طالبان وایي تېرکال د غور په ولایتي روغتون کې تر ۵زرو ډیر بریالي عملیاتونه ترسره شوي

د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي چې تیر ۱۴۰۴کال د غور ولایتي روغتون کې ۵۰۰۹بریالي جراحي عملیاتونه د متخصصو ډاکټرانو لخوا ترسره شوي دي.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي چې تیر ۱۴۰۴کال د غور ولایتي روغتون کې ۵۰۰۹بریالي جراحي عملیاتونه د متخصصو ډاکټرانو لخوا ترسره شوي دي.
د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دې ډلې ۲زره ۶۱۸لوی عملیاتونه او ۲زره ۳۹۱واړه عملیاتونه ترسره شوي.
خبرپاڼه زیاتوې چې تېریوکال دغه روغتون کې ۲۳زره ۴۲۸تنه د بستر ناروغانو (IPD) او ۱۲۷زره۵۳۹ د بستر دباندې(OPD) خدمتونه وړاندې شوي دي.

د تېر جمهوري نظام د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال وایي، په کابل کې یې د افغانستان لپاره د جاپان له سفیر ماساموتو کینيچي سره د هېواد پر روان ټولنیز او اقتصادي وضعیت خبرې کړې او د جاپان له بشري مرستو او د اقتصادي ثبات له ملاتړ یې ستاینه کړې ده.
ډاکټر عمر زاخېلوال په خپل ایکس کې لیکلي چې نن یې په کابل کې د افغانستان لپاره د جاپان سفیر ماساموتو کینيچي له نږدې کتلي دي.
نوموړي ویلي، په دې لیدنه کې د هېواد پر اوسني ټولنیز او اقتصادي وضعیت بحث شوی او د افغانستان له خلکو سره د جاپان د دوامدار حضور او مرستو قدرداني شوې ده.
زاخېلوال زیاتوي چې په خبرو کې د جاپان د هغو پراخو بشري مرستو ستاینه وشوه چې د افغانستان د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترسره کېږي، همداراز د ثبات او اقتصادي پرمختګ په ملاتړ کې د توکیو د فعال رول یادونه وشوه.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، چې په غزني، بغلان او هلمند ولایتونو کې د جلا جلا عملیاتو پر مهال ۱۵ تنه د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ پولیسو ۸ تنه د موټرو د غلا او له خلکو څخه د باج اخیستنې په تور نیولي دي.
د خبر پاڼې له مخې، د بغلان ولایت پولیسو ۵ تنه د یاد ولایت د لومړۍ حوزې اړوند د «قول اهن درې» په سیمه کې د څارویو غلا په تړاو نیولي دي.
بلخوا، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ پولیسو ویلي چې په تېره یوه میاشت کې یې ۱۰ میله بېلابېلې وسلې کشف او ترلاسه کړې دي او په دې تړاو یې ۲ تنه نیولي دي.
د طالبانو امر بالمعروف وزیرمحمد خالد حنفي، د دغه وزارت له مسولینو سره په یوې غونډه کې ټینګار کړی چې د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده فرمانونو ته مکلف دي. نوموړي ادعا کړې چې د دوی د مشر ټول فرمانونه شرعي بنسټ لري.
حنفي خپلو کارکوونکو ته ویلي: «د رهبریت لخوا کوم فرامین چې صادریږي، پر هر مسول له ما تر هرچا پورې یې اطاعت واجب دی، چې مسولین پرې عمل وکړي، ځکه چې هر فرمان د شریعت مطابق دی. که اطاعت نه وي امارت به نه وي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو کې د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلافاتو راپورونه زیات شوي دي. د راپورونو له مخې، د طالبانو ځینې لوړپوړي غړي د هبتالله اخندزاده له ځینو فرمانونو سره مخالفت لري. په دې ډله کې عباس ستانکزی او سراجالدین حقاني هغه کسان بلل کېږي چې خپل مخالفت یې په ښکاره څرګند کړی دی.
تر دې وړاندې، د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده په کندهار کې یوې ولسي غونډې ته په استول شوي پیغام کې ویلي وو چې تیر حکومتونه د مخالفتونو او بې اطاعتیو له امله د خپلو خلکو له خوا ړنګ شوي. نوموړي زیاته کړې وه چې مسلمانان تل د خپلمنځي اختلافاتو له کبله له ستونزو سره مخ شوي دي.
همداراز، هبتالله اخندزاده په خپلې وروستۍ وینا کې له خلکو د بېقید او شرطه اطاعت غوښتنه کړې وه، چې د طالبانو د ځینو غړو له نیوکو سره مخ شوه. منتقدینو ویلي وو چې دا ډول څرګندونې ښيي نوموړی ځان له نورو انسانانو لوړ ګڼي. د طالبانو ځینو غړو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د هبتالله دا ډول څرګندونې داسې انګېرنه رامنځته کوي، لکه نوموړی چې ځان د پیغمبر له مقام سره برابر بولي.
شنونکي دا څرګندونې او دریځونه د طالبانو ترمنځ د ژورو خپلمنځي اختلافاتو او اندېښنو نښې بولي.
په افغانستان کې د طالبانو له لوري د کورنۍ د قانون اړوند نوي ۳۱ مادهيي مقرراتو، چې د ماشومو نجونو د ودونو او د مېړه او مېرمنې ترمنځ د جلاوالي اصول تنظیموي، د بشري حقونو د فعالانو او ښځینه حق غوښتونکو له سختو نیوکو سره مخ شوي دي.
د راپورونو له مخې، دغه مقررات د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له خوا منظور شوي او د «مېړه او مېرمنې ترمنځ د جلاوالي اصول» تر سرلیک لاندې د طالبانو په رسمي جریده کې خپاره شوي دي.
