• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فرهنګي محدودیتونو په اوج کې؛ د هلمند دودیزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

۲۶ غویی ۱۴۰۵ - ۱۶ می ۲۰۲۶، ۰۷:۲۸ GMT+۱

د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، د هلمند دودیزه کلنۍ مشاعره د سلګونو ګډونوالو په حضور کې په هلمند ولایت کې ترسره شوې ده.

په دې مشاعره کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال عتیق‌الله عزیزي ویلي، چې د امنیت په فضا کې د بېلابېلو ولایتونو شاعرانو ګډون د ویاړ ځای دی. نوموړي د شعر او هنر ترڅنګ هلمند د «جهادونو» او د دوی په اصطلاح د «قربانیو» مرکز بللی.

دغه مشاعره داسې مهال ترسره کېږي، چې طالبان د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې پر فرهنګي او ادبي فعالیتونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. د ګڼو شاعرانو او فرهنګي فعالانو په باور، اوسنیو مشاعرو خپل پخوانی ازاد ادبي رنګ له لاسه ورکړی او تر ډېره د طالبانو د رسمي روایتونو، ترانو، نعتونو او له مخکې ټاکل شویو منځپانګو تر اغېز لاندې دي.

د فرهنګي فعالانو په خبره، اوس مهال په ډېری مشاعرو کې شاعرانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له رسمي چوکاټ څخه دباندې انتقادي، ټولنیز یا سیاسي موضوعات مطرح کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تیر جمهوريت پر مهال دودیزې مشاعرې د ازادو ادبي بحثونو، انتقادي شعرونو او فرهنګي تنوع مهم مرکزونه ګڼل کېدل. هغه مهال شاعرانو کولای شول د شعر له لارې د حکومت پر سیاستونو نیوکه وکړي او ښځو او نارینه‌وو پرته له جنسیتي محدودیتونو په دغو ادبي غونډو کې ګډون درلود.

خو اوس، د فرهنګي څارونکو په باور، د مشاعرو عمومي محتوا تر ډېره د طالبانو د نظام د مشروعیت، د ډلې د مشر د اطاعت او د اسلامي نظام د دوام پر تبلیغ راڅرخي؛ هغه څه چې د ادبي غونډو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

تر دې وړاندې هم سرچینو ویلي وو، چې په کندهار کې د انارګل دودیزه مشاعره د طالبانو د سیاسي او اېډیالوژیکو پیغامونو د خپرولو پر منبر بدله شوې ده.

همداراز، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر شېراحمد حقاني په پروان ولایت کې د ارغوان‌ګل کلنۍ مشاعرې پر مهال شاعرانو ته خبرداری ورکړی و، چې «هره موضوع» باید په شعر کې را نه وړل شي. د هغه په وینا، شاعران باید یوازې د «خیر، اصلاح او برکت» لپاره شعرونه ووایي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

۵

د سوداګریزو اړیکو ګډ کنفرانس؛ طالبانو او ازبک چارواکو پر پانګونې ټینګار کړی

•
•
•

نور کیسې

شهزاده هري او مېرمن یې د افغانستان په اړه فلم جوړوي

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۲۱:۳۸ GMT+۱

شهزاده هري او مېرمن یې میګان مارکل د نېټ فلېکس رسنیز شرکت لپاره د یوه جنګي فلم پر جوړولو بوخت دي. دا فلم د افغانستان د جګړې په اړه د یوه برېتانوي افسر د خاطراتو پر بنسټ جوړېږي. شهزاده هري په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې دوه ځلي ماموریت هم ترسره کړی دی.

دا فلم د برېتانیا د هغې پوځي قطعې کیسه بیانوي، چې د ۲۰۰۶ کال په جولای کې د هلمند د یوې ولسوالۍ د ساتلو مسوولیت درلود او وروسته بیا د طالبانو له لوري په نښه شوه.

د دغه فلم نوم «د وتلو لاره نشته: په کلابندۍ کې د نارینه‌وو رښتینې او لړزونکې کیسه» دی. دا فلم د میجر ادم جویټ د خاطراتو پر بنسټ جوړېږي؛ هغه په هلمند کې د برېتانیا د یادې پوځي قطعې قومندان وو.

شهزاده هري له پوځ څخه تر وتلو وړاندې، ۱۰ کاله په بریتانوي پوځ کې خدمت وکړ او دوه ځله یې د افغانستان د جګړې د لومړۍ کرښې په ماموریتونو کې برخه اخیستې ده.

