګڼل کیږي او پاکستان له ۲۰۰۲ کال راهیسې په سلګونو نوې پوستې او خنډونه جوړ کړي دي.

افغانستان د پاکستان له رامنځته کېدو راهیسې ډیورنډ کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي پولې په توګه نه پېژني، خو پاکستان ټینګار کوي، چې دا نړیواله پوله ده. 

دغه مساله ډېر وخت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تحرکاتو او د دواړو خواوو ترمنځ د شخړو او امنیتي پېښو لامل ګرځي.

د نورستان او چترال او د باچوړ او کونړ ولایتونو د قومي مشرانو ترمنځ په جرګو او هوکړو کې ویل شوي، چې دوی په سیمه کې اوربند ټینګوي او هیڅ اړخ به پر بل اړخ برید نه کوي.

دغه تړونونه د کونړ پر سرکاڼو ولسوالۍ او د نورستان پر برګمټال او کامدېش ولسوالیو د پاکستاني ځواکونو له بریدونه وروسته، چې د خلکو د تګ او راتګ لارې بندې شوې او له سیمې ګڼ خلک بې ځایه کېدو ته اړ شول، لاسلیک شول.

په کندهار کې د رسنیو مسوولان: طالبان د رسنیو د اصولو خلاف تبلیغاتي خپرونې راباندې جوړوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۴ GMT+۱

په کندهار کې د یو شمېر سیمه‌ییزو رسنیو مسوولان ادعا کوي، چې طالبان د رسنیو د اصولو خلاف د خپلو تبلیغاتو لپاره ځانګړې خپرونې پرې جوړوي. د دوی په وینا، طالبان د دغه کار په بدل کې هېڅ مالي امتیاز نه ورکوي. طالبانو تراوسه ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

په کندهار کې د یو شمېر سیمه‌ییزو رسنیو مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د لاس‌وهنو او محدودیتونو له‌امله له سختو مالي ستونزو سره مخ دي، خو پر دې سربیره طالبانو پر هرې سیمه‌ییزې راډیو «د باج په ډول» تبلیغاتي خپرونې چمتو کوي.

د دوی په وینا، طالبان د یاد کار په بدل کې هېڅ مالي امتیاز هم نه ورکوي.

په کندهار کې د یوې سیمه‌ییزې رسنۍ مسوول د نوم نه اخېستلو په شرط ویلي، چې د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له‌خوا په هره راډیو کې د ملا هبت‌الله د فرمانونو لپاره خپرونې ځانګړې شوې دي او د راډیو مسوولان مجبور دي چې له کوم قرارداد یا مالي امتیاز ترلاسه کولو پرته دغه خپرونې خپرې کړي.

د راډیو دغه مسوول وايي:«زموږ عاید مخکې د ځینو موسسو له اعلاناتو و، هغوی به د عامه‌ پوهاوې لپاره ځینې خپرونې یا اعلانات راکول، بیا پر موسسو هم محدودیت ولګید، چې ورسره سم له دې لارې زموږ عایدات صفر شول. طالبان د خپل دولتي سیستم اعلانات په خپلو اړوندو رسنیو کې کوي او په موږ باندې هغه اعلانات په مفته کوي».

د سیمه‌ییزو رسنیو مسوولان وايي، چې د عوایدو یوازینۍ سرچینه یې د ازاد بازار د اعلاناتو ده، خو د دغو اعلاناتو پر سر د طالبانو مالیه ملا ماتوونکې ده.

پر همدغه مهال په کندهار کې یو شمېر سیمه‌ییز خبریالان وايي، چې رسمي دندې نه لري او یو شمېر یې د ځینو رسنیو سره په فریلانس ډول کار کوي.

یاد خبریالان وايي، چې طالبانو کاري ساحه پرې تنګه کړي ده او دوی اړ دي چې د هرې موضوع د راپور کولو لپاره لومړی د اطلاعاتو او کلتور ریاست څخه اجازه واخلي.

د یادو خبریالانو د معلوماتو له‌مخې، طالبان په هر ولایت کې د خبریالانو، یوټیوب چینلونو او د ټولنیزو رسنیو د مشهورو کسانو کړۍ لري، چې له مسلکي او کارپوهو خبریالانو څخه طالبانو ته ډېر د ارزښت وړ دي.

