یو هټۍوال چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل: «کله چې دوی مارکېټ ته راشي موږ مجبور یو چې زر، ۲زره یا کله تر دې ډېرې کلدارې ورکړو، دغه پيسې موږ په خپله خوښه ورکوو؛ ځکه که یې ورنه کړو ښځې نه پرېږدي او زموږ کاروبار په ټپه درېږي».
د لښکرګاه ښار یو بل سوداګر وايي، د محتسبینو حضور په بازارونو یا مارکېټونو کې زیات دی او دوی په هر مارکېټ کې خپله خونه لري چې هره ورځ راوځي او پر هټیو ګرځي. د دوی په خبره؛ محتسبین اکثره ګرځي او د بازار له یو سر څخه تر بل سره پورې هرې هټۍ ته ورځي.
یو بل هټۍوال په دې اړه وایي: «هر مارکېټ ته خپل ځانګړي کسان ورځي، بس فقط اوس خلک وېروي هر دوکاندار ته چې ودرېږي هغه یوڅه ورکړي او دوی پر خپله مخه ځي». ځینې ښځې چې د لښکرګاه بازارونو ته د ورځنیو اړتیاوو لپاره ورځي وايي، چې د سختو محدودیتونو له امله اوس بازار ته تګ ورته ستونزمن شوی دی.
یوه مېرمن په دې اړه وايي: «موږ اکثره وخت د ماشومانو جامې او د کور نور توکي اخلو؛ خو په بازار کې هر وخت وېره وي، چې امربامعروف به څه ووايي، کله ناکله بې له کومې خبرې ښځې له دوکانونو باسي».
اقتصادي شنونکي وايي، د هلمند په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله بازارونه لا له وړاندې کمزوري شوي دي او که پر سوداګرو اضافي فشارونه زیات شي؛ نو د خلکو اقتصادي وضعیت نور هم خرابېږي.
یوشمېر هټۍوال غوښتنه کوي، چې د بازارونو د څار لپاره دې روښانه اصول جوړ شي او د محتسبینو کړنې دې وڅارل شي. په لښکرګاه کې د خلکو له خولې خپرېدونکي دغه شکایتونه داسې مهال زیات شوي، چې د هېواد په ګڼو سیمو کې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ او د خلکو د ژوند د سختېدو راپورونه هم ورځ تر بلې ډېرېږي. ځايي اوسېدونکي وايي، که د بازارونو فضا هم د فشار، رشوت او محدودیتونو تر اغېز لاندې پاتې شي؛ نو نه یوازې سوداګري به زیانمنه شي، بلکې د خلکو او د طالبانو تر واک لاندې ادارو ترمنځ باور به نور هم کمزوری شي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو د خبریالانو د نیولو په نوې څپه کې د رسنیو درې کارکوونکي نیولي او یوشمېر نور یې ګواښلي دي. یاد مرکز پر دغه پېښو اندېښنه ښودلې او له طالبانو یې غوښتي، چې نیول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشې کړي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو سرچینو په حواله ویلي، چې د پیګرد خبرياژانس خبریال جاوید نیازی، د طلوعنیوز خبریال منصور نیازی او عمران دانش د طالبانو د استخباراتو لهخوا نیول شوي او تراوسه یې برخلیک ناروښانه دی.
یاد مرکز دا هم ویلي، چې په تېرو څلورو ورځو کې درې نور خبریالان د طالبانو لهخوا ګواښل شوي؛ خو دوی یې د امنیتي اندېښنو له امله جزییات نهدي ورکړي. یاد مرکز په افغانستان کې د خبریالانو د نیونې او ګواښونو د نوې څپې په اړه اندېښنه ښودلې او له واکمنو یې غوښتي، چې د رسنیو ازادۍ ته درناوی وکړي.
یاد مرکز زیاته کړې: «موږ غوښتنه کوو، چې تازه نیول شوي او نور زنداني خبریالان خوشې او اجازه ورکړل شي چې هغوی له خپلو حقونو په سمه توګه او د نیولو او ګواښ له وېرې پرته ګټه واخلي».
د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبینو د کابل ښار له ۵۰ روغتیايي مرکزونو سره په «اصلاحي» کتنو کې هغوی ته خبرداری ورکړی، چې په خپلو مرکزونو له اختلاط څخه ډډه او مخنیوی وکړي. دغه وزارت د یادو روغتیايي مرکزونو د مسوولینو له قوله لیکلي،چې هېڅ چاته به د «غیر شرعي» کړنو اجازه ورنهکړي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د کابل د امربالمعروف او نهې عنالمنکر ریاست محتسبینو د کابل ښار د ۵۰ روغتیايي مرکزونو له مسوولینو سره «اصلاحي» ناسته کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، محتسبینو دیادو روغتیایي مرکزونو له مسوولینو وغوښتل، چې په خپلو چارو کې له شته منکراتو په مخنیوي او د وزارت له لوري د ټاکل شویو سپارښتنو په پلي کولو کې له دوی سره مرسته وکړي.
دوی د روغتیايي مرکزونو مسوولینو ته خبرداری ورکړ، چې له اختلاط څخه ډډه او مخنیوی وکړي او همداراز یې ویلي: « دغه راز مسوولینو ټینګار وکړ، چې په یاده برخه کې د اختلاط مخه ونیول شي او د داسې کړنو له کولو ډډه وشي چې د وزارت له ټاکل شوې پالیسۍ سره په ټکر کې وي».
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت په خبرپاڼه کې د یادو روغتیايي مرکزونو د مسوولینو له قوله ویل شوي، چې هېچا ته به د «غیر شرعي» کړنو اجازه ورنهکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د روغتیایي برخې مسوولینو د کارونو د لاښه پرمختګ په موخه همغږي او د محتسبینو همکاري اړینه وبلله او ډاډ یې څرګند کړ، چې هېڅ چاته به اجازه ورنهکړي چې په یاده برخه کې غیر شرعي کړنې تر سره کړي».
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي پورته نجونې زدهکوونکې له زدهکړو منع شوې او په دې سره له نږدې پنځو کلونو راهیسې هېڅ ښځينه ډاکټره له پوهنتون او طبي انسټیټیوټ څخه نهده فارغه شوې او په دې موده کې د طبي شورا له لوري له طبي پوهنتونونو له یوې ښځینه فارغې ازموینه نهده اخیستل شوې، څو په عملي او رسمي توګه د درملنې چارې پر مخ یوسي.
د چارو د شنونکو په وینا، د طالبانو دغو پالیسیو ته په کتو یونېسف خبرداری ورکړی، چې د نجونو پر زدهکړو او کار بندیز ښایي دغه هېواد تر ۲۰۳۰کال پورې د څه باندې ۲۵زره ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ کړي.