د یاد ښار د بېلابېلو مارکېټونو هټۍوال وايي، محتسبین هره ورځ بازارونو ته ورځي او له هټۍوالو د روغبړ پرمهال پیسې ترلاسه کوي. د دوی په خبره؛ که هټۍوال پیسې ورنه کړي، نو بیا پرې سختي زیاتېږي، ښځینه پېرودونکې یې منعه کېږي او کله ناکله هټۍ یې تړل کېږي.
یو هټۍوال چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل: «کله چې دوی مارکېټ ته راشي موږ مجبور یو چې زر، ۲زره یا کله تر دې ډېرې کلدارې ورکړو، دغه پيسې موږ په خپله خوښه ورکوو؛ ځکه که یې ورنه کړو ښځې نه پرېږدي او زموږ کاروبار په ټپه درېږي».
د لښکرګاه ښار یو بل سوداګر وايي، د محتسبینو حضور په بازارونو یا مارکېټونو کې زیات دی او دوی په هر مارکېټ کې خپله خونه لري چې هره ورځ راوځي او پر هټیو ګرځي. د دوی په خبره؛ محتسبین اکثره ګرځي او د بازار له یو سر څخه تر بل سره پورې هرې هټۍ ته ورځي.
یو بل هټۍوال په دې اړه وایي: «هر مارکېټ ته خپل ځانګړي کسان ورځي، بس فقط اوس خلک وېروي هر دوکاندار ته چې ودرېږي هغه یوڅه ورکړي او دوی پر خپله مخه ځي». ځینې ښځې چې د لښکرګاه بازارونو ته د ورځنیو اړتیاوو لپاره ورځي وايي، چې د سختو محدودیتونو له امله اوس بازار ته تګ ورته ستونزمن شوی دی.
یوه مېرمن په دې اړه وايي: «موږ اکثره وخت د ماشومانو جامې او د کور نور توکي اخلو؛ خو په بازار کې هر وخت وېره وي، چې امربامعروف به څه ووايي، کله ناکله بې له کومې خبرې ښځې له دوکانونو باسي».
د ښار یو اوسېدونکی وايي، هغه قوانین چې مخکې په سختۍ عملي کېدل؛ اوس د پیسو په بدل کې نرم شوي دي. د لښکرګاه یو اوسېدونکی نورالدین په دې اړه وایي: «که یو دوکاندار پیسې ورکړي، بیا هماغه محتسبین هېڅ نه ورته وايي. ښځې ورځي راځي، کاروبار روان وي خو که څوک غریب وي او پیسې ونه لري، بیا ورباندې سختي کېږي، ښځې یې له دوکان څخه پسې اخیستل کېږي».
اقتصادي شنونکي وايي، د هلمند په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله بازارونه لا له وړاندې کمزوري شوي دي او که پر سوداګرو اضافي فشارونه زیات شي؛ نو د خلکو اقتصادي وضعیت نور هم خرابېږي.
یوشمېر هټۍوال غوښتنه کوي، چې د بازارونو د څار لپاره دې روښانه اصول جوړ شي او د محتسبینو کړنې دې وڅارل شي. په لښکرګاه کې د خلکو له خولې خپرېدونکي دغه شکایتونه داسې مهال زیات شوي، چې د هېواد په ګڼو سیمو کې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د خلکو د ژوند د سختېدو راپورونه هم ورځ تر بلې ډېرېږي.
ځايي اوسېدونکي وايي، که د بازارونو فضا هم د فشار، رشوت او محدودیتونو تر اغېز لاندې پاتې شي؛ نو نه یوازې سوداګري به زیانمنه شي، بلکې د خلکو او د طالبانو تر واک لاندې ادارو ترمنځ باور به نور هم کمزوری شي.