پر رسنیو د طالبانو محدودیتونه یوازې تر کندهار ولایت پورې نه دې محدود، بلکې په زابل، هلمند او ارزګان کې هم سیمه‌ییزې رسنۍ او خبریالان له ورته ستونزو سره مخ دي.

دوی اندېښنه لري او وايي، چې که د طالبانو محدودیتونه همداسې دوام پیدا کړي، ښايي مسلک ته تغیر ورکړي.

طالبانو تر دې دمه ددغو خبریالانو او رسنوالو د ادعاوو او شکایتونو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وايي چې د قانون په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ کوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شېراحمد حقاني د یوناما د بشري حقونو له مسوولې فیونا فریزر سره لیدنه کې د افغانستان د رسنیو پر وضعیت، د خبریالانو پر ستونزو، د بشري حقونو پر موضوعاتو او د تاریخي ابداتو د ساتنې په اړه خبرې کړې دي.

یاد وزارت پر خپل ایکس لیکلې چې د یوناما د بشري حقونو مسوولې په افغانستان کې د رسنیو یو شمېر پرمختګونه، د خبریالانو ستونزو ته «پر وخت رسېدنه ستایلې» او معلوماتو ته د لاسرسي نسبي اسانتیاوو یادونه یې کړې.

هغې ټینګار کړی چې د رسنیو ملاتړ باید دوام ومومي.

طالبانو ویلي، چې نوموړې د ملا هبت الله فرمانونه د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې مثبت ګام ګڼلي او زیاته کړې یې ده چې د روږدو کسانو پر روغتون د وروستي برید په اړه د هغوی څېړنې هم روانې دي.

په لیدنه کې حقاني ویلي چې د قانون په چوکاټ کې د رسنیو ملاتړ کوي او هڅه کوي د هغوی ستونزې حل کړي.

نوموړي همدارنګه ویلي چې د طالبانو د مشر ټول فرمانونه د ټولنې د خیر او پرمختګ لپاره صادرېږي او په دې فرمانونو کې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ښځو حقوق په بشپړه توګه په پام کې نیول شوي او د هغوی اسلامي حقوق تضمین شوي دي.

پر طالبانو په کوردننه او بهر نیوکې کیږي، چې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار مخه یې نیولې او پر هغوی یې د ټولنیز ژوند کړۍ تنګه کړې ده.

د پاکستان لوی درستیز پر طالبانو غږ کړی چې «د وسله والو ملاتړ» پرېږدي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د پاکستان لوی درستیز ویلي چې اسلام اباد له افغانستان نه یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا چې «د هند په لارښوونه د وسله والو له ملاتړه » لاس واخلي او هلته د ټي ټي پي مرکزونه له منځه یوسي. طالبان په افغانستان کې د وسله والو د مرکزونو شته والی ردوي.

عاصم منیر د یکشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې له هند سره د جګړې د لومړۍ کالیزې په مراسمو کې وویل، چې افغانستان دې په خپله خاوره کې «د وسله والو ملاتړ بند کړي او د هغوی پټنځایونه» دې له منځه یوسي.

نوموړي د طالبانو له نوم یادونې پرته وویل، چې « له افغانستان څخه زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې په خپله خاوره کې د «فتنة الخوارج» او «فتنة الهند» ملاتړ پای ته ورسوي».

د پاکستان پوځ او رسنۍ دغه اصطلاحات ټي ټي پي او بلوڅ وسله والو ته کاروي.

د پاکستان د پوځ مشر هند ته هم خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که نوی ډیلی په راتلونکي کې د کوم بل برید هڅه وکړي، نو د جګړې پایلې به خورا پراخې او خطرناکې وي.

هغه زیاته کړه چې راتلونکې جګړې به په څو اړخیزو عملیاتو مشتملې وي او ادعا یې وکړه چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرۍ لړۍ لا هم دوام لري.

جنرال عاصم منیر د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د خلکو او امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلې او ویې ویل چې په تېرو دوو لسیزو کې د پوځ او پولیسو زړورتیا په تاریخ کې ساري نه لري. هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي، خو د پاکستان پوځ به د وروستي ترهګر تر وژل کېدو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

د پاکستان پر پوځ نیوکې دي، چې په قبایلي سیمو کې له ۲۰۰۲ یمو کلونو راهیسې واړه او ستر پوځي عملیات کوي، خو تر دې دمه په خیبر پښتونخوا او قبایلي ولسوالیو کې ناامنۍ او د ترهګرۍ پېښې نه دي ختمې شوې.