شهزاده هري د ۲۰۰۷ کال په وروستیو کې د یوه ۱۰ اونیز ماموریت لپاره هلمند ته لاړ. هري په هغه وخت کې د جنګي ډګر د هوایي کنټرولر په توګه دنده ترسره کوله. دغه محرمانه ماموریت په انټرنېټ کې د هغه د حضور له افشا کېدو وروسته، له ټاکلي وخت مخکې پای ته ورسېد.

له افغانستان څخه د هري تر ستنېدو وروسته، برېتانوي رسنیو ورته د «جنګیالي شهزاده»، «زړور هري» او «زموږ له زامنو څخه یو» په څېر لقبونه ورکړل. هغه وروسته بیا افغانستان ته د ستنېدو لپاره په برېتانیا او امریکا کې تر روزنې او سختو تمرینونو وروسته، د اپاچي چورلکې د پیلوټ په توګه پر شرایطو برابر وګڼل شو.

هري د ۲۰۱۱ په اپرېل کې د کپټان رتبې ته ورسېد او د خپلې سکاډرون له قومندان څخه یې د اپاچي نښان هم ترلاسه کړ.

هغه د ۲۰۱۲ کال په سپټمبر کې یو ځل بیا افغانستان ته لاړ. دغه ماموریت ۲۰ اونۍ دوام وکړ او هغه ته فرصت ورکړل شو، چې په عملیاتو کې د اپاچي چورلکې د مرستیال پیلوټ او ویشتونکي په توګه برخه واخلي.

کنزینګټون ماڼۍ د ۲۰۱۵ په مارچ کې په رسمي ډول له پوځ څخه د هري وتل تایید کړل. په دې پرېکړې سره، په برېتانوي پوځ کې د هغه لس کلن خدمت پای ته ورسېد.

شهزاده هري او میګان مارکل تېر کال له نېټ‌فلېکس سره یو محدود تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له‌مخې، نېټ فلېکس حق لري چې د هري او میګان د تولیدي شرکت «ارچي وېل» پروژې تر نورو وړاندې وڅېړي او بیا یې په اړه پرېکړه وکړي.

د شالمار دودیزه مېله؛ سږکال د طالبانو د محدودیتونو له کبله یې دوه اونۍ هم دوام ونه کړ

۲۵ غویی ۱۴۰۵ - ۱۵ می ۲۰۲۶، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د کندهار مشهوره او تاریخي «شالمار مېله» چې لسیزي یې د خلکو د خوښۍ، دودیزو لوبو، موسیقۍ او ټولنیزو ناستو رنګین انځور وړاندې کاوه، سږکال یې لا دوه اونۍ هم دوام ونه کړ او مېله‌وال بېرته خپلو سیمو ته ستانه شول.

دغه مېله چې هرکال د توت د پخېدو له موسم سره یو ځای پیلېږي، پخوا به نږدې یوه میاشت روانه وه؛ خو اوس يې د طالبانو د سختو محدودیتونو او بندیزونو له امله خپل پخوانی رنګ او خوند له لاسه ورکړی دی.

د سیمې خلک وایي، شالمار اوس یوازې د نوم یوه مېله پاتې ده؛ نه د پخوا په څېر خوشحالي او نه هم د ولسي دودونو ازادي په‌کې لیدل کېږي. شالمار د کندهار یوه مشهوره تاریخي، تفریحي او دودیزه مېله ده، چې تاریخي مخینه یې د احمدشاه بابا وخت ته رسېږي.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د تېرو کلونو د شالمار مېلې د ګډونوالو یوه برخه
100%
د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د تېرو کلونو د شالمار مېلې د ګډونوالو یوه برخه

دغه مېله د توت پخېدو سره هغه وخت پیلېږي، کله چې د ارغنداب د باغونو توتان پخېږي او خلک له سپين بولدک، تخته پل، ارغستان، معروف او نورو ولسوالیو څخه د تفریح لپاره راځي.

د کندهار اوسېدونکي وایي، پخوا به د یادې مېلې فضا بېخي بله وه، خلک به له نورو سېمو څخه له کورنیو او دوستانو سره راتلل. د غېږ نیولو دودیزې لوبې، د اتڼ محفلونه، د موسیقۍ مجلسونه، د شپې د دریا «چمبې» مشاعرې، د لډو او ورقو سیالۍ، دودیزې سندرې او د کلیوالو خوړو پخول د یادې مېلې مهمې برخې وې.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ یو سپین ږېری حاجي اسدالله وایي، شالمار یوازې یوه تفریحي مېله نه وه؛ بلکې د خلکو د خپلمنځي اړیکو، کلتوري راټولېدنې او دودیز هویت یوه مهمه برخه ګڼل کېده.