په یادو مقرراتو کې ویل شوي چې که یوه نجلۍ د ماشوموالي په عمر کې له یوه بالغ سړي سره واده شوې وي، نو وروسته له بلوغ څخه د واده د فسخ غوښتنه کولی شي، خو یوازې هغه مهال چې د طالبانو اړونده محکمه یې تایید کړي.
د مقرراتو یوه بله جنجالي برخه د «چوپتیا د رضایت» اصل دی، چې له مخې یې د نجلۍ چوپ پاتې کېدل د واده د منلو په توګه تعبیرېږي؛ هغه ماده چې د بشري حقونو فعالان یې د نجونو د غږ د خاموشولو هڅه بولي.
د بشري حقونو ډلې وایي چې دغه مقررات په عملي توګه د ماشومو نجونو د ودونو پرېکړه د کورنیو مشرانو ته سپاري او نجونې د شخصي اختیار پر ځای د یوې معاملې په توګه وړاندې کوي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې د ماشومو نجونو د واده لپاره ورکړل کېدونکی ولور له ۵۰۰ تر ۳۰۰۰ډالرو پورې رسېږياو اټکل کېږي چې نږدې درېیمه برخه افغان نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې ودېږي.
طالبانو تر اوسه د دغو نیوکو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د ښځو د حقونو فعالان وایي چې دغه ډول مقررات په هېواد کې د نجونو پر ژوند محدودیتونه او فشارونه نور هم زیاتوي.
یو شمېر شنونکي ټینګار کوي چې د ماشومو نجونو د واده په اړه هر ډول پرېکړه د «رضایت» له اصل سره ټکر لري او د بشري حقونو له نړیوالو معیارونو سره هم همغږي نه ده.
د اروپايي ټولنې یو افشا شوی امنیتي ارزونې راپور خبرداری ورکوي چې ترهګري، تاوتریخوالی او افراطي ډلې لا هم د اروپا لپاره «جدي ګواښ» جوړوي، او د افغانستان، ایران او د اوکراین د جګړې له اغېزو سره د خطر کچه نوره هم لوړه شوې ده.
دغه ۲۳ مخیز راپور، چې د اروپايي ټولنې د شورا له لوري چمتو شوی او د غړو هېوادونو د حکومتونو استازیتوب کوي، وایي چې په اروپا کې د ترهګرۍ عمومي کچه «لوړه» پاتې ده، او د «اسلامي/جهادي ترهګرۍ» خطر تر ټولو مهمه اندېښنه ګڼل کېږي. دا ارزونه د اروپايي پولیس ادارې (یوروپول) له وروستي دریځ سره هم همغږي بلل شوې، چې په مارچ میاشت کې یې د ترهګرۍ ګواښ «حاد» بللی و.
راپور زیاتوي چې د ایران په اړه وروستي کړکېچونه د احتمالي نیابتي شبکو د فعالېدو او د «پټو وسلهوالو شبکو» له لارې په اروپا کې د غچ اخیستونکو بریدونو د احتمال اندېښنه زیاته کړې ده، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د یهودي او مسلمانانو لویې ټولنې لري.
د افغانستان په تړاو، راپور د داعش خراسان څانګه د اروپا لپاره له اصلي بهرنیو ګواښونو څخه بولي او وایي چې دغه ډله لا هم فعاله ده او د انټرنېټ له لارې تبلیغات کوي، په ځانګړي ډول ځوانان هدف ګرځوي.
یاد سند همدارنګه د لندن وروستۍ چړې وهلو پېښې ته اشاره کوي، چې پکې دوه یهودي نارینه ټپیان شوي وو او برتانوي پولیسو هغه «ترهګریز برید» بللی و. دغه برید د یوې ډلې له لوري منل شوی چې د ایران پلوه اسلامي جریان سره تړاو لري.
راپور وایي چې د ترهګریزو ډلو جوړښتي بڼه بدله شوې، منظمې شبکې کمزورې شوې، خو د انفرادي کسانو له خوا د الهام پر بنسټ بریدونه لا هم شونتیا لري. د دغه ډول بریدونو لپاره اکثره ساده وسایل لکه چړې، سپکې وسلې، بدیل چاودېدونکي توکي او وسایط کارول کېږي.
یوه بله جدي اندېښنه د کم عمره کسانو جذب دی. راپور وایي چې ځینې وختونه تر ۱۲ کلونو کم عمره ماشومان د انلاین پلیټفارمونو لکه ټیلیګرام او ټیک ټاک له لارې افراطي محتوا ته جذبېږي. په همدې تړاو وړاندیز شوی چې اروپايي ټولنه دې له دې شبکو وغواړي چې د خپلو الګوریتمونو د خپرېدو سرعت راکم کړي، څو ماشومان په اسانۍ افراطي محتوا ته لاسرسی پیدا نه کړي.
د اوکراین د جګړې په اړه راپور وایي چې تر اوسه یې په اروپا کې د ترهګرۍ پر وضعیت مستقیم لوی اغېز نه دی کړی، خو خبرداری ورکوي چې له جګړې سیمې څخه د سپکو وسلو او چاودېدونکو توکو جریان کولی شي په منځمهاله او اوږدمهاله توګه جدي پایلې ولري.
همدارنګه اروپايي چارواکي اندېښنه لري چې د روسیې له جګړې راستنېدونکي پخواني جنګیالي ممکن اروپا ته داخل شي او په جرمي یا تاوتریخوالو فعالیتونو کې ښکېل شي. راپور اشاره کوي چې روسیې شاوخوا ۱۸۰ زره بندیان د اوکراین جګړې ته استولي او وړاندیز کېږي چې د دغو کسانو د شینګن زون د داخلېدو بندیز موضوع به په جون میاشت کې مطرح شي.