یو شمېر شنونکي او د پوځ منتقدان دا د افغانستان په تړاو د پاکستان د پوځ د ښو او بدو جنګیالیو د سیاستونو محصول ګڼي، خو پوځ وايي، چې دوی د جنګیالیو ترمنځ د ښه او بد توپیر نه کوي.

اسلام اباد په پرله پسې ډول طالبان په پاکستان کې په جګړه کې د ښکیلو وسله والو جنګیالیو په ملاتړ تورنوي، خو طالبان وايي، چې د پاکستان پوځ د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر دوی اچوي.

د پاکستان لوی درستیز په خپلو خبرو کې پر هند تور ولګاوه، چې له «دولتي ترهګرۍ» کار اخلي او دا ډول فعالیتونه له افغانستان نه کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې نوي ډیلي اوکابل اسلام اباد په دولتي ترهګرۍ تورناوه.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې له تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې ترینګلې دي او دواړو خواوو پر ډیورنډ کرښه نښتې کړې او د پاکستان الوتکو د کابل په ګډون د افغانستان یو شمېر ښارونه او طالبانو په ځواب کې د پاکستان ځینې پوځي اهداف په ډرونونو هدف ګرځولي دي.

د طالبانو له وېرې جرمني ته تللي یو شمېر افغانان په بن کونسلګرۍ کې له طالبانو سره کار کوي

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

د طالبانو تر واک لاندې د جرمني په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ ځینې رسمي سندونه افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، چې ښيي د طالبانو له وېرې جرمني ته یو شمېر انتقال شوي افغانان اوس له طالبانو سره په بن کونسګرۍ کې کار کوي. د سند له مخې، طالبانو تازه ۱۳ تنه په بن کونسلګرۍ کې ګومارلي دي.

د طالبانو د بن کونسلګرۍ د مکتوبونو له مخې، د دې کونسلګرۍ لپاره د طالبانو سرپرست کونسل سید مصطفی هاشمي شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته مکتوب لېږلی دی.

په مکتوب کې د طالبانو بن کونسلګرۍ بهرنیو چارو زوارت ته خبر ور کړی چې د تېر جمهوریت پرمهال ۹ کسانو بېرته له طالبانو سره کار پیل کړی دی او په دې کسانو کې د کونسلګرۍ بېلابېلو برخو کې محلي کارکوونکي شامل دي.

په همدې مکتوب کې د طالبانو بن کونسل د نورو ۱۳ محلي کارکوونکو د ګومارلو راپور ور کړی دی خو په دغو محلي کارکوونکو کې داسې نومونه هم شته چې د جمهوریت له پرځېدو وروسته د جرمني حکومت د تخلیې په پروسه کې دغه هېواد ته انتقال کړي دي.

ددغو افغانانو د انتقال یو لامل دا و، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو د بن کونسلګرۍ کې د ګومارل شويو محلي کارکوونکو معاشونه له ۱۵۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ یورو پورې دي.

د کونسلګرۍ سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په دغو کارکوونکو کې داسې کسان شته چې د جرمني په ځینو ادارو کې یې د کورنۍ غړي کاري سابقه هم لري.

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د رسمي سندونو پر بنسټ راپور ور کړی و، چې طالبانو د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې یو پاکستانی وګړی د ای ټي مسوول ګومارلی دی او دا کس هم په دغو ۱۳ محلي کارکوونکو کې شامل دی.

ځينو پخوانیو افغان ډیپلوماټانو ویلي و، چې په ځینو حالتونو کې د کوربه هېواد وګړی په سیاسي استازولیو کې ګومارل کېږي خو د درېیم هېواد وګړي ګومارل د اصولو خلاف کار دی.

د کونسلګرۍ مخکېني سرپرست حامد ننګیالي کبیري تېر کال د کونسلګرۍ د کارکوونکو له ډله ییزې استعفا وروسته وویل، چې طالبانو ته د کونسلګرۍ په واک کې اخېستلو اجازه ورکړل شوې ده.

جرمني د طالبانو دوه استازي د ډيپلوماټانو په توګه منلي او یو استازی د بن کونسلګرۍ ته معرفی شوی دی.

برلین وايي، چې دوی له طالبانو سره یوازې تخنیکي اړیکې ساتي.