هغه زیاته کړه: «پخوا به شالمار ته زرګونه کسان راتلل، د شپې تر ناوخته ان تر سهاره به د دریاوو او ډول غږونه وو، ځوانانو به اتڼونه کول، سندري به ویل کېدې او خلک به خوشحاله وو؛ خو اوس هر څه چوپ دي».

هغه زیاتوي، د طالبانو له بندیزونو وروسته خلک نور زړه نه ښه کوي چې څو ورځې په مېله کې پاتې شي.

په تېرو کلونو کې شالمار مېله کې د ځوانانو د محلي موسیقۍ او خوښۍ یوه شېبه چې طالبانو اوس پرې بندیز لګولی
100%
په تېرو کلونو کې شالمار مېله کې د ځوانانو د محلي موسیقۍ او خوښۍ یوه شېبه چې طالبانو اوس پرې بندیز لګولی

د تخته پل ولسوالۍ یو ځوان نعمت‌الله هم په دې اړه وایي: «دا ځل خو مېله دومره ژر ختمه شوه، چې لا خلک سم راټول شوي هم نه وو؛ نه موسیقي شته، نه ازاد مجلسونه، نه هغه دودیزې لوبې، یوازې خلک راځي لږ ګرځي او بېرته ځي».

ځايي خلک وایي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته په شالمار مېله کې د موسیقۍ، سندرو، د شپې مجلسونو او ګڼو ولسي دودونو مخه نیول شوې ده.

د سیمې یو بل اوسېدونکی محمداسحاق وایي: «کله چې د خلکو د خوښۍ هره لاره بنده شي؛ نو مېله به څنګه ژوندۍ پاتې شي؟ شالمار اوس یوازې یوه عادي مېله ده هغه د پخوا رنګ او خوند يې تللی دی».

هغه زیاتوي، چې پخوا به سوداګرو هم ښه کاروبار کاوه؛ خو اوس د خلکو د کم رنګه ګډون له امله اقتصادي ګټه هم کمه شوې ده. شالمار مېله د کندهار د هغو لرغونو ولسي مېلو څخه ده، چې نسل په نسل خلکو ژوندۍ ساتلې ده.
د ارغنداب شنې سیمې، د توتانو او انارو باغونه، د پسرلي ښکلی موسم او د خلکو دودیزې راټولېدنې د یادې مېلې ځانګړتیاوې بلل کېږي. کلتوري فعالان وایي، که ولسي مېلې محدودې او بې‌خونده شي؛ نو د سیمې کلتوري هویت ته زیان رسېږي.

د دوی په باور؛ شالمار یوازې د ساعتېرۍ ځای نه وو؛ بلکې د خلکو د فرهنګي ازادۍ یوه نښه هم وه. د سپین بولدک یو اوسېدونکی سیدولي په دې اړه وایي: «موږ به پخوا د شالمار لپاره څو ورځې تیاری نیوه، اوس ځکه خلک نه پاتې کېږي چې هلته د خوښۍ څه نه‌دي پاتې. موږ سږکال دغه مېلې ته تللي وو د شپې تر ناوخته به طالبانو نه پرېښودو، دریا نه وه، لډو یا نور د تفریح څه نه‌وو؛ نو داسې مېله به څنګه وي».

شالمار مېله چې یو وخت د کندهار د ولسي خوښیو او دودیز فرهنګ ژوندی سمبول وو، اوس د محدودیتونو او بندیزونو تر اغېز لاندې خپل رنګ بایلي.

افغانې شاعرې شمیم فروتن په ایټالیا کې نړیواله ادبي جایزه ګټلې

۲۰ غویی ۱۴۰۵ - ۱۰ می ۲۰۲۶، ۱۹:۱۵ GMT+۱

افغانې شاعرې او خبریالې شمیم فروتن د ایټالیا په نړیوال ادبي فستیوال «فرانکو لوی» کې د اوولسم پړاو جایزه ګټلې ده. د راپورونو له مخې، د دې ادبي فستیوال ګټونکي په دې وروستیو کې د ګروتاماره په ښار کې وستایل شول.

شمیم فروتن د ایټالوي ژبې په یوه شعر سره د دغه نړیوال ادبي فستیوال افتخاري ډیپلوم ترلاسه کړی دی.

د نوموړې خاوند رفع وفایي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې شمیم فروتن د سلګونو ګډونوالو ترمنځ د دې ادبي جایزې په ترلاسه کولو بریالۍ شوې ده.

وفایي لیکلي: «دا مهمه لاسته‌راوړنه دې تاته او زموږ د ګران هېواد ټولو ښځو او نجونو ته مبارک وي؛ هغه ښځې چې نن له ډېرو بشري او اساسي حقونو محرومې دي، خو بیا هم ځلېږي.»

د «فرانکو لوی» ادبي فستیوال یو نړیوال ادبي پروګرام دی چې د ایټالوي او غیر ایټالوي لیکوالانو لپاره جوړېږي او موخه یې د معاصر ادب، شعر او کیسه‌لیکنې ملاتړ بلل کېږي.

شمیم فروتن د ۲۰۲۱کال په اګست کې د طالبان له بیا واکمنېدو مخکې په کابل کې د خبریالې په توګه کار کاوه.

هغې ایټالیا ته له کډوالېدو وروسته هم خپلو ادبي او فرهنګي فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.

طالبانو تېر لمریز کال د «مشاعرې تنظیم» قانون توشیح کړی و، چې له مخې یې د مینې، انتقاد او د طالبانو د مشرملا هبت الله په اړه انتقادي شعرونه منع شوي دي.

په دې قانون کې راغلي چې د نجونو او هلکانو په اړه عاشقانه شعرونه او د هغوی ستاینه باید ونه شي.

په دې وروستیو کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر هم د کندهار په «انار ګل مشاعره» کې له شاعرانو غوښتي وو چې د طالبانو د حکومت د ملاتړ او دفاع لپاره شعرونه ولیکي.

د انار ګل مشاعره یو وار بیا د طالبانو د مشر ستاینې او د جګړې پر تبلیغاتو راڅرخېده

۱۸ غویی ۱۴۰۵ - ۸ می ۲۰۲۶، ۰۹:۴۴ GMT+۱

کندهار کې تېره شپه د انار ګل مشاعره ترسره شوه؛ هغه ادبي غونډه چې پخوا به په‌کې د انار ګل، وطن، ټولنیزو موضوعاتو او ولسي احساساتو اړوند شعرونه وړاندې کېدل؛ خو د وروستیو کلونو په څېر سږکال هم د طالبانو د مشر ستاینې او د حکومتي وفادارۍ د تکراري پیغامونو تر سیوري لاندې ترسره شوه.

په یاده مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو، د طالبانو د حکومت چارواکو، دیني عالمانو او فرهنګي کسانو ګډون کړی و؛ خو د غونډې ګڼې ویناوې، شعرونه او تمثیلي ټوټې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د اطاعت، د هغه د فرمانونو د ستاینې او د اسلامي نظام د بقا پر محور راڅرخېدې.

طالب چارواکي شاعرانو ته: «د امیر اطاعت ته خلک راوبولئ»

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي شېر احمد حقاني د یادې مشاعرې پرمهال شاعرانو او لیکوالانو ته په خطاب کې وویل، دوی مکلف دي د اسلامي نظام د دفاع او ستاینې لپاره شعرونه ولیکي.

هغه وویل: «شاعران مکلفیت لري، چي د اسلامي نظام د توصیف او دفاع لپاره شعرونه ولیکي. په شعرونو کې هغه اسبابو ته اشاره وکړي، چي د نظام د بقا، استحکام او ثبات لامل ګرځي».

حقاني زیاته کړه، چې شاعران باید خلک د طالبانو د مشر اطاعت ته وهڅوي او د هغه فرمانونه تشریح کړي. هغه دا هم وویل، چې د طالبانو دښمنان ښايي د فرصت په پیدا کېدو سره غچ واخلي؛ نو ځکه باید د یووالي او د نظام ساتنې لپاره کار وشي.

د مشاعرې تر ټولو جنجالي برخه د کندهار د علماوو شورا د غړي مولوي عبدالهادي ابوالخالد خبرې وې، چې ځوانان یې د عصري وسایلو پرځای د وسلو اخیستو او جهاد ته د چمتووالي لپاره وهڅول.

هغه وویل: «ځوانان دې صورت او سیرت اصلاح کړي او د اتیا زره افغانیو د ټېلیفون پرځای دې راکټ او نورې وسلې واخلي او هر وخت د جهاد لپاره چمتو واوسي». نوموړي همداراز ټینګار وکړ، چې ځوانان باید د وسلې استعمال زده کړي او ځانونه د جهاد لپاره چمتو کړي.

د هغه په خبره: «ځوانان دې اعداد وکړي، جهاد، ټوپک او د وسلې استعمال دې زده کړي او د دې ترڅنګ دې قراني علوم زده کړي؛ ترڅو راتلونکی یې امن او د اسلامي نظام تر چتر لاندې واوسي».

ابوالخالد شاعرانو، لیکوالانو او ترنم ویونکو ته هم سپارښتنه وکړه، چې په خپلو شعرونو او لیکنو کې د طالبانو د مشر ټول فرمانونه وستايي او تشریح یې کړي.
شعرونه هم د طالبانو د مشر او نظام ستاینو ته ځانګړي شوي وو

په مشاعره کې ګڼ شمېر شاعرانو خپل شعرونه د طالبانو د مشر، د اوسني‌ حکومت او د طالبانو د پخوانیو مشرانو په ستاینه کې ولوستل.

یو شاعر وویل:

«هر یو فرمان دې را اخیستی دی له دینه سلام

امیرالمومنینه سلام»

بل شاعر بیا د طالبانو نظام د قربانیو پایله وبلله او ویې ویل:

«دا نظام په قربیانو دی راغلی، په بې شمېره ککریو دی راغلی

دا نظام د ملا عمر مرحوم ارمان دی، دا نظام تابع د دین او د قران دی»

د شعرونو عمومي منځپانګه د طالبانو د نظام مشروعیت، د یادې ډلې د مشر اطاعت او د اسلامي نظام د دوام پر تبلیغ راڅرخېده؛ هغه څه چې د ګڼو فرهنګي او ادبي فعالانو په باور د ادبي غونډو خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

د مشاعرې پر مهال د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو پر ګډونوالو د موبایل له لارې د ویډیو اخیستلو بندیز لګولی و او هیچا ته اجازه نه ورکول کېده، چې د غونډې ویډیو ثبت کړي. د سرچینو په وینا؛ دغه محدودیت د دې لپاره وضع شوی و، چې د غونډې ټول جزییات او څرګندونې په ازاد ډول خپرې نه‌شي.
انار ګل مشاعره چې پخوا به د ولسي ادب، شاعرۍ او فرهنګي تبادلې یو مهم سمبول ګڼل کېده، اوس د نیوکه کوونکو په باور تر ډېره د طالبانو د سیاسي او اېډیالوژیکو پیغامونو د خپرولو پر یوه منبر بدله شوې ده.

خوست کې د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یو تفریحي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې

۱۷ غویی ۱۴۰۵ - ۷ می ۲۰۲۶، ۱۹:۵۶ GMT+۱

په خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې د دې ولایت په مرکز کې د یوه خصوصي شرکت له خوا د ۱۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه عصري تفریحي کمپلکس د جوړولو چارې پیل شوې. د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې دا پروژه د خپلواکۍ مینار ترڅنګ پر درې جریبه ځمکه پلې کېږي.

د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د دغه تفریحي کمپلکس قرارداد د شلو کلونو لپاره له هارون رشید صدیقي تجارتي شرکت سره لاسلیک شوی دی. ټاکل شوې ده چې په دې کمپلکس کې یو لوی هوټل، مجهز مېلمستون او عصري سونا جوړه شي. چارواکو زیاته کړې، چې د دې پروژې موخه د سیاحت او خدماتي سکتور پیاوړتیا او خلکو ته د کاري فرصتونو برابرول دي.

خوست کې د طالبانو مرستیال والي محبوب شاه قانت د پروژې د پرانیستې پر مهال له نورو سوداګرو او پانګه‌والو وغوښتل چې په دغه ولایت کې پانګونه وکړي. همدارنګه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس شیر محمد ذبیح د شرکت دا اقدام ستایلی او له خوست مېشتو سوداګرو یې غوښتي چې په پراختیایي پروژو کې فعاله ونډه واخلي. دوی پانګه‌والو ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د هارون رشید تجارتي شرکت مسؤل کریم صدیقي ویلي، چې دا مهال د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه برابر شوي او دوی په بېلابېلو ولایتونو کې ورته پروژې پلې کړې دي. خبرپاڼه کې ویل شوي، تمه کېږي چې